(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.10.14دپښتونولۍ حقوقي نورمونو او

د پښتونولۍ حقوقي  نورمونو او ارزښتنو ایډیالوجیک  بنسټ
16.10.2016: پنځمه  برخه
 لیکوال : المانی توکمپوه او د پښتونولۍ څیړڼوال داکټر برنت ګلاتزیر
ژباړه  :  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ  
پښتونولي  د پښتون ولس د توکم او د شخصیت پیژندنې  خپل  انځور
د خبرو سریزه   :
په  ۱۹۶۷ کال  کې  ما د لومړي  ځل لپاره  په  یوه  له  احساساتو  ډک  پوهنېزه کنفرانس کې د ښاغلي  پروفیسور ډاکټر کریستیان زیګرست  Christan Sigrist (۱) څخه  په  افغانستان  کې  پښتانه  او د دوی د  وچ کلک  حقوقي  سیستم  یا د پښتونولۍ قانون   په  اړه  زړه  را ښکوونکې او هیښوونکې خبرې  واوریدلي .                 ښاغلي بشر پوه کریستیان   زیګرست  دالمان  د مونستر  په  پوهنتون  کې  د توکمپوهنې  او  ټولنپوهنې  استاد په  علمي  توګه  تشریح  کړل، چې په پښتونولي  کې په  ریښتیني  توګه د نورماتیف   ژوند طرز  یا  ډول  منځ  زړي   شتون  لري . پښتونولي  نه یواځې د پښتنو د ژوند طرز دی، بلکې ټولو پښتنو ته   یوه  طبعي  خبره  ده، چې  پښتونولي د دوی د حقوقي نورمونو نظم، کولتوري ارزښتونو، اخلاقي معیارنو، تولنیزو اصولو او نرخونو ترمنځ داړیکو د رامنځته کولو او ساتلو یو سیسټم  دی .                                                                                سره  د دې چې  د پښتونولي  په  اصولو کې  د  پښتنو  په  یوه  او بله  سیمه  لږ څه  توپیر لیدل  کیږي، د دې برسیره  د پښتونولي دودیزه قانون  د نورمونواو ارزښتونو سیسټم   د پښتنو  په  سیمو کې  د ختیځ لویدیځ   وزر څخه مخ   په ښکته  لار   له اباسینه تر ایران   پولې  پوري  خپل  اغیزمن  شتون او چلښت  ثابت  کړي  دی .
په ۱۹۷۰ کال کې  کله چې  زه په خپله  ( څیړنوال ) د لومړي  ځل لپاره په افغانستان کې د څیړنې په ډګر کې د پښتونولۍ په اړه   په  علمي  څیړونو، ارزونو او پلټنو باندې بوخت  وم، د افغانستان   په  شمال لویدیځ کې  په یوه  ډله پښتانه کوچیانو باندې واوښتم، دوی  په نولسمه  پیړۍ کې د دراني   پښتنو له قبیلې څخه راکډوال  شوي وو. له دوی سره مي د پښتونولۍ  د ترمینالوجیکو اساساتو، د پښتونولي  د توکمي کوډکس  ځانګړتیاوو، د پښتونولۍ د ټولنیزو ارزښتونو او نورمونو په اړه  ژوند ۍ خبرې  اتري وکړې .
په پښتني  تفکر او افکاروکې او د پښتونولي  په  ادبیاتو کې  مهم  مرکزي، فلسفي مفهوم  د یو غیرتمن سړی   دی . یو غیرتمن سړی د یو پیاوړي کلک  هوډ څښتن سړی  دی، یو غیرتمن  سړی  د ممتازو، سوچه، شریف، نجیب انسان   ټول منل شوي ارزښتناکه   صفات او خصوصیتونه په خپل ځان کې  لري . د پښتونولۍ نور مهم مفاهیم ننګ، غیرت، زوړرتیا، جرئت، میړانه، ویاړ،سرښندنه، انساني کرامت  ته  درنښت ، شرافت، حیثیت ، وقار، شان شوکت ، سرلوړیتوب او د پښتنو افغانانو خپلواکۍ ده .
یو ننګیالي سړی تل خپل ولس ته ښه نوم نشان ، شان شوکت، عزت، شهرت، شرف، پت او ننګ راوړي . د دې  برخلاف   یو بې ننګه  سړی   خپل   ولس  ته  بې عزتي، بې غیرتي، بې حیثیتي، بې ابرويې، سرټیټوالي، غلامي او بې ناموسې راوړې . پښتنو کې  بې  ننګه  سړی  ته  د هیڅ  چا له  خوا  په  درنه  سترګه  نه  کتل  کیږي .
د پښتونولي د فلسفي  منځ زړې  له همدغه  ارزښتناکه  انساني  ځانګړتیاوو څخه  جوړو شوي دی . د پښتنې د ننګ   کاڼسپټ   په بېلا بیلې برخو کې شرم  او حیا هم خپل  ځای  لري . 
یو توریالی سړی د تورې  ټول خصوصیتونه په  خپل ځان کې لري . یو توریالی سړی  تل  د فردي یا دانفرادي  اتلولي د کړنو له لارې خپل  ځان ښیي . دی په لومړۍ پړو کې  د خپل شخصي  فردي  ننګ  او خپلواکۍ لپاره مبارزه  کوي . په  دوهم  پړو کې دی د خپلي کورنۍ، خپلي قبیلې او خپل  ولس لپاره  مبارزه کوي . یو توریالی سړی له دې لارې  هڅه  کوې  په  ډاګه کړي، چې دی په خپله قبایلي ټولنه کې یو خپلواک سړی  دی  او د نورو سره په ټولنه کې مساوي حقوق لري . دی د هیڅ کوم  بل زورواکۍ  او سرزورور ي سړی  تر واک  او لاس لاندې نه دی .
زما ( څیړنوال ) ارزونې کتنې، تحقیقات او څیړنې د ښاغلي زیګرسټ له  مفصلو علمي تشریحاتو او توضیحاتو سره په مقایسه کې هیڅ ډول  توپیر نه درلود. ښاغلي زیګرست د لومړي ځل  د پښتونولۍ په اړه  په یوه نوې  علمي اکاډمیکه چار باندې کار کړي . له ده ورسته ښاغلي الفررد جناتهAlfred Janata او ښاغلي رهیحانوالدین حسن Reihanodin Hassan په خپلو توضیحاتو، پلټنواو څیړنو کې د غیرتمن سړی د ننګ  کاڼسپټ  په ځواکمن اړخونو باندي ډیر علمي  څیړنیزه  کارونه  ترسره  کړي دي . دوی په خپلو څیړنو کې  دا ثابته کړي، چې پښتونولي د پښتنو ولسي قانون  او د ننګ او غیرت کوډکس دی . پښتونولي په  خپل وسعي  مانا کې د پښتنو ټول منلي شوي  دودنه، دستورونه، رسم  او اوراجونه احتوا کوي .
په ۱۹۸۱ کال کې د پښتونولي  په  اړه   د ښاغلي ویلي ستویلس Willi Steuls مونوګرافيکه  څیړنه                            ( پښتونولي  او مقاومت ، په  دولت  کې  قبایلي  ټولنه )  په نامه  پرته د ښاغلي زیګرسټ د لارښودونکي او لار پرانیستوونکي څیړنې څخه ناشوني علمي  څیړنه وه، د ده  په  څیړنه  کې د پښتونولي په اړه  ټولو علمي، حقوقي  پوښتنو ته  ځواب موندلي شو.
په ۱۹۸۷ کال کې د ختیځ   المان د برلین  په  همبولت   پوهنتون کې   ښاغلي Rzehak   Prof. Dr. Lutzد پښتونولۍ په  اړه یوه بله ستره علمي څیړنه  تر سره  کړي  ده .
زه  ( څیړنوال ) غواړم دلته په  خپله  څیړنه کې د پښتونولي هغه اړخ را په ګوته کړم، کوم چې ښاغلي زیګرسټ  دیرش کاله مخکې مطرح  کړی  وو. د پښتونولي  دغه  اړخ  د پښتنو د طبیعت منځزړي دی . ما  په  خپله  څیړنه کې تر ډیره  بریده هڅه کړي، چې  خپل فکري تمرکز په  پښتني   شخصیت  او پښتنې ایډیالي انځور باندې د ننه څخه وساتم . ما ته دلته دا هم مهمه ده، چې زه غواړم د پښتنو  ظاهرې، اخلاقي  ځان ښودنه  وڅیړمه، نه  د دوی د ورځینې ژوند د کړو وړو نمونې  او یا د دوی دکولتوري  جوړښتونو ځانګړتیاووې   وڅیړم . (  ۲ )
په افغانستان کې اټکل تر شلو میلیونه پښتانه  استوګن  دي، په میلیونونه نور پښتانه په  ازادو قبایلو، پښتونخوا او بلوچستان کې استوګن  دي .                                                                                                                                                       د پښتنو د اصل  نسب، د پښتنو قومي ونې سټه، د پښتنو د قومي جوړښتونو پرنسیب په بنسټ او د دوی د توکمي اصل نسب پوهنې  په بنسټ، پښتانه  د زرګونه قبیلو او ډلو له لارې یو په  بل پسې په  سلسله  د یو ستر نیکه څخه سرچینه اخلي . له  همدې امله پښتانه   د نړۍ یوه ستره لرغونې قبایلي ټولنه ګڼل کیږي .
پښتنو د افغانیت   خپل  فکري  تصورات ، افکار او مفاهیم لکه ننګ، ناموس، غیرت، ویاړ، میړاڼه، شجاعت، سرښندنه، د مبارزې ډولونه، جګړیز مورال، خپلواکۍ او نور کولتوري ارزښتونه  دافغانستان د نورو لږکیو توکمونو سره  هم  ویشلي  دی . د پخواني شوروي اتحاد  د نیواک  په  وړاندې او د خپلواکۍ د سپیڅلي جګړې  او جهاد پر مهال د افغانستان لږکې توکمونه په دې ونه توانیدل، لکه پښتانه  چې وتوانیدل، پښتنو  په  خپل اوږد تاریخ  کې د افغانستان د خپلواکۍ د جګړو په بهیر کې  د نیواکګرو او یرغلګر و په وړاندې په  پرله  پسې توګه  له خپل ځان او خپل توکمې افغاني ایډیالي انځور  په سیسټماتیک ډول تر ننه  ښود لي دی .
 
