(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.10.14 د١٩٥٨ يو معيارى قيمتى سرمايه

 28.10.2014 ليک: محمود اياز

نۀ پوهيږم چې ستر قلندر مومند مې ولې نۀ هيريږى زما په خيال دا دپښتو ژبې هغه قدر آور او لوړ ادبى شخصيت ؤ چې دپښتو ژبې يو ليکوال ئې هم نۀ شى هيرولے، او تل به ددوى دادبى، شعرى، تنقيدى او تحقيقى ليکنو نه به ټول عمر کما حقه استفاده کوى، زما ډير ښه په ياد دى چې يو ځلې زۀ داسلام اباد نه پيښور ته لاړم، نو مرکې ته به په دې نيت تلم چې هلته به دپښتو منلے او نوموړے شخصيت ووينم، اکثر به مې دا کوشش کاوۀ چې دګران ملګرى مشتاق مجروح سره ددوى کور ته ورشم او مخامخ ملاقات ورسره وکړم، ګوا زۀ ددې نوموړى شخصيت کور ته هم په وار وار تلے يم، ډير څه مې ترينه زده کړى دى

يو ځل دمرکې يو نشست ته لاړم نو ستر قلندر مومند دمرکې دصدارت دپاره زما نوم اعلان کړو شايد دا زما دمرکې په نشست کښې اول شرکت ؤ لۀ ماسره غالباً شوکت ترين هم ملګرے ؤ، زۀ حيران شوم چې داقلندر صاحب څه ووې، نو ما په ډير عجز محترم قلندر صاحب ته ووې چې ، ستاسو په موجودګۍ کښې زما صدارت څه معنى او څه جواز لرى! نو محترم په هغه خپل معصومانه انداز ووې چې بس ما ووئيل تۀ به ددې نشست صدر ئې! په دې نشست کښې دمردان، پيښور، نوښار او کراچۍ نه هم يو نيم ليکوال برخه لرله په دې نشست کښې غالباً مشتاق مجروح په هيواد تورى باندې خپله مقاله دتنقيد دپاره وړاندې کړې وه، بلا شبه مقاله خورا علمى مدلل او دتحقيق په اړه دبلا ارزښت وړ وه په نشست کښې ناستو ملګرو دمجروح دمقالې په اړه په اختلاف کښې هم دخپلو رايو څرګندونه وکړه او په اعتراف کښې هم.. زما په خيال په دې نشست کښې غالباً، ما چې کوم غزل واورولو په دې کښې، يو قطعه داهم شامل وه چې:

ولې رانه نۀ اخلئ رڼا دژوند
يو روښانه لمر دزمانې يمه
زۀ خو هم خبرې په پښتو کوم
زۀ هم قلندر دزمانې يمه

کله چې ماداقطعه ووئيله نو سم دستى دستر قلندر صاحب دخوانه، يو حکمنامه جارى شوه زبير حسرته! داشعرونه وليکه، چې زما دشخصيت په اړه کوم کتاب تاسو مرتب کوئ، په دې کښې داشعرونه ضرور شامل کړه، دقلندر مومند صيب په تعريف او توصيف به زۀ څومره غټ شوے يم، په دې خو نو صرف او صرف زۀ خبر يم يا محمود اياز خبر دے

تيره ورځ په خپل ادبى خورجين کښې ګرځيدم نو مياشتنۍ مجله ((لار)) مې تر نظره تيره شوه او هغه هم ((تنقيد نمبر)) دکومې مجلې مدير چې دقلندر مومند غوندې زيرک، پياوړے او معتبر ليکوال وى، نو بيا به هغه جريده په دومره منورينو او معتبرو ليکونکيو ولې نه وى ښائسته، ددې مجلې فهرست دمثال په توګه دلوستونکيو درانۀ نظر ته ځکه دوړاندې کولو جسارت کوم چې کم از کم دا اندازه خو ولګو چې يو مجله چلول څومره ګران او سنجيده کار دے د (لار)) دتنقيد نمبر په فهرست کښې په نظرياتى تنقيدى او عملى تنقيد باندې مضامين او مقالې شاملې دى په نظرياتى تنقيد کښې چې کومو نوموړو او منلو شخصياتو ته ځآئې ورکول شويدے دهغو نومونه سره لۀ عنوانانو څه په دې ډول دى

نظرياتى تنقيد

١: پښتو او تنقيد، کاکاجى صنوبر حسين مومند
٢: ننے ادب او تنقيد: امير حمزه خان شينوارے.
٣: ادبى اصلاحات: قيام الدين خادم.
٤: کره کتنه: صديق الله خان رښتين
٥: تنقيد: عبدالله بختانے
٦: ادبى تنقيد: سيدمحمد تقويم الحق کاکاخيل.
٧: افسانه او نظريه: ګل افضل خان
٨: دادب مارکسى نظريه: سعيد مومند
٩: دنوى شاعرۍ نقادان: احتشام حسين ترجمه لطيف وهمى.
١٠: دادب افادى اړخ: عبادت بريلوى، ترجمه شمس خليق
١١: دتنقيد فن: مظهر على خان ترجمه ظفر مومند.

