(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.10.14 پېغلې ملالۍ او ښاغلي پرکاش ته یوه نوبل جایزه

 ليكونكى: عبدالجباركاكړ
             14.10.2014: د نړۍ لويه جائيزه او وياړ چې د نوبل پرائيز ( NOBEL-PRIZE)په نامه نومول شوي دي د نړۍ د نورو نامتو كسانو  د څنګه ۱۷ كلن پيغلي ملاله يوسف زي د سوات اوسيدونكي او د هند و شپته كلن ښاغلي پركاش ته په وركول شو چې هر دواړو انجونو او عام ماشومانو ته داسې مبارزه وكړي چې هر ماشوم كه هغه انجلي وي يا كه الك وي وښوونځي ته واستول شې هم دا ډول ښاغلي پركاش د څو لسيځو څخه دا مبارزه كوي چې څنګه ماشومان په وړوكوالي د كار خواري او مشقت څخه راوګرځول شې او دوي ته هم داسې موقع برابري شې چې په دهغه ماشومتوب ورځي د نورو ماشومانو وارو په ښوونځي سكول او لوبو كښې تېري كړي ولي چا وخت او مهال يا عمر د دوي د كار او خواريو د استلو نه دي.
​دا ډېره دوياړخبره ده چې د دوي دواړو وارو ډېر خلګه او اتحادينې په دي كار كښې د ډېر وخته څخه لګيادي چې په كاردي چې په نړۍ كښې هر ماشوم زده كړي وكړي د ماشوم څخه په وړوكوالي كار او خواري او مشقت وانه خستلي شې بلكي ددې دپاره يو نړۍ وال قانون او اصول هم جوړ دي په ملګروملتو كښې يوه داسې تګ لاره منشور او چارټر هم جوړ دي او د نړۍ ټولو ملكو هغه په ځان منلي او لاس ليكونه يې باندي كړي دي او دا ډنده او وظيفه و هر چاته ورسپارل شوي ده چې په هر ملك كښې به په دهغه نړۍ والي كړنلاري او چارټر په كلكه عمل كيږي ددې كار دپاره په هر ملك كښې هم بېلي بېلي اداري او وزارتونه جوړ دي چې دوي هم دهغه كار تر سره كوي چې نه به په يوه ماشوم كار كيږي نه به مشقت ځيني اخستل كيږي او ددې د څنګه به هر ماشوم و سكول او ښوونځي ته ليږل كيږي يوه لويه اداره ( SAVE THE CHILDREN) ماشومان وځغوري په نامه په ډېره لويه كچه د ماشومانو دپاره كار كوي چې د نړۍ په هر ملك كښې د دوي څانګي شته دي او دوې تر خپله وسله كار كوي.
​ددې ټولو كارونو چې د ماشومانو د ځغورني او و دوي ته د زده كړو موقعه د وركولو دپاره د هلو ځلو سره بيا هم په نړۍ كښې په كروړو ماشومان دي چې په دهغه عمر كښې نه يواځي دوي خواري او محنت كوي بلكي ډېر د زده كړو څخه بې برخي دي دا خو پريږده ډېر ماشومان چې شمير يې په لكاو كښې دي دوي لې په لې او اواره ژوندون كوي او دانه دورته څرګنده چې د دوي پلار او مور څوك دي چيري دي او دوي څنګه د دهغه ناترسه ژوند سره مخامخ شوي دي دهغه ډول ماشومان چې لوئي شې نو بيا به دوي څه كوي...؟ هم هغه به كوي چې دوي د خپل ماشومتوب كښې كول خو ددې د څنګه بيا يو داسې ماشومان شته چې د لوړو او شتمنو كورنيو سره اړه لري و دوي ته هر څه خدائي(ج)وركړي دي او داسې آسانتياوي د لوبو زده كړو اوساتيري دورته جوړي دي چې هغه ماشومان چې بې زده كړو دي يا دوي خواري او مشقت كاږي هغه دوي ته نه د انسان نه د يوه ماشوم په سترګه ورته ګوري كه څه هم د دهغه شتمنو كورونيو كښې هم د دوي وارو ماشومان