(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.9.14 ملي سياست کي عقلي ضرورتونه

21.09.2014:  حز ب لله _کوټه 
حضور صلى الله على وسلم ارښاد دى:"خدى چي کله عقل پيدا کى نو ورته وې فرما يل ولاړسه اغه ودردى، بيا يه ورته وفرمايل متوجه سه اغه متوجه سو، بيا ورته وفرمايل کښينه، اغه کښېنستى.  خدى و فرمايل ما ستا سه زيات افضل، ستا زيات معز و مکرم ستا سه زيات ښه، او ستا سه زياته ښه مخلوق ما ندى پيدا کړى.  ستا په وجه ځه مواخزه کوم او ستا په وجه يه ورکوم، ستا په وجه ځما معرفت  حاصلېږي،ستا په وجه ځه عتاب کوم، ستا په وجه ثواب ملاوېږي او لتا سزا ورکول کيږي.
عقل ته عقل پدې ويل کيږي  چي انسان خپل په کنټرول کي ساتي او انسان د انسانيت د حدودو سه خا رج او د حيوانيت په دائرو کي يه د ننوتو سه ساتي.  د غلطو سه يه رګرزوي او د ښو دعوت ورکوي.  ګمراهي، مصيبت او د بد انجامه سې ليري کوي.  د عقل هره خبره زړه خوشحاله کوي او زوند د بريا و عروج ته رسوي.  عقلمند دپاره دا ښه نه وي چي اغه   خپل په رايو بهروسه وکي در سو چي يه د پوهانو سه رائې نه وي اخيستي.  پر يوي فيصلې چي سو عقلونه سره وجنګيږي او اتفاق پر وکي د جلا او يوه عقل سه زياته فا ئده مند وي. مشورې او اتفاق د فيصلو سه اختلافات، تضادات، تصادم ختمه وي او د هر رنګه ګډوډى سه يه پاکه وي. د جماعت رائې او د عقلونو اجتماع مښکلات اسانه کئي، ولي چي د يوه فرد سخه غلطياني کېده لى سي، مګر په اجتماعيت کي د غلطيو امکانات ډهير کم وي.
له بد قسمتى يه زموژ د وطن او د قوم فيصلي سو مخصوصه شخصيتونه کئي. په دولتي چارو کي ٥ يا ٦ کسان سره کښېني  خپل په ځانو يه د عقل قل خيال راسي اغه فيصلي وکي چي د اغو مسائلو په حقيقت دوى خبر هم نه وي.  پوهان، ښعوري يافته طبقه او ملت خبر هم نه وي.  ده ټوله ملت پر خيالاتو، فکرو او په عقلو قابضه سي.  داسي فيصلې د ملت د مفاداتو،  خوا هښاتو او مرضى خلاف وي او په اخر د نا پوهى په بنياد سوي  داسي پرېکړي  د تصادم او انتښار ښکل واخلي.  په ملي فيصلو کي دوطن د مختلفو علومو د کا رپوهانو سه رائې اخستل د اغو د پوهي په رڼا کي پاليسياني جوړول اود پر مختګ لاري ټاکل بې حده ضروري وي.  ولي چي د سو خلګو په عقلو کي دومره د پوهي طاقت نه وي چي د موجوده برباديو سه مقابله په وکي او مښکلات په کنټرول کي راولي، خو د عقل لشکرونه او د پوهي قافلې  هر رنګه د خطرو وه طوفانو ته ماته ورکولى سي.  عقل او دپوهي په رڼا سوي فيصلې تقسيم سوى عوام سه قوم جوړوي، د قوم سه منظم قافلي جوړوي او د حکمت پا سا يو کي اغه د تحفظ سره خپل لوړ مقاصدو اومنزلو ته رسي.
