(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.14 تلپاتې سولې فلسفي تګلاره

لیکوال : Immanuel Kant ایمانویل کانټ 

 لنـډون او ژبا ړه : اشرف جا وید

31.10.2014: د ژباړن یا دونه:  له پخوا زمانو تر نن مهاله د سو لې ـ جګړې مفهومونه، د بشري ټولنې ژوند او پایښت کې   تربل هرڅېز د سرټکي وو او دي . زموږ ورځنی ژوند کې هم سوله د روغې جوړې ، پخلاتوب، امن او جګړې ضد مانا کارېږې. همدا ډول په ټولو ختېځو اسیایې دیني یا غیر دینی افکارو او اند توګو کې، همدغو پورته مفاهېمو ته ګوته نېول شوې ده او ډول ډول  دینی، پوهنېزې او فلسفي ښوونې او تعریفونه

  وړاندې شوې دي. د اسلام سپڅلی دین، مسیحي دین او نورو دینونو کې د سولې مفهوم ترنوم لاندې د انسانانو ترمېنځ د بېغمه، بې کړاوه ، بې شخړې ، بې ډاره، بې کرکې او بې جګړې حا لت ښودل شوې دی.

له اولسمي میلادي پیړۍ او په ځانکړی توګه د اتلسمي میلادي پیړۍ راوروسته د ځېنو اروپایې روښنفکرانو او فیلسو فانو لخوا هم د جګړې او سولې د اړېکو او یو پر بل متقابل اغېز په هکله شننې او څېړنې شوېدي.

ځېنو جګړه او شر د ا نساني ژوند سره مل ګڼلې اودا یې منلې ، څو بشري ژوند دوام لری، جګړه به وي او خلاصون ځېنې نه شته

   ځېنو نورو لکه باروخ سپـینوزا بیا سوله د جګړې نشتوالې نه ګڼي او انساني پیاوړتیا او انسا ني ځوا ـ کزیرمه یې بولې. نوموړی وایې : هاغسې چې آزادي د زندان د دیوالونو بهرنی شتون په مانا نه ده، سوله هم د جګړه اېزحالت څخه وتلی بهرنی شتون نه دی. د جګړې د اوربند او سولې ترمېنځ توپیرپه کاردی. اوربند هغه حالت دی چې د جګړې په مهال د یوې غاړې یا دواړوغاړو لخوا د جګړې د بندېدا او یا له جګړې څخه د وتلو لپاره رامېنځ ته کېږې. سوله بیا د شخړې اوجګړې د جرړو او ریښو بنسټېزه پرېکونه اوغوڅونه ده ، چې بیا راو نه ټوکېږې.

    رنه دکارت بیا بشري ټولنې کې ویشل شوي عقل ته ګوته نېسې او د جګړې په مهارولو او بندولوکې یې یوارزښتمند انسانی چلند بولی. نوموړی ټېنګارکوي ، ترهغو چې بشرد خپل عـقلـي چلند ګټه وانخلې، نه شې کولې دې سترې انسانې موخې او بشري ارمان ته ورسـېږې.

  اممانوبل کانت بیا دا منې چې جګړه بشري شر اوبد مرغي ده. سوله یو بشري خیراو نېکمرغي ده. دې نېکمرغۍ ته رسېد نه ځانګړو تګلورو او چلندونو ته اړتیا لري. ځکه یوه لېکنه کې چې « تلپاتې سوله» نومېږې او لومړی ځل په کال1795 کونېښبرګ کې یې خپره کړه، خپله تګلاره څرګندوي . کانت په دغه کوچنۍ، خواړېنه لېکنه کې د راتلونکې تلپاتې سولې د ټېنګتیا په لار کې خپلې حقوقي، اخلاقي او پـېژند پوهنې ښوونې، چې روسته یې سیاسي فلسفه ونوموله وښودلې. د نوموړې ښوونو او څرګندونو له مخې،   سل کاله روسته یوسازمان د ( خلکو یووالي ټولنې ) په نوم جوړشو چې بیا دویمې نړیوالې جګړې روسته یې د ملګرو ملتونو سازمان نوم خپل کړ.د نوموړې ښوونې د خپل پوهنېزهراړخېزتوب او تازه توب له مخې تردې مهاله د ملګروملتونو د منشور بنسټېزه فکري تومنه جوړوي. له بده مرغه د ډیرو هېوادونو له لورې د تګلارې د بنسټېزو اصولو سرغړونه د د ې سبب شوې، چې د نړۍ په هره څنډه کې د جګړې اورد تېرپه څېربل پاتې شې او په ټوله کې بشري ټولنه د جګړې د ورپېښ ګواښ له خطرسره مخ شې.

