(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.10.14 نوی حکومت او سترې ننګونې

لیک: رفيع الله ستانکزی

22.10.2014: ولسمشر غني په دې لنډ وخت کې د نورو ستونزو ترڅنګ د هېواد اصلي ستونزو سره ښه جدي برخورد کړی دی او له همدې امله یې په خلکو یانې عام ولس کې محبوبيت ډېر شوی، ولس بېرته راتلونکي ته هيله پيدا کړې او په راتلونکي باوري شوي دي. پخواني ولسمشر کرزي نوي ولسمشر ته لړزانده حکومت، چې له مافيايي کړيو تر ستوني ډک و او دی پرېښود. ځينې دوستان وايي چې پخواني ولسمشر په ډېرو سختو شېبو کې رهبري وکړه، خو زه وایم تر هغه اوس حالات سخت دي، هلته یوې ډلې سره حالت ستونزمن شوي و، خو اوس له هماغې ډلې په لسهاوو ميليونران، قومندانان، اتلان او زورواکان زېږېدلي، پخوا بې پوښتنې پیسې راراونې وې، خو اوس هرڅه په دقت کوي، هلته ولسونه په ډېره مینه بېرته خپل وطن ته راستانه شول، ولې په همدې څو کلونو کې یې هيلې په نهيلۍ بدلې شوې او اوس په دې تېرو څو میاشتو کې ولس زښته ډېر نهیلی شو، اوس اوس هم ځينې کړۍ هڅول کېږي، چې د اوسني حالت پرضد خبرې وکړي او اوسنی حکومت په تزلزل  کې وښيي، ښايي دا کړنې بهرنۍ او کورنۍ ريښې ولري

ولسمشر غني به له لاندې ننګونو سره مخ وي
    •    
پخوانی ولسمشر کرزی 
    •    شمال ټلواله (حکومت دننه او بهر)
    •    مافيايي کړۍ (په دولت کې دننه او بهر)
    •    قومي ټېکه داران
    •    قومندانان او د پارلمان غړي (د جهادي قومندانانو او د پارلمان د پخوانيو غړو په کور ناسته)
    •    
پخوانی ولسمشر به په هېڅ ډول دا ونه زغمي، چې د ده ټولې کړنې او ګټې دې تر پوښتنې لاندې راشي، په دولت کې دننه د خپل نفوس له لارې به هڅه کوي، چې د ولسمشر غني مخې ته خنډونه رامنځ ته کړي او ځينې کړنې یې وننګوي
    •    
شمال ټلواله خو له پيله تر دې دمه په همدې هڅه کې ده، چې مشروع او نامشروع ډول واک ترلاسه کړي او خپلې شومې موخې که هغه د هېواد د تجزیې لامل هم کېږي ترسره کړي. په لوی لاس به ځینو کړیو ته د دې موقع ورکوي، چې شته حالات ناسم لوري ته بوځي او اوبه خړې کړي، چې دوی په کې کبان ونیسي
    •    
مافيايي کړۍ، که هغه د غلو، بانډونو، ځمکو، زور او ... کړۍ دي، دوی ټول هڅه کوي، چې د قانون د پلي کېدا مخه ډب کړي او خپلو کړنو ته ادامه ورکړي. دوی سره به ډېرې نورې لویې او وړې کړۍ هم يوځای شي، چې په راتلونکو ورځو کې يې د ګټو مخه نیسي او ټول به په ګډه د غني د حکومت ننګوي او ستونزې به رامنځ ته کوی
    •    
قومي ټېکه داران چې د مسلکي توب په لور د غني عزم او اراده ويني، سر له اوسه یې د خولو خوند خراب دی او که همداسې ادامه ولري، دوی ته په راتلونکي حکومت کې ځای نشته، چې ځای ورته نه وي؛ نو هرو مرو د خپلو ګټو د خونديتوب په پار هرې ناروا لارې ته سر ورښکاروي او د شته حکومت پرضد به خبرې او فعالیتونه کوي
    •    
هغه قومندان، چې د جهاد د نامه له برکته یې رتبې او جنرالۍ خپلې کړي، په کور کېناستل، خپله یوه لویه ننګونه ده او بله ډله هغه د پارلمان وکيلان، چې د دريم ځل لپاره نه شي کولای پارلمان ته ولاړ شي؛ نو هغوی به هم په خپله د حکومت مخالفت کوي، ځکه چې ګټې یې له لاسه وځي او د بېرته ترلاسه کولو په پار به هلې ځلې کوي
د ولسمشر غني پر وړاندې به بلا ډېرې نورې ننګونې هم وي، خو دغه پنځه هغه ننګونې دي، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې زېږېدلي دي او ورسره مبارزه په یوازې ځان د غني لپاره ستونزمنه ده، پکار ده، چې ولس، ځيرک ځوانان او نورې ټولې د ولس او هېواد په درد خوږمنې مدني ټولنې هم له ولسمشر سره لاس یو کړي او پرضد یې مبارزه وکړي
ولس هم تر ډېره بريده په فساد کې ګیر پاتی دی، هغه کسان چې په راکړه ورکړه بوخت ول او دا یې ځانته یو ښه کار و بار باله، د نوي حکومت په جدیت سره به بې دندې شي او د بې دندو کېدو سره به د نظام مخالفت پيل کړي، خو بیا هم که سیسټم په ښه ډول جوړ شي، چې کارونه یې په اسانه، ښه ډول او ژر ترسره شي، ښايي د دوی مخه په اسانۍ ونیول شي، کنه نو هغوی هم د نوي حکومت  لپآره ناسور کېدای شي
دا څو کرښې یوازې د دې په پار ليکم، چې ځينې دوستان داسې انګيري د غني په راتلو سره به وطن ټول شړشم شړشم شي، خو نه هرڅه په کرار ترسره کېږي ان شاالله ځکه بلاسترې ننګونې مخې ته پرتې دي او د دوی لرې کول هم وخت غواړي، هم حوصله او هم عزم، که په سړه سينه د خپل نوي ولسمشر سره څنګ په څنګ د دې ټولو پرضد مبارزه وکړو، ان شاالله خپلو راتلونکو ته به د ځان په اړه ښه تصور ورکړو، کنه نو دا وروستی چانس مو هم که له لاسه ووت، نو بیا مې ګومان نه شي، چې داسې سره په یوه دسترخوان په یوه ملي روحیه راغونډ شو
صبر، زغم، حوصله او عزم مو ان شاالله خپلې موخې ته رسولی شي.

- بېرته شاته