(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.8.14 ملك امان الله كاسي څوك دي

19.09.2014:   لومړى برخه
 ليكونكى:عبدالجبار كاكړ
يادمردغوندي شمله د دستارپريږده
يا په كړه لكه ښځه ميزورونه
 خوشحال بابا
موږ په يو داسي چاپيرچل كښې ژوندكوو چيري چي رښتني سوچه او غزتلي سړو داسي چل كيږي چي دوي وشاته پاته كول كيږي خو هغه ديې يو دوه نمبره كسان دولس په سرد رول كيږي لكه دلمر ګښت وارو چي سهار يې مخ يوه خواته وي غرمه وبلي خواته او ماځيګر په بل لور او زورځواكي داهڅي كوي چي داسي ننګياليان دسانحه څخه دبيلو بيلو لارو ليري وساتي چي رامخ ته  نه شي بلكي په ډېرو ناستو كښې وارو اښادته موقعه او وار ورنه كړي چي دي هم دخپله وينا وخپل ولس ته واوروي كنې كه موږ په خپل ګريوان كښې وګورونو دنن په سياست مدارانو كښې څوك كيدي شي چي دملك امان كاسي وارو يې زياته سرشندني ياقرباني وركړي دي 

خو دملك امان چيري ناست وو او دنور چيري ناست او څه كوي؟ خو دملك امان كاسي سرشندني د ده صبر او دسپيڅلتيا او صداقت كله لوئي څښتن بيله دڅه بدله هم داسي پريښودي ملك امان كاسي دهغه درياب وارو وځليدي چي څوك يې او به وتړي او بيا دهغه يو ځائي شوي او به دهغه تړلي بنديوشې او به ديوه لوئي سيل په بڼه كښې وبهيږي او ډېر څه دځان سره يو شي ملك امان كاسي هم په داوروستيو څو ورځو كښې د داسي سيلاب وارو راڅرګنده شو چي نه يواځي ډېر څه په ډاګه كرو بلكې ډېر يې رابر سيره كړو او د دوي رښتني څهري او مخونه يې ولس ته ورڅرګنده كړو كه څه هم دوي ددي نړۍ څخه سترګي پټي كړي خو و تاريخ ته يو نوي رخ او موړ وركړي او هغه څه يې وپښتون افغان ولس ته واورولي اودوي ته رښتني لاره وروښووله چي په لسيځو لسيځو څخه په چا كښې داتوان نه وو چي دوي خپل ولس ته وړاندي كړي دملك امان كاسي په كابل كښې بي وخته مرګ خو يوه لويه تشه رامخ ته كړه خو دده چي هم په كابل كښې او بيا دكابل څخه دده جنازه وكوټي ته دافغان دولت په ځانګړي الوتكه كښې رارسول چي دافغان يو لوړ پوړي پلاوي دجنازي سره كوټي ته راتلل چي دافغان دولت څخه هر لوئي او وړوكي مننه كوي بيا دملك امان كاسي دومره لويه جنازه چي په چشمه اچوزي كښې وسپارل شوه او بيا دومره لويه پاته چي څومره خلګو ګډون په كښې وكړي دهغه څه دي چي ديوه يوه سړي په برخه كيږي خو ملك امان كاسي يو سوچه سپيڅلي صادق او په رښتيا هم دخپل هدف سره ولاړ وو چي لوئي څښتن دخپل دهغه ارزښت بدل وخدائي بخښلي ته وركړي ځكه چي ډېر داخبره كوي چي ملك امان كاسي تاريخ ته نوي رخ او موړ وركړي چي تاريخ به اثابته وي كنې هيچا دكوټي څخه وكابل ته نه وو ويلي چي دخدائي بخښلي دي په ځانګړي الوتكه كښې وكوټي ته راورسول شي خو لكه وړاندي چي وويل شول يو خو لوئي څښتن ټولي لاري و دوي ته برابري كړي بل داچي د دوي ارزښت دملك څخه دباندي ډېر اوچت وو كه څه هم دلته دملك امان كاسي دمخ نوي دپاره ډيري دسيسي شوي وي.