زموږګران هېواد افغانستان هم د بشري ټولنې د یوغړې په توګه له کلنو کلنو راهېسې د جګړې اورپه لمبوکې سوځې او په دې هېله چې یوه ورځ دغه شیطاني او شري کمپله زموږ له خاورې ټوله او په هېواد کې مو سراسری تلپاتې سوله خپره او ټېنګه شې ، اړېنه مې وګڼله چې دغه پوهنېزه لېکنه د خپل تازه والی او ارزښت له مخې په پښتو ژباړه او لنډون یې خپلو وطنوالو ته وړاندې کړم.

 لېکنه دوه برخې لري : لومړۍ برخه یې شپږ او دوېمه برخه یې د دریوچلندونو یا دونه کوي .همدارنګه دوه بشپـړوني، دوه زیاتونې او پا یلېکونه هم لري

شپږګونو شرایطو کې بنسټېـز شرط  د دولتونو خپلځاني اخلاقي ملامتیا منل دي

        لومړی برخه :  تلپاتې سولې لومړی تګلوری

لومړی چلند : د رښتېنې سولې د پلې کېدنې په لاره کې هېڅ تړون، چې ځان سره د راتلونکې جګړې پلمه ولرې د با و روړ نه دی. کانت دلته په دې ټېنګار کوي چې تړون باید عادلانه او رښتېنې وي . په تړون کې باید داسې اسناد او توکي نه وي، چې د راتلونکی تېری او جګړې موخه ولرې، که چېرې داسې وي بیا نو تړون یواځې د جګړې پای غواړې نه د سولې راتګ. که چېرې تړون غېرعادلانه وي، تل د جګړې خطرشته اوهېڅکله او په هېڅ بڼه به د داسې تړون له لارې د ګاوندیانو د تېرې مخنیوی په ډاډ منه توګه وشې.

-دویم چلند : هېڅ هېواد باید بل هېواد خپل مېراثي ملکیت ونه ګڼې او نه یې د واکمنۍ یا خپلواکۍ د ړنګېدو هڅه وکړې .نوموړی وایې ، چې هېڅ خپلواک دولت مېراثي نه دی او بل هېواد یې د پېرودنې یا پلورنې اویا پرې د واکمن کېدو حق نه لری. کا نت عقېده لري چې د هېوادونو بشپړه ځمکنۍ بشپړتیا باید وساتل شې او نه باید په دې لاره کې د هېڅ ډول لوزنامې، فرمان، تړون او یا سپارتنې څخه سرغړاوي وکړې.« دا خبره چې یوهېواد د بل هېواد سره د یوځای کېدو او یووالی نیت لرې، دا کار باید د پوځې تېري، برلاسۍ او زورواکۍ پرته تر سره شې ». باید وګړي  پرېښودل شې چې دا کار په خپله خوښه وکړې. ځکه دوۍ د خپلې خاورې څښتنان دي او نه بل څوک. باید د بل ځواک لخوا یې حق تر پښو لاندې نه شې

 درېم چلند: ټېنګې، غښتلې او ستري اردوګـانې او وسله وال څواکونه باید په کراره ویلې او ړنګ شې، په پله وینا پوځي او وسله والې سیا لۍ باید بندې شې . ستری اردوګانې تل نورو هېوادنو ته تحدید او خظر دی، ځکه د دوۍ سیالۍ تر پولو اوړی. همدا رنګه د داسې اردوګانو ساتنه او اکمالونه تریوې کوچنۍ جګړې لوړه تمامېږې، ځکه پوځونه تل ډیری زیرمې اوشونتیاوی لري چې د جګړو زمېنه برابروي .هېڅ هېواد باید د بل هېواد سربازان ونه ګماري، ځکه د نورو انسانانو ګمارنه لکه ما دي څېزونو غوندې د ځېنو اشخاصو لخوا د ځان لپاره د ناوړې ګټې لپاره استعمالېدلی شې . دلته د یادونې وړده چې کانت په ډیرې رښتېنې بڼې سره په وسله والو ځواکونو کې د هېواد د دفاع  لپاره په خپله خوښه د سربازۍ دندې ته جلب منې او ملاتړ یې کوي. خو یواځې داچې څنګه د یرغلګرو او دفاعي پوځونوتر مېنځ توپیر ته ګوته ونېسې په دې هکله څه نه واې . کانت د شتمنۍ د زخېرو ډیرښت دخطرناکو پوځونو غوندې یو شان ګڼې، چې کولی شې د نورو هېوادونود تحرېک او تمې وړوګرځی.

