(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.10.14بیان ازادي او د ...

د بیان ازادي او د اشرف غني ځينې پلویان
14.10.2014: لیکوال: نظرمحمد مطمئن
خامخا به د ډاکټر اشرف غني او حکومت صفت کوئ، خامخا به دهغه مثبت ټکي بیانوئ،خامخا به وایاست چې ډاکټر صاحب سوله راولي، دابه وایاست چې د هیواد اقتصاد غوړيږي،دابه وایاست چې ډاکتر صاحب له عبدالله عبدالله سره د فیفټي فیفټي  (۵۰ سلنه واک د اشرف غنی او ۵۰ سلنه واک د عبدالله عبدالله) سره هیواد له بحران څه وساتی. فیفټي مې ځکه ولیکل چې د دولت هر لوړپوړي او ټیټ پوړی رشوت خوړونکی کارکونکی له دغې غربي اصطلاح سره بلد دي.
هو دابه هم وایاست چې امنيتې تړون پرځای کار وشو، دابه هم په پټو سترګو منئ چې دا تړون دوه کاله د امنیت په برخه کې دی، او پاتې اته کاله يې د اقتصادي تړون برخه ده، اصل کې دا د افغانستان د اقتصاد له پاره شوی، نور نو حق نه لرئ چې پوښتنه وکړئ چې څه ډول امکان لري چې امنيتې او اقتصادي تړون سره يوځای شوی؟ او کومه ماده ده چې دغه تړون دوه کاله وروسته هر لوری لغوه کولای شي؟ هیڅ حق نه لرئ چې د ولسمشر پلویانو څخه دغه پوښتنه وکړئ، ځکه ولسمشر همدا ویلي دي. دا هم معلومه نه ده چې داخبره خپله ولسمشر کړي يانه؟
له طالبانو سره اړيکې نیول شوې، هغوئ د ډاکټر صاحب په دولت کې ګډون کوي، نور نو حق نه لرئ چې پوښتنه وکړئ چې دغه طالبان د ځمکې په سر او که د اسمان او ځمکې ترمنځ دي، چیرته دي؟ ځای او نوم يې معلوم دی؟
که رغنده نقد دې د اصلاح په خاطر وکړ، يا خو دي د حکومت د نیمګړتيا اړوند څه ولیکل، بیا نو ته د حکومت ضد سړی يې او ستا بیان له پاکستان څخه سرچینه اخیستې ده. د ایران نوم هیڅکله ما په پښتنو لیکوالو کې ونه لیدی.
د لویدیځ اړوند به هم په خپل نظر کې ډیر احتیاط کوئ، په ځانګړي ډول د امريکا په اړه، هغوئ افغانانو ته پیسې ورکوي، د افغانانو مرسته کوي، يواځي تروریسټان وژني، موږ افغانان د هغوئ مرستې ته اړتیا لرو. د پاکستان او ایران له تهدیده مو خلاصوي، که د لویدیځ مخالف نظر لرئ بیا نو په ټلویزون کې د خپل نظر څرګندولو حق نه لرئ. 
او ډیر هغه وخت ستایل کيږئ چې د طالبانو او پاکستان پرضد لیکنې وکړئ، طالبان خو په هر صورت، مګر د پاکستان پرضد بیا تر ټولو هغه خلک سختې لیکنې او خبرې کوي چې خپله به د آی ایس آی څخه معاش اخلي او يابه يې مخکې ورڅخه اخستي وي. داسي خلک به هم بیا پر تا د آی ایس آی ټاپه وهي چې خپله به يې ګرده کورنۍ د پاکستان په ادارو کې رسمې دندې لري، په افغانستان کې به هم محترم سړی وي.  په ایران به هغه څوک  ظاهرا ډیر بد وايې چې په ایران کې به يې کورنۍ وي، او د ایران له سفارت څخه به معاش اخلي. موږ ولیدل چې په ارګ کې د ایران په کڅوړو کې له بندو پیسو ډیری افغانان مستفید کيدل. خو هغوئ د معاش مستحق پېژندل کيدل.
ما په کابل کې د تاجکستان پلیټ موټر هم لیدلی، مګر هغه حق لري، ځکه ځواکمن دی. که په کابل کې هر د لویدځ هیواد سفارت ته څوک ورشي، نو افتخار يې ګڼې، د امريکا سفارت ته خو ورتلل لوی ویاړ دی. معلومه خبره ده چې هر بهرنی سفارت خپله برنامه لري.
