(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.9.14 ما په څه وژنې اې ظالمه

22.09.2014   ليک: نذر بړيڅی، کوټه

د ستمبر په 14 نېټه باندي د پاکستان په ټولو ټي وي چينلانو باندي د پنجابي طالبانو خبر روان وو، چي پنجابي طالبان به پاکستان د جنګ پر ځای پرامن تبليغ کوي. په افغانستان کښي به خپل جنګي عمليات يعني ترهګري به کوي. په پنجاب کښي به موټر وې، مېټرو بس پروجيکټ او په بسونو کښي به سيلونه کوي؛ په کابل او قندهار کښي به د طالب په نوم مکتبونه ورانوي ، بېګناه بني ادم به وژني. په همدغه وخت زما په موبائل باندي پيغام راغلی، چي زموږ د سيمي اوسېدونکي په دوو ځوانانو باندي د کوټي ښار مالي باغ سره نږدې، په مسلکي جګړه کښي بريد وشو، چي د ډزو له لامله يې يو ځوان شهيد او بل ټپي شو. په همدغه وخت د پاکستان په ټي وي چينلانو باندي تبصرې رواني وې چي امير معاويه د پنجابي طالبان ويناد په پرېکړه کړې ده چي دا يو ډېر ښه عمل دی. چا د پاکستان نيکمرغي ګڼله چا د پاکستان د حکومت کاميابه کړن لاره ګڼله، څوک ورته خوشحاله وو، چا د شهباز شريف په هغه ليک باندي تبصرې کولې چي کوم وخت د لاهور په ښار کښي داتا دربار ته نږدې يوه کوچنۍ چاودنه وشوه چي شهباز شريف په ټي وي باندي د پنجابي طالبان څخه دا غوښتنه وکړه چي لږ تر لږه په پنجاب کښي چاودني مه کوی. زه پنجابي طالبانو ته دا خواست کوم چي پنجاب دي نه ورانوي؛ د همدغه وينا وروسته د چاودنو زور د کوټي او پېښور څخه پيل شو. په سلګونو چاودونو کښي په زرګونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. کله ترهګري دمخ نيوي لپاره پاکستان نړۍ ته د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د مالي مرستي خواست وکړ چي زما په هېواد کښي خارجي ترهګر ميښت دي. زما سره دي مرسته وشي، چي زه دغه ترهګري له منځه يو شم، کنې دغه ترهګري به ټوله نړۍ ولړزوي. د دغه خواست په نتيجه کښي مشهوره کيري لوګر بل باندي لاس ليک وشو، چي په نتيجه کښي يې پاکستان ته د بيلينو ډالرز به د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ورکول کيږي. د دغه لاس ليک په يوښتمه او دوښتمه پاڼه باندي دا په ډاګه ليکل شوي دي چي د ترهګرۍ لوی مرکز "مريدکې" چي د پنجاب يو ښار دی. د ټولي ترهګرۍ پلان او زدکړي په مريدکې کښي ورکول کيږي. په لومړي ځل به د مريدکې د زدکړو کيمپ له منځ وړکيږي. بيا به نور پلان عملي کيږي. چي کله پاکستان دغه لاس ليک وکړه. او ډالر يې واخيستل نو د پنجاب د مريدکې پر ځای په پښتون وطن کښي ترهګري نوره زياته شوه. پرلپسې چاودني خصوصي په جماعتونو، جنازو، پښتو قام پرست او روشن فکرانو باندي د ترهګرۍ پيل وشو. په هره چاودنه کښي لږ تر لږه سل تنه شهيدان کيږي. خو هيڅ يو پښتون طالب تر ننه پوري دې خبري ته فکر نه دی کړی. که يې فکر وي خو جيلو به يې د بل په لاس کښي وي. چي په دغه وجه په پښتون وطن د تاريخ لوی بمبار کيږي. روس په افغانستان کښي د انقلاب په ټول جريان کښي دومره بارود نه دي کار کړي.لکه چي پنجابي په يوه مياشته کښي په سوات کښي کار کړل. په لکهونو خلګ د خپله کوره څخه کډوال شول. په زرګونو خلګ شهيدان شول، هيڅ يو پښتو ملا دې بمبار او بارود ته هيڅ يوه فتوی ٰ يې ور نه کړه بلکې زور يې پېښور، چارسده، بنو مردان او يا په کوټه کښي د چاودونو او د ځانمرګو په رنګ کښي ايستی. بمبار پنجاب کوي مري په کښي پښتون ټول وطن د پښتانه په انتهاپسندۍ او ترهګرۍ باندي بدل شو.  بيا يې په نتيجه کښي پښتون قام پرست ګوند عوامي نېشنل پارټۍ په نخښه شوه. په سلګونو غړي او مشران يې شهيدان کړل شو. آخر پای جديد ملا انتها پسند ملا عمران خان په شان نوی امريکن او برټش ملا ته حکومت په لاس ورکړی. دغه جديد ملا حکومت که څه کار کړی دی او که يې نه دی کړی. خو دا يو کار يې په ډاګه وکړ چي پښتون غيرت، کلتوراو شمله يې لاريون په شکل کښي په اسلام آباد کښي وشرموله. هغه سپين ږيري چي مرکه جرګه به يې کوله هغه نن د يو سرکس بيزو (ښادي) په شان يې په سپينه ږيره په اسلام آباد کښي ونڅاوي. او نړۍ ته يې دا ور وشوله چي پښتون په هر نوم باندي نڅول څه ګران کار نه دی. پنجابی نڅا او مجره دخپل کلتور برخه ګڼي خو په دغه برخه کښي يې نن د پښتون ايالت وزير اعلیٰ يې هم ورګډ کړ. په پښتو سندره يې رخسوي. بلي خواته په لکونو پښتانه د وزير ستان څخه د کډوالو (آئي ډي پيز ) په نوم د خپل کور کلي څخه لري د درپه دری ژوند کوي. پنجاب او سندهـ خپل خپل بارډر بشپړه بندکړ، هيڅ يو پښتو خپل صوبې ته نه پرېدګي، د پښتنو په کلي او کور باندي بمونه غورځول کيږي. يوې خواته يې خارجي ترهګر راويستل. په پښتونخوا وطن کښي يې پناه ورکړه، پښتون وطن يې برباد کړی. نن يې بمونه ورته نيولي چي دغه ترهګر موږ بله هېواد څخه باسو.