 څلورم چلند : با ید د یو دولت پوروړې کېدنه د بل دولت د شتمن کېدنې لپاره ترسره نه شې .هېڅ هېواد باید د خپلو پولو بهرد جګړې لپاره ځان پوروړی نه کړي . په تاریخ کې ډیرځله لېدل شوي چې ځېنو هېوادونو د خپلو مالي ستونزو د پوره کولو لپاره ځا ن د نورو پوروړی کړی ، چې د وخت په تېرېدو سره بیا نه دی توانېدلی، پورونه یې په خپل مهال خلاص کړې ، مجبورشوی چې د نورو واکمنۍ ته سرټېټ کړې.

پنځم چلند : هېڅ هېوا د د بل هېواد په دولتي او قانوني چاروکې د زور له لارې د لاسوهنې حق نه لري. کانت دلته ټېنګار کوي ، چې هېڅ بهرنی هېواد د بل هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لرې. که چېرې لاسوهنه کوی ددې نه بل سترسپکاوی نه شته. کله چې خپله یوهېواد په دننه کې په بې قانونۍ، ټولنېزي ګډوډۍ او ډول ډول ناروغیو اخته وي او د بهر له لوری نورهم د رنګارنګه تېریو او لاسوهنو فشارلاندې وي، ژرشړېږې او د پاشنې او بېلوالی بهیریې لا چټکېږې ، پراخېږې او ډیرېږې . باید د بهرنی فشار پرته پرېښودل شې چې کورنۍ ستونزی خپله حل کړې او کورني یووالې او قانونیت ته خپله د حل لاره پېدا کړې. که چېرې دا کار ونه شې د هېواد خپلواکۍ او آزادۍ ته زیان رسېږې.

–        شپږم چلند : د جګړې په مهال د سولې تړون په وړاندې باید هرډول ولسي پارونو او لمسونو ډډه وشې.هېڅ دولت باید د جګړې په مهال ځانته اجازه ورنه کړې چې د داسې دوښمنۍ ډکو لارو چاروګټه واخلې ، چې په جګړه کې د دواړو ښکېلوغاړو راتلونکې  ډاډ منتیا او سولې ته زیان ورسېږې او هغه نا شونې کړې. په دغو تدابیرو کې د سړی وژنکو استخدامول، روغې جوړې تړونونو ماتول، مقابل لوری په وړاندې د دوښمنۍ ډکی پارونې او د سولې په مهال د خبرلوڅو ( جاسو سانو) ګټه اخېستنه ، تلپاتې سوله زیانمنوي . ځکه نو تل د دوښمن په فکري چلند او لارې  باور یواځېنۍ وسیله ده چې موږ راتلونکي سولې ته هېله من کوي.

–       ددې ټولو تدا بېرو سره سره له بده مرغه جګړه د حل یواځېنۍ طبیعی لاره ده چې د خپل حق او ځان نه دفاع لپاره ، نه محکمي او نه قانون ته اړتیا لري.

سره ددې چې پورته شپږګوني چلندونه، عینی قوانېن دي او د یو واکمن لخوا هر وخت ورباندې بندېز لګېدلې شې، خو ځېنې یې بیا په هر ډول شرایطو کې د اعتبار وړ دي،

دویمـه برخـه : تلپاتې سولې روستی تګلوری

  د سولې حا لت د انساني خپلمنځي ژوند طبیعي حا لت نه دی ، بلکې د بشر طبیعي حالت جګړه ده . هر طبیعي حالت په خپل سرسولېزحا لت نه زیږوی او نه ورسره مل وي. انسان باید سولېز حا لت رامېنځ ته کړي . ځکه چې د جګړې بند ښت په یواځې توګه د تلپاتې سولې پلې کېد نه نه ده.