زما په آند ښه به وای چې د ډاکټر صاحب اشرف غني ځينې پلویان ددي پرځای چې د بیان ازادي په ځان بده ولګوي، قانع کونکی ځواب ورته پيداکړي، زه پر دي ډاډه یم چې ځینې لیکوالان عبث خپل وخت نه ضایع کوي، دهغوئ په لیکنو کې پېغام وي، که دهغه پېغام په ورین تندي واخستل او وړانديز ته يې له ښکنځلو پرته مناسب او مقنع ځواب وویل شي، دابه زموږ د ټولني د پرمختګ او د ځوان نسل له پاره ښه پل او لاره جوړه شي.
مګر که زموږ ځینې دوستان ددي پرځای چې منطق وکاروي، د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله په محبت کې دومره غرق وي، چې که دهغه له نوم سره ولسمشر او اجرايوي ریس ونه لیکئ ، ډیره درنه پرې تماميږي، اوکه ووایې چې امنتې تړون به جنګ اوږد کړي، نو بیا هم ته حق نه لري، ځکه دوئ وايې ډاکټر صاحب تر  ټولو خلکو ښه پوهیږي.
که ووايې چې د کابل بانک قضیه به ستونزمنه شي چې حل يې کړي، ځکه  معلوم او مهم کسان چې په دغه غلاکې شریک دي، حکومت يې نه شي نیولای، نو بیا خبره پري بده لګيږي، که ووایې چې د حوزو او په مجموع کې د کورنيو چارو وزارت کې په اسانې سره د لوړپوړو چارواکو تبدیل اسانه کار نه دی، که ووايې چې د عطامحمد نور له ولایت څخه ایسته کيدل د حکومت له واکه نه ده، که ووايې چې امنيتې ادارې به ګرده (له کورنیو چارو څخه ماسیوا) د عبدالله عبدالله له ډلې سره وي، که ووايې چې له اشرف غني څخه دده پلویان ناهیلي دي، که ووايې چې محبوبه حقومل يې په لوی مجلس کې سپکه کړه، که ووايې چې د اکرم خپلواک، حلیم فدايې او احسان الله کاموال ملګرو او دوی ته يې د غونډې پرمهال څنګه چې لازم ؤ په سم ډول  په خوښې دغه غونډه مخکې نه ولاړه، که ووايې چې ترڅنګ يې ډیری په فساد او اختلاس کې ککړ کسان اوس هم شته، او که ووايې چې دده ترڅنګ مشهور او معروف په جرمونو کې ککړ کمونسټان شتون لري، او که ووايې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د ولسمشر میرمن رولا غني باید د نارینه ؤ په عام محضر کې راښکاره نه شي، نو بیا تاسي د بیان د ازادۍ حق نه لرئ.
مګر که صفتونه وي، د خلکو غولول اود پاچا صفت وي، بیا نو ته د بیان د ازادۍ ستوری يې. که زموږ په ټولنه کې د نجونو پر بربنډتوب نیوکه کوئ، دا نو بیا د ښځو د حقونو څخه سرغړاوی دی، او که د میرمنو له پاره د غرب تقلید خوښوئ، بربنډتوب خوښوئ، په دفاع او عامولو کې يې له میرمن سیما ثمر سره هڅې کوي، بیانو مدني او مترقي خلک یاست.
زه غواړم چې په دي برخه کې د ښاغلي کرزي څخه په ځانګړې ډول مننه وکړم چې د بیان ازادي ته تر ډیره ژمن ؤ. تر ډیره ناپېلو لیکوالو خپل نظر څرګندولای شو، مګر په مهمو رسنیو کنټرول او سانسور ؤ، ډاکټر اشرف غني هم  د خپل کمپاین په وخت په خپلو خبرو کې ویل چې د بیان ازادي ته ژمن دی، داسي نه چې دده هدف د بیان ازادي يواځي د حکومت صفت وي، او که څوک د حکومت یا دده نیمګړتيا په ګوته کوي بیا نو په هغه باندي تور ولګول شي چې دبیان له ازادي يې ناوړه ګټه وکړه.
فرق دادی چې کرزي صاحب د لیکوالو ده ته متعهد ټیم نه درلود، اشرف غنی د لیکوالو، شاعرانو او ژورنالسټانو قوي ګروپ او ده ته ژمن ټیم لري.
