(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.8.14 سلاجيت يا موملاي

 10.08.2014: سلاجيت يا موملاي د تارکول په شان هغه مواد چې د افغانستان له غرونو يې راټولوي او ډيرخلک يې اوس نه پيژني، سلاجيت نوميږي. تور، سپين او په تيز نسواري رنگ کې دا مواد هماليه، التاي او قفقاز په غرونو کې موندل کيږي. په سانسکرت ژبې کې سلاجيت يا شيلاجيت هغه تيږې ته واي چې نه ماتيږي. په روسي ژبې کې ورته موميجو واي چې په اصل کې يوناني تورې دې. دا مواد منرالي تيل، دتيږې غوړ، د تيږوخوله هم نوميږي. دا دتيږو په درزونو (چودونو) کې هغه وخت راووځي چې نمرپرې ولگي. د ارسطو اوابن سينا په ليکنو کې دا د جراثيم ضد او توان ورکوونکي دارو په توگه ياد شوي دي.مولايي 
د هند خلک د چندرا ورما باچا په اړه کيسه کوي چې دده ځواني په جنگونو کې تيره شوه او کله چې د شپيتو کالو و نو ډير شته من او څوکاله سلطنت يې جوړ کړو، خو هغه وخت دې د ژوند د نورو خوندونو نه بې برخې شو. دې غرونو ته ولاړو او شيوا ته يې زارۍ وکړې چې دده مرسته وکړي. شيوا د خپل وجود نه يو مواد ورله ورکړل چې چندرا ورما پرې بيرته ځوان شو. دا مواد سلاجيت و. چندرورما د بودا غور نيکه و. هلته داسې باورهم دې چې شادوگان خام سلاجيت خوري نوځکه دوي په ونوځانگي او د يوغر نه بل ته ټوپ وهلې شي. 
د هرې سيمې سلاجيت توپير لري . په دې کې ۸۵ في صده منرالونه په "آيونيک" بڼه کې وي. آيونيک هغه قوت دې چې دوه متضاد شيان پخپلو کې نښلوي. پخوانيو ساينس پوهانودسلاجيت جوهرهغه وخت کشف کړو چې ټپي ځناوريې د تيږې په څټلو وليدل. هغو تيږو سره سلاجيت نښتې و. ددې نه جوړداروگان به يو وخت په تبت کې عام کاريدل. دا په ژيړ رنگ کې هم موندل کيږي خو تور يې ډير اغيزمن وي. 
په بازار کې بدل سلاجيت هم خرڅيږي خو د اصل نښه دا ده چې په لاس کې يې واخلې نو ويلي کيږي او بريښي. ددې بوي د تارکول په شان اوخوند يې تريخ وي. دا په اوبو کې حل شي اوهيڅ پاتې شونې يې نه وي. تصفيه شوې سلاجيت تر ډيرې مودې پاتې کيږي. تر اوسه دا څرگنده نه ده چې سلاجيت د تيږو مواد دي او که د بوټو. خو په دې کې د ډيرو وټامنونوتوان موندل کيږي. 
د تيرو شپيتو کالو راهيسې په روس او هند کې په دې ساينسي څيړنې کيږي او په موږکانو يې ازمويلې ده. دوي واي چې دا د بندونو د درد لپاره ، دردونو، د خيټې د تيزابيت، د ستړيا د زهني او بدني توان لپاره ښه وي. په روس کې اوس هم دا په بازار کې عادي خرڅيږي. د هماليه په غرونو کې سلاجيت د ژمي په مياشتوکې راټولوي. زيات وخت دا په لوړو غرونو کې داسې تيږو سره نښتې وي چې ورته رسيدل گران کاروي. ددې راټولوونکي په تيږه ډز وکړي او کله چې سلاجيت د تيږې نه رابيل شي او په واوره وغورځيږي نو بيا يې راټول کړي. د راټولولو نه وروسته دا تصفيه کيږي. لومړي يې په لوخي کې په اورويلي کوي، ورپسې يې تر ډيره وخته ايشوي، صفا شوي سلاجيت له اوبو رااخلي. بيا يې يخ اوپه وړوټوټو کې مات کړي. 
دسلاجيت يا موملاي تاثير گرم وي او بې له ښه حکيم او طبيب چې ددې په ارزښت پوهه وي ، نه دي خوړل پکار. پخوانو وختونو کې به دا زيات وخت هغه چا ته يې ورکول چې هډوکې به يې مات و. په غرونو کې چې واورې کيږي نوخلکو به د ځان گرمولو لپاره دا خوړل. پهلوانانو به د خپل توان د زياتولو لپاره له دې کار اخستو. 
دسلاجيت بدې اغيزې هم شته دې. دا په وجود کې يورک ايسډ (تيزابيت) زياتولې شي. ممکن ددې منرالونه وينه زهر ژن کړي. که په اصل حالت کې نه وي نو نورتاوانونه اړولې شي. دا په جگر بد تاثيرلري، که ډير وخوړل شي نوپه مخ دانې راخيجي، د خيټې ناروغۍ پيدا کولې شي.
اروپا ته ډيرو نوروچيناي اوهندي داروگانو سره ددې راوړل هم ممانعت لري ځکه ددې امکان وي چې سلاجيت د نورو فلزونو سره که گډ شي ، ياني د اوسپنې يا د پلاسټکو په ډبلي کې که بند شي نو ممکن زهرژن شوي وي.

- بېرته شاته