(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

3.9.14 دافغانستان دولسمشري ټاكني دتاريخ په رڼاكې

لیک: محمد نعيم كاكړ

03.09.2014:  ددي دمخه چي په خپل ليك پيل وكړم د دقرآن او حديث وړاندي كول اړين ګڼم چي تر ټولو جهاد دزورور حكمران دمخه كله حق يا رښتيا ويل چي خو دبده مرغه موږ جهاد كبير اير كړي دي او وړوكي جهادونه په بيلو بيلو نومونه كوو او دوام وركوي او په دي ځان نه خبروو لوئي څښتن دي موږ ټولو ته هدايت اولارښودنه وكړي امين ثم امين

سپين او سره چي په هر ملك او هيواد كښې ګام ايښي دي نو الته يې څو كالي ډېر لږ او وراني ډېر شوي دي چي هغه نن و هرچاته څرګنددي بورته هم دتور ورور ويل كيږي او دوي چي په كوم هيواد كښې ګام كښيږ دي د دوي لومړي كار داوي چي خلګه په بيلو بيلونومو وويشې او بيا په هغو باندي حكومت وكړي(Divid and Rule) دوي د ټولو دمخه هغه بي واكه او كمزوري كسان ځان ته موندي چي د دوي لاس يوڅي(AGENTS) دنده ترسره كوي كه دهيواد ددهغه ډول مرسته دباندنيانو سر نه وي نو دوي نه شي كوي چي دبل په خاوره حكومت وكړي هم ددهغه لاس پوڅي خپل هيواد وال په بيلو بيلو نومومو ويشې او يو دبل سره يې په غاړه كښې سره اچوي چي بيا دهر لوري ملاتړ كوي او په پټه و هر لوري ته باور وركوي چي دده ملګري دي دوي په زياته هغه څوك چي تاريخ يې داسي ښوول شوي چي دڅه خاورو دپاره هر څه ورته كوي او هغه څوك چي په واك كښې وي او دخپل هيواد او ولس ګټې په يوه بيه وچاته نه حواله كوي نو هغه ځپې او پخله په هيواد كښې او په حكومت كښې داسي څوك دوي ځان ته موندي چي دننه په حكومت كښې ګډوډي ورته جوړه كړي په يوه ملك كښې ډول ډول خلګه ژوند كوي دوي غواړي چي دبيلو بيلو دسيسو دلاري لاس ګريوان كړي په زياته بيا دوي ولږ كيو ته چي دنورو ډېر كيو سره ژوند كوي هغو ته ډېر ارزښت وركوي او ديوي او بلي لاري يې يو بل په غاړه كښې اچوي چي يو دا چي دهغه دهيواد خلګه سره يونه شي چي بياد دوي وګټو ته خنډاو خطر ور سپين نه شي داخو په هيواد كښې داوسيدونكو دنده چي دوي دخپل يو والي او هيواد ګټې په نظر كښې وساتي چي دباندنيو لاسونه ورغوڅ كړي په افغانستان كښې دتاريخ پايه چيه روانه ده لږكي په ډېر وبر لاس دي چي ودي ته دوخت يا دتاريخ جبرويل كيږي يا دهغه پخوانيو او اوسنېو واكمنانو ناخوالي دي چي دوي انډول او برابري په نظر كښې وناساتله او دمصلقونو(مصلتحونو) څخه هر وخت كار اخستي دي چي ددي ډيري تاريهي بثوتونه شته چي دا ځان ته بيل چيړنه غواړي خو ترټولو لويه خواښتونكي خبره په افغانستان كښې دا ده چي لږكي چي په هيواد كښې ميشته دډېرو برخي او حق خوري خو بياهم دوي تر هر چازياته په چغارودي او په نور ميشتو افغانانو تورلګوي چي تحصب او كركه دافغانانو ترمنځ اچوي.