۱ . د سرکښو جنګیایلو څخه یو دم  د عالي او ممتاز جنګیالي جوړیدل
په  نولسمه  پیړۍ کې د انګرېزانو  نړیواله  امپراتوري  او په  شلمه  پیړۍ کې د شوروي اتحاد کمونیستي امپراتوري  یواځینې  نړیوال نیواکګر او زبرځواکې امپراتورې نه وې، چې دوی غوښتل افغانستان خپله مستعمره وګرځوي، افغانانو په  دې  توانیدلي دي، چې ښکیلاګرو  ځواکونه او نړیوالې امپراتورې   دې ته  مجبور ه کړي، مخکې  له  دې  چې دا ستر هیواد مستعمره کړي، دوی خپل  استعماري   پلانونه  د خونړېو زخمونو سره ټول کړل او په کومه لار چې راغلي بیرته ولاړل .
په  نولسمه پیړۍ کې د انګرېزانو مسوولو سیاسي چارواکو، پوځې  کارپوهانو او همداسي  د انګرېزانو اوسنیو محاصرو تاریخپوهانو او د برتانوي ښکیلاک شننونکو دا مسئله  تر اوسه  تشریح نشوای کړي، چې څنګه په ډلو  ډلو ویشلي سرکښو، بې نظمه، پښتانه  جنګیالي په دې وتوانیدل .                                                                                                 په ۱۸۴۲ کال کې د افغان  انګلیس  په لومړي جګړه کې د بري  او د پر مختګ په   لور  روان  د انګرېزي نړیوالي امپراتوري ځواک مخه ونیسي، دا جګړه په  لومړۍ ځل د انګرېزانو په  تاریخ کې  په سخته تباکوونکې  او شرموونکي پوځي ماته باندې بدله  شو .                                                                                                                                                                                                                           ښایي دا لاندې لاملونه وي،  چې دغه سرکښه، بې نظمه او خپل سري جنګیالي یو دم د انګریزانو په سترګو کې په ممتازو او عالي صفاتو ننګیالي او توریالي جنګیالیو باندې بدل شول، برتانوي شننونوکو فکر کاوه، چې افغانان  به د مقدوني سکندر د سرتیرو اولاده وي . ورسته دوی   دا ومنله   که  موږ    ووایو، چې موږ   ته   په جګړه کې اصیلو اریایانو ماتي  راکړي  او موږ دوی ته جګړه   وبایلله، دا خبره به موږ ( برتانویانو)  ته په  تاریخ   کې لږ د شرم او خجالت  وړ وګرځي .                                                                                                                               ښاغلي څیړنوال  لیکي، سړی کولي شي د افغانانو دغه نه ماتیدونکي، نه لمنځه تلونکي او تلپاتي  میړانه، پت، ننګ، غیرت،سپیڅلتیا، عالي او ښه خویونه  خپلو ځوانانو مخې ته د مخکښو انسانانو په څیر کیږدي . لکه  څنګه په ۵۸ ـ ۱۱۶ ع  زیږد کال کې د رمیانو د هغې زمان نوموتي تاریخپوه، لیکوال او د روم سناتور ښاغلي تسیتوس کورنیلیوس Cornelius Tacitus   دا  کار وکړو، کله  چې  جرمنانانو د جګړې  په ډګر کې پر رومیانو  باندې  بري وموند، دغي  تاریخپوه  لږ موده ورسته  د جرمنیانو د کرکټر په اړه ولیکل، په نړۍ کې هیڅ کوم بل  ولس ونشوای کړي، د جرمنیانو په  څیر  په   زړورتیا او وفاداري کې  ځان مخکښي وښیي .
په ۱۸۱۵ کال کې  د نوموتې  انګرېز مورخ الفنستن   د افغانستان  څیړندوي او محقق په خپل معیارې اثر  کې د ( افغانانو سیاسي، ټولنیز نظم او تړون ) په  نامه چې  په خپل وخت کې ځښت ډیر لوستل شوي کتاب وه، ده په خپل دې اثر کې د پښتنې قبیلې سیاسي او ټولنیز ګډوډ حالت د سکاټلندیانو، د یونایانو او د رومیانو له جمهوري غوښتونکو له قبیلو  سره پرتله کړي دي .
افغان  شاعرانو او لیکوالانو  هم په خپل وار سره له دغي علمي اثر څخه په خپلو لیکنو او څیړونو کې ستره ګټه  اخیستي ده. دوی د افغانانو د ننګیالیتوب ، توریالیتوب،  ممتازو او دعالي صفاتو انځور ته  نور د میړانې  ښکلي رنګونه ورکړل . د الفنستن دغه کتاب  د افغان روڼ  اندو په منځ کې یو ډیر مشهور  علمي  اثر دی . له  بلې خوا اروپایې څیړونکو او لیکوالانو هم  له دغه اثر څخه په خپلو څیړونو  کې استفاده  وکړه او هڅې وکړي تر څو تشریح کړي، چې څنګه برتانویان په افغانستان کې له سترې شرموونکې پوځي ماتي سره مخامخ شول . د دې اثر له لارې د ختیځ او لویدیځ  څیړونکو  ترمنځ   په  خپلو کې  د افغانانو د شخصیت  انځور او ایډیالونو  په  اړه   یو ډیر ښه کولتوري او د ادبي راکړې ورکړې  کار پیل شو. افغانانو په  ځانګړي   ډول د  سویلي  ختیځ  پښتنې  قبیلو  خپل   ایډیالونه  او د خپل شخصیت  انځور  په خپل  ډودیزه عرفي قانون  یا د پښتونولي  په  قانون کې مدغم   یا ذوب کړي دي .
 
