(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

13.9.14 پر ډيورنډ کرښه د اسلام اباد کنده نه منو

13.09.2014: په کوټه کې د پاکستان سرحدي ځواک له مرکزي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ غځېدلې ډیورنډ کرښه باندې یې خواوشا څلورسوه اتیا کیلومیټره اوږده کنده «خندق» کيندل پېل کړې.  د دوی په خبره له دې سره به د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو، ګرېزګرو »قاجاقبرو» او غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.

دغه کنده اته فوټه ژوروالی او لس فوټه وسوروالی لري، چې د پاکستان سرحدي ځواکونو په خبره د درې نیم سوه کیلومیتره په شاوخوا کې يې بشپړه کړې ده. او پاتې شاوخوا سل کیلومیټره به په نيژدې راتلونکې کې بشپړه شي.

خو په کوټه کې مېشت سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ بیا وايي، دوی د دې خندق کيندلو غندنه کوي. او زیاتوي ترهګر او قاچاقبر په غرونو کې نه بلکې پر سمو پخو سړکونو تګ راتګ کوي.

« دا پالیسي نه د ایف سي ده او نه د ملېشې ده. بلکې دا د اسلام اباد تګلاره ده. او دوی چې وايي، دلته قاچاقبر سمګلران يا ترهګر راځي، دا ګردې غلطې خبرې دي. د هیروینو قاچاقبران، د وسلې او د نورو نشيي توکو قچاقبران ګړد پر دغه چينو را روان دي. د ایف سي په پوستو راتېرېږي. له دې خوا ازاد او جمهوري افغانستان ته ترهګر پر همدغو پوستو او پخو سړکونو ځي. نو دا هسې يوه بهانه ده چې دوی يې کوي

عثمان خان کاکړ دا پرېکړه په کوټه کې د ملېشه و نه بلکې د اسلام آباد پرېکړه بولي او زیاتوي، اسلام آباد باید له داسې کړنو لاس واخلي. د کاکړ په خبره تردې وړاندې هم لر بر پښتنو د دې کار غندنه کړې او اوس يې هم په سختو ټکيو غندنه کوي.

؛ څو کاله مخکې هم دوی ویل چې پر دې کرښه اغزن تار لګوو. هغه وخت هم لر بر پښتنو افغانانو د دې غندنه کړې وه او له منلو يې انکار کړی وو. دوي دا واک نه لري چې داسې کار وکړي. د دوی دا کار هېڅوک هم نه مني او نه پرې خوشال دي. يو قبیله دلته پرته ده. کلی يې دې غاړې ته دی، هدیره يې هغه بلې غاړې ته دی. زميندارانې دي، د خلکو تګ راتګ دی، ژوند دی. او يو وطن دی؛

له ډيورينډ کرښې سره څېرمه د چمن سیمې يو اوسېدونکی رمضان چې د بولدک او چمن ترمنځ کاروبار کوي، مشال راډيو ته وویل، له دې کندې به د زرګونو پښتنو ځوانانو روزګار خراب شي.

؛ دا بارډر په هېڅ وخت کې دومره نه دی سخت شوی. که د شوروي دور وو، که د داود وو، که د خلقيانو وو، که د مجاهدو او که د طالبانو وو. پاکستان چې اوس دا کارکړی نو دا يې يواځې زموږ د روزګار ختمولو لپاره داسې کړي. پاکستان که ترهګر بندوي نو دا خوی دوی خپله دلته روزي، او هلته يې استوي، هغه دې بند کړي. له دې کار سره دوی يواځې پښتانه بېروزګاره کوي او ترهګري ته به يې مجبور کړي؛.

د ویلو وړ ده چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورينډ کرښه ۲۴۳۰ کیلومیتره اوږدوالی لري، چې په خواوشا کې يې دواړو غاړو ته پښتانه مېشت دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عثمان کاکړ وویل، څو کاله مخکې د جنرال مشرف په وخت کې هم دوی ویل چې پر دې کرښه اغزن تار لګوو. هغه وخت هم لر بر پښتنو افغانانو د دې غندنه کړې وه او له منلو يې انکار کړی وو.

بلخوا د ازادۍ راډیو د خبر له مخې د افغانستان جمهوري ریاست  یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو  کې د پاکستاني حکومت له خوا د خندق د کیندلو مسله وڅیړي.

وروسته له هغې چې پاکستاني پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خندق په کیندلو پیل وکړ افغان حکومت پریکړه وکړه چې؛ د دې مسلې د څیړلو لپاره یو پلاوی وټاکي.

د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا ویاند جواد ناجي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دا پلاوی دنده لري چې، په لسو ورځو کې خپل کاري رپوټ ولسمشر ته وسپاري.

"افغان حکومت له دې مسالې خبر شوی او ولسمشر حامد کرزي یو پلاوی ګمارلی؛ چې په دې اړه تحقیقات پیل کړي، پلاوی باید په دې اړه معلومات راټول کړي او تر لسو ورځو پورې خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړي."

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځي چارواکو وویل چې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره خندق باسي.

د پاکستان سرحدي پوځیانو په کوټه ښار کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ د ۴۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د یوه خندق د کیندلو کار یې پیل کړی دی.

د دې خندق د کیندلو مسالې په بلوچستان ایالت کې د پښتنو سیاستوالو او د چمن په پوله کې د سوداګرو غبرګونونه پارولي دي.

په عین حال کې یو شمیر افغان کارپوهان وايي؛ که پاکستاني حکومت دا کار د خپل امنیت د ټینګښت لپاره کړی وي؛ افغان لوری هم باید یو لړ ورته ګامونه پورته کړي.

افغان کارپوهان وایي، چې پاکستان غواړي، په دې ډول فعالیتونو سره ډیورند کرښې ته رسمیت ورکړي.

دوی وایي، که پاکستان غواړي د طالبانو د تګ راتګ مخه ونیسي؛ نو دا یې د حل لاره نه ده او باید د دې پر ځای د طالبانو هغه پټن ځایونه او روزن ځایونه له منځه ولاړ شي؛ چې په هغه هیواد کې دی.

- بېرته شاته