کله چي دغو ترهګرو په افغانستان کښي د ترهګرۍ عمليات کول. افغانستان يې لوټي لوټي کړ. دوی پناه ورکوله او نن يې د بېزارۍ اعلان کړی دی. بلي خواته زموږ د صوبې وزيراعلیٰ په اسلام آباد کښي په نڅا بوخت دی. ټول وطن په ترهګرۍ او انتهاپسندۍ سره مخ دی. دلته په جنوبي پښتونخوا کښي ترهګري انتهاپسندي او رجعت پسندي طريقه واردات بله ډوله دی. په مسلکي انتهاپسندۍ کښي د پښتانه قتل عام هر ورځ د ټارکټ کلنګ په شکل کښي پښتانه ځوانان مري چي د قتل وجه او قاتل يې معلوم نه دی. په سلګونو جنازې مو په خپلو اوږو پورته کړي دي. په هغه کښي د داسي ځوانانو جنازې هم شته چي د واده په نکروځو باندي يې لاسونه سره وو. د دې ارماني نړۍ څخه په نامعلومه ګناه کښي ولاړل. د داسي ځوانانو جنازې مو هم پورته کړې چي د خپل ژوند تړون يعني واده سامان په لاس کښي په ډېر خوشالۍ کښي کورته روان وو. مور او خور يې په انتظار وو چي لالی مي تللی دی بازار ته د خپل واده سامان راوړي، پلنګ او د واده جوړه راوړي. دلته نا ببره ږغ باندي وشي چي زوی دي د پلنګ پر ځای جنازه او د واده د جوړې پر ځای په کفن کښي کورته د آخري ديدار دپاره راوړي. د داسي ځوانانو جنازې مي هم وليدې چي د واده نکروزي به يې راوړلې د هغه پر ځای يې په خپلو وينو سور کور ته راوړي. "په څه ګناه، د چا په ګناه، په کوم جرم او په کومه سزا؟" هيڅوک په خبر نه دي. او چي بيا کله د دغو ځوانانو جنازې د مړستون په لوري رواني شي. دلته مو هغه مور او هغه خوندي هم ليدلي دي. چي په جنازې باندي نښتي وي د خپل لالي جنازه مړستون ته نه پرېږدي. په چيغو چيغو فرياد کوي چي اې زما لاليه په کوم آرمان راڅخه ځې، د چا په ګناه، ته خو زموږ د کور د سر سايه وې، ستاناوې خو په ډولۍ کښي ناسته په سره لاسو باندي ستا انتظار کوي چي زما جانان به راځي او ما به خپل کور ته بيايي خو په ډولۍ کښي ږغ پورته کيږي. چي اې ناخبري ستا د جانان جنازه د مړستون په لور روانه ده. دلته خوندي مندي په چيغو چيغو فرياد کوي چي اې زما وروره موږ دي چاته سر توري پرېښودلو، موږ خو دي يتيمان کړو، زموږ پر سر به بيا څوک لاس را تېره وي. ماخو هغه مور هيڅ کله نه هېريږي چي کله د 14 م ستمبر په دوه زره 2014 کښي د کوټي يو ځوان چي د نامعلومو وسلوالو په ډزو شهيد کړل شو. جنازه يې د مړستون په لور باندي روانه وه. چي کله جنازه مړستون ته ورسېدله په ژړه سر سرتوره، په لسو پښو مور او خور د خپل شهيد لالي په جنازه باندي ټال شولې او جنازه يې نه پرېښودله چي موږ هم در سره بوزه بې له تا خو دلته موږ هيڅوک نه لرو. دلته په جنازه کښي چيغي او فريادونه وو. آسمان غمجن وو. مځکه غمجنه وه خو دلته يو افسوسناکه انځور هم جوړېدی چي په مړستون کښي قبرو ته ناست په سپينو جامو پټ ملا صاحب خوله د خندا ډکه تسپې په لاس کښي د اوبامه او د اقوام متحده مجلس کوي. په دغو چيغو او فريادونو باندي پټ پټ خوند اخلي يو او نيم سړی به هم راپورته شو، دغو ښځنه ته به يې په دغو ټکو تسلي ورکوله. چي دغه پيښه د الله له جانبه ده، د الله امر به قبلوو. خو دلته چا په ملا صاحب ږغ وه نه کړ چي دغه امر به ملا صاحب او مورا هم قبلوي او که نه. مځکه هغه سوزي چي اور پر بليږي. دغه پريکړه د ملا د بچي او د ښځي په حق کښي ولي نه کيږي. دغه فاتح ملا صاحب ولي نه اخلي. خو ملا صاحب په خپله په داسي جنازو کښي د سر سايې لپاره اوږې اوږې دعاګاني کوي. د بل بچي وژني، فاتح يې اخلي، سر سايه ځيندي اخلي او جنت د ليږلو خواست کوي. خو په خپله جنت نه ځي. په داسي دردناکه حالت کښي هم پښتون ملا اينډ طالب سر نه خلاصوي. چي پنجابی مولا څه کوي، بلوڅ مولا څه کوي، هيڅ يو سندهی ملا دغه ډول د شهيدانو جنازې کړي دي؟ که يې زموږ ملاجان کوي. خوشال خان وايي:

