(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.7.14 پکتیکا!!!

21.07.2014: د هدیري په سر د جنغوزو ونې ولاړی وي. هدیری ته نږدي وني ګڼي وي ځینو ونو ژړل مړې مړې اوښکې یی په ټټر راوني وي. له پیړیو راهیسی په نوموړی هدیره کی مړی خاورو ته سپارل کیږي. په هدیره کې د بنیادمانو له لاسه چې مړه شوی دي تر هغو یی شمیر زیات ده چې په حق مرګ مړه شوی لا تر اوسه د غه لړی داوم لري یو خدای پوهیږی چی ترڅو پوري به ادامه لري. په هدیره کی د پکتیکا د پيښي د خپلوانو ترځنګ ماشومان هم وه یوه ناوې مې له ورایه ولیده چی دوه ځلی واده شوې وه یو قبرته به ودریده بیابه بل ته پښه نیولی شوه دعا به یی وکړه نوی قبرته به دواړه لاس په تندي کیناسته دنوموړې بل خاوند د ماین په چاودنه کی مړ شوی وه. ناوې کونډه د خپلی راتلونکی په اړه د سوچو دریاب کی ډوبه وه. سپین سر ې هم د خپلو زامنو قبروته لاس په دعا وي.له بلی خوا دهدیری په منځ کې سپین ږیرو دخپلو زامنو قبرو ته مړې مړې اوښکې تویولي زه  دیو شهید قبر خوا ته ولاړ وم په هدیره کی مې چی کوم حالات ولیده په زړه کي می د خفګان سیلابونه په څپو شول دشهیدانو په قبرو ګلداري جنډی ځوړندی وي. . دلرګیو زانګو ورته تړلی وي زما د سوچونو لړۍ لا روانه وه چې دپښو ښکالو مې ترغوږو شوه. ګورم چې د یوه شهید مور راغله له ورایه ښکاریده چی ‌ډیر یی ژړلی دي دښی سترګی په بڼه کی یی یو ځلیدونکی اوښکه ځنځولۍ وه ما ورته ویل الله(ج) د هر فرعون سره سم ځمکی ته موسی هم رالیږلی هدیره کی مې نورو قبروته اشاره وکړه اوزیاته می کړه ادې دغو ټولو الله ته صبر  کړی ده ډیره تسلي می ورکړه. دشهیدانو په قبر مې د زانګو تړلو علت وپوښت؟ له سترګو یی درڼو اوښکو باران شروع شو.او ویلی زویه ناوې اولادونه غواړي ما هم په ډیرو نازولو زیارتونو باندي ډوډۍ پخي کړي ګلدارو دسمالو ته مې ‌ډیري غوټي ورکړي الله اولاد راکړ خدای ناترسه بنیادمانو رانه واخست دوی ته به خدای اولاد ورکړی. د ځمکي په سر په څنګه ژوند کوي......
لیکوال : رحمت الله شیرزوی هیبتې 

- بېرته شاته