(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.11.14پښتانه غريبان دي که ناپوهه؟

 03.11.2014: لیک: رحمان بونیری
شاه زرين خان کاکا په کټ کې د بخملو بالښتونو ته ډډه والې وه او د سعودي عربستان نه په راغلي جاپاني ریډیو د "ملغلرې خاورې کیږي" په نوم ېو پروگرام ته غوږ ؤ. سرې سپينې 22 کلنې تور پیکۍ د کټ مخې ته پروت د فارمیکې په مېزد شنو چائېو ډک چایئنک او وچه مېوه کېښودله او د انگڼ بل پلو ته دخپلې ناروغه خواښې آبۍ پښو چاپۍ له روانه شوه- دوه کلن محمد زرين د انگڼ په مينځ کې د "میډ ان چين" گوډاگوسره په لوبو ؤ . ددغه کليوال منظر نه په زرگونو ميلونه لرې په یو بل منظرکې د خان کاکا 25 کلن ځوې گل زرين د دوه نيم کالو راهسې خپل کور ته د تلو په ارمان ځان سره دا ټپه کوله چې- څوک په رضا د ملک نا نه ځي- یا ډیر غريب شي یا د یار دغمه ځينه – خو د گل زرين او لکونو نورو پښتنو دغه د غريبۍ د لاسه د مسافر کیدلو خیال سره د ملغلرې خاورې کیږي په پروگرام کې د یو کارپوه  اختلاف ؤ - د کارپوه په خیال پښتانه غريبان نه دي نا پوهه دي-

الکه بى ډوله  مه ګډيږه! څنگه ناپوهه دي؟؟ دا دی لا څه گډې وډې خبرې کئ ؟" شاه زرين خان کاکا دکارپوهه په تبصره سمدټکه تاؤ وخوړو- د نسوارو ډبلي له یی په ورغوي کې ټک ورکړو- په کټ کې نیغ کیناستو او لا یی چې نور څه ویئلې وی د محمد زرين مور پرې را مخکې شوه "سړیه په تا کې دا چل دی چې ته خبره پوره نه اورې، لږ ورته غوږ ونيسه- غلې شه، پړ یی که نو مړ یی که!!" د خان کاکا سره بله لار نه وه پاتې، پروگرام ته غوږ شو-

کار پوهه وئیل پښتانه ډیر شتمن دي دوېي غريبان نه دي ،کارپوهه دخپلې دعوې په حق کې اوئیل - پښتانه د سرو، سپينو په خزانه ناست دي- د چترال نه تر کوهاټ پورې او د شمالي وزيرستان نه تر هلمند پورې د پښتنو د برخې په خاوره کې ملغلرې خوندي دي- کارپوهه خپله خبره په دې ټکو کې د وتلي جیالوجسټ شاکرالله خان په تحقيق مخ په وړاندې بوتلله چې ،  د خېبر پختونخوا په 75000زره مربع کلو ميټره زمکه کې شمال پلو ته په چترال او ملاکنډ کې دپينځه درجو (کیټیگريز)کاڼیئزه زخیرې دي چې پکې تر ټولو ډېرې د ماربلو پنځوست قسمونواو گرینائټ نه علاوه لعلونه (جيم سټون) هم دي- په جيم سټون کې ایمرلډ (زمرد)،  ټوپاز (پکهراج)، ایکوا مرين،  او روبي-( یاقوت) ډیرزیات دي- ددې نه علاوه دغه علاقو کې مټالک منرلز(زره یئزه زخیرې) کې د سرو زرو او سپينو زرو زخیرې هم موجود دي- کارپوهه ویل چې ددغه سيمې په مایه معدنیاتو کې اوبه دترقۍ تر ټولو زبردسته وسیله ده، په دنیا کې د بجلۍ جوړولو لپاره نور قيمتي معدنیات په ډیره گرانه طريقه کارول کېږي خو دلته اوبو ډیرې او ویړیا دي او بجلي جوړول ترې ځکه اسان دي چې په قدرتي تو گه ورته لویې ډنډونه اوافشارونه ( چړونه) موجود دي- په پروگرام کې د دمې  په اعلان تور پیکۍ هم په ژور سوچ کې د ډوب ناست شاه زرين کاکا د مخې نه لوښې اوچټ کړل خو غوږ یی پروگرام ته ؤ-