وختونه تیريږي، د کمونسټانو دوران هم تیر شو چې بي بي سي راډیو اوریدل اشرارتوب او مرګ ؤ. د مجاهدینو د هجرت دوران هم تیر شو، چې يوه ګوند به په بل ګوند پسي هر څه لیکل، مګر ازاد لیکوال به بیا په پېښور او کویټه کې د لیکنې په جرم دمرګ کندي ته تلی. د استاد رباني وخت هم تیر شو، چې په کابل کې بې پکوله ګرځیدل هم جرم ؤ، پښتو ویل هم يو ډول جرم ؤ، په ادارو کې باور وکړئ پښتون ته دغلام په ډول کتل کيدل، ماته د هغه وخت يو پښتون وزیر وویل چې هیڅ ډول واک نه ورکول کیدی، د واکمنو له خوا به پښتانه وزیران تحقیرکیدل. مګر بيا هم پيسې وي چې خلکو خپل عزت النفس خرڅ کړی ؤ، اوس هم همهغه خبره ده، ځينې به خپل عزت النفس ته احترام نه لري، مګر ريښتونې او ناپېیلي لیکوالان خپل عزت النفس کله هم نه شي خرڅولای.
دطالبانو وخت چې خلک يې توره دوره بولي، موږ محصلین ؤ همدلته کابل کې ؤ، ښه داده چې دهغه وخت د بیان ازادي له ښاغلي محمد اصف صمیم څخه ؤښي، چې د ننګرهار راډیو تلویزن په ودانۍ کې يې د طالبانو د وزیرانو مخکې کومې خبرې وکړي، آیا چا پوښتنه ورڅخه وکړه؟
کاشکي علامه عبدالشکور رشاد ژوندی وای، چې کله يې د طالب وزیرانو  مخکې په سپین زر هوټل کې دوېښ زلمیانو او  مشروطه خواهانو ګوند صفت وکړ، يوه معین ورته وویل چې تره کې هم د همدې کمونست ګوند غړی ؤ،علامه رشاد صاحب په سړه سینه دفاع کوله، ویې ویل زه د وېښ زلمیانو غړی وم، یم او یم به. ښاغلی غفور لیوال او نور ښاغلي هم په هغه غونډه کې زما ياد ته راځي. د رشاد صاحب لازیات درناوی وشو.
ښاغلي اسماعیل یون خو په دي مشهور ؤ چې د طالبانو وزیرانو ته ډیرې سپينې سپينې خبرې کوي، لازم نه ګڼم چې د يون صاحب د خولې جملې چې يوه وزیر ته يې ويلې ؤ دلته ولیکم.
استاد لعل پاچا ازمون، غفور لیوال، صدیق الله بدر، نورمحمد لاهو، هغه څوک ؤ چې پرته له وخت اخستلو چې زړه يې غوښتل د اطلاعاتو کلتور او ځینو نورو وزیرانو سره يې ازادانه لیدنه، مناقشه او بحث کاؤ، تر دي چې ازمون صاحب د کندهار په سفرلیک کې په يوه قوم پسې ناسمه لیکنه کړي وه، دهغه د لیکنې په ځواب کې د کابل پوهنتون کې د هغه قوم محصلینو احتجاج وکړ، مګر ازمون صاحب له هیڅ ډول ستونزې سره د بیان د ازادي له امله مخ نه شو.
مولوي خالص بابا په ننګرهار کې په يوه لویه غونډه کې چې دختیځ زون تنظیمه ريس مولوی کبیر هم حاضر ؤ په طالبانو نیوکې کولي، د طالبانو مشرانو په ورین تندې زغملي.
د پيکار صاحب خوله په هغه وخت کې هم همداسي خلاصه وه، تاسي پوښتنه وکړئ چې کومه ستونزه ورته پيښه شوه، د ښاغلي داؤد وفا نه پوښتنه وکړئ چې د بیان ازادي څخه او د لیکوالو د خیال ساتلو کومه خاطره لري.  
شهرت ننګیال ته دومره احترام کیدی، چې تر معین يې زیات احترام کیده، ناګار صاحب همداسي، اصف صمیم صاحب چې هر ډول نیوکه کوله، مخامخ يې ویل.
