(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.9.14 دټولټاکنو پرسر را ولاړې شوې ناندرۍ

  23.09.2014  

ضیاء الحق امرخېل د ټاکنو د کمېسیون دارالانشاء پخوانی ریس
د ۱۳۹۳کال د وري ټاکنې چې د افغان ولس په بې سارو قربانیو سره دې پایلې ته ورسیدې چې په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند په دې بریالی نه شو چې ۱+۵۰ پوره کړي خو سره له دې مشخص نوماند د زر او زور او بېلابېلو لارو او فشارونو څخه په ګټې اخیستنې له ما څخه څو ځلې د هر ډول مالي او معنوي امکاناتو او موقف د وړاندیز په بدل کې هڅه کوله چې په ټاکنو کې بریالی اعلان شي. که څه هم په لومړي پړاو کې مشخص نوماند د تقلب د ماهرینو او متخصیصینو په مټ زیاتې رایې په سازمان شوي تقلب لاسته راوړې وې، خو موږ په ټول ځواک د دې تقلب د افشاکولو هڅه وکړه چې له امله یې درې چنده رایې د نورو نوماندانو په پرتله د مشخص نوماند رایې باطلې شوی اما دا چې د مهالویش سره سم ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې نو پاکې رایې د ناپاکو څخه په هغه اندازه چې باطلي شوی وای بېلې نه شوې.
د غبرګولې په ۲۴ په برخلیک ټاکونکو انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون د دوو نوماندانو ترمنځ اسانه ټاکنه، د شخص پرځای د نوماندانو پروګرامونو ته رایه ورکول، د لومړي پړاو ټاکنو تجربو څخه ګټه اخیستنه او دویم دور ته د ښو نه ښو تدابیرو نیول، د لومړي پړاو ټاکنو کې درغلګرو مامورینو انفکاک او پرځای متعهد کسانو ګومارل، د خلکو د پراخ ګډون په موخه تخنیکي او لوجستیکي چمتوالی نیول، د ښارونو پرځای د نوماندانو لخوا کلیو او بانډو ته د کمپاینونو لړۍ غزول او بالاخره سره د دې چې وسلوال مخالفین په ولسواکۍ باور نه لري خو د خلکو رایو کارولو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته نه کړل هغه د لایل دي چې په ټاکنو کې ۸ میلیونو په شمېر په شرایطو برابرو هېوادوالو برخه واخیسته، خو د دې ترڅنګ ځينو والیانو، محلي زورواکانو، امنیتي ځواکونو او د دې ځواکونو رهبري نه یوازې داچې د ټاکنو په پروسه کې ناپيلي پاتې نه شول بلکې د مشخص نوماند لخوا ورسره په راتلوونکي حکومت کې د دندې د بقا په موخه د شوو ژمنو پراساس چارواکو د نوماند په پلوي او اشاره یې هڅه کوله چې د مشخص قوم او د مشخصو سیمو خلک درایې اچونې څخه محروم او په لوی لاس مشخص نوماند بریالیتوب او د بل نوماند ناکامۍ ته لاره هواره کړي. چې ښې بیلګې یې فراه، زابل، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ملي اردو د لوا د قوماندانو وار دمخه پلان شوې ګومارنې او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت کې هم د پکتیا، فراه، کندز، کنړ، هرات، غور او نورو ولایتونو کې د امنيې قوماندانو لخوا په سپين سترګۍ سره د ټاکنو په ملي پروسه کې مداخله وکړه، د دې باوجود ځینو بهرنیانو او ځیني د اروپایي اتحاديې سفیرانو او د کمېسیون ځینو کمیشنرانو هم هڅه کوله چې د ټاکنو په پروسه کې چې د محروم قوم، محروم میشتې سېمې او اند داسې نظر موجود و چې د دویم نوماند د رایوو په سیمو کې وضعیت داسې نازک او ترینګلی وښايي چې ګواګي دلته رایې اچونې ته زمینه برابره نه ده او باید د رایې اچونې مرکزونه بند کړای شي خو د دې ټولو ننګونو او ستونزو سره سره مو په یوازې ځان د ملي ګټو او د هغه ولسونو چې په خلاف یې هر ډول توطيي په لاره اچول شوي د حقونو خوندیتوب او ټاکنو کې ګډون مو خپله ایماني دنده ګڼله په دې اړه نه یوازې دا چې زموږ ملاتړ ته چا زړه نه ښه کولو بلکې زموږ او د دغې ملي پروسې په خلاف یې هر وخت توطیې په لاره اچولې، اند زموږ د معنوي او فزیکي ترور په اړه دبېلابېلو کړیو لخوا هڅې کیدلې.