 
۲  .  د افغانیت  د بدل  په  کاڼسپټ  کې د پښتون  ولس مخکښ ستر اتل عجب  خان  اپریدي  حماسي کیسه
د  پښتنو په  کلیوالي  سیمو کې د  نجونو او هلکانو پالنه  او روزنه  په  ډیره مینه او محبت کې ترسره کیږي . پښتانه ماشومان په کوم ځانګړي  سخت دریځه سیسټم او یا اټوریتي  چاپیریال کې نه روزل کیږي . د پښتنو په کورنۍ  چاپریال کې  پلار  د خپلو ماشومانو  لپاره  د یو مخکښ ښه انسان   رول   لوبوي .  پلار په کورني چاپیریال  کې د یوې  جزایي مرجعي رول هم  نه لوبوي . د پښتنو ماشومان  او تنکې ځوانان اکثرآ د لویانو سره  په  حجرو او ډیرو کې ګډه ناسته پاسته لري . دوی همدلته   په  مرکو او جرګو کې د خپلو مشرانو څخه د پښتونولۍ ټرمینالوجیک اساسات، اصول، نرخونه ، د افغانیت   ځانګړنې، د پښتون افغان  په ولس  کې  د منل شوي نورمونو او  ارزښتونو بیلګې  زده کوي .
دا یوه  ښکاره خبر ده، چې ماشومان  د لویانو څخه  زده کوي، پښتانه تنکې ځوانان هم  د خپلو لویانو څخه  زده کړه کوي، چې  یو ننګیالی، توریالی، غیرتمن، عزتمن، پتمن او قدرمن مسلمان  پښتون افغان  سړی څه ډول او په کومه کچه د اتلولۍ ځانګړي ځانګړتیاوې، عالي، ممتاز صفاتو او د عالي  ارزښتونو خاوند وي .
د پښتنو په کلیوالي   پښتني تفکر کې  د یوه توریالی، ننګیالی پښتون روزنه او پالنه   د تورې سره پیل  کیږي . له همدې امله یو پښتون  پلار دې  ته اړ کیږي، چې د خپلو زامنو سره  د درې  کلنې او یولسو کلنې عمر په منځ کې جګړیزي لوبي پیل کړي . د دوی  په لوبو باندې  د نورو تنکیو ځوانانو له خوا تبصرې او خبرې اترې هم  کیږي .  د کلي  مشرې سپین سري  ښځې، د کلي مشران او سپین ګیري  سړي  په ډیره مینه او دقت  سره خپلو ماشومانو ته د پښتنو د نوموتې  اتلانو کیسي وراوروي . د هغو اتلانو کیسې، چې دوی  د پښتونولۍ اصول، نرخونه، نورمونه او ارزښتونه یې په خپل ژوند کې مراعات   او  پلي کړي  وي  او دوی د پښتونولي په   ایډیالونو کې  روزل  شوي   پښتانه  وي .                                                                                                                        لکه د پښتون  عجب خان اپریدي کیسه، عجب خان  د پښتنو  افغانا نو د ویاړلي اوږده تاریخ  یوه ستره تاریخي حماسي څیره ده، د عجب خان اپریدي  د میړانې او اتلولۍ داستان نه یواځې  د پښتنو په  محاصرو حماسي  ادبیاتو کې ځانګړي ځاې لري . بلکې د عجب   خان حماسي کیسې د پښتونولي د ا صولو او اتلولي کیسه په یو ښه بریالي ښکلي  پښتو فلم کې هم  خلکو ته  ښودل کیږ ي .                                                                             ښاغلي برنت ګلاتزار   وایې، زه  دلته پرته  له معمول  څخه  چې د نړۍ  په حماسي ادبي کیسو او  په جګو ادبیاتو لیکل شویو ناولونو کې د منل شويو ادبي ، شعري، ښکلا، پرداز او ډیزاینونو څخه کار اخليستل کیږې تیږم . زه  د عجب  خان  اپریدي تاریخي کیسه  دیو لکچر  په څیر تاسو درانه  حضور ته وړاندې کوم .
 د پیښور په سویل کې د کوهاټ پوځي اډې   په  سیمه  کې  د انګریزي  امپراتورۍ یوه تر ټولو ستره ټینګه او پخه پوځي اده ګنل کیده .
له  همدغې پوځې ادې څخه د برتانوي  امپراتورۍ  سرتیري لسګونه کلونه  د برتانوي هند او افغاني  پولو یا سرحداتو په اوږدو کې د پښتنو قبایلو د پاڅونونو په  وړاندې  په  جګړه کې  بوخت  وو .                                                                                               په ۱۹۲۳ کال کې د بوستي خیلو په  وړاندې  د انګرېزي امپراتورۍ  پوځې عملیات پیل شول . بوستي خیل دکوهاټ  په  قبایلي  سیمه کې د اپریدي قبیلي یوه  وړه څانګه  ده . د پوځې عملیاتو په بهیر کې انګریزي سرتیري د بوستي خیلو قبیلي کورنو ته ورننوتل . انګریزي  سرتیرې  د پوځې عملیاتو په بهیر کې  پښتنې ښځو ته   ورنږدې شوي وو . چې په هر ډول ورنږدې شوي وه، انګرېزانو د عملیاتو په  ترڅ  کې د اپریدي د بوستي خیل قبیلې بې ناموسي کړي  وه . د پښتنو کورونو ته  د انګرېزي  سرتیرو  ننوتل، دغې ناوړه  عمل  د اپریدي  په قبیله کې  د انګرېزانو خلاف   د پاڅون او د بدل  چیغه  ګده شوه .  څواوونۍ ورسته د اپریدي د بوستي خیلو قبیلي درې تنو ځوانانو یو عجب خان او د ده دوه نور نږدې ملګري، سر بیره پردې  چې د انګرېزي  افسرانو د  بنګلو او کورونو څخه څو ټینګ امنیتي  کمربندونه را تاو شوي هم وو، برید وکړ . د بوستي خیلو درې واړو ځوانانو د یوه انګرېزي افسر لور   په نامه دMolly Ellis   مولي ایلس  له ځانه سره تیرا  ته  یرغمل بوتله .په  دغه  برید کې درې  واړه سړ ي بې له  دې  چې وپیژندل شي  په  تیښته هم بریالي کیږي، دوی  د پیغلې انګرېزي نجلي سره د اپریديانو په سیمه کې د خوښي  او خوشحالي  ډزې کولي او ورسره د بدل  اخیستلو  لاریون ترسره کاوي . همهاله په  کوهاټ، دهلي او لندن کې د پیښې په  اړه  بیړنې ناستي یا کریځناستې  راوبلل شوې، له یوې خوا په  ګرده  نړۍ کې نړیوالو د اخبارونو له لارې د یرغمل  شوي  ښځی سره خواخوږي ښودله کیده، له بلې خوا به دوی  په  ډیر تمسخر،پيغور او له  خوښيو په ډکو جملو کې لیکل، چې تر اوسه  هیڅ  چا د انګرېزي زمري غاښ داسي  نه وه ورمات کړي، لکه چې افغانانو  ور مات کړو .                                                                                                                                           د اپریديانو  پر سیمه باندې پوځې عملیات   منع شوي وه، ځکه  چې پوځې عملیات به  د پیغلې نجلي ژوند او امنیت  له  ستر ګواښ سره مخامخ کړي . انګرېزانو د FCR قانون له مخې اپریدي قبیلې ته  د نجلي د یرغمل نیول په اړه ډیرې  سختي ډله  ییزې او د بشريت ضد سزاګانې   ور واورولې .
په همدې بهیر کې یوه بله روغتیاپاله  انګرېزه ښځه  د وسله والو ساتونکو  پرته   په پښو د اپریديانو سیمو ته ورغله . دغه انګرېزه روغتیاپاله په دې وتوانیده، چې د عجب خان سره وویني او دی یې د یرغمل شوي  نجلي بیرته خلاصون ته  وهڅولو. کله چې میرمن Molly Ellis  په  پښتني ننګ، امن او عزت کې سمه سلامته، بي تکلیفه بیرته خپل کورته راستانه شوه . انګرېرانو د اپریدي قبیلې څخه د عجب خان نیولو او دوی ته  د ور تسلیمولو غوښتنه وکړه . د اپریديانو قومي جرګه د پیښې  په  اړه  د یوې ګراني غوښتنې، پوښتنې او ګواښمن  حالت سره مخامخ شوه . د عجب خان نیول  او  انګریزانو ته  ورسپار ل ، دا سي  یو عمل  د پښتونولي  د قانون  خلاف   یو عمل  دی . اپریدیان   پوهیدل او مجبور  شوي   وو، چې  د انګرېزانو د انتقام یا غچ اخیستلو ګواښونه  جدي  ونیسې . ځکه په ۱۹۱۹ کال کې انګرېزي  جنګې الوتکو څو ځلي د پښتنوکلې او کورونه په ډیر ه بیرحمې سره ډیر سخت بمباري کړي وو.
د عجب  خان د خپلو هیوادوالو په سترګو کې  خپل میړانتوب، ننګیالیتوب، بدل ، د پښتي  اتلولي  فرض او مسوولیت ادا  کړ و، دی بیا په  خپله  خوښه د افغانستان  شمال ته کډوال  کیږي . په ۱۹۶۱ کال کې عجب خان  په  خپل  طبعي مرګ   ومړ او دی په ډیر عزت او درنښت   سره خاورو ته وسپارل شو .                                                                                                                                                                                          د عجب  خان  تګ   د افغانستان شمال ته، ده  له  دې  لارې خپله قبیله او خپل ولس یې د انګرېزانو له  ویرونکې سزاګانو  او جزايي پوځې عملیاتو څخه وژغورلو.                                                                                                                                      په  دغه کیسه کې مهم  تکي  په  دې کې  نغښتي دی، د عجب خان خپل میړانتوب ،ننګیالیتوب او غیرتمنتوب دی دې ته اړ کړو، چې دی د خپل ژوندانه  تر ټولو خواږو، درانه، ګران او د ته له ټولو ارزښتمن  شیانو څخه تیر شي، تر څو عجب خان خپل قام د دښمن د مرګونې  ګواښونو  څخه خوندي   ساتلي  او یا و ژغوري وي .  دا لاندي هغه ارزښتونه دي چې هره پښتنې قبیلې يې خپل هر یو میړني او اتل  وګړي   ته د ګواښ پر مهال  په وړیا توګه ور ډالۍ کوي، لکه  د سرخوندیتوب ، ټولنیز امن، مادي او معنوي مرسته او ساتنه . کله چې  د پښتنو د یوې قامي جرګې یا محکمې له خوا یو سړی  ته  د ګدې  بار ولو امر وشي، یا کله د کلي یا د قبیلي د جرګې  له خوا پریکړه وشي، چې دغه سړی  دې  نوره  د کلي څخه خپله کډه بارکړي ، دغه سزا د یو پښتون   په  ژوند کې تر ټولو سخترینه او بدترینه سزا ګڼل کیږي . د تعجیب خبره دا ده، چې  عجب خان په خپله خپل ځان  له  یوې داسي  سختي   سزا او سزا يي حالت  سره  مخامخ کوي .                                                                                                                                                                          په دغه دود پاله میړني ویښ پښتون  ځلمې  کې دومره اخلاق، وجدان، ضمیر، غیرت   او جرئت موجود وو، چې دی د خپل  ولس د ولسې جرګې د پریکري پرته په خپله خوښه کډه کیږي . دی له دې  عمل سره خپل ولس ته  د خپل ژوند تر ټولوستره انساني قرباتي ورکوي .
د اپریدي قبیله  مجبوره شوه، انګریزانو ته د عجب  خان د نه  ور تسلیمولو په بدل کې  42000  روپي ورکړي . د دې برسیره    د انګرېزانو د عجب خان کور او کلي د خاورې سره سم برابر کړو .
 