  تلپاتې سولې لومړنی چلند

 دهرهېواد جوړښت باید ولسمشري( جمهوري ) قانون وي

ولسمشري باید پرلاندې دریو بنسټونو ولاړه وي :

د ټولنې غړو د آ زا د ۍ اصل ( انسانانو په توګه ).1

2 .د یوې ټولنېزې واکمنۍ لاندې د ټولوغړو لخوا ګډ او وا حد قانون منل او یو شان پلې کول

3.   د  یوهېواد وګړو په توګه د ځان او قانون په وړاندې مساوي او برابرحقوق لرل

هرکله چې یو ولسمشرۍ نظام د حقوقي پلوه پردغو درېو بنسټېزوستنو ولاړوي ، په خپل ذات کې یومد ني جوړښت نومېدلی شې . ولسمشرۍ جوړښت د خپلو ټولو ګټواوښه والو سره سره بیا هم موږته د یوې ډاډ منې تلپاتې سولې زیری نه راکوي. د بېلګې په توګه د جګړې د پرېکړې په مهال دا خپله خلک دي چې دجګړې د زیانونو او سختیو په هکله پرېکړه کوې او خپل نظرڅرګندوي . خوهغه هېوادونه چې ولسمشري نظامونه نه لري ، وګړي یې د جګړې پرېکړه نه کوي، بلکې د ټولنې واکمنان او زورواکان یې په ډیره اسانۍ سره پرېکړه کوي . داځکه چې هغوۍ ځان د ټولنې ِغړي نه ، بلکې څښتنان بولې.

کانت د حکومتونو څومره والي او څرنګوالي ډولونو ته ګوته نېسې او په لاند ې بڼه یې  څرګندونه کوي.

 حکومتونو څومره والی ( کمیت) ډولونه :

(Autokratie) لومړی ـ یو کسېزه : یو واکي، زورواکي ، خپلسري

د حکومت دغه بڼه کې ټول واک د یو واکمن په لاس کې متمرکزوي. ا وتوکراتي د ولسواکۍ او واک ویشنې سره بنسټـېزاختلاف لري. ښه بیلګه یې مطلقه پادشاهې ده

Aristokratie ) دویم ـ ډله اېزه : اشرا في

دحکومت دغه بڼه کې ټول واک د توپېرپا لنې له مخې د یو څو لږکیو کورنیو او لوړ پوړو چارواکو په چوپړکې وي.ارستوکراتي د پادشاهۍ او ولسواکۍ پرخلا فوي ، چې ځکه چې پادشاهۍ کې یوواکي او ولسواکۍ کې ټولواکي وي .

( Demokrati) دریم ـ ټولېزه:  ولسواکي

د حکومت دغه بڼه کې ټول واک د ولس او خلکو لخوا ټاکل کېږې. په بله وینا ولسواکۍ کې ټولې چارې د ولس لخوا د ټاکل شوو پلاوو ، استازو، شوراګانو ، ادارو، ولسی پارلمان لخوا پرمخ وړل کېږې او پلې کېږې .ولسواکی ، ولسي قانون هم بللې شو. 

  حکومتونو څرنګوالی ( کیفیت) ډولونه :

  لومړی ـ ولسمشرۍ حکومت کې اساسي قانون، لکه خدایې قانون غوندې ټول وګړي د یوملت په بڼه د پلې کېدو دند ه لري. دلته سیاسي بنسټېزه د اجرایوې اوتقنني ځواکونوبېلوا لی دی . دولت خپله د قانون جوړونې دنده نه لري، ځکه بیا په زورواکی اورګان بدلېږې .

  دویم ـ خپلسری او زورواکی حکومت کې قوانېن بیا د یو واکمن شخص لخوا جوړېږې اوپلې کېږې. دلته د ویلو وړخبره دا د ه ، چې په ولسواکۍ ( دموکراسۍ ) حکومت کې هم زورواکي شته.  دلته دهېواد د ځېنو ډلواوټپلو شتون دی چې تل د ټولېزو ګټو او پرېکړو سره مخالفت کوي او هغه څه غواړې چې ټولېزو ګټـو سره په ټکر کې وي. بله خبره د ډیرو لخوا په لږو نظر تپل اومنل دي ، که دا نظرجرمي هم وي. ولسمشرۍ ترولسواکۍ ګټوره اومناسبه بڼه ده ، ځکه ولسواکۍ کې هرڅوک د حکمرانۍ او پادشاهۍ هېلې په سرکې لري. ځکه نو ویلاې شو چې په یوهېواد کې هرڅومره واک لږود کسانو په لاس کې وي او څومره د ولسي استازو ( پارلمان ) واک ډیروي، هماغومره یې دهېواد ټولنېزجوړښت ډیرد ولسمشرۍ په لورپراختیا او وده کوي. یواځې پارلمان له لارې ولسمشري شونې ده . که څه هم  ډیری خلک ترحکومتي څومره والی، حکومتي څرنګوالی ( کیفیت ) ته لومړیتوب ورکوي