اوس راځودسرو اوسپنو راغلي پخوانيو په تاريخي كردار باندي خبري كوو چي دهر ملك په ناخوالو كښې د دوي ډېرلوئي لاس دي چي يو شمېر بيلګي يې موږ وړاندي كوي شو هم دتاريخ په رڼا كښې په ۱۷م پيړي كښې چي دانګريزان وهندته دسوداګري د دوي دپاره وهند ته راغلو دوي په كلكه كښې ځان ته يو دفتر ونيوي او دهغه دفتر وروورو دومره وده وكړه چي دهغه ټول هنداو شاوخوا ملكو نه يې ونيول دا يې څنګه ونيول په تاريخ كښې دهر څه ثبت او كيك دي دوي لومړي ځان ته لاس پوڅي ونيول دوخت راجه ګانو سره خپلي اړيكي ونيول دوي يې سره وويشل بياو راجه ته باور وركړي چي دده په ملاتړ كښې ولاړ دي د دوي ترمنځ يې دښمنې واچولي يو بل يې پرله ووهل بي واكه يې كړو وروسته يې و ځان ته اړ او مجبور كړل چي وروسته جګړه ي دحيدر آباد دكن د واكمن سلطان ټيپره چي په خټه پښتون وو او دپلار دوخته څخه يې دباتوري ننګيالتوب نوم يې دباچاهي دلرلي لومړي يې دخپلو ګاونډيانو سره په كال كښې لاس په ګريوان كړي چي دده زور يې تر ډېره واستي بيا يې پخپله بريد ورباندي وكړي دي يواځي يې دمخه كركه اچولي وه دوي يې په جګړه كښې سره اچولي وو دوي يو دبل دښمنان شوي وو خو دوي دانګريزانو په چل ول نه پوهيدو كه څه هم دحيدرآباد دكن حاكم ټپو سلطان وافغان پاچاشاه زمان څخه مرسته غوښتي وه شاه زمان ديوه لوئي لښكر سره وهند ته را روان وو تر لاهور پوري ځان رسولي وو چي انګريزانو په خپل چل ول په هرات كښې دده په ضدبغاوت وشو شاه زمان يواځي په دكن كښې دانګريزانو ومخ ته ورواتي چي ډېر لږ دده پوځان ورسره ووچي په ډېره باتوري يې دانګريز په وسله وال پوځ سره جګړه وكړه او شهيدشودانګريزانو يو غټ دښمن چي د دوي دقبصه ګري ومخ ته د زمري واروو دريدي دده سره سره چي دوي دومره توان نه لري خو ددي نر افغان داوينا چي تراوسه په ياديږي چي دګيډړي دسل كاله دغلامي څخه دزمري ويوي ورځي وخپلواكي ته ارزښت وركوي هم داسي يې په نړ يوالو څرګنده كړه خو نورو حاكمانودګيډړي وارو دانګريزانو تر واك لاندي ژوند تيراوي دا ډول انګريزانو دهند ډېر كامونه يو په بل سره ووهل اوهر هغه زورور يې په يوه كمزوري وواهي چي ددوي ملاتړ دكمزوري سره وو چي بيلګه يې موږ دافغانانو سره سكهانو ترمنځ وشوو جګړو ته اړولي شو دوي دسكهانو ملاتړ وكړي او رنجيت سنګهه يې دپيښوره او تر كابله ورساوي داځكه چي د دوي نيت په را روان وخت كښې بشپړه افغانستان وو او غوښتو يې چي افغانان كمزوري كړي چي بيا ودوي ته هر څه آسانه وي هغه وو چي څه وخت وروسته دسكهانو كارور وكړي ځكه چي سكهان دانګريزانو په بياكي روان وو د ډېرو چل ول وروسته په يوه پيړي وروسته په دلي كښې ځائي خلګو دانګريزانو په ضد پاڅون وكړي چي دوي ورته بغاوت وائي او پاڅون كونكي دآزادي مبارزه وائي په دهغه پلمه دمظو وروستي تش په نامه پاچاظفرشاه دتخت څخه تخته كړي او ټوله هنديې په خپله ولكه كښې راوستي اوس دوي دهند حاكمان شول چي ډېرو چل ولونو وروسته يې دهغه هر څه ترلاسه كړو دمغل وروستي حكمران ته مي ځكه تش په نامه ټكي راوړي دي د ډېره وخته څخه دانګرانو ترلاس لاندي وو او دده حكم په ډلي كښې هم چانه ماني.