د استاد نصرالله ستانکزي نظر په مهمو کلتوري او فرهنګې چارو کې اخستل کيدی، زما یاد دي چې د اسامه بن لادن په نوم کتاب اړوند غونډه او ددغه کتاب له پاره د نوم انتخاب د وخت وزیر د ستانکزي نظر غوښت.
میرمن جمیله مجاهد يوه له همیشنیو همکارو د کتاب مجلې څخه وه، لیلما خرم خپلې لیکنې خپرولي، د صفیه صدیقي کتاب د هر لوستي طالب مخکې پروت ؤ.
الیاس وحدت او دین محمد درویش اوسنی د لوګر د والي ویاند هم کله وپوښتۍ، دواړو د طالبانو دواکمني پرمهال کار کاؤ، الیاس وحدت خو د ملامحمد عمر مجاهد تر دفتره ځان ورساؤ، دهمدې لیکوالي او فصاحت له برکته هغه هلته ورسیدی.
متوکل صاحب وايې چې ماته د بهرنیو چارو وزارت پر مهال يوتن راغی، ویې ویل چې مژده صاحب د اسلامي حزب غړی دی، او تاسي په وزارت کې پر مهمه دنده پري ايښې او زیات اقتصادي امتیازات هم ورکوئ، متوکل صاحب وایې چې ما هغه کس ته وویل ته هم موږ له همدې امله په مهمه دنده پري ايښې يې چې د اسلامې جمعيت مهم غړی وي، او له همدې امله تاسي ته هم زیات اقتصادي امتیازات منل شوي.
استاد اسدالله غضنفر دندې ته نه ؤ چمتو، د دندي کولو وړانديز يې په پرله پسې ډول رد کړ، طالب مشرانو ډیر احترام ورته درلود، او مرحوم پسرلي صاحب خو خپل ډیر زیات کتابونه او د سپيده مجلې ډیرې زیاتې ګڼې عامه کتابتون ته وسپارلي. نه پوهیږم، لاملونه به يې څه ؤ چې غضنفر صاحب دنده نه کوله. ازمون صاحب هغه څوک ؤ چې د طالبانو په وخت کې د ننګرهار اخبار تیروتنې دده په غوښتنه اصلاح کیدلي.
په هلمند کې ما د اطلاعاتو کلتور ریاست کې دنده درلودله، د باغران يو څڼیور طالب راغی، شاعر او لیکوال ؤ، اوس مې نوم هیر دی،کار يې پېل کړ، لږ وخت وروسته يې غټې خبرې پېل کړي، او زما څخه يې طالب چارواکو ته شکایت کاوی چې د پوهنتون څخه فارغ دی، انجنیر دی، د اسلامي حزب پوري تړاو لري (په کابل کې هم د اسلامي حزب اړوند شکایت زما اړوند په وارو وارو شوی)، هغه څڼیور طالب له مشرانو سره له مشورې پرته ما له ګرده اطلاعاتو کلتور ریاست څخه پسي واخیست، نه والي، نه وزیر او نه بل چا پوښتنه وکړه، نن څوک داسي کولای شي؟
د اطلاعاتو کلتور وزیر متقي صاحب  ته چې به موږ څوک معرفې کړ (ټول ټال درې يا څلور تنه به ؤ) چې دا ښه سړی دی، عموما موږ د اسلامي حزب ملګري معرفي کول، ځکه له هغوئ سره مو پېژندګلوي درلودله، وزیر به په کوچني کاغذ ولیکل ، حزبی دی ( د اسلامي حزب غړی دی) پټ به يې راښکاره کړ، وبه يې خندل، او بیا به يې په ورین تندي دهغه د مقررې امر ورکړ.
فرق داؤ چې ما خلکو ته واضیح هر څه ویل، چې چیرته مې درس ویلی، او چیرته او له کوم ګوند سره مې تړاو درلود،  مګرځینو نورو د اسلامي حزب ملګرو داسي فکر کاؤ چې که طالبان مو وپېژني نو دنده به دلاسه ورکړو، ځکه اسلامي حزب او طالبانو ډیر جنګونه کړي ؤ، مګر داخبره په ټیټو چوکيو کې ځکه سمه نه وه چې ما مخکې د متوکل صاحب او متقي صاحب مثالونه وویل، ځينې داسي وزیران هم ؤ چې په اسلامي حزب پوري يې پخوا تړاو درلود، مګر په تاسف سره چې کله ما په هلمند کې کار کاؤ زما د مقررې مکتوب د بېلابېلو لاملونو د مخې  څو ځله د چارو ادارې رد کړ او د ملامحمد حسن رحماني له خوا هیڅکله لاسلیک نه شو.