د عجب خان د ډارماتیکې کیسې  پای :
په ۱۹۸۲ کال کې  په  پښتو او پښتنو ټینګه  ولاړه سپین سري میرمن Ellis Molly     د پیښور  ګورنر په بلنه او بدرګه  پیښور ته  راغله . میرمن  ایلس مولي  د پیښور څخه د کوهاټ په لور روانه شوه . د انګرېزي  میرمن  د هرکلي  په لاره کې په زرګونه اپریدیان او نورو پښتانه   د ښه راغلاست لپاره ولاړ ول . 
د نړۍ تاریخ   د عجب خان کیسي د نموني  په ډول لیکي، د پښتنو د ارزښتونو جګړې او مبارزې ، د پښتنو د میړاڼې  او غیرت جګړې د پښتونولي  د توري او عقل پر کاڼسپټ  باندې عملأ جامي اغوندي  . پرته  له شکه د انګرېز کولونیالستي ځواک  د اپریدي قبیلي ننګ ، ناموس، شرم او د میړانې احساس   ځښت   ډیر  ژوبل کړي وه . که اپریدي قبیلې انګرېزانو ته د خپلي بي آبي ، بي عزتي په بدل کې   یو داسي سم حیرانونکې  ځواب ورکړي نه واې، نو د ډیرو پښتنو په سترګو کې به  د اپریدي قبیله  د  شرم، بي ننګې او بي عزتي  سره مخامخ   شوي وای .
که  اپریدي ځوانانو  په همدغسي یو حیرانونکې عمل  لاس  پوري  کړي نه واې .  د انګرېزانو همدغه بې عزته   ناړوه  عمل  د  اپریدیانو او نورو پښتنو په سترګو کې د شرم او پیغورنو څخه ډک   ناوړه چلن واې .
د اپریدي قبیلي له خوا  انګرېزانو ته  سزا ورکول  یو ناشوني کار  وو، ځکه دوی په دې برخه کې د انګریزانو د ځواک  په  مقابل  کې  بلکول ناتوانه  خلک وو . پښتنو ته یواځې همدغه  لاره  پاتي وه .تر څو د پښتونولي د بدل په کاڼسپټ کې د یو په یو بدل واخلي . پښتنه ټولنه کې شرم د کمزوري  علامه ده ، شرم کمزوري سړی غچ اخیستلو هڅوي . کیدي  شي شرم او کمزوري   د بریدګر  سړی د وژولو له لارې  بیر ته  جبران شي . په ځینو مواردو کې دا هم کافي ده، چې شرم  او کمزوري  د خنداني کولو له لار ې  ورته یو ټیته بیه ورکړل شي .
په  دغه قضیه کې بوستي خیلو  خپله  بې عزتي  او  شرم  په  یوه له  غیرته ډک بري  او  ویاړ   باندې واړولو، د بوستۍ خیلو  دغه  عمل د نورو  پښتنو  په  سترګه  کې  یوه ځانګړي  پړکه ورکوونکې او جلا ورکوونکي پېښه ځکه ده، چې یوه سړی د خپلو  دوو ملګرو په مرسته  د نړۍ  یو ستر زبرځواک یا  امپراتورۍ ته چلنیچ   ورکړو . تر هر څه د مخه  دغي  ځانګړي پېښه  او انفرادي  عمل نه یواڅې یو پښتون ته ، د هغه قبلې ته  ستر  بري  او  ویاړ له ځانه سره  را وړ ه، بلکې  د دغې  پېښې  د ویا ړ ونو وړانګې پر درست پښتون ولس باندې ځلیږي .
ښايي د انګرېزانو له خوا اپریدي قبیلې ته سزا ورکول ډیر  سخت   او درنده عملیات  احساس شوي  وای ،  جرم ته په کتو سره  د پښتنو په سترګه کې دغه  سزا  ډیر لږ  وه، ځکه د انګرېزانو ټول شرم او ټوله  بي ننګې  یي نه شوه  جبیره کولي .
 