 د دمې ورستو کارپوهه وئیل زه درته وس د قبائلي سيمې فاټا او افغانستان د معدنیاتو د زخیرو پوره معلومات درکومه خو اول به راشو د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو پلو ته چې پکې د هنگو نه  ترد کوهاټ پورې په 150 کلوميټره اوږده ليکه د کوئلې زخيرې دي – کارپوهه د یو بل جیالوجسټ فضل ربي په حواله اوویل چې کوهاټ کې دومره ډیر گیس دی چې نه یواځی د ټولې صوبې ضرورت پوره کولي شي ولی په نورو یی خرڅولې هم شي- کارپوهه وئیل چې په کرک کې د تیلو بی کچه لوېې زخیرې موجود دي او صرف د یو کوهي په کار شورو کیدلو یی په یو کال کې د ټولې گټې پينځه فيصده په حساب اتیا کروړه روپۍ د کرک خلقو ته ورکړي دي- کار پوهه دعوا وکړه چې ددغه تیلو د کویانو مقدار د ایران د تیلو د کویانو هومره دی- د پروگرام کوربه د میلمه توجه د قبائلي سيمو معدنیاتو پلو ته راوگرزوله- تاسو ماته دا اووایئ چې په قبایلي سيمو کې کوم او څومره معدنیات دي؟

کارپوهه په فاټا کې د جیالوجۍ یو چارواکي مظهر علي خان حواله ورکړه او ویی وئیل چې د قبائیلي سيمو ټوله رقبه 27000 زره مربع کلوميټره ده چې پکې د جیولوجیکل څېړنو تر مخه کوله، سنگ مرمر، ماربل، تانبه، کرومائیټ، جپسم  او د کمزورې درجې وسپنه  ده. په دې کې په باجوړ، مومندو او خېبر کې نزدې څلور زره ټنه سنگ مرمر او په اورکزو کې زر ټنه کوئله روزانه راووځي – کوربه ته د پروگرام د وخت د کمیدلو احساس ؤ نو د کارپوهه پام یی د افغانستان د زخيرو پلو ته راواړولو-

 د کار پوهه په خپل مضمون ښه ژوره او کره مطالعه معلومیدله، هغه په امريکه کې د کتاب (افغانستان - فرام کولډ وار ټو گولډ وار) ليکونکي عاصم یوسفزۍ د کتاب حواله ورکړه او د افغانستان د ټولو معدنیاتو مقدار، مرکز او قيمت یی په دو مينټه کې بیان کړلو، کار پوهه وئیل چې په افغانستان کې د چين نه زیاتې قدرتي زخیرې دي چې پکې تیل، گیس،وسپنه، کاپر،او دې نه علاوه داسې ریئر ارت ایليمينټس (نایابه ځمکني توکي) دي چې په هائې ټیک انډسټريز (اعلا ټیکنالوجۍ صنعتونه) کې د راکټونو ، میزائلونو، پلازمه، ( عصري ټي وي) او جهازونو کې کارول کېږي- کارپوهه وئیل چې دغه معدنیات د افغانستان په کابل، پروان، لوگر، فراه اوهلمند کې دي چې د يو ایس جیو لو جيکل سروی تر مخه یی قيمت درې ټريلين ډالره دی. د درې ټریلیئنه مطلب د پاکستان 2014-15 د کال د بجټ په حساب د سلو کلونو بجټ دی!!

پروگرام خو پایی ته وره سیدو خو په انگڼ کې د دوه کلن محمد زرين سره ناستې تور پیکۍ په مازغو کې دا تپوس را اوچت شو چې دا دومره خزانې دلته پټې دي نو بیا زما سړې په عربستان کې څه ته ناست دی؟

خو د خاوند په انتظار ناستې تور پیکۍ ته دا پته نه وه چې یواځې د هغې د سړي ځواني نا د نهه میلینه پښتنو ځلمو ځوانۍ د نړۍ په گوټ گوټ کې د ناچارۍ په شلیدلي کټ کې زړیږي- او د بخملو بالختونو ته د ډه ډه والې خان کاکا دوطن واکدارن  دلواري ټاپ ټنل د جوړولو نه واخله تر د محمد زرين د گوډاگو پورې په چينیانو جوړوي- نو د زمکو نه خزانې راوخکل  اوخپله انساني انرجي او وسائل په کارول لوۍ سوچ غواړي 

په سوچونو او اندیښنو کې راگیرې تور پیکۍ دوه کلن محمد زرين په غیږ کې راوخست، بلۍ پله روان شوه په ریډیو د سندرو په پروگرام کې دنعيم توري په غږ کې د رحمت شاه سائل دا کلام غږیدو-

چې کېني نورو وطنونو له ځلمي لویوي میئندې لیونۍ دي نادانې دي 

- بېرته شاته