انګريزانوچي په خپل چل ول ټول هنداو شاو خوا ملكونه ونيول نو يې ددي دڅنګه دافغانستان دنيولو ودسيسوته هم دوام وركړي ددي دپاره اړينه وه چي يوه خواته دخيبر دلاري وبلي خواته دبولان درۍ لخوا لاره جوړه كړي افغانستان دخپلوكورنيو جګړو دكبله ددي توان ن لرلي چي خپلي سيمي تر واك لاندي وساتي نو ځكه دوي وافغانستان ته دلاري دصفاكولو دپاره لومړي دبلوڅو سره په چمونه پيل كړو دكلات خان مير نصير خان دويم ته دكاله ۵۰زره روپي ومنلي دهغه واكمني يې دعرب دبحر څخه تر مستونګ او بيادلس بيلي او ايران پوري ومنله دا د كال ۱۸۵۳ء ورځي شپي وي خان دپاره خپل استاځي وټاكي چي هغه روپي خان څنګه لګوي چي انګريزانو ورته وركولي دهغه انګريز ميجر دڅه وخت دپاره به كلات كښې پاته شو بيا ايران ته ولاړي چي الته ځان ته لارو وباسي اوس نو د دويم خان نصير په خاوره كښې دسيسي پيل شوي نصير خان دويم په ۱۸۵۷ء كښې مړ شو ويل كيږي چي ګل محمد چي داروغه وو وخان ته زهر وركړو چي دده واك او اختيار په حكومت باندي لږ شوي وو اوس دخان ورور خدائي داد خان دده په ځائي وتاكل شو چي د۱۶كلو په عمر كښې وو خو ډېر وخت نه وو تير شوي چي ځينو سردارنو لكه لس بيلي جام آزادخان نوشيرواني دخاران نورالدين منيګل او نور دخدائي دا دخان په ضدراپاڅيدل په خان باندي په يوه حكومتي غونډه كښې بريدو شو چي دي په كښې ټپي شو دهغه بريد په ده باندي دده تربور شيردل خان وكړي چي بياوسنيدته وتښتيدي چيري چي دانګريزانو حكومت وو خان په ځائي باندي شيردل خان وټاكل شو خو په څو مياشتو كښې شير دل خان ووژل شو بيرته په كال ۱۸۶۴ء كښې خدائيدادخان په تخت كښينول شو خو دده په ضد دجهالاوان سردار سرراپورته كړي خو تاج محمد نومي دهغه سردار بندي شو ددهغه كال په جولائي كښې دلس بيله جام نورالدين مينګل او آزادخان نوشيرواني بياسرونه رپورته كړو خو وزير ولي محمد دوي وټكول او كلات كښې بنديان شول آزاد خان كندهار ته وتښتيدي ددهغه ګډو ډيود مخ نوي دپاره دسيندپويټيكل كرنل پائيري دهغه سرداران په جيكب آباد كښې سره راوغوښتو خو څه يې نه كړو تراوسه لنډه داچي انګريزانو دخپل پخواني چل څخه ګټه ترلاسه كوله چي وويشه او حكومت باندي وكړي انګريزانو چي په افغانستان كښې دمحمدزوداميرانو سره په دهغه كلو كښې څه وكړو او خپل خپلوان يې يو په بل څنګه وټكول هغه خو دومره دشرمه ډك دي او دومره اوږددي چي دلته راوړل نه شي كيدي ددي دپاره په كار دي ي دقاضي عطاء الله خان دپښتنو تاريخ ولولي

