(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.9.14 دپنجاب خيرات خوارۀ په ...

دپنجاب خيرات خوارۀ په پښتونخواکښې

 

25.09.2014:  هسې خو دصنعت اوتجارت په حواله دلته په پښتونخوا کښې دپنجاب خلق د پخواراسې اباددى يعنى ماهرين اواستاذان پنجابيان دى او مزدور طبقه دلته په خپلې پښتونخوا کښې هم پښتانۀ دى اوپنجاب کښې هم

په دې حقله داجواز دے چې پنجاب سره هنر دے کارخانه ده ورسره صنعت باندې پوهيږى کارخانه دار هم پنجابے دے اواستاذ انجنئير هم پنجابے دے دا خودهغوى حق شو خو چې بل خوائې دغربت حق ته وګورونو دلته په پښتونخوا کښې دپنجاب خيرات خوارۀ زکات خوارۀ سوالګرى هم په زيات شميردى خواوس په سپينه جامه کښې دويلفيئر کارونو په جامه کښې او دټرسټ په مختلفو نومونو دپنجاب زکات خوارۀ راګډ شوىدى
دوړوکى اختر په موقعه دهغوى بينرونه پوسټرونه لګيدلى دى څوک داسپتالونو څوک دفلاحى ادارو او نورو عوامى ادارو اوټرسټونو په نوم زکات خيرات امدادونه فنډونه غواړى نوذهن ته خامخا داخبره راځى چې اوس راسره په غربت کښې هم دپنجاب اعلى بالا طبقه باقاعده شريکوال دى زۀ چې ځائې په ځائې ددغه اداروپوسټرونو ته فکر کوم نوماته دوړوکى اختر په موقعه دصدقاتو غوښتې رايادې شى او دلوئې اختر دقربانو څاروو په څرمنو پسې دپنجاب دادارو خلق مخې ته اودريږى چې هغوى دخپلو ادارو دپاره دغه څرمنى غواړى
دداسې غوښتنو سره ماته دعمران خان دکينسر اسپتال هم راياد شى چې چندې ئې ورله ددې خلقونه راغونډې ک ړې او علاج به پنجاب کښې دپنجابيانو کيږى دپښتنو پکښې څه برخه ده که څوک داوائى چې داخوقامى اداره ده دخيرښيګړې قدم دے که پنجاب کښې وى اوکه دلته نوزۀ به ورته په وړوکى مثال کښې درسالپور سره دلوکو موټوفيکټرۍ واقعه ووايم چې دافيکټرى دلته جوړيده نو پنجابيانو ئې څومره مخالفت کړے ؤ خوغفورخان نواب چې په مرکز کښې وفاقى وزير وو او دپښتنو اوپښتون سره دماضى ددښمنۍ کفاره ئې په اخرى ځل اداکوله دايوکار ئې کړے ؤ چې دلته ئې دافيکټرى جوړه کړه هرڅوکه دلته هم افسر او انجنئير دلويو مراعاتو ښاغلے پنجابے دے خومزدورۍ پسې چې پښتانۀ کراچۍ اوپنجاب ته تلل نوڅه مزدور خودلته ځائې شو بياهم که چا دې فيکټرۍ ته سردننه کړو نوهغوى ته به پته ولږى چې دلته څومره حق تلفى دپښتون کيږى
په پښتونخواکښې دپنجاب خير مارو او زکات خوروته چې بياراګرځم نوپه هرمدکښې به دلته دپنجاب بالادستى ګورو په سياست کښې مرکزى طاقت دپنجاب دليډرسره دے او مونږ ته وړې صوبې وړوکے قوم وائى په ادب کښې لوئې لوئې اديبان او دادبياتو ادارې باندې پنجاب قابض دے او چې کتابونه ئې چاپ شى نودپنجاب کتاب دپښتونخوا د پښتودکتابونو بجټ خورى په خپلې پښتونخواکښې دپښتوکتاب نه وى
چې دفن اوثقافت طرفته ئې راشونو هلته هم دپنجاب فنکار زمونږ په پښتونخواکښې هيرودے لوئې لوئې محفلونه ورته جوړشو دپنجاب دفنکار دشوګانو دټکټ قيمت په زرګونو کښې وى او دپښتون فنکار چې پخپله ريډيو اوټيلى ويژن ورته لوئې لوئې اعزازات ورکړى وى خولکه دکشور سلطان اوګلناربيګم پشان به غربت کښې مرى او دژوندو ئې دا حال دے چې دامدادونو دپاره ثقافتى اداروته دراخواستونه په لاس ولاړ وى او دملاقات اجازت ورته نه ملاويږى اوس خو دپښتونخوا فنکار نور هم خوار شو چې دلته د متحده مجلس عمل حکومت ډول سرنا اوسرود ته شيطانى حرکت وائى اودلته يوسټيج دنشترهال وو چې فنکارانو به پکښې دفن مظاهره هم کوله او دډوډۍ وسيله ئې هم وه هغه نشترهال ئې پرې بندکړو خو چې دپنجاب فنکار راځى نو اول ئې ټيلى ويژن ميلمه کړى اوغټ چيک ورله ورکړى دخپلو فنکارانو حق پرې ؤهى بيائې حکومت ميلمانه کړى او د ادارو په نوم ورله امدادى چيک ورکړى دپنجاب دغه خلق نه دپښتونخوا غريبانانو ته داخترونو صدقات اوزکاتونه پريږدى اونه ورته دخپلو ادارو بجټ پريږدى نوولې به مونږ نۀ وايو چې پاکستان پنجاب دے پنجاب پاکستان ته وائى

- بېرته شاته