  تلپاتې سولې دویم چلند

           خپلواکوهېوادونو فدرالېزم حق

د انسانانوغوندې ملتونه او دولتونه هم باید د یومدني جوړښت غړي شې.، څو د ګاونډیانو او نورو د یرغل اوتېری په وړاندې ځان وساتې اوخپل ژوند ته  دوام ورکړې. دغه نړیواله ټولنه  چې جوړېږې کوم حکومت نه دی. ځکه حکومت دلوړپوړو ( قانون جوړونکو ) اوټېټپوړو (ولس) ترمېنځ اړېکه ده. په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه داسې نه ده.

ددې سره سره دا شونې ده چې د هېوادونو تر مېنځ جګړه ونخلې او دا ځکه چې حکوتونه  یواځې د جګړې  له لارې د خپلو حقونو غوښتونکې دي. ولې یواځې جګړه  او په جګړې کې بری نه شې کولې چې د دوۍ ځانګړي حقوق ډاډمن کړې او په . لاس یې راوړې. د سولې تړون له لارې هم یواځې جګړه لډ مها له بند ښت مومې او د بیا کېدو شونتیا یې شته. ولې له هغه ځایه چې عقل دهر ډول جګړې ، که له مخا لف لوري د خپل حق اخېستنې لپاره هم  وي ، مخا لفت  یې کوی او د یوې تلپاتې سولې د ټېنګېدو پلوي کوي.

دلته باید دوه ډوله جوړښتونه په پام کې ونیل شې:

اFriedensbund  ( foedus pacificum ) لومړی ـ سولې ټولنه یا سازمان

Friedensvertrag ( pactum pacis )دویم ـ سولې تړون

 لومړنی جوړښت - د سولې پیوستون سازمان د ځانګړوهڅو او کړنو سره مل دي او د سولې تړون پرته نا شونی دی . په داسې حال کې چې دویمی جوړښت ـ  سولی تړون یواځې د جګړې پای ده . لومړنی دی چې ټولې جګړي  پای ته رسوي او ټولنه یو بل سره په داسې کلکو او ټېنګو مزو تړي چې د بل چا له لورې په زور سره خپل جوړښت له لاسه نه وکوې.

  دلته کار یواځې ځان ساتنې او خپلواکۍ لپاره دی او نه د بل واکمنۍ اوغلامۍ لپاره. ځکه نو ورته تلپاتې سوله وايو.

که چېرې د یو هېواد وګړی ووایې ، چې زموږ تر مېنځ کور دننه د دریو مقننې ، قضایې او اجرایې ځواکونو له لاسوهنې پرته جګړه ترسره کېږې  تر یوې کچې د درک وړ ده، خو چېرې که څوک ووایې چې زموږ او نورو هېوادونو تر مېنځ د درې واړو ځواکونو له مرستې پرته جګړه شونې ده د باور وړ نه ده . دې موخې ته د رسېدو یواځېنۍ لاره د هېوادونو ترمېنځ ټولنېزمدني پیوستون یا فدرالېزم دی.

د ملتونو حق باید د عقلي ارزونې له مخې تر سره شې او په ټولېز ډول باید ټولو ته د منولو وړوي. دا یواځېنۍ لاره ده چې هېوادونه له جګړې او بې قانونۍ ځانونه خلاصولی شې. ملتونه باید د ځانګړو اشخاصو په شان له خپلو بدوي آزادیو تېر شې او ځانونه داسې قوانېنو سره برابر کړې چې د دوۍ هر اړخېزه بشری پرمختګ سره مرسته کوي. دا به په خپل ذات کې د نړیوال کېدو یا نړیوال جمهوري نظام، که څه هم د ډیرو وګړو لخوا یې هرکلی نه کېږې، زمېنه برابره کړې او یا لږ ترلږه ورو ورو د داسې تلپاتې فدراسیون د پراختیا او بشپړتیا چاره خو اسانه کوي او پایله به یې ټولو ته ګټوره وي  دغه فـدراسین کولی شې  چې د جګړې مخه ونېسې او په دې لاره کې هر ډول نا قانونه سرغړونې مهار کړې .که څه هم هر مهال یې د پاشنې او بیلوالی خطر شته