هم مي وژني په خپله                                   هم راباندي ژړا کړي

څه ښه يار دی ښه يې مينه                        وژل هسي شېون هسي

     هم مي مړ کړي هم مو جنازې کوي او بېرته سر سايه هم راڅخه غواړي. لکه پنجابی پوليس چي مړی دي اوشي چي خپل مړی د بندي خانې څخه اخلې د خپل مړي د وړلو دپاره به هم رشوت ورکوې، چي زما مړی راکړه . پنجابی پوليس او پښتون ملا د دواړو کردار يو دی. خو کارونه يې بېل بېل دي. اې زما طالب وروره خپل پنجابي طالب ته وګوره هغه هم خپل ورور په داسي ناترسي سره وژني، هغه هم خپل مور، خور او لور کونډه وي. هغه هم د خپلو شهيدانو د جنازو لمونځونه ورکوي، که يې ته شوق لرې. پنجابی طالب هم په جنازه کښي خپلي خوندي او ميندي کراروي که يې ته د خپل خوندو په ساندو او چيغارو باندي خوند اخلې. اې زما طالبه وروره راشه د خپل کونډو او يتيمانو پر سر لاس کښېښږده. خپل يتيمان دلاسه کړه. پردی توپک وغورځوه، پردۍ خبره پرېږده خپل جماعت خپله عقيده ټينګه کړه، وطن اباد کړه، جماعتونه اباد کړه. د خپل سپېڅلي دين تبليغ وکړه. مشرکات او د سود په ضد جهاد اکبر پيل کړه. سود خوره د کلي او وطن څخه ورکړه.د اسلامي عقائدو او پښتني روياتو په ضد خپله ديني او قامي فريضه ادا کړه. داسي نه وي چي د دغو کونډو فرياد د يتيم ژړا او د ماشومانو وښکي تا به د ځان سره لکه سېلاب چي راشي او خاشې له ځان سره يو شي. کني داسي وخت به هم راشي لکه د عيسائيت په تاريخ کښي عيسائيانو په خپلو کليسا او پادريانو باندي بريد وکړ . خپل ځان او مذهب يې د مدام لپاره د مذهبي جنهونيانو څخه خلاص کړ. راشه د خپلي عقيدې ساتندويه شه.   [email protected]             Nazar Barech         

- بېرته شاته