(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.6.14 محمودخان اڅکزي کابل ته تګ

25.06.2014:  په ولسم او اتلسم جون زموږ محترم مشر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټئ چئرمین محمودخان اڅکزئ د پاکستان د حکومت په استازیتوب د ګران او خوږ افغانستان پلازمینې کابل ته ولاړ د او محترم ولسمشر حامد کرزئ صیب سره يې خبرې اترې وکړلی. چې پرون کرزئ صیب هم د علماو شورا ته په بیانیه کې دغه خبرو اترو ته اشاره وکړه.او ډیر هرکلی يي وکړو. کرزئ صیب دغه پلاوي ته ډیردرناوی او احترام ښکاره کړلو او خپل قدرمن دریځ يې په ډیره درنه بیان کړلو. 
د محمودخان اڅکزي دغه ورتګ ته دوستانو او دوښمنانو په خپل خپل نظر کتلي. خو خلکو نه د نواز شریف ، محترم حامد کرزئ او محمودخان اڅکزي د ترکي لیدل کتل په نظر کې ساتلي دی نه يي د نواز شریف کابل ته او د کرزئ صیب اسلام اباد ته راتګ په نظر کې نیولی دی. هر چا د خپل خیال اس زغلولی دی. بیا اس خو اس دی نو کله کله په نیمه لاره کې په پردې شوتل هم ورشي. خو نه څوک خیال بندولی شی او نه اس. البته ځینې خرو هم د خپل خیال خر زغلولی دی. خو دا خبره دې د هر لوستونکي په زړه وي، چې د محمودخان اڅکزي د محترم حامد کرزئ او نواز شریف تر مینځ خبرې اترې هیچا نه لیدلي دي نه يي اوریدلي . خو هرچا د خیال اس زین کړی دی او موږ يي نندارې ته کښینولي یو. راځئ چې هر یو ته وار په وار لږه کتنه وکړو.
ډان ورځپاڼه په خپله ننئ اداریه کې لومړی نواز شریف ویروي چې داسی کارونه کله کله تاواني وي او تاته بیرته راګرځیدلی شی. بیا د محمودخان اڅکزي ټول عمر د افغانستان په دفاع کې تیر شو نو د داسی سړي افغانستان ته لیږل او د کرزئ صیب سره ملاویدل به د نواز شریف څخه پوځ خفه نه کړي؟ بیا ډان خپل هغه زوړ رباب ټنګولی دی چې کله امریکایان او د ناټو پوځونه له افغانستان څخه ووځي نو پته نه لګي د تالیبان به پوزیشن څه وي او دوي به د افغان حکومت خلاف جهګړه کوي که خبرې اترې به کوي. په اخر کې ډان لیکي چې د خبرو بیخي نه کولو څخه دا ډیره ښه ده چې افغانستان او پاکستان د یو بل سره خبرې کوي. 
د ډان دا خبره ریښتیا ده چې د محمودخان اڅکزي او پښتونخوا میپ د هر کارکن دا د ایمان برخه ده چې په افغانستان کې به هیڅوک لاس وهنه نه کوي. او هر څوک به د افغانستان استقلال، د خاورې تمامیت ، او خپلواکي هرو مرو مني. زه به دلته د محترم مشر هغه الفاظ بیا ولیکم چې کوم افغان په افغانستان د اسلام اباد بادشاهي غواړي د هغه په افغانیت کې شک دی. 
د مشال ریډیو ډیر محترم عبدالحئ کاکړ صیب هم د ملت پال مشر محمودخان اڅکزي کابل ته په ورتګ یو راپور خپور کړی دی او په دغه راپور کې د محترم افراسیاب خټک د خلې ، دا ډیره ښه خبره ده چې پښتانه ملت پال د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ستونزو په هوارولو کې راګډ شول، دا کار مخکې هم شوې دی. ځکه چې د افغانستان پښتانه او د پاکستان پښتانه سره تړلي دي او د دواړو خواو په ستونزو خبردار دي. بیا ملګري عبدالحئ کاکړ د خپل خیال اس زغلولی دی چې پښتانه ملت پال ځوانان دا خبره نه خوښوي چې محترم مشر محمودخان اڅکزئ د اسلام اباد په استازیتوب کابل ته ولاړ شی، د عبدالحئ ملګري دا خبره بیخي غلطه نه ده، او که په سلو کې لس نه وي نو پینځه فیصده خو خامخا ریښتیا ده. ځکه چې زموږ