د دویم پړاو ټاکنو ورځې پای ته رسیدو سره سم په همدې ورځ د دواړه نوماندانو، ملي او نړیوالو ناظرینو، مشاهدینو، مدني ټولنې او د اروپایي ټولنې د څاروونکو او د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر زیات هېوادونو لخوا د دویم پړاو ټاکنې د لومړي پړاو څخه څو چنده ښو تدابیرو نیول، په شفافیت، سرتاسريتوب، د خلکو پراخ ګډون او د ښه مدیریت ستاینه وشوه.

 

د سراسري او ټولو ولسونو ته د منلو وړ ټاکنو دبحراني کولو په اړه په لوی لاس په حکومت کې د مشخصو کړیو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو لخوا د دې هڅې کیدلی چې د مشخص نوماند په ملاتړ او د مشخص قوم د محرمولو په اړه شوم پلانونه په لاره واچوي، چې ښه بیلګه یې د ټاکنو په ورځ د کابل د امنيې قوماندان لخوا د۲۱،۱۲ ناحیو او سروبې ولسوالۍ د خلکو محرمولو او زما د بدنامولو دسیسه وه.
د پلان سره سم د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو د راټولولو په ملي مرکز کې د نتایجو دپاڼو د ثبت پروسه د نوماندانو د ناظرینو او کورنیو او نړیوالو څارونکو په شتون کې پيل او تر ۶۰ سلنه زیات معلومات په سیستم کې داخل شول، کله چې هر نوماند د همدې مرکز څخه د خپلو رایو په اړه معلومات ترلاسه کول نو مشخص نوماند د ټاکنو د ملي پروسې د ثبوتاژ کولو هڅه پيل کړه او ورسره یوځای په کابل کې د نړیوالې ټولنې او د ایران هېواد په شمول یوشمېر هېوادونو سفیرانو د ځینو کمیشنرانو په مټ هڅه کوله چې د ټاکنو پروسه د مشخص نوماند په بای کاټ سره و دروي خو هڅه مو وکړه چې دغو فشارونو ته نه یوازې دا چې تسلیم نه شو بلکې د ټاکنو کمېسیون خپلواکي مو وساتله او په قوت مو پر وړاندې مبارزه وکړه ترڅو چې لومړنۍ پایلې اعلان شوې.
ملي ګټو ته د ژمنتیا او د هېوادوالو پاکو رایو د ساتلو او دغه ملي پروسې د بریالیتوب او د ټاکنو د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د بایکاټ او بیرته پروسې ته داخلیدو په شرط ما غوره وبلله چې له خپلې دندې استعفاء ورکړم خو بیاهم متاسفانه د همدغه توافق برخلاف ډاکتر عبدالله پروسې ته را ونه ګرځيده او لاهم یې خپلو غیرقانوني غوښتنو ته دوام ورکړ.
د (۱۰۰) سلنه رایو د تفتیش پریکړه:
د لومړیو پایلو د اعلان وروسته مشخص نوماند خپله احتمالي ناکامي و نه شوه زغملی او د ملي نهادونو او اشخاصو د بدنامولو سره یوځای یې د موازې حکومت د اعلان ګواښونه وکړل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو مستقیما نوموړې پروسه په لاس کې واخیسته او په ۱۰۰ سلنه رایو تفتیش پریکړه وشوه چې داسې تفتیش تراوسه د نړۍ په کچه په هیڅ هېواد کې نه دی ترسره شوی.