۳ . د یو پښتون د هلوځلو او  هڅو موخه خانې که قوماندانې ده  
د پښتنو د میړنتوب د ایډیالونو  په انځور کې  نه یواځې توره  بلکې د عقل شعوري  عمل، وړتیا  او ټولنیز مسوولیتونه  هم شتون لري . په  خپله  خوښه  د عجب  خان  کډوالۍ  یا کډه بارول  د ا ثابتوي، چې د دغي پښتون  سړی  په شخصیت کې توره،عقل، شعوري وړتیا او ټولنیزو مسوولیتونو  عملآ  یو ځاې په ګډ اتفاق او عمل کړي  دی  یا همدغه ارزښتناکه ارزښتونه  په ده کې هم مهاله یو ځاې  شوي دي .                                                پښتنې  ټولنه  کې یو پښتون د یو داسي له ویاړونو څخه ډک  عمل   په  تر سره کولو سره  د خان نوم یا د خانې لقب ګټلو لپاره  مهم رکنونه  یا اصالتونونه  پر ځای  کړي  دي او  له ده څخه اوس  په افغاني ټولنه کې  یو میړنې  خان   سړي   جوړیدي شي .  دغه خان سړی باید د یوې سترې او ژورې پوهې خاوند هم وي، دی  باید شعوري  وړتیا  ولري، تر څودی  د شخړو پر مهال  سمې  پریکړې او فیصلې  وکړي . دی باید یو تکړه ویوونکې واوسي . دی باید د پښتونولي د منلي شویو نورمونو او ارزښتونو څخه پالنه او ساتنه  وکړي . د ی باید په  میلمه  پالنه کې  ستر زړه او خلاص لاس ولري . دی باید اقتصادي بریالیتوبونه ولري . دی باید دې ته  تیار او اماده  واوسي، تر څو په  دې بریاوو کې خپلو پلویانو ته، خپلو میلمنو ته ، د پناه او د غوندي ساتنې مستحقو کسانو  ته خپله برخه ورکړي .
د خان  خبره او د خان مشرتوب  د سیمې  په ټولو غوندو،مرکو، جرګو او د خیر ښیګڼې په چارو کې  مهم رول ،ارزښت او خپل ځانګړي  وزن  لر ي . خلک د خان خبر اوري او مني، د خان  واک  او قدرت   د ده  د پلویانو په شمیر کې محاسبه کیږي ، چې د ده په حجره کې تل ډیره دي . دغه خلک بیا له ده سره د شخړو او دعوو د حلولو په بهیر کې  دریږي . خان د دې لپاره راغوښتل کیږي، چې شخړې ته د نور  د پای ټکی کیږدي، خلک خان  د خپل  استازي   په   نامه   هر چیري  لیږي . خلک د خان څخه دعدالت، برابري او مساوات  غوښتونوونکي دي ،کله   چې خان دغه وړتیاووې له لاسه ورکړي ، دی بیا د خان نوم یا لقب   هم  له  لاسه  ورکوي  .
د افغانستان د جګړو  په  بهیر کې  خان  د جنګې قوماندان له خوا په  ډیرو برخو کې شاتګ ته مجبور کړلي شوي دی، ځکه دفعتآ په ټولنه کې  نویو را توکیدلي مشرانو ته   اړتیا پیدا شوه، دا مهال مهمه  دا وه،وسلو ته، پیسوته  او خوراکې توکي ته چې د پاکستان ، ایران   او نورې  نړۍ  څخه  راتلل، لاره  ومندل  شي . قوماندان مجبور وو، چې  د مقاومت د یو تنظیم  غړي شي .تر څو دی سلاح او مهمات تر لاسه کړي . ځینو دودیزه خانا نو داسي نشو کولي، چې د هر چا څخه وسله واخلي  یا ترلاسه کړي . دوی مجبور شول  چې بهر ته ولاړ شي . له  همدې  سره  خانانو په  ټولنه  کې  خپل ځای او موقف د نوي  را توکیدلي  نسل  د قوماندانو ته وسپارلو.
خلکو اکثرآ قوماندان لکه خان  د خپلو لومړیتوبونو او غوښتنو لپاره و کاره . خلکو د قوماندان جنګي تجربو،تکتیکونو، وړتیاوو او لوجستیکي  ځواک ته  سر ټیټ  کړو. هر مجاهد ځان د یو قوماندان کیدو په لاره کې لیدلو. قوماندان مجبور وو، تل  خپله وړتیا او بر لارسي خلکو ته   ثابته کړي . بل کوم عمومي قوماندان نه وو،چې دی د ده په اتوریتي باندې   ډده ولګول شي .
سړی کولي شي لږ په زغرده ووايي، چې  د افغان شوروي   په جګړه  کې  هر مجاهد د جهاد  خپل   یو  ډول چلولو. د پښتنو مجاهدینو په  جګړه کې  د جګړو انفراديت   دغه ډول  د دواړ خواوو پلانو نو ( امریکا او شوروي اتحاد ) لپاره یو ستر ستراتیژیک پرابلم وګرځیدو، اند د جګړي ځینې  مرستکوونکو، څیړونکو او شننونکو په شکونو کې حیران کړل .
ښاغلي  برنت ګلا تزار وایې  زما  په اند، د مجاهدینو د بري لامل په دې کې نغښتي وو،د مجاهدینو اکثره  بي نظمه عملیات  د دلامل شول ،چې د مقابل لوري  د جګړې متخصصین او د جګړې استراتیجستانو ته ګرانه شوه، چې څنګه  داسي خلک په جګړه کې مات کړي او یا درانه، سخت زیانونه ورواړوي، کله چې  د مجاهدینو یو  قوماندان   په جګړه کې لمنځه تللو، نورو به د  ده په ځای د واښه  په شان  را شنه شول .
 