دافغانستان اوسني حالات هم بايد چي په دهغه تاريخي رڼا كښې وكتل شي امريكا ناټو او نور ملكو نه په څنګه چل ول افغانستان ته په ۲۰۰۱ء كښې راغلو هغه ټول ځموږ ومخ ته څه ژمني يې كړي وي څه يې وكړو دهغه هم د بيان كولو څه اړتيانه شته وويشه وي ټكوه او تر لاس يې لاندي وساته دا د دوي تګ لاره وه ځكه چي پښتانه وائي چي تور سپي دليوه ورور دي دوي هم په هغه لاره تګ وكړي خو ددي دڅنګه يې كارونه هم ډېر كړي دي خو تر ټولو ښه كار چي دوي وياړ په كولي شوي هغه په افغانستان كښې وخواپاكو ټولټاكنو ته لاره هوارول وو ولي كه اعلان شوي ټولټاكني خواپاكي شوي وي او هر چا چي ګټلي وي هغه ولسمشر جوړ شوي وي نو به دافغانستان لانجي تر ډېره هواري شوي وي افغانستان به په جمهوري لاره روان شوي وه ولي چي افغانان وولسي واكمني ته ډېر ليواله وي د دواړو نوماندو د ډلو لخوا دټولي نړۍ او ټولټاكنو داداري سره دانوزو شو چي دوي به دافغانانو وپريكړه نه غاړه ايږدي دلومړي پړاؤ وپاپلو ته دواړو غاړه كښيښوده بيا دويم پړاؤ ټولټاكنې په داسي حال كښې ترسره شوي چي افغانانو خپلي رائي دخپلو سرو نه په شندلو ترسره كړي د دويم پړا، د رايو شمېرنه هم و ډېرو ته څرګنده شوه خودبده مرغه يوه لوري دپايلو دمنلو څخه سرغړونه وكړه  او ګواښونه يې وركړو دامريكا دباندني چارو وزير دوه ځله و كابل ته راغلي دواړه دولسمشري نو ماند يې سره كښينول چي په دهغه هم ټوله خبر دي خ دجمهوريت او دولسواكي په نامه چي څه وشو هغه دپسخدز په چپه بل څه نه دي...؟

 امريكا چي دافغانستان په چارو كښې ډېره بوخته اود خپله ده اوس هم كولي شي چي افغانستان په ولسي او جمهوري لاره روان كړي ددي څخه به امريكا نړۍ والو ته دجمهوريت دپاره خپلي هلي ځلي ښكاره كړي افغانان به دامريكا سره دنوري زياتي همكاري دپاره تيار او آماده شي او دخپلو ګټو په رڼا كښې به دامريكاسره تړونونه لاس ليك كړي افغانان به هم په  كراره شي نو ددي دپاره اړينه ده چي دولسمشري په ټولټاكنو كښې چي هره يوه كه هغه عبدالله عبدالله دي ياكه اشرف غني چي زياته رائي ترلاسه كړي دي هغه ته حكومتي چاري وسپارل شي هو بيا دي وخپلي مخالفي ډلي ته په خوښه په حكومت كښې برخه وركړي چي ددي لاره به هيواد په يوه سمه لاره روان شي او دافغانانو زړه به په كراره او سباؤن به ځلانده شي.

 هغه څوك چي بيځايه ګواښونه كوي هغه هم بايد په دي پوه شي چي د دوي دهر څه دافغانانو دافغانستان او دولس واك په ضددي چي د دوي په زيان هم دي بلكي دټولي سيمي په ګټه نه دي كه چيري د دوي دخوښي نو ماندنه ټاكل كيږي او دوي ګواښونه كوي نو هر څوك په دي خبر دي چي ګاونډيانو او نورو ډلو خولي واځي كړي دي چي څنګه په افغانستان كښې ګډوډي جوړه شي او دوي وخپلي نړۍ مبارزي ته دوام وركړي او هغه څوك چي ګواښونه كوي دوي خپله په افغانستان كښې د۲۰۰۱ء دمخه حالاتو ته بلنه وركوي ددي سره سره چي دوي په لويه كوټه ناست دي ددي سره سره چي ټول ملت يوه خواته دي او دوي بله خواته دي.

- بېرته شاته