د تفتیش د مخه د مشخص نوماند لخوا د نړیوالو او کورنیو ناظرینو او مشاهدینو د تفتیش لپاره مشخصې سیمې او د ځانګړي قوم رایې هدف ګرځول په دې بهانو چې رایو ته نه راوځي او په ولسواکۍ باور نلري. بیا چې کله رایو ته راووتل په دې نوم محکومول چې ولې مو په ټاکنو کې ګډون وکړ؟
د سل سلنه تفتیش پریکړه په خپله د هېواد د نافذه او د ټاکنیزو قوانینو خلاف عمل دی چې د قانون د حکمونو له مخې د رایې اچونې وخت پای ته د رسیدو ۴۸ ساعتونو وروسته او یا هم د لومړنیو پایلو د اعلان ۲۴ ساعتونو وروسته د پروسې په اړه نوماندان خپل شکایتونو ثبت تر څو د شکایتونو کمېسیون لخوا ورته رسیدګي وشي. د سل سلنه تفتیش پریکړه پداسې وخت کې صورت مومي چې د لومړنۍ پایلي اعلان او ټاکنو پروسې احتمالي بریالی او ناکام نوماند خلکو ته اعلان کړي و.
د تفتیش مرحلې ته په ورتګ د ټاکنو کمېسیون څخه د ټاکنو د پروسې مدیریت چې د قانون له مخې یې د کمېسیون په غاړه دی دغه مدیریت په عمل کې د نړیوالې ټولنې او دواړه نوماندانو لخوا په لاس کې اخیستل په خپل ذات کې قانون ماتونه ده او د کمېسیون کارکوونکي یوازې په پروسه کې د روز مزد او د کمېسیون ځیني غړي د سیل بین په توګه کارول کیدل.

د تفیش په مرحله کې د نړیوالې ټولنې داسې کسانو د ټاکنو د متخصص او کارپوه په توګه کارکولو چې د ټاکنو په اړه يې هیڅ تجربه نه درلوده او د افغانستان د جغرافیاوي، اقلیمي، مذهبي، سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت څخه ناخبره وو او زموږ د هېوادوالو د پاکو رایو په سرنوشت بهرنیانو داسې تجربه کوله چې ددې د مخه همدا بهرنیانو د ټاکنو په کمېسیون کې د روز مزد، د لوژستیک د موادو باریګر او یا هم جنسي مامور په توګه دنده ترسره کوله.
د تفتیش په مرحله کې مخکې د دې چې سل ګونه بهرني کارکوونکي تفتیش مرحلې ته داخل شي نوموړو ته مشخص صندقونه او سیمې په نښه کیدلې او نوموړي کارکوونکي به د کمېسیون په ګودامونو کې د همدغو سیمو رایو پيداکولو پسې هرې خواته لا لهانده ګرځيدل.
د مشخص نوماند لخوا یو شمېر بهرنيو کمپینوو او کارکوونکو او هم یو شمېر پلورل شوو رسنیوو له لارې داسې تبلیغات په لاره اچول ترڅو بهرني کارکوونکي د رایو بطلان ته وهڅوي او د مشخص نوماند دا کړنه په خپل ذات کې د ټاکنو قانون د(۶۸) مادې دریمې فقرې د۲۰ بند له مخې ټاکنیزه درغلي او سرغړونه ده (( له بهرنیو اتباعو یادولتونو او یا په یا په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د میشتو سیاسي نمایندګیو څخه د مالي او تخنیکي مرستو ترلاس کول یا منل )) دا په داسې حال کې وه چې دتفتیش په مرحله کې دمشخص نوماند بهرنی تخنیکي سلاکار د هیڅ اسنادو په نه درلودو سره دکمیسیون دکارکوونکو لخوا لاس په لاس ونیول شو چې متاسفانه ټولې ‌ذیدخله خواوې پرې چوپه خوله پاتې شوی.