ملي فيصلې کا  صحيح وي نو د معاښرتي  خوښحالي، امن و مان او د قوم د يوالي سبب جوړيږي، که غلطي وي د ناپوهى پر بنياد سوي يي نو د هميښه تباهي، نه ختميدونکى انتښار اونه  سړيدنکى جنګ سبب ګرزي.  کله چي يو ملت کي پر اقتدار ناست جمهوري جماعتو په رهبرانو کي عقلي ډکټيټران پيدا سي نو د اغه ملک په عوام کي ستري خطري پيدا سي. اغه چي د عوام  سره هر سومره همدردي ولري د اغو د فلاح او د پر مختګ دپاره هر سومره ښې فيصلې وکي،  اغه بيا هم د زوال سبب جوړيږي. ولي چي د سوا افرادو په عقلو کي د ټوله اولس د مسائلو حل نا ممکنه يي، بلکي دعوامي مسائلوحل په عقلي او د پوهي په وسائلو کي موجوده وي.  عقلونه د افکارو رهنمايي کوي او افکار د قومونو رهنمائي کوي.  دغه لپاره د مسا ئلو په  حل کي د عقلو پوهنه  او د پرمختګ پر لار د تلولو دپاره  پر پر مختللي افکارو اتفاق ډېر ضروري دى. کم سوک چي دا ويي چي اغه  عقلمنده او پوهه دى، د اولس د تقدير د فيصلو پر وخت د  مختلفو علومو پوهانو له پوهه سه د قوم په مفاد او ترقى کي فائده  وانخلي او نظر اندزه يه کي نو پر دا وخت د اغو بي وقوفي د ر خپل کماله ورسيږي.  د خود رائې ښکار سياستدانان د بي عقلي  باوجوده خپل پر ځان يه د عا قل خيال رازي، د ضرورت د اښخاصو سه  په اولسي  پرېکړو کي مشورې او رائې نه ځنې اخلي، بلکي د خپل عقل موريدي کوي، ملت به  د تباهى او د مرګو وه اغه کډي ور ايله کي چي را ويښول يه بيا خالي د اسرافيل د ښپيلى سه ممکنه وي.
ترسو پوري چي د فيصلو اختيار د سو عقلو ازاد سوي نه وي، د عوامي عقلو او علمي وسائل ته را رسيدلي نه يي در اغو به موژپه جهالت او په تيارو کي پرمختګ کوو. جهالت او د تيارو د رڼا سه ډهيره پخواني دښمني ده .  اولسو نه و سر لوړى ته هم رسوي او د صفه هستى سې هم ختمه وي.  په  محدوده   عقلو کي د اولسونو د مقدر فيصلې کول په حقيقت کي اغه د صفه هستى سه ختمول وي او سر لوړي يه د عقلو په اجتماعيت او د علومو په وسائل کي ممکن وي. اولسونه د غلطيو سه نه بلکي د غلطيو په دفاع کولو سره چي د زوال کم منزلونو رارسيږي اغه اولسونه  د بربادي و قبرستان ته رسوي.  عقل د ښعور او د ادراک مرکز دى، د سو خلګو په  عقلو او په ښعور کي دومره طاقت ضرور وي چي دښو بدو او د خير ود شر پيزند ګلوي په وکي، ليکن د خير کارونه د اولس کولتور جوړول او د شر سه نفرت پيداکولو قوت د ټولني د افرادو په عقلواو ښعور کي وي.
يواړخېزې فيصلي پر قوم د مسلط کولو سه هميښه د زوال لاري هواريږي. علمي،  عقلي او ښعوري وسائل کي داسي فيصلي کول په کا ردي، د کمو په رڼا کي چي ملت روانيدلى سي.  داسي عوامي، ملي او عقلي فيصلي همىښه د حق، انصاف، مساواتو پيروي کوي او د هداياتو رهنمائي کئي، عوام ښعوريافته او ترقيافته کوي.  عقلمند ه سياستدان اغه وي کم چي د مختلفو علومو ماهرين و پيزني او د غو د افکارو او د حکمت سه د قومي اصلاح،د  تضاداتو او انتښار خاتمي او د پر مختګ دپاره کار واخلي.

 

- بېرته شاته