تلپاتې سولې دریم چلند

 نړیوال وګړیتوب او پرد یتوب اصل

دلته هم د دویم چلند غوندې د حق ارزونه کېږې ، نه د بشري کړنې . دا حق چې یو څوک له یوې سېمې بلې سېمې ته کډوال اود پردی غوندې هلته میشت شې، د دوښمنۍ ډک عمل نه دی ا وباید ومنل شې . دا چې سړی ځان نورو ټولـنو پورې تړې اوغواړې ورسره ژوند وکړې، د ټولو انسانانو حق دی.

لومړۍ بشپړونه

تلپاتې سولې ژمنتیا چلند

تلپاتې سولې ژمنوال ستر پنځونکی طبیعت دی . طبیعت او انسان تر مېنځ  موجود تضاد او مبارزه، انسانان دې ته هڅوي چې خپلمنځې تضادونو باندې  برې ومومې او خپلو کې یووالی او پیوستون رامېنځ ته کړې. طبیعت هغه خدایې ذات دی چې موخه یې بشري تارېخ کې د لوړ او اوچت عقل په توګه بشرته دد ې وړتیا بخښي ، څوځان په دې تاریخي بهېرکې په رښتېنې توګه خپلې لوړې موخې ، نېکمرغۍ ته ورسوي

یادولو وړده ، کله چې وایو طبیعت د بشری تاریخ  بهېر کې اراده لرې چې موږ ته ستوـنزې پیدا کړې ، سمه نه ده او موخه یې دا نه ده . بلکې موخه یې دا ده چې د خپل کړنېزعقل او د طبیعت بهرنی زور او فشار پرته که موږ وغواړو یا ونه غواړو طبیعت خپل کار پاې ته رسوي. دا چې موږ د نظرجوړولو لټون کې د طبیعت لپاره مفهوم ټاکو او غواړو د پیښو، پدیدو اوعلتونو اړېکې په تجربي  بڼه تر کتنې لاندې ونېسو زموږعقل یې ګېراو بند سا تلی دی.

طبیعت درېګوني ځانګړتیاوې :

  لومړی ـ طبیعت د نړۍ په هره څنډه کې انسان لپاره د ژوند ښکلی او د منلو وړشونتیا وې برابروي .موږد طبیعت دغه لورونې او پیرزوینې په ښکاره توګه د نړۍ په هره برخه  کې ګورواو حتی په ډېرو بدو طبیعی حالاتو کې موندلې او کتلې شو . موږګورو چې انسا نا ن هلته څنګه د خپل ژوند چارې بر مخ بیا یې.

     دویم ـ طبیعت انسانان د خپلمنځیو جګړو له امله نورو نا مساعدو سېمو او ځایونو ته کوچوي او لېدوي . څوهاغه سېمې هم د خپل ژوند لپاره برابرې کړې .طبیعت پرته له جګړې نورکوم وسایل له ځا نه سره نه

   لري چې د نړۍ په ټولو برخو کې د انسانانو د میشتوالی لپاره ورڅخه ګټه واخلې او په دې هم پوهېږو چې جګړه په دې برخه کې کومې انسانې پارونې او هڅونې ته اړتیا نه لري.

 دریم ـ طبیعت د جګړې له لارې انسانان خپلمېنځونو کې د قانوني اړېکو په جوړولو او ټېنګولومجبوروی. دغه اړېکي په دریو ډګرونو، مـدنـي حق ، نړیوال حق اود نړیوال وګړیتوب حق کې څرګندېږې.

