(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.9.14 عبدالله دی سر په خلاص کړي

 15.09.2014:  زمایو ډیر خوا خوږی  نیږدی اوراته ګران ملګرې چې دپنجشیراوسیدونکی دی او دکلونوکلونوراپدېخوا له هغه سره دوستانه اړېکې لرم چې اوسمهال دهالېندپه هېواد کې استوګن دې دخورا ژوراوپاخه سېاسې بصېرت پوهې اوملې درک خاوند شخصېت دې هغه ماته ېوه په زړه پورې تارېخي خاطره بېان کړه وېې وېل کله چې امېرصاحب احمدشاه مسعودواکمنې په ګدۍ کېناست اودپوره سېاسې پوځي اودولتې واک څښتن و ېوځلې ېې موږدپنجشېر د درې اوسېدونکې اومنسوب پنجشېرېان خپل حضورته وغوښتوپوره ګڼ شمېر زاړه اوځوانان ملکې اوپوځې افسران حاضرشوو موږ ګرده پنجشېرېان وو.
اوزموږپه منځ کې دنورو وروڼوملېتونوله توکم څخه څوک نه ووغونډه ډېره پرتمینه اوله خلوصه ډکه وه امیرصاحب دخپل جهادې ژوند اومبارزو په اړوند خبرې وکړې اود خبروپه تر ځ کې یی ووېل چې له ننې غونډې زما موخه داده چې تاسو دزړه له کومې خپل نظرېات اندونه او وړاندېزونه راته وړاندې کړې څوهغه زه پخپل کارې ورځنې ژوندکې په پام کې وساتم هرچاپه ازاده اودېموکراتېکه فضاکې خبرې وکړې اوپه ځېنو وېناووکې پنجشېرې احساسات له وراېه ښکاریدل ماهم دخبرو او وېناکولواجازت وغوښت دافغانستان دمعاصر تارېخ دخورالنډبېان وروسته مې په زغرده، پاک اوسپېڅلې احساس امېرصاحب ته په خطاب کې ووېل زه په دې وېاړم چې پنجشېری افغان ېم خوپدې اندېم چې داهېواد دټولووروڼو ملېتونوقومونو اوقباېلو ګډکوردې که موږپه اوسنې دواکمنې په مهال کې دپنجشېرېانو له درېځه د دوې دمېړانې سرښندنې ېادې کړو اودتحکم په ژبه ځانونه اتلان اودپنجشېرزمرېان وګڼو دازموږ لپاره دبدمرغۍ اوغمجنې راتلونکې خبردارې راکوې پنجشېرېان به دسترو ناخوالواوربړوسره مخامخ شې اودادخپل پنجشېرې ولس لپاره نه غواړم ځکه خداې مه کړه غوسه شوې افغان پرګنې به پنجشېرېان داسې وټکوې لکه نداف چې مالوچ ټکوې اوزموږدره به په وېنوخړوب شې
زماپه خبروپه غونډه کې ژوره چوپتېا خپره شوه اودغه چوپتېا امېرصاحب احمدشاه مسعود پخپلوخبروماته کړه اوله ماڅخه ېې له زړه له کومې مننه وکړه وېې وېل زه ستادنظرېاتواو وړاندېزونوسره مطلق موافق ېم له هغه وخته کلونه کلونه تېر شول ډېرې ککرۍ دجګړې په ناتار کې ورغړېدې اوله بده مرغه داخونړې ناندرې دهېوادپه ګوټ ګوټ کې روانې دې ان چې امېرصاحب هم په شهادت ورسېد.