مزدوري او خواري كوي او شپه و ورځ د دوي په چوپړ يې لګياوي او داسې خوار ماشومانو په ډېرو كورو كښې ليد ل كيږي خو هغه وخت نړۍ والي ژمني د ملګروملتو چارټر او خپله ملكي قانون د موږ څخه ايروي داسې هم د اسلام په ګډون هر مذهب دا لارښودنه كوي چې ماشوم كه هر څوك وي كه و هر ځائي وي په كاردي چې دهغه سره ښه چلن وشې خو په دي اوسنې نړۍ په زياته بيا په وروسته پاته ملكو كښې چې قانون څه لارښودنه كوي په هغه باندي همل نه كيږي بلكې هر سړي او هر حكومت او چارواكي ځان ته خپله لاره قانون جوړ كړي دي يو سړي چې قانون پلي كوي يا يې نافذه كوي چې هغه پخپله د ماشوم چي په شتمنو كورنيو كښې رالوئي شې هغه كښې هم پخپله د قانون
څومره درناوي كوي خو هغه ماشومان چې په شتمنو كورنيو كښې رالوئي شي هغه كښې هم ډېر د ډېرو آسانتياو څخه بې لارې شې او په چپه لار روان شې د داسې ماشومانو څخه و خپل ښوونځي او زده كړو ته ارزښت نه وركوي دوي ته چې د ژوند هره آسانتيا ور په برخه وي دوي زياتره وخت هم داسې په بېلو بېلو چارو او لارو باندي تيروي خو هغه خوار ماشوم چې غواړي زده كړي د خپلو همځولو سره لوبى وكړي د خپلې كورني سره واوسي خو د بده مرغه هغه ته خدائي پاك دهغه موقعه نه د وركوي كنې په خوارو ماشومانو كښې ډېره لوئي لوئي سړي را وړاندي كيږي او په نړۍ چې كومو سړيو لوئي نومونه راوړي دي او د بشر دپاره څه كړي دي هغه هم زياتره د خوارو كورنيو څخه راوتلي دي دا ځكه چې د شتمنو دپاره د هيڅ شې كمي نه وي پخپله ملاله يوسف ذي او ښاغلي پركاش د ډېرو شتمنو كورنيو څخه نه دي خو خدائي پاك د دوي څخه د بشر د ښيګږي دپاره رامخ ته كړي دي.
​تر ټولو زياته ماشومان په دريمه نړۍ كښې ژوند كوي چې ودي ته اړدي چې په وړوكوالي خواري او مشقت وكړي او د زده كړو او تعليم څخه بې برخي شې تر لوبوونه رسيږي چې د ماشوم دپاره اړيني دي پرتله خلګه يا آبادي ډېره زياته ده چې ښكاره خبره ده چې ماشومان هم ډېرو شتمني او دولت په سم ډول نه دي ويشل شوي ددې ملكو اوسيدونكي تراوسه په دي نه دي پوهيدلي چې ماشوم غوښتني څه دي زده كړي او تعليم و يوه ماشوم ته څومره اړين او ضروري وي او ددې د څنګه د حكومتونه هغه بې غوري چې د زده كړو او تعليم په ډګر كښې دوي كوي هغه يوه لويه تېرونه او جنايت دي چې ددې دومره خواريو سره سره يوه خواره كورني ماشومان ښوونځي او سكول ته استوي خو د چارواكو د بې غور يو د كبله يوه ماشوم ته هغه څه نه ور زده كول كيږي د كوم څه دپاره چې ماشوم ورځي او داسې يو شمير نوري ناخوالي دي چې دريمي نړۍ په زياته بيا د پاكستان ماشومان ورسره مخامخ دي ددې سره سره چې شتمنو كورنيو د نورو ځانګړتياو د څنګه و خپلو ماشومانو ته بېل ښوونځي سكولونه كالجونه او پوهنتونونه جوړ كړي خو د خوارو ماشومانو دپاره داسې څه نه شته ددې سره سره چې د خوارو ماشومانو شمير ډېر زيات او د نورو د ډېر لږ دي كه دهغه لږكي ټوله زده كړي وكړي بيا هم موږ نه شو ويلي چې ټولنه يا ځموږ ملك ټول زده كړي كوي يا يې لري.