د ټاکنو کمېسیون ځينو غړو او ځیني تخنیکي کارکوونکو د خپل موقف د لاسه ورکولو، د خپل معاش او خپلو مالي او مادي امکاناتو څخه د نه تیریدلو له ویرې د ټاکنیزو قوانینو او لوایحو تر پښو لاندې کولو کې ونډه درلوده، د دې ترڅنګ د کمېسیون ځیني غړي او ځیني تخنیکي مسولین د مشخص نوماند له ویرې دومره نه شو کولی چې تر ګودامونو پورې دتفتیش مرحلې څخه لیدنه وکړي او یا هم د خلکو رایو څخه ساتنه وکړي او برعکس ځینو نورو غړو به بیا د تفتیش ځای ته د دې لپاره ورتلل چې کارکوونکي او بهرنیان د مشخصو سیمو رایوو باطلیدو ته وهڅوي.

د تفتیش په مرحله کې د کمېسیون دځينو غړو ضعیف مدیریت له امله د ټولې پروسې واک د کمېسیون پرځای نوماندانو او بهرنیانو سره وه او په دې مرحله کې کمېسیون یوازې د ساتوونکي او سیل بین دنده ترسره کوله، دا پداسې حال کې ده چې د هېواد د اساسي قانون د ۱۵۶ مادې د حکم پربنسټ ((کمیسیون د هر ډول ټاکنو د څارنې او ادارې او په هېواد کې د خلکو عمومي رایو ته د مراجعې لپاره د انتخاباتو مستقل کمیسیون د قانون د حکمونو سره سم جوړیږي))
د سل سلنه تفتیش دهوکړې له مخې باید یوازې تفتیش ترسره شوی و خو د کمېسیون د ټولو لایحو او ټاکنیزو قوانینو خلاف د بهرنیو او کورنیو فشارونو په منلو سره د پروسې په منځ کې د۶۰۰۰ ځانګړو محلونو بیا شمیرنې صورت ونیولو.
د تفتیش په مرحله کې د کمېسیون ځیني غړي رسنیوو ته په دې خاطر نه حاضریدل چې دتفتیش دمرحلې څخه یې بشپړ معلومات نه درلودل ځکه دتفتیش مرحلې مدیریت دنړیوالې ټولنې سره وو.
هغه وخت چې دتفتیش مرحله ۷۵ سلنه پر مخ ولاړه او معلومه شوه چې د دواړو نوماندانو مساوي رایې باطلې شوي نو د بهرنیانو لخوا د پلان شوي طرحې له مخې مشخص نوماند یې د تفتیش پروسې څخه بایکاټ کولو ته وهڅولو ترڅو په لوی لاس بل نوماند هم د پروسې څخه وباسي او زیاتو رایو باطلولو ته لاره هواره کړي او همدا علت و چې پاتې۲۵سلنه تفتیش کې د ګټوونکي نوماند درې چنده رایې باطلی شوی.
د لومړنیو پایلو له مخې ډاکتر اشرف غني احمدزی د ۵۶،۴۴ سلنه او ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رایې ترلاسه کړې چې د سل سلنه تفتیش او د کورنیو او بهرنیوو فشارونو او مداخلو او هم د ټاکنو کمېسیون د رایو د بطلان د ۲۱ لایحې د معیارونو خلاف بطلان صورت و نه نیولو بلکې د سیاسي ملحوضاتو او د بهیرنیانو د سپارښتنو له امله پریکړې ترسره شوې چې له مخې په سلنه کې د یو فیصد څخه زیات تغیرات رانغلل چې د شکایتونو کمېسیون د پریکړې وروسته کوم چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل د یتابیس کې تطبیق کړی ګټوونکی نوماند ۵۵،۲۷ او بایلوونکي نوماند ۴۴،۷۳ سلنه رایې ترلاسه کړی چې ټول ټال باطلې شوې رایې (۸۵۲۱۱۵)،چې پدې کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ( ۵۶۷۸۰۲ ) او د ډاکترعبدالله عبدالله (۲۸۴۳۱۳) د هېوادوالو پاکې رایې د کمېسیون د معیارونو او لایحو له مخې باطلې نه بلکې د مشخصو سیمو او مشخص قوم رایه ورکوونکو رایو پرمخ یې په سلیقوي توګه د بطلان کرښه راکش کړه.