په اوسمهال کې چې افغانستان دېوه خونړي بحران اوتارېخې ناورېن په ژۍ ولاړدې بېا ېوڅوتنه پنجشېرېان لکه عطامحمد نور، امراله صالح امان اله ګذر،ملامعنوې اوداکترعبداله عبداله اونورپه پوره سپېن سترګی غواړې چې زموږدهېوادوروڼه ملېتونه اوقومونه دجګړې په لمبوکې وسوزوې اوټپې ټپې کابل دوېنوپه حمام بدل کړې خداې مه کړه په ټول هېوادکې به کور په کورداورلمبې پورته شې احمدضېا مسعود دېوه رښتېنې پنجشېرې شخصیت په توګه خپل درېځ اوافغانې مسولېت په ډاګه کړاوپه پوره زړورتېاېې داصلا حاتواوهمګراېې ټېم دهېواد دثبات دورانولواوخپلوشخصې ګټواوغرضانه موخوته
درسېدلودټېم په توګه ېاداورسواکړاود دوې روانې غورزې پرزې اودملې نفاق ډنډورې ېې په کلکوټکوانتقادکړې
اود ده زوې زبېرجان دلوېې جرګې په خېمه کې دښاغلې کرزې دعکس په وړاندې تمرداوسپک چلندپه مېړانه جبېره کړ
تاسوښاغلې ډاکټرعبداله عبداله ته په کارده چې دهېوادحساسوتارېخې حالاتوپه پام کې نېولوسره خپل ځان اوډله ټپله دتکبراوجابرانه تحکم له درېځه راوباسې اودډاکتراشرف غنې احمدزې په مشرې دټول ټاکنوپاېلواومسلم مشروعېت ته غاړه کېږدې
بېځاېه به نه وې چې دخوست دسېمې دېوه درنه پوه اومجرب سپېن ږېرې ارواښادمېرزاعبدالحنان کا کاله خولې اورېدلې حکېمانه خبرې دلته وکاږم
هغه وېاړلې بزرګوارشخصېت ماته وفرماېل چې مشردامانانه لرې چې هرومروبه دعمراوسن له مخې پوخ وې مشردانسان ېو ظرفېت دې چې ان ځوانان کېداې شې دمشرتابه وېاړوګټې هغه ځانګړی استعداد تدبر، زغم اوسلېم تفکرغواړې دبېلګې په توګه لوې سکندرشل کلن ځلمې و چې نړېوال امپراتورشواعلحضرت احمدشاه بابا پنځه وېشت کلن وچې دافغانستان برېمن او وېاړن ټولواک شو اعلحضرت محمدظاهرشاه ۱۹کلن وچې دپاچاهې په تخت کېناست له کمې چوپتېاوروسته ېې په موسکا کې وو ېل دمشراوکشرپه نومونوکې ېوبل حکمت هم نغښتې دې هغه داچې مشرله دوو کلمو جوړشوې ترکېب دې مه  او  شر   ېعنې مه شر   شرمه کوه مشرته ځکه مشرواېې چې رښتېنې مشران هېڅکله شرنه غواړې تل مه شرواېې مشر شرنه خوښوې ځکه مشردې
کشرهم له دووکلموجوړشوې ترکېب دې په دې مانا  که  شر ېعنې کوه  شر   کشران تل په شخړواوشر سروې که څوک مشروې اوشرکوې هغه که دعمرله مخې مشراوپوخ هم وې کشردې
اوس دې داکترعبداله عبداله سرپه خلاص کړې چې ځان مشربولې مه شراوېا کشر که شرخوله بده مرغه دلوېې جرګې دخېمې په تالارکې داپه ډاګه شوه چې دسپېن ږېرواومشرانودرنښت اوحرمت دوران تېرشوېدې دشراوفسادخوښوونکې لنډغران چې دفرعونې تکبرپه اسونوسپاره دې غواړې دخپلوېاغې اسونوترپښولاندې دازورېدلې اوکړېدلې ولس ومروړې دخپلودنګودنګوماڼېواوقارونې پانګودساتنې لپاره په افغانستان
کې دجګړې اوربل وساتې خوله نېکه مرغه افغان ملت اوس رابېدار شوې اوپه پوره هوښېارې ېې دهېواد ټګماراوغله غداران پېژندلې دې دتحول اوتداوم دټېم مشرتابه دننګ اوتارېخې مېړانې شېبې رارسېدلې چې نوردزورواکانوداوتوبوتواوغورتوپرتومخه ډب کړې اولاس تر زنی کیننی اود افغان ولس زوروونکی اتظارته د پای ټکی کیږدی دخوشال بابا په دغه شعرخپله لېکنه را نغاړم
    څوک په چا ګرم وې په چانا ګـــرم وې             ځېنې بدفعل په هــرچا ګــرم وې
    تل خپل خوې ښه کړه په چا ګرم مه شه          خودبه شرمېږې چې پرتاګرم وې
دسمسوراوغوړېدلې افغانستان په هېله
بسم اله اکبري هالنډ  ۱۴-۹-۲۰۱۴

- بېرته شاته