دا دوه مثاله مې ځکه راوړل چې اطلاعاتو کلتور د بیان ازادي غوښتله، ځکه يې د هرې نظريې او هر ګوند اړوند کسان په ورین تندې منل.
تر ټولو مهمه خاطره د بیان ازادي په برخه کې دا ده،  د سترې محکمې له خوا د قضا په نامه د مجلې لومړۍ ګڼه خپره شوه، هغه مهال د سترې محکمې ریس مولوی نورمحمد ثاقب ؤ، دغه  مجله چې باید په بشپړ ډول یوه علمي مجله او په قضايي او حقوقي څېړنو پورې يې اړوند لیکنې خپرې کړي وای، له بده مرغه نیمایي یې د قاضي القضات ژوندلیک او تعریفونه ؤ، کله چې دغه مجله د انیس ورځپانې ادارې  ته ورسېده،  د تحریر هیات پرېکړه وکړه، چې پر دغه مجله باید نقد ولیکل شي، ځکه دغه مجله په هيواد کې تر ټولو لوړ قضايي ارګان (ستره محکمه) له خوا خپرېږي، او ستره محکمه په ټول هيواد کې د لوړ دیني مرجع په توګه پېژندل کېږي، د انیس ورځپاڼې لیکوال د ((قضا مجلې لومړۍ ګڼه لومړۍ اشتباه)) تر سرلیک لاندي  پر دغه مجله یو توند نقد ولیکی،  په خپله قاضی القضات یې هدف ګرځولی ؤ، چې د بیت المال په پیسو چاپ شوې مجله کې يې خپل دومره اوږده ژوندلیک او تعریفونو ته ولي اجازه ورکړي؟  دا له بیت المال سره ستر خیانت دی، په ځانګړي توګه کله چې داسې یو خیانت د یوه دیني مرجع له خوا ترسره کېږي، دغه نقد کټ مټ چاپ شو، کله چې د سترې محکمې ریس پرې خبر شو او ويې لوست، نو ډير سخت درد ورغلی ؤ، مګر دهغه کارکونکواو د قضاء مجلې چلونکو ورته وویل چې نقد پر ځای دی، تاسې د دغو ژورنالستانو په وړاندې د هېڅ منفي غبرګون حق نه لرﺉ. ان په دې کار سره د انیس ورځپاڼي اداره د لوړو مقاماتو له خوا تشویق هم شوه. له دې نه اخوا، پر نورو ادارو هم نقد کیدی، او نژدې په هره ګڼه کې د خلکو له خوا راغلي لیکونه خپرېدل، چې هر لیک د دولت په ادارو له انتقاد څخه  ډک ؤ، خو هیڅ کومې ادارې یوه ورځ هم پر لیکوالو  فشار رانه وړ، چې تاسې ولي دا ډول ليکنې خپروئ.
برعکس د پخوانی ولسمشر کرزي په وخت کې د ځینو ورځپاڼو مدیران په وار وار غوښتل شوې چې لیکنې يې دتحمل وړ نه دي.
امید دي چې سالم انتقاد په سړه سینه ومنل شي، زما د خپلو پخوانيو نږدې لیکوالو ملګرو چې اوس د ډاکټر صاحب اشرف غني په ډله کې مهم خلک دي، غوښتنه ده چې د بیان د ازادي په برخه کې جدې پاملرنه ولري، او خپلو کشران لیکوال او پلویان وپوهوي چې د خلکو نظرونه په سپکه ونه ګڼي.
خپله د ولسمشر اشرف غني څخه هیله ده کله چې طالبانو دغه ډول سالمو انتقادونو او لیکنو ته اجازه ورکوله، موږ هیله لرو چې  دغه ډول سالمې انتقادي او اصلاحې لیکنې او خبري په ورین تندي تاسي هم ومنئ ، ممکن ځينې ستاسي په ګټه هم وي، ځکه لیکوال د ولس او چارواکو ترمنځ هنداره ده، په دغه هنداره کې د ولس غوښتنې او غبرګون ښه لیدل کيږي.

- بېرته شاته