​په ډېر لوئي شمير ماشومان د هري آسانتياو څخه ددې كبله بې برخي شوي دي چې دهغه زور ځواكو نړۍ والو ملكو جګړي او د سيسي دي چې دوي په وروسته پاته ملكو باندي ورتپلي دي د افغانستان د نورو وګړو د څنګه بې شميره ماشومان دا وخت د زده كړو څخه بې برخي و خواري او مزدوي ته اړشوي دي او په ډېر لوئي شمير افغانان ماشومان د خپلو مشرانو سره د خلګو د كورو مرداري او بسونه كچري په سروړي او ډېر يې په دي كار كښې ځوانان شوي دي زده كړي او د ماشومانو نوري اړتياوي او ضرورتونه د چا په يا ددې په افغانستان كښې د ۳۵ كلو څخه جګړي د بم چاودني ځان وژونكي بريدونه هوائي بمبار او نوري ناخوالي هغه څه دي چې د ماشومانو د څنګه يې لويان هم ځورولي دي او دا وخت د وزيرستان د لكاو كډوالو په منځ كښې په لكاو لكاو ماشومان د زده كړو څخه بې برخي او د كډوالي و ژوند ته اړدي ددې د مخه په نورو قبائيلي سيمو ملاكنډ سوات او نورو ځايو كښې دي ته ورنه ناورين روان دي اوس بيا نور ملكو لكه عراق سوريه يمن ليبيا فلسطين او د امريقاځينو ملكو كښې ودي ورته ناورينونه روان دي د ګاونډيانو تر منځ لانجي هم د داسې ناخوالوسوب جوړيږي د بيلګي په ډول د كشمير په لانجه د هند او پاكستان رواني جګړي او ددې د مخه جنګو او داسې نوري ډيري لانجي دي چې نه يواځي ټول وګړي په زياته بيا ماشومان په مخه كړي دي تر ټولو لويه شخړه داده چې كوم خلګه دا وخت جګړه كوي هغه لومړي سكول او ښوونځي نړوي..؟
​تر هغه وخته چې شتمني او زورځواكو ملكو په خپله تګ لاره او فكر كښې بدلون نه وي راوستي او هغه شتمني چې دوي يې په جګړو لګوي هغه د بشپړه بشر او په زياته بيا د ماشومانو په ښيګڼي نه وي لګولي په نړۍ كښې د روانو جګړو څخه لاس په سر شوي نه وي د بشر درناوي يې نه وي كړي او دا پريكړه يې نه وي كړي چې د نړۍ به د جګړو ځاله نه بلكې د سولي او امنيت ځانګو به ځيني جوړ وو تر هغه وخته نه بشر په كراره كيدي شې نه يو ماشوم په لويديځ يا غرب كښې خو دوي د بشر د حقوقو درناوي كوي د ماشومانو څخه تر ډېره ښه كيږي قانون پلي دي او نور ډېر څه شته خو داسې هم نه ده چې الته مشكلات نه شته خو ځموږ په پرتله الته ډېر لږ دي.
​د ماشومانو د ښيګڼي دپاره چې ملاله يوسف زي او ښاغلي پركاش ته چې كوم وياړ وركول شوي دي دوي ته امباركي وايو او هيله ځيني لروچې دوي به خپلې هلې ځلې نوري ګرندي كړي بلكې د نورې نړۍ ولسونه به د ځان ملګري كړي چې د روانو نړۍ والو ناخوالو م نوي وشې او دا هغه وخت كيدي شې چې په نړۍ كښې سوله راشي سوله هغه وخت راتلي شې چي شتمني او دولت د وسلي (ARMS) په ځائي د بشر او انسانيت په ښيګڼي او سوكالي باندي ولګول شې دا هم هغه ملكونه كوي شې چې دوي د بشر د ښيګڼي دپاره د نوبل وياړ په ګډون نورو وياړونه وهغه چاته وركوي چې هغه د بشر د ښيګڼې او د سوكالي دپاره كار كوي.

- بېرته شاته