۴  . شهادت   او بریایتوب
پښتانه خپلي پښتونولي  ته   د یو ډول عملي اسلام   په څیر ګوري . پښتنو خپل   اسلام او اسلامیت   ته  خپل  پښتني  رنګ، خوند او ډول  ورکړي  دی، د افغانان  هویت  اوس  افغانيت  اواسلاميت  دی  . دوی  ته دا مهمه نه ده، چې  نور د دوی په اړه څه وايي، دوی  پوهیږي،  چې نورو مسلمان  ولسونو هم  اسلام   خپل رنګ او خوند ورکړي دی . کله چې  وهابي  سختدریزه  عرب  جنګیالي د جګړې  لپاره افغانستان ته راغلل، دوی د پښتنو په  اسلام   او مذهبي کړو وړو باندې ګوتنیوکې وکړې، دغه   عرب  وسله وال  وهابې  جنګیالي  د پښتنو له  ډیرو سختو خونړېو غبرګونو سره مخامخ شول .                                                                                                                   پښتانه   دا  دعوه  لري، چې دوی د لومړي ساعت  او د لومړي  ورځي له صادقو  مسلمانانو څخه دي . د پښتنو ستر  نیکه قیس عبدرالرشید د اسلام مبین دین مستقیمآ د پیغمیر (ص) د مبارکو لاسونو څخه  منلي دی . دا مهال اکثریت عربان د اسلام د سپیڅلي دین  په وړاندې په جګړه کې بوخت وو .
په  افغانستان  کې  په  رښتنې توګه  د پښتونولي بڼستیزه ارزښتونه لکه ننګ، غیرت، شرم او توریالیتوب  د اسلام د سپیڅلي  دین په چوپړ کې واقع شوي  دي . په یو څه توپیر سره، پښتونولي په خپلو بنسټیزه ارزښتونو باندې  لږ څه نور تاکید کوي . ځکه  جګړه په اسلام کې یواځې د ایمان او اسلامي عقیدې د دفاع لپاره جواز لري ،نه  د فردي ویاړ لپاره لري .
پښتانه  دا مني، چې دا د اسلام مبارک  دین  دی، د دوی د ځواني نارینه  طبقي جګړه ییز روح  ، مورال  په  شعوري   او عملي   ټوګه  خپلو  ټولنیزو مسوولیتونو ته هم  ورګرځولي دی .
د  ۱۹۷۹ کال  څخه راورسته کله چې د پخوانۍ شوروي اتحاد پر افغانستان باندې یرغل وکړ او د پښتنو په کلیو اوبانډو کې د شورويانو د یرغل په وړاندې د خپلواکۍ جهاد اعلان شو، د پښتونولي ترمینالوجۍ  او د پښتونولي اصول د نوي رامنځته شوي  اسلامي جنګې  لغاتو په وجه  قصدآ له پامه  وغورځول شوه  او په شا وتمبول شوه . ځکه   دا جګړه  له پیله  یواځې د پښتنو جګړه نه وه. په دغه  پردې او له ناورینو نو ډکه جګړو کې د پنجابیانو، عربانو او نورو بهرنیانو لاسونه وو.
له  همدې  امله  د افغانستان په جګړه کې  نور  د پښتونولي  د ننګیالیانو، توریاليانو، غازیانو او د پښتنو د پښتونولي  د قومي  اربکیانو له نوم  څخه کار نه اخیستل کیدو، بلکې د مجاهد له نومه کاراخیستل کیده، ځکه دی  داسلام لپاره جهاد کوي . د افغان کډوالوڅخه د افغان  نوم قصدآ لري کړي شو او یواځې د مهاجرین نوم ورکول شو. پښتانه په دې  پلمه  تیر یستل شول، چې همداسي محمد ( ص) مدینه ته هجرت وکړو. چا چې محاجرینو ته ځای وړکړو، هغوي ته د انصارو نوم وکړل شو . څوک چې په سپیڅلي جګړه کې ووژل شي، دی  دایمان او د اسلام د دین په لاره کې یو شهید دی . دی بیا پرته له شکه  د خپلو ګناهانو سره جنت ته ځې .
د‌ې  ته ورته  نورو مذهبي احساساتي  هڅونو سربیره  پښتانه مجاهدین خپل  ځانونه په  مینه سره  غازیان  یادوي، پښتانه د خپل نوم  سره د غازي نوم  خوښوي ، غازي   په جګړه کې د یو بریالي  جنګیالي  نوم  دی، یو غازي   د خپل   وطن ،ایمان او اسلامي عقیدي  لپاره  فتحې او فوتوحات کړي . همدا وجه ده ، چې  توره په خپله د یو بریالي ګټونونکي ویښ احساس سره یو ځای کیږي .
 