لومړی ـ مدني حق : که چېرې خلک د خپلمنځي اختلافاتو له امله ټولنېزوقوانینو د منلو سرغړونه وکړې او ویې نه منې، د جګړې له لارې به یې دې منلو ته اړکړې.دا کارجمهوري حکومت له لارې شونی دی ، که څه هم جمهوري حکومت جوړېدا سخت کار دی. ډیری خلک په دې باورد ي چې د جمهوریت جوړېد نه

  یواځې د ملایکو په هېواد کې شونې ده او اسماني کا ردی. ولې په دې نه پوهېږې چې دا د انسانانو د  سمې او ټولېزي پوهې د کا ر پایله ده ، چې د طبیعت په مرسته د یو داسې ولسمشرۍ ( جمهوريت ) بنسټ ږد ي . دلته په ښه توګه ګورو، کله چې پایله دعقل پربنسټ اوډل شوي او ولاړه وي، که چېرې هم ځېنې انساني بد خويه ځانګړتیاوي او نېمګړتیاوي ولري، بیا به هم اړوي چې نېک خویه او ښه خویه اوسې. یواځې د ښه سیاسي نظام له لارې کېدلی شې چې اخلاقي فرهنګ وده او بشپړتیا ومومې. د لته د ه چې عقل په طبیعي توګه د طبیعت جوړښت د خپلمېنځیو ځانځانیو او ناوړو افکارو په خنثی کولواویو بل سره په جګړه کې د خپلې راتلونکې موخې لپا ره ، چې قانوني حکومت دی ګټه اخلې.

دویم ـ نړیوال حق : د نړیوالوحقوقو نظریه چې د هېوادونو پربېلوالې ولاړه ده . په خپل ذات کې بیا په خپله د جګړه اېزحالت ما نا لري. د دغه نظرې پربنسټ هرهېواد د ځان لپا ره د تلپاتې سولې حالت د لاسته راوړلو او پرنړۍ د واکمنۍ لپاره یوه هڅه ده. مګر طبیعت د خپل ذات له مخې پرد وه بنسټېزو او اړېنو اصولو، ژبو او د ینونو توپېرله مخې د یووا لې او پیوستون اجازه نه  ورکوي . خو دد ې سره سره بیا هم بشرد فرهنګي ګډ کار، بشري پوهاوي ، تضادونو تېرېد نه ورو ورو د بشري پیوستون ، ودې او بشبړتیا زمېنه برابروي.

دریم ـ نړیوال وګړیتوب حق : هماغسې چې طبیعت له یوې خوا د هېوادونو د بېلوالې اولرې وا لې سبب  ګرځېدلې، له بلې خوا بیا خپله ملتونه هم د نړیوال وګړیتوب حقوقي مفهوم له امله یود بل په وړاندې د کرکې ، تاوتریخوالی، نا آمنۍ اوجګړې خوندی نه دي . یوا ځې د د وۍ شخصي ګټې دی ، چې د یووالې او اتحاد سبب یې ګرځېدلې شې.

    د سوداګرۍ او راکړې ورکړې روح چې د جګړې سره ډډه نه لګوي، ډیرژربه ملتونه ا ېل کړې او پردې بنسټ به د خپلوګټود ساتلو لپاره تلپاتې سولې ته لاره  پېدا کړې.

  د تلپاتې سولې طبیعت مېکا نېزم د انسانی تمایلاتو څخه ګټه اخېستنه تضمینوي ، چې په هرحال د راتلونکې لپاره  یې وړاند وینه سخته ده، خوددې سره سره بیا هم د عملي موخو لپاره پوره والی لرلې شې.

دویمـه بشپړونـه :

تلپاتې سولې ځوا کزېرمي چلند

دا تمه با ید ونه لروچې فیلسوفان دې د واکمنو ځا یناستی او واکمنان دې د فیلسوفانو ځاینا ستی شې. بلکې واکمنان با ید پرې نږدي چې فیلسوفان له مېنځه یووړل شې . باید هغوۍ ته وخت ورکړل شې ، څو خپل اندونه او نظریې وړاندې کړې. دا دوا ړو لورو ته اړېنه ده ، چې د هرچا کاراو دنده په ځانګړې توګه څرګنده او روښا نه شې.

 *** ***

دغه لنډون داممانویل کانتImmanuel Kant له لېکنې چې« تلپاتې سولې فلسفي تګلاره» نومېږې له جرمني ژباړل شوې ده. په لېکلو کې هڅه شوې چې د کا نت د خبرو خیال په پـام کې وسا تل شې . مننه 

(Immanuel Kant (* 22. April 1724 in KönigsbergPreußen; † 12. Februar 1804 ebenda

پــا ی

 

- بېرته شاته