اوس کۀ په پورتنى ذکر شوى فهرست يو اجمالى نظر واچوؤ نوظاهره ده چې دقلندر مومند صيب تنقيدى بصيرت او بصارت دواړه به قارى په پټو سترګومنى، بلکې دابه ووايو چې دتنقيد نمبر لپاره دنومونو دا انتخاب پخپله دلار دمجلې دنوموړى مدير دعلم او فهم پوره پوره غمازى کوى

اوس دفهرست دويمې برخې ((عملى تنقيد)) ته ستاسو پاملرنه راګرځوؤ چې دلته دا کهنه مشق مدير دکومو معتبرو اديبانو او نقادانو نه کار اخلى، او د ((لار)) دتنقيد نمبر ته نوره څومره ځلا او ښکلا بخښى.

عملى تنقيد:

١: رحمان بابا : مولانا عبدالقادر
٢: دغيرت چغه:اياز داودزے
٣: دسروتعويذ:لطيف وهمى
٤: فيضى او غزل: عبدالرحيم مجذوب.
٥: دحمزه په شاعرۍ يو نظر

فاروق اسماعليزے

د ((لار)) دتنقيد نمبر په فهرست کۀ قارى يو ژور نظر وغوړوى نو په دې کښې هر ليکونکے ... ( دريو څلورو ليکونکيو نه علاوه) نن دپښتو يو لوئې او معتبر نوم دے، بلکې زمونږ دژبې په تاريخ سازو شخصياتو کښ راځى ګوا نن زمونږ دپاره دوياړ او افتخار وړ نومونه دى يا په نورو الفاظو کښې به داوئيل هم مبالغه نۀ وى چې هم دغه زمونږ دژبې او ادب منورين دى ددوى په سوب نن دا ژبه معتبره او درنه ده خو دستر قلندر انکسار او عجز ما دحيرت کوهى لاندې ورغورځوى، چې هغه ددې باوجود هم دلار په پيش لفظ کښې چې دمثال تر عنوان لاندې په دې مجله کښې شائع شويدے د ((لار)) لوستونکيو ته داسې مخاطب دے

((دغير معمولى تعويق نه پس دادے ((تنقيد نمبر)) حاضر دے مونږ دخپله وسه داسعى کړې ده چې داګڼه ستاسو دتوقعاتو او هيلو سره سمے وخورى، ارزو لرو چې زمونږ داسعى ستاسو تر نظره ښه راشى خو ديوې خبرې اعتراف ضرورى ګڼو هغه دا چې داګڼه مونږ دخپل کوشش باوجود هم هغسې نه کړے شوه څنګه چې مو خيال ؤ ددې ډير وجوهات دى)) اوس کۀ چيرې مونږ، دقلندر مومند دمجلې لار دمعيار اود نن دادبى مجلو معيارونه مقايسه کړو نو دزمکې اسمان فرق ئې دے، ګوا درسالې لپاره چې دغه نوموړى موصوف مدير کوم معيار په ١٩٥٨ء کښې ټاکلے ؤ، هغه زمونږ دنن په مجلو، کښې نۀ ښکارى شايد ددې لويه وجه داوى چې دنن مدير دار ځان شهرت دجستجو له سوبه دسمې لارې نه خطا شويدے په دې تنقيد نمبر به، زۀ يوه بشپړه مقاله ليکمه خو شرط دادے کۀ خدائې هم دغومره علم او عرفان راوبخښلو لکه کوم علم، کومه پوهه، کوم عرفان او استعداد چې ددې مجلې په فهرست کښې شامل معتبر ليکوال لرى ګنې نو هسې به ئې ترانې وايم دستر قلندر په دې شعر دا کالم سرته رسوم چې :

اوس قافلې دې بې خطره درومى
مونږه په لاره مشالونه کيښينوۀ

سورس: د پښتنوقامي سنګر خېبراورګ

- بېرته شاته