د تفتیش په مرحله کې که نه یوازې ټاکنیز قوانین بلکې اساسي قانون هم ترپښو لاندې شو چې اند د ټاکنو کمېسیون د نوماندانو او بهرنیانو د فرمایشتونه له مخې د هرې ورځې په جریان کې خپلې ګړندلارې او طرزالعملونه بدلول رابدلول چې دا کړنه خپله د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسيون د تشکیلاتو او واکونو قانون د (۱۴) مادې د ۳ مې فقرې د حکم پر اساس ((کمېسیون نه شي کولي د ټاکنیزو عملیاتو په بهیر کې د ټاکنو پروسې پورې اړونده لایحې، کړندلارې او دستورالعملونه تعدیل کړي)) همدارنګه د ټاکنو قانون د ۷۹ مادې د حکم پربنسټ کمېسیون د ټاکنیزو مرحلو د لایحو تصویب باید د ټاکنو د ورځې څخه درې میاشتې مخکې خپاره کړي.
زه د یو تخنیکي کارکوونکي او پخواني مسوول په توګه باور لرم هغه سلیقوي زره بین چې نړیوالو د مشخص نوماند او د مشخصو سیمو او قوم رایو پسې راخیستی و که د مقابل نوماند رایو ته متوجې شوی وای نو څو چنده زیاتې رایې به یې باطلې شوې وای.
د ټاکنو په کمېسیون او ددې کمېسیون په ولایتي دفترونو کې د مسلکي او بافهمه او په وطن مینو ځوانانو هلې ځلې د ستاینې وړ دي خو د کمېسیون د ځینو غړو او ځینو تخنیکي مسولینو د خپل موقف د لاسه ورکولو، بهرنیانو ته د ځانونو ورنژدې کولو او یا هم د ډار له امله ونه شوای کولی چې د خلکو رایوو څخه دفاع وکړي او د تفتیش د مهمې د ندې پرځای دوی هم متاسفانه په مالي چارو او د امتیازونو په ترلاسه کولو کې بوخت و، اند داسی وخت راغلی و چې د توهین او تحقیر شوي کارکوونکي د پوښتنې کولو هم څوک نه و.

اوس دې پایلې ته رسیږو چې د ټاکنو په پروسه کې اصلي تقلب چې د قانون تر پښو لاندې کول دي هغه د مشخص نوماند، کمېسیون ځینو غړو، کورنیو او نړیوالو څارونکو او مشاهدینو او د بهرنیانو لخوا صورت موندلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون متاسفانه د شکایتونو کمېسیون ترسره کړې پریکړه د قانون د حکمونو سره سم نه یوازې دا چې پر خپل وخت یې هېوادوالو ته د ټولو کره جزیاتو سره اعلان نه کړه بلکې دغه تخنیکي پروسه یې د سیاسي جوړجاړي قرباني کړه، او د وروستۍ پایلې د اعلان په نوم لیکل شوي الفاظ او کلیمات ګټونکی نوماند د ولسمشر او بایلوونکی د اجرایوي ریس په توګه هم د مشخص ټیم او بهرنیانو لخوا د اعلان په موخه د کمېسیون په واک کې ورکړي و، چې د کمېسیون له لوري د اجرایوي پوست اعلان او مبارکي ویل د ټولو نافذه قوانینو او د کمېسیون د وظایفو خلاف عمل دی دا ځکه چې اجرایوي پوست لا د قانون او یا هم د تقنیني فرمان له مخې ندې رامنځته شوی او نه هم داسې منتخب پوست دی چې اعلان یې د کمېسیون پورې اړه ولري.