۵  . د خبرو ټولیزه :
د ټولنپوهنې   پوهې په  رڼا  کې وڅیړل  شوه، چې  پښتونولي   د پښتنو د  شخصیت انځور ننه  څخه تفسیر  او مانا کوي .  پښتونولي  په   ځانګړي  ډول   ختیځ او سویل  پښتانه  یې د خپل ټوکم  پېژند  لپاره  استعمالوي . پښتنې ایډیالوجۍ کې  توریالیتوب، زړورتیا، مبارزه  او  د اتلولۍ توره، د یو  پښتون  د دودیزه نارینتوب  د شخصیت  انځور  یو اړخ  دی . د دې  معادل  یا  د دې  په  بل  اړخ  کې یو پښتون ته  عقل، شعوري وړتیا  او ټولنیز مسوولیتونه  ولاړل  دی . لکه د یوې  ټولنیزې  موضوع په  اړه  د پریکړې   وړتیادرلودل، په  خپله  ټولنه کې دسخاوت  لوی لاس درلودل، د میلمه  میلمه پالنه، یو محتاج سړی   پناه ورکول  او د هغه  د سر او عزت   څخه  د خپل سر  په  بیه ساتنه کول، دی باید د فکري استعداد او توان درلودنکې واوسي، د خپلي  ټولنې  په ټولو خصوصیاتو باندې  پوره  پوهه  ولري ، په  شخړو او دوعوې کې د یو منصف  انسان   په  توګه  منځګړیتوب  کول،  د سولې او د خیرښګنې  چار و ته  له  خپل  جیبه  پیسې او بسپنه  ورکول، د خپلو خلکو د اوساینې  او سوله مل ژوند لپاره هڅې او د خپلو ګرانو وګړو  د مادي  ژوند او مادیاتو غم خوړل دي .                   په همدې ترتیب د پښتنې د تورې او عقل  په کاڼسپټ کې پوهه او تجربه خپله  ستره ونډه لري، چې  کله او څنګه توره ایستل کیږي او کله سوله باید وشي .
پښتونولي د ختیځو او سویلي  پښتنو لپاره   د سولیزو خبرو اترو او د یو بل  د زغملو کولتوري  لار  ده . د افغانیت  د پښتنو د سیاسي او ټولنیزو  شخړو  په  حلو  فصلولو  کې  د عدم تشدد معقوله او سمه  لار ده . پښتانه  د پښتونولي څخه د ژوندانه په  ښوونه  او روزنه  کې، په  خپلو منلي شویو حقوقي نورمونو، معیارونو او ارزښتنو کې کار اخلي . پښتونولي د پښتنو د ټولنیزو کړکیچونو  په   حلولو کې  د حل لارښوونکې کرښه او منلي شوي دودیزه قاعده  ده. پښتونولي  د افغانانو  د پاره   د پردیو  یرغلګرو کولتورنو  په  مقابل  کې   یوه  دفاعي کرښه ده .  پښتونولي  د یو سوله غوښتونونکي یا بې وسلې میلمه  لپاره  یوه  دعوتنامه یا  بلنلیک  دی . میلمه پالنه  دسپیڅلي  پښتونولي  د خیرښیګڼېو چارو په  لیست کې د  ټولو ارزښتنو څخه  پاس  ځای  لري .  میلمه پال  پښتون   د میلمه  د میلمه پالنې  لپاره  خپل ځان  تر ورستي کچې  پوري په  مادي  او معنوي  برخه  کې  تاواني کوي . پښتونولي  د هر پردیواجنبي دښمن او د  هر یرغلګړو پوځ   دویرولو لپاره  او دوی ته  د ګوټڅندني یا اخطار ورکو لپاره  یو ه  ځواکمنه علامه  ده .
نن  نه  یواځې  د افغانانو  په   ښارونو کې  بلکې  په  کلیو او بانډو کې  پښتنې  کولتور  او  پښتنې  افغاني  ټولنه  ډیره سخته  ژوبله او ویجاړه شوي  ده . د ډیرو پښتنو کورني  اړیکې  د خپلي  سټي  او ټبر سره  پري  شوي  دي . ځینې پښتني کورني د خپلواکۍ د سپیڅلي  جګړې  څخه ورسته تر اوسه  بیرته  خپلو  قبایلي  دودیزه  سیمو ته  ورستنې  شوې نه  دي . دوی په  لاروکې د غلو، لارې شکوونکو او ناپیژندل شویو وسله والو له خوا لوټ او چور کړلي شوې . د ځینې  پښتنو  څخه   د یو مخفي  پلان  له مخې  په  بې شمیره کچه   دینې مدرسو کې  نوي سخت دریځه اسلامپال  جوړل کړل  شول . د جنګسالارنو  د جنګ، جګړو انګیزې  د پښتنو او د پښتونولي  له  دودیزه کړو وړو سره  هیڅ  ډول  تړو نه  لري . جنګسالارن   د خپلو شخصي ګټو، واک او ځواک لپاره جنګیدلي دي ، ډیر ې جنګسالاران   د بهرنیو دښمن  هیوادو د انټرس لپاره جنګیدل ، دغو هیوادونو غوښتل   په افغانستان کې  خپل واک  د وسلو، پیسو او پروپاګندې له لارې نوره غښتلي کړي .
په  همدې  بهیرکې داسي ښکاريدي، چې د پښتونولي  د ارزښتونو په  چوکاټ په  یو ډیره  جګه  بیه را لویه شوي او  رامنځته شوي انفرادیت  یا فردي خپلواکي، دا هغه  انفرا دي خپلواکې ده، چې ښاغلي  زیګریسټ  یې هم تایدوي  د لمنځه  تللو مخنیوي  یې اوس ګران  شوي دی .
 
