(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار لنډه پېژندنه

March21 2008 پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار (۷۰) كاله وړاندې د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پر مخ سترګې پرانېستې، لومړنى ښوونځى يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى. تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو((ابن سينا او دارالمعلمين)) كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى. پر (1962) زېږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك تر لاسه كړى دى. ددغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز_ څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي. له (1966)تر (1972)ز يې د هغه بورس له مخې چې د نومړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه(اتنالوجۍ) كې د ماسټرۍ او ډاكترۍ لوړ ترين بريليكونه ترلاسه كړي دي. له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پر مخ وړې ده. له (1984_1986)ز يې د برلين د هومبولټ پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله(1994_1996)ز يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماسټري او ډاكتري څانګې د (Visiting Professor) په توګه دنده پر ځاى كړې او را وروسته يې د كورني پيوستون(Family Reunion) پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار ((اكسفورد)) كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده. څېرمه چارې او دندې 1972_1975: د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه. 1978_1979: د افغانستان د علومو اكاډېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري 1980: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب. 1980: د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري. 1980_1984: د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري. چاپ او نا چاپ اثار: علمي او ادبي هستونې 1_ علمي_څېړنې: پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات(الماني)، پښتو پښويه، پښتو ويي پوهنه، پښتو ليكلار، پښتو شعر څنګه جوړېږي؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې، پټه خزانه يوه لغوي خزانه، پښتو سيندګى(هممانيزونه_، پښتو سيندګى(نوېزونه)، انګرېزي_ پښتو سيندګى(سربلونه+ اوستربلونه)، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهنه او د پښتو پښويي(ګرامر) دويمه بشپړه او كره خپرونه، د خوشال ادبي پښتو. ۲_ژباړې: پښتانه او ورونه مليتونه، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك(له الماني)، پټه خزانه(پر الماني). 3_ادبي(پېيلې او ناپيلې) ټولګې: زنداني نغمې، سووزونه او سازونه، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې، اندوژوند، اندواند، رزموبزم، پوهه او ګروهه، د سبرونو نڅا، ګلوييونه، څڅواكي، زمانړۍ، د مرجانونو څانګې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وينې، ساندې او سندرې، مينه د زړه په وينه (ناول) او ناپېيلې(نثري ټولګه). د دغو چاپي اثارو تر څنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او دباندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړو او وينا وو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي را وروسته د لوړ ترين ليكوالي ريكارډ څښتن كړى دى. پر دغو ټولو علمي_فرهنګي هلو ځلو سر بېره د افغان_پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د((يوې_ كره ليكنۍ پښتو)) او((نوي_ ازاد پښو شعر)) غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پر مخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پر ځاى كړې ده. - بېرته شاته