(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.8.14 د ازادی د ورځي په پلمه

لیک: حاجي امین باوري

ازادي تر باچاهیه لا تیری کا
چي د بل تر حکم لاندي شي زندان شي

(خوشال خټک )


19.08.2014 : د اففانستان سیاسي ازادي د افغان اولس د یوی پیړی د قهرمانانه مبارزو ، د ځوانانو ، پیغلو او سپینږیرو د سرښندني او له شجاعته ډکو حماسو نتیجه وه . دا ازادي د یوې پیړی په ترڅ کي د داسي ورک نومو شهیدانو او نامیانو د جد او جهد محصول دی چي اوسنی تاریخ او راتلونکی به یی په فخر یادونه کوي .
د تاریخ په پاڼو کي لولو چي د افغان اتل او پر ازادی مین اولس د خپل معاصر تاریخ په دغه یوه پیړی کي د انګلستان د لویی امپراتوری د استعمارګر پوځ سره دری واره داسي جګړه کړی ده چي دری سره واره یی انګیس پوځ پر ګونډو کړی او ماته ورکړې ده .
دا نابرابره جګړی چي پر افغان اولس تپل سوي دي ، نه د جګړیزو اصلو ، نه په جګړه کي د اسلحو د توازون له مخي او نه هم د پوځي پرسونل د محاربوي وړتیا پر اساس ، سوي دي .
د انګلیسانو امپراتوري چي لمر یی په حدودو کي نه تر غرو کیدی او پوځي وړتیا یی پر دی ټولي سیمي واک او راج چلاوه ، افغانانو د ۱۸۳۹ عیسوي کال څخه تر ۱۹۱۹عیسوي کال پوري د دې امپراتوری قوي او پر ځان بسیا پوځ ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړي دي ، چي په ورستیو کي انګلیستان دی ته حاضر سو تر څو د افغانانو سیاسي ازادی ته غاړه کښیږدي او هغی ته د حرمت په سترګه وګوري .
کله چي د افغانستان د سیاسي ازادی او د دی ازادی د جشن نوم اخیستل کیږي نو سمدستي د شاه امان الله خان غازي نوم ورسره ګنډلی اخیستل کیږي .
شاه امان الله خان چي د امیر حبیب الله خان زوی وو ، پخوا تر دی چي د پاچاهی منصب ته ورسیږي او پر تخت کښیني ، د هیواد په روڼ اندو او ترقيخواه افغانانو کي یی خپل ګرانښت درلود . نوموړی چي یو روشنفکره ، د نظر خاوند ، متواضع ، صمیمي ، پر خپلو خلکو مین او همدارنګه د هیواد له ازادی سره بې کچي مینه پالل ، وتوانید چي د افغانستان سیاسي ازادي د انګلستان څخه تر لاسه کړي .
د افغانستان د سیاسي ازادی سند په لاهور کي د افغانستان د وخت د کورنیو چارو د وزیر ښاغلي علي احمد خان او د بریطانوي هند د بهرنیو چارو د وزیر سکرتر ( سر هملتن ګرافت ) تر منځ په ۱۸ د اسد د ۱۲۹۷ هجري شمسي کال لاسلیک سوی دی ، د دې سند توشح او لاسلیک د شاه امان الله خان غازي په واسطه څو ورځي نور هم وخت ونیوه .
د افغانستان د ازادی سند د ۱۲۹۸ هجري شمسي کال د اسد پر ۲۸ نیټه د یوه لوی او شانداره جشن په ترڅ کي چي د زاړه کابل په زړه د زرافشان قصر ( اوس د زرنګار پارک ) کي جوړ سوی وو د شاه امان الله خان د لاسلیک او توشیح پر وخت اعلان سو .
ټولواک شاه امان الله خان غازي د دې سند تر امضا وروسته په خپله وینا کي له اولس څخه غوښتنه وکړه چي تر دې وروسته نوموړی ورځ د ازادی د جشن په معنی ولمانځي .
