(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.9.14 عــدالـــــت

12.9.2014: مازدیګر مهال وو د رابعه بلخی روغتون مخي ته مې د ملګري انتظار کاوه په پیاده روکې ډ یر خلک د درویزي لپاره ناست وو. د یوی سپین سرې په غیږ کی ماشوم پروت وه دواړه پيښې یی پري وي د ښوونځی ماشومانو ته یی چې په لاره تیردل ځیر ځیر کتل کله کله بیا یی خپلو پښو ته وکتل د خدای په نامه د غږ سره  به د ترافیک د شپیلي غږ یوځای شو په سړک باندي دموټرو ډیره ګڼه ګوڼه وه په دیوالو رنګین انځورونه  نصب وو بیلا بیل شعارونه په لیکلی وو. زما ذهن هغو ورځو ته لاړ چې په همدي ښار کی دوی ته دهر چا توپیرد وژلو ستره فتواه وه. د حالتو ننداره مې کوله په سوچو کی ډوب وم.زړه می په تنګ شو

دموټر راډیو می روښانه کړه یوه ډران ژورنالیسټ هم دهغو خلکو ستاینه کوله چې وطن یی ړنګ اوپه کنډواله بدل کړ د افسوس په بڼه می  سر وخوځاوه د رحمان بابا دغه شعر رایاد شو. روښاني په هغو زړونو ده حرامه- چې پرې کښیني ګرد غبار د دې دنیا. د راډیو ځای می بدل کړ د حضرت عمر فاروق(رض) د عدالت بیان یې کاوه.......زه له موټر نه پدي تمه راکوز شوم تر څو دخپلی وسی په اندازه له دوی سره مرسته وکړم. هغې سپين سرې خوا ته ورغلم چی د دواړو پري شوو پښو ماشوم یی په غیږ کي پروت وو. د دوی بد حالت می وپوښت په غریو کی یی راته وویل زوی خاوند مې په داخلی جنګو کی شهید شو دغه می لمسی ده له پلار سره د سودا لپاره له کوره راووت په بمی چاودنه کی یی یو کال مخکی پلار مړ شو د دی دواړه پیښی پري شوي بیا یی زیاته کړه چې زوی ګله د مجبوری ورځی څخه درویزه کاوم ناوې انیګور راپاتي شوه. په سړک باندي مبارزه با مواد مخدر موټرڅخه په لږ واټن سپین موټر تیریدل په لیکلی وو حقوق بشر.له ورایه مې یو نشی ولید په لاره داسي راون وو تابه ویل  چې اوس به غورځیږی.زما سترګې له اوښکو ډکې وي  زړه می لکه چې خولی ته راغلی وی هیڅ مې  له خولی غږ نه وته. داسمان سترګی هم ژړغونې وي باران په وریدو پیل وکړ شاید د هغو سپن سرو ا و ماشومانو د شهیدانو اوښکې وي چې د باران په توګه له اسمان څخه راښکته کیدلې او د خپلو اولادونو په  خراب او نا څرګند برخلیک یی ژړل.

لیکوال: رحمت الله شیرزوی

 

- بېرته شاته