(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.9.14 پښتونستان يا لوې افغانستان

 16.09.2014:   ...هغه ويئل چې زه لومړې د" پښتونستان" پلوي يم او زما دا دريځ ډېر ډاګيز او څرګند دے' د چا نه پټ نه دے. په لوې افغانستان کښې که يو څو خبرې سمې شي نو بيا د " لوے افغانستان" موقف هم مخالف نه يم. زلمې هېواد مل واي" چې پښتنو افغانانو د خپلو وروڼو غېر پښتنو افغانانو سره په خپل اوږد ګډ ژوند کښې دومره اړيکې ټينګې کړي دي چې اوس ورته دوي د خپل هم نژاده " ګاونډيانو" نه زيات نزدې دي. په بېلو بېلو ساحو' جغرافيو اومختلف ماحول کښې تقسيم شوې پښتانه داسې رالوې شوي دي چې د يو بل نه بلا سماجي او سياسي توپيرونه لري.دوه ژبې او دوه کلتورنه زېږېدلي دي". هېوادمل زېاتوي "چې اوس زمونږ ګزاره د خپلو هم قومه 'ګاونډيانو" نه خپل هموطنه غير پښتنو افغانانو سره ښه کيږي.اوس زمونږ ګټې او مفادات شريک دي او نور څوک في الحال په مونږ کښې ځايئدلې نه شي " دا فرق نور هم ډېر جوت راوخوت چې کله د تېرو دېرش کالو نه دواړه تقسيم شوې روڼه په مهاجرت کښې يو ځاې شول خو نه پکښې څه سماجي تړون ټينګ شه او نه پکښې ډېرې خپلوې( انټر مېرج) او رشتې اوشوې. ددي نه مخکښې د ۱۹۲۱ د خلافت تحريک کښې افغانستان ته هجرت د پښتونخوا پښتنو ته څه ښه يادونه نه وو ورکړې ' ډېر خوار وزار او زپلې او لوټ شوې خپلو کورونو ته راستون شوې وو.. د ډيورنډ کړغېزنې کرښې زمونږ نه د "افغان" نوم هم اوتروړه او مونږه ې "پښتانه" اوګرځولو او بره وروڼو ځان " افغانان" اونومول. خپل هم وطنه غېر پښتانه ې هم" افغانان" کړل او زما ځاې ې هغوي له ورکړه. تر دې چې د " پښتونيت" ځاې " افغانيت" اونيو. او "قام" په "ملت" کښې بدل کړې شه. زه ګڼم چې په لوې افغانستان کښې به مونږ " نوې افغانان" ګڼلې شو او د غير پښتنو افغانو څخه به وروستو په کتار کښې ځاې مومو. او چې خپل سماجي درجه تر لاسه کوو نو نيمه پېړۍ به بله تېره وي.هسې هم افغان دولت د پارسيبانو له وېرې د " لوې افغانستان" د پاره صرف د خولې قل هو واي او د بيا انضمام دلچسپي نه لري. ځکه خو تر اوسه ې خپله تروړلې د پښتونخوا مزکه په خپله دولتي نقشه کښې نه ده ښودلې.لکه څنګه چې پاکستان د جمو او کشمير علاقه په خپله نقشه دننه ښاي. د کشمير په اړۀ په ملګرو ملتو کښې ې د غوښتنې قراردادونه هم شته خو افغانستان چرته هم د خپلې زمکې په اړه په اقوام متحده کښې خله نه ده وازه کړې.جهاديانو او طالبانو خو د ډيورنډ د پولې په رسميت د پېژندو عنديه څرګنده کړې وه. د ډاکټر اشرف غني اوعبدالله عبدالله په اوسنې انتخابي ربړه کښې د پارسيبانو لاس بري نور هم ثابت شو' چې پښتانه په الېکشن کښې د برياليتوب باوجود خپل کانديد اولسمشر نه شي ټاکلې. زما د دريځ په مرسته کښې يو جهان نور دليلونه لرم او خېال مې دې چې يو پوره ارټيکل پرې اوليکم. خو فېس بک د داسي څېړنې لپاره يوه سنجيده زمينه نه ګڼم. ----- په داسې حال کښې زه د يو قام پرست پښتون په حېث د پښتنو ګټه په " پښتونستان" کښي وينم چې وروستودافغانستان سره په کنفېډريشن کښې تړلې کېدې شي او يا په راتلونکي وختو کښې لکه د المان ( جرمني) غوندې ضم کيدې شي کله چې افغانستان سياسي' تعليمي او قامي لحاظ سره نور پرمختګ اوکړي او دواړو غاړو ته د پښتون قام په سياسي جوړښت مهم کار اوشي.مطلب دا چې په وړومبې دوره کښې"پښتونستان" يوه اسانه او پريکټيکل موخه وينم چې د پاکستان مېشته پښتنو ته يو کور جوړ کړي .په نړې کښې داسې پياوړې قامونه شته چې " ټرانس بارډر " مېشته دي. عرب قوم په څو ملکونو کښې پروت دے 'وغېره. په دوېم پړاؤ کښې " لوې افغانستان" له امکان څخه بهر نه دے. يعني پښتونستان په ريوالوشن(Revolution) او لوې افغانستان په ايوالوشن(Evolution) مېنځ ته راتلل پکار دي. دا مې يو څو سر سري خبرې د '' يوپښتون افغان ملګري" د پښتنې په ځواب کښې اوليکلې.د يوې ځانګړې ليکنې تابيا لرم. حضر هم سمه رهبري د سکندر اونکړه-- منزل به رو رو لټوم څله رهبر لټوم.
( ملک زې )

 

- بېرته شاته