                    ما ليكوال به هميش خدائي بخښلي ملك امان كاسي څخه داغوښتنه كوله چي خپل ژوند ليك وليكي خو دوي ونه كړل شو چي دهغه لوئي كار وكړي ولي چي دملك امان كاسي دخپل ټاټولي اودخپلو خلګو دښيګڼې مبارزه دومره پراخه او اوږده ده چي په يوه دوه مضمونو كښې نه شي احاطه كيدي كه دوي داكار كړي وي نو به يو بشپړه كتاب ځيني راوتلي وي خو بهر حال نه د دوي داخيال وو چي دومره ژر به ددي نړۍ څخه كوچ كوي داسي هم دهيچا به فكر كښې دانه وي چي دي به دومره ژرمري كه عمر څومره وي دملك امان كاسي خو دومره زيات عمر نه وو خو مرګ بيله دڅه ويلو په وګړوراځي.
         ملك امان كاسي په ۱۸۴۶ء يا۴۷ءكښې دكوټي څخه په نزدي واټن كلي چشمه اچوزي كښې داحاجى عبدالرزاق په كور كښې ږيږيدي خپلي لومړي زده كړي هم په خپل كلي كښې كولي  خو د ډېر عمر نه وو چي بابا يې په حق ورسيدي او په وږو يې دكور چاري ولويده خو په دي وختو كښې چي دي ځوان شو په پښتنو كښې دقام ولي سياست په خپل اوج باندي وو او بيا د دوي كورني او كلي او مشران دكاموالي په سياست كښې راروان وو نو ځكه په ارواښاد يې هم اغيږي وكړي داسي هم دپښتنو د كاسي قبيلي په اړه ويل كيږي چي دوي دپيرروښان دغورځنګ ملګري وو او دهغه ريښه تراوسه په كاسيانو كښې ليدل كيږي دهغه قبيلي دپښتنو په وطن پالني غورځنګونو كښې هميش برخه لري ده چي دملك امان كاسي وارو دشهيد عبدالصادق كاسي ملك عثمان كاسي او ډېرو نورو نومونه موږ راوړي شو په دهغه شپو كښې چي باچاخان او خان شهيدددي سيمي په سياست ځليدل ملك امان كاسي هم ملګري شوكه څه هم دوي دسياست په پيچونه پوهيدو خو دخاوري او د كام مينې په دوي دومره اغيزي كړي وي چي د ژوند تر وروستي سګلي پوري يې وساتل ملك لومړي وار هغه وخت د نورو سياست والو سره ونيول شو كله چي خان شهيد الصمدخان پاكستاني جابرانو دبندڅخه راخوشي كړي او دوي يې مخ ته ورغلي وو خو خدائي بخښلي يې ځكه راخوشي كړي چي دي وروكي وو خو په نورو مقدمه وچليده هم هغه په بنديان شول ددې وروسته دي دخان شهيد ملګري شو او هر وخت به ورسره ملګري او دكامولي سياست كاوي خو خان شهيدبه څو ورځې حكمرانانو دبند څخه راخواشي كړي بيا به بيرته ونيوي او په كلو كلو به په بندكي تړلي وو خو چي ديو څو ورځو دپاره به راخوشي شو ملك امان به ځان ورسولي وواو خپله سياسي تنده به په  ماتوله هم په دهغه وخت كښې دوي سياست زده او دنز دي څخه وليدي او به دي هم پوه شو چي خان شهيد او نور دپښتنو بلوڅو سينديانو او نوري مشران ولي نيول كيږي او په كلو كلو په بنداو جيلو كښې په ډېر بدحالت كښې ساتل كيږي داځكه چي دوي دخپلو خلګو هغه حق او برخه غواړي چي په بشپړه پرمخ تللي ملكو كښې ولسونوته وركول كيږي ملك امان الله خان كاسي هم دهغه لاره خپله كړه او په روان شو په وارو وارو وبندي خانونه ولاړي دوخت دبدنامي حيدر آباد سارش كښې ونيول شو چيري چي خان عبدالولي خان مير غوث بحش برنجو نواب خير بخش مري سردار عطاء الله مينګل او نور دپاكستان دلوړي كچي قام دوست مشران په دهغه مقدمه كښې نيول شوي وو ددي دمخه په ملك امان باندي ۲۲كاله بند او سزاختلي وو خو دحيدرآباد په سازش كيس كښې خو داويره وه چي دنورو مشرانو په ګډون ملك امان كاسي هم اهدام او پهانسي شي خو داځموږ ايمان دي چي هر څه دلوئي څښتن په خوښه كيږي.