ترهغه وخته چې زه د ټاکنو د کمېسیون د دارلانشاء د مسول په توګه وم ما په خپل ټول وس او توان سره هڅه وکړه چې د خلکو د پاکو رایو څخه ساتنه وکړم او چاته اجازه ورنکړم چې د محروم ولس په برخلیک لوبي وکړي او که تراوسه په پخوانۍ دنده کې وم نو هیڅ ډوله فشارونو ته به مې نه یوازې غاړه نه وه ایښې بلکې د ولسونو پاکو رایو د دفاع ترڅنګ به مو د نهاي نتایجو پایلې او ټول معلوماتو د جزیاتو سره ولسونو سره شریک کړي و.
د منل شوي انتخاباتي اصل په توګه چې باید ولسونه د انتخاباتو د هرې مرحلې څخه د دقیقو اعمارو څخه وخت پر وخت باید خبر شي همدې اصل ته په ژمنتیا او پام کې نیولو سره زما د ماموریت په جریان کې موږ هر وخت ولسونه د ټاکنو د ټولې پروسې څخه د ډله ایزو رسنیو او د ټاکنو د کمېسیون د ویب سایټ له لارې باخبره ساتلې خو متاسفانه په دې وروستیو کې کمېسیون نه یوازې چې د ټاکنو منل شوي اصل یې تر پښو لاندې کړ بلکې په شکل د اشکالو یې ولسونه یې د خپلو رایو معلوماتو څخه لرې وساتل.
زه د هېواد د شریفو او نجیبو ولسونو د هغو جذباتو او پراخ ګډون څخه د زړه له تله مننه کوم چې په سختو شرایطو کې خپل راتلوونکي ټاکلو ته راووتل او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې رایه ورکړه،که څه هم ستاسو په پاکو رایو په سرنوشت ځینو کړیو ملنډې وو هلې او د ګسترده تقلبونو او القابو نوم یې ورکړو خو همدا ډلې او کسانو په ټولو ټاکنیزو مرحلو او د تفتیش په دوران کې قوانین تر پښو لاندې کړي او په خپلو مدعاو په ثبوت کې پاتې راغلل،د ټاکنیزې پروسې اوږدول د ملي نهادونو کمزوري کول، د خلکو په روح او روان باندې د دې ټولو بدبختیو تاثیرات هغه څه دي چې د واک او قدرت لیونیان د خلکو خدمت یوازې د شعار تر بریده محدود وي.
بهرنیان چې په خپلو هېوادونو کې د قانون حاکمیت د حکومتدارۍ تر ټولو مهم اصل په توګه پیژني خو متاسفانه همدا بهرنیان د افغانستان په څير په یو وروسته پاتې هېواد کې د ولسواکۍ د پياوړتیا او د قانون حاکمیت پرځای د سست عنصره خلکو په وجود کې د قانون ماتونې او ولسواکۍ بدنامولو سبب ګرځي او په لوی لاس د دې هڅې کوي چې په افغانستان کې کمزوري حکومتونه د خپلو لاس په نامه ولاړو ظاهرا ملي سیاستوالو په وجود کې خپل شوم اهداف پلي کړي. د بهرنیانو دې ډول کړنو د خلکو باور په ټاکنو او ولسواکۍ ختم کړ چې په راتلونکو نورو ټاکنو کې د ولس ټاکنو ته راویستل به ډېر ستونزمن او نور به تل هڅه کېږي چې د زورواکۍ له لارې واک لاسته راوړي او ددې ټولو پړه د بهرنیانو او په دوي پورې تړلو داخلي کړیو پر غاړه وي.

- بېرته شاته