(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان دمينې پيامبر

دژمى په دې ورځو شپو کې زمونږ په وړاندې د جنوبى ايشيا په سياسى افق يو روښانه ستوری پړقيږى، خنديږى او مسيږى او د ورکو کاروانونو ستړو ستړو مسافروته په تکه توره شپه کښې د هغوى لارې بريښنا کوى، څو وکړی شى چې خپل مرام ته ورسى. هو داستوری باچاخان دی، چه د ايلم ترچ مير، هماله، تاترې او سپين غر په څوکو په توره تياره شپه کښې نن هم ځليږى باچا خان د برطانوى استعمار خلاف د خپل جدو جهد شروع د ډير سوچ او فکر نه پس کړې وه. هغوى ته دا احساس وو چې دشمن څو چنده دی، مالى، سياسى او نفسياتى حربې ئې په ولقه کښې دى دنړۍ په اکثرو غريبو ملکونو او منطقوئې خيټه اچولې ده. ددې بلا د سر چقولو يو داسې طريقه پکار ده چې نه سيخ وسوزى او نه کباب، بلکې چې په ګوړه مرى نو زهرو ته ئې څه ضرورت دی. برطانوى استعمار د هغه وخت يوه خطرناکه بلاوه چې باچاخان به پرې لکه د جادوګر پاړو په شان د مونه اچول چې بې ضرره ئى کړى او د زهر جنو لشو اثرات ئې کم کړى. دې د پاره باچا خان د عدم تشدد په فلسفه قايم وو. د هغوى په وړاندې د معاشرتى اصلاحاتو دټولونه لوئې تحريک د حضرت محمد(ص) د ژوند او طريقه کار په شکل کښې موجود د وو. او هم ددې رول ماډل نه ئې استفاده کړې ده. دمثال په طور چه کله حضرت محمد(ص) د عربستان د جهالت نه په ډک ماحول کې خپله حقه خبره وکړه نو دهغه وخت غټو غټو بلا ګانو ورته خلې وازې کړې.هغه وخت وو چې حضرت محمد په مکه کې وو. دمخالفت وى طوفان ئې په ضد راولاړشو، چې پکښې د ښځو، شړو سره سره ماشومان هم شامل وو، هغوى مبارک ته ئې خپل ښار لکه د دوزخ سور اور کړو ولې هغوى به ورته دعاکوله داسې دوه ياران به چانه وى ليدلى چې يوه ورته کنځل او بل دعاکړه دحضرت محمد داخيال و چې د هغوى مبارک ملګرى خو د ګوتو په شميردى، که جنګ جګړه شروع شى نو نه دنياوى وسائل شته او نه مطلوبه افرادى قوت دې دپاره ئې دجهالت نه ډک ماحول ته داخلاقى شکست ورکولو تابيا وکړه په کوم کښې چې هغوى سل فيصد کامياب شو. دخپل مملکت چې په هغه وخت کښې به ئې ورته يثرب وئيلو خاوندان شو او د اخلاقوسره په دنياوى مال او اسبابو هم تر څه حده واکمن شو نو بيا به ئې ورته وئيل چې ای جاهلو قريشو دا ګز دی او دا ميدان د باچاخان دا خيال ؤ چې د عدم تشدد په فلسفه دغه خپل جنګيالی قوم دزيات نقصان نه بچ کولی شى.ځکه چې دشمن خو دا غوښتل چې داسې به کومه يوه خبره وى چې دوى په اشتعال کې راشى او د ديوال سره سر او جنګوى. بله خبره چې باچاخان په خيال کښې ساتلې وه هغه دا وه چه که څوک تا ته بيا بيا کنځل کوى او ته ورته هيڅ هم نه وائې داسې کولو سره ستا دمخالف بدنامى او رسوائى کيږى د هغه دوستان کميږى او دشمنان ئې زياتيږى او بل طرفته چې څوک د کنځلو جواب هم نه ورکوى دهغه نيک نامى کيږى، دوستان ئې زياتيږى او يو وخت دا سې هم راشى چې څوک ورته کنځل کوى هغه ئې هم مريدشى دلته د اسلامى تاريخ په حواله د عمر فاروق ذکر ضرورى ګڼم دا هغه انسان وو چې د جهالت د مور چې پاسبان وو ولې يو وخت داسې هم راغی چې په خپل حکم به ئې سيندونه او دريابونه قابو کول چه مې مينه خدائې په تا باندې پيدا کړه ترکه ما په هغه ورځ خپله رضاکړه نن هم په جنوبى ايشياء کښې په کروړونو وګړى باچاخان ته د احترام په سترګو ګوري. او په ټوله استعمار ځپل شوې نړۍ کې يو اتل، مبارز او قهرمان په نوم پيژندل کيږى چه عظمت ته ئې د غيرو سترګې بريښى هر پښتون دې باچا خان غوندې بدنام شى دهند او اوسنى پاکستان د ترقۍ او خوشحالۍ ګاډی صرف او صرف د باچا خان په تربيت شوو لارو او پاټلو مخ په وړاندې تلی شى. د باچا خان د فکر بڅرى ټوله نړۍ د ايټم بمونونه پاکه ګرځولی شى، دباچاخان دفکر مشالونه مونږ ته دجومات، مندر، چرچ، ګردوارى سا ئينا ګاګ او سټو پاګانو د احترام درس راکوى که نن هم مونږ د باچا خان د فکر او فلسفې نه استفاده و نکړه او شاته موکړه، نو ټوله نړۍ به د سائينس او ټيکنالوجۍ په حصول، يا دمريخ او سپوږمۍ په تسخير او يا مونږ پورې په خندا کې بو خته وى او مونږ به د هندو اومسلمان يا شيعه او سنى په نامه د يو بل سرونه ماتوو. - بېرته شاته