 
 
                                                                                            د  پنځمې برخې پای                                    
 
لمنلیک :
۱ . ښاغلي  څیړنوال  کلاتزار لیکي ، ما ته شخصآ په خپله  ښاغلي  زیګریسټ   د افغانستان  په اړه زما د لومړي  ځل د سیمېزو  څیړونو او پلټنو د تشویق  لپاره  مهم  مالومات او لاسوندونه په لاس کې  راکړل .
 
۲  .  زه ( څیړنوال )   په دې باوري یم ، ما ته او ټولو پښتنو داخبره جوته  ده، چې د پښتونولۍ  پت، ننګ، سپیڅلتیاووې او انساني ارزښتونه په کلکه د ورستیو څولسیزو  د وحشي، بربریري او له ظالمو نو څخه  ډک  جنګ جګړې سره په مخالفت کې واقع دي . پښتونولي له  دغو اوسنیو جنګي او د جنایي  جرایمو سره هیڅ ډول  تړو نه لري .
۳ .  په ۱۹۷۶  کال کې  ښاغلي کریستیان  زیګرسټ  په خپله  د افغانستان  د لوی پکتیا خوست  ولایت ته تللي هلته  د نادرشا کوټ په ولسوالي کې  د ځدراڼوله  خانانو سره  د پښتونولي په اړه په څیړونو بوخت لیدل کیږي . په دغه لاندې انټرنیتي پته کې د ده مصاحبه په الماني ژبه کې لوستلي شي.
 
http://www.germananthropology.com/cms/media/uploads/4e53c31888fd9/interview_4f06f3b397399.pdf
 
۴  . د ا لاندې  د هغې کتاب  نوم دی، چې ښاغلي  پرفیسور ډاکټر  زیګرسټ  د پښتنو او پښتونولي په اړه لیکلي دی .
Soziologie und Anthropologie 12
Die Pashtunen und ihre Bedeutung für regionale und internationale Konflikte
von
Robert Haag
1. Auflage
Die Pashtunen und ihre Bedeutung für regionale und internationale Konflikte – Haag
schnell und portofrei erhältlich bei beck-shop.de DIE FACHBUCHHANDLUNG
Peter Lang 2012
Verlag C.H. Beck im Internet:
www.beck.de
ISBN 978 3 631 62315 2
 
 
 
 

- بېرته شاته