         ملك امان كاسي په بيلو بيلو سياسي ګوندو كښې پاته شو خو دهغه ګوند ملګري يې كوله چي په هغه كښې دكام ولس او ټاټوبي دسوكالي يې لومړي غوښتنه وي خو په څو لسيځو كښې پاته شو خو دهغه ګوندملګري يې كوله چي په هغه كښې دكام ولس او ټاټوبي دسوكالي يې لومړي غوښتنه وي خو په څو لسيځو كښې چي دسياست لاره سپڅلي او سوچه وه نو هر چاته خپله موخه څرګنده وه خو دتيرپيړي په وروستي لسيځه كښې سياست سره ګډوډشو او سياستمداران په خپلي او ډپاته نه شو نو دملك امان كاسي اختلافات ورسره څرګندشو ځكه چي دوي په سياست كښې خپله موخه او هدف ټاكلي وو او دهدف ټاكلي وو او دهغه سره په رښتيا او ايمانداري سره ولاړ وو او په يوه ګوند كښې هغه څه نه وو پاته شوي كوم سياست چي دهغه ګوندونو ديوي پيړي څخه كاوي خو ملك امان كاسي په خپله خبره او ژمنه ولاړ وو چي دګوند په هره غونډه كښې به خپله خبره كوله چي ونورو ته دمنلو وړنه وه هم دهغه چاچي دسياست چاري په لاس كښې وي داسي هڅي كوله چي ملك او ارواښاد د داسي ناستو او غونډو څخه ليري وساتي خو دوي خپله خبره كوله ملك امان كاسي دلوست او كتاب سره ډېره مينه لرله او اوس يو اكيډمن او پوه سياست مدارو ځيلدي چي ونورو ته دمنلووړنه وو ولي چي ددهغه ګوندو سياست اوس دمسلم ليګ او دګټو او پارليمان ته درسيدو هڅي وي خو ملك امان ته دمنلو وړنه وي خو بيا هم ملك امان كاسي خپله خبره دهري لاري تر خلګور ساولي په هر غونډه كه هغه سياسي وي ياكه ادبي وي يا مشاعري وي يا به دكوټي مجلس وو د دوي خبري به هر چا او ريدي چي په هغه كښې به پوه او علم وو ددي دڅنګه دوي د رسنېو سره هم ډيري نزدي اړيكي ساتلي او بريښنائي رسنېو چي زياتره باندني راډيوګاني او ټيلي ويژونونه په كښې د دوي سره به مركي او پوښتني كولي او خپله خبره به په ډېر سپيڅلتياتر خلګو او پښتنو پوري رسولي ددي څخه علاوه ارواښاد په چالي رسنېو كښې هم خپله خبره رسوله ودوي ته په وارو وارو هغه پښتنو افغانانو چي په دباندي هيوادو كښې ژوند كوي او دوي دخپلي ژبي دودكلتور او سياست باندي غونډي كوي په وارو وارو بلنه وركول كيده ملك امان الله كاسي ډېر لوئي ميلمه پال وو وكوټي ته چي به هر وخت سياست مداران ليكوال شاعران او نور موړي راغلو دوي به ارومر وميلمتياورته كوله او بيا به خپل نور نزدي ملګري هم ورته راغوښتو چي تر ناوخته پوري به په زړه پوري ناستي او دنظر رادكړه وركړه به په كښې كيده ددي سره سره دوي به خپل نزدي ملګري په اونۍ دوي كښې په ميلمتياراغوښتو آن دا چي هر وخت به دملك امان كاسي او دده د ورور په كور به ميلمانه ناست وو چي زياتره به پخپله د دوي كور ته وروان وو داختر درې ورځې يانوري ورځې خو به هميش د دوي په كور كښې دده ملګروتيرولي لنډه دا چي ملك امان كاسي ته لوئي څښتن داسي ارزښتونه وركړي وو چي د ډېرو لږو په برخه كيږي په اوسني وخت كښې خو دسره څخه داسي څوك نه ليدل كيږي.
        په رښتيا ويل غوريږي د زړه غوټه
                                       د روغجن خوري لكه سپي دغولو سوټه
                                                                خوشحال بابا.
                                                                    (دوام لري)
............................................................

- بېرته شاته