ټولواک شاه امان الله خان د سیاسي ذکاوت او پوهي تر څنګ د هیواد له ازادی او ترقی سره مینه درلودل . د نوموړي شهزاده اولسي مینه وه چي خلک یی د انګریزانو سره جګړی او جهاد ته رابلل .
امان الله خان غازي د هیواد له تاریخ څخه پوره او دقیق معلومات درلودل . شاه امان الله ته په ضمیر کي د ازادی شور او اور له خپلو پخوانیو مرشیدینو څخه پاته وو . د ستر احمد شاه بابا او په نړی کي د دپلوماسی لوی مدرس میرویس خان نیکه ټول نصیحتونه یی پر زړه لرل .
اعلیحضرت شاه امان الله خان د میرویس خان نیکه د ازادی په اړه هغه وصیت چي د رحلت پر وخت یی خپلو نږدی خلکو ته کړی وو په یاد وو چي ویلي یی وه ( خپل ټول کارونه خدای ته وسپاری ، او پر خدای توکل وکړی ،جنګ په مړانه پر مخ بوزی ،په هر کار کي شرافتمندانه وضعیت غوره کړی او خپل پت ساتی ،هر کله او په هر ځای کي سره متحد اوسی ،خپل هر رګ او پله قوي کړی ،هیڅ کله د پارسیانو « د هغه وخت د پارس دولت » اطاعت ونه منی ، په هر قوت او سعی چي ممکنه وي خپل دښمنان چي پر تاسو حملی کوي ، پر شا ووهی ، د دوی د شمیر او ډیروالي څځه مه بیریږی ، ځکه چي تاسي متحد یاست او پر خدای مو توکل کړی دی ، یقین لرم چي دوی به مغلوبه کړی . ) په دی وخت کي د ستر مجاهد میرویس خان نیکه ساه لنډه لنډه سي او تر رحلت مخکي دا جمله چي ( اصفهان ونیسی ) وایی او روح یی له دې نړی څخه کوچ کوي .
په ننی معاصره نړی کي د ژوند هر اړخ ته د ازادی تعریفونه ورکړل سوی دي ، سیاسي ازادي ، اجتماعي ازادي ، د بیان ازادي ، اقتصادي ازادي او داسي نور ... دې اصل ته په کتلو ، شاه امان الله خان په ټولنه کښي د نوو ریغورمونو او پروګرامونو په وجهه د انګریزانو د خصمانه دسیسو ښکار سو . هغه کولای سول چي خپلو اصلاحاتي پروګرامونو ته د عمل د جامې اغوستلو لپاره له قهریه قوی څخه کار واخلي خو هغه ونه غوښتل چي د مترقي افغان پاچا د خدمت په وجه څوک خوږ سي . ځکه خو یی خپل هیواد پریښود او د غربت لاره یی غوره وګڼل .
د افغانستان د ۱۳۹۳ هجري شمسي کال د اولسمشریزو ټولټاکنو یو مخکښ او بریالی نوماند ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزي په خپلو ویناوو او کنفرانسونو کي د افغانستان پر سیاسي تاریخ نقد کوي او وایی چي د ټولواک شاه امان الله خان ازادي غوښتونکو او ترقي غوښتونکو هلو ځلو باید دوام پیدا کړی وای .
سیاست پوهان او ټولنپوهان اوس اوس دې پایلي ته رسیدلي دي چي تر څو یوه ټولنه په مکمل ډول اقتصادي ازادي ونه لري ، د سیاسي ازادی څښتن کیدلای نه سي .
دعا کوو چي د افغان اولس د ژوند د بسیا کولو او پر ځان متکي کولو لپاره راتلونکی دولتي داسي مشرتابه رامنځ ته سي چي د اولس د اقتصادي ازادی سره یو ځای سیاسي ازادي تر لاسه کړي . امین Haji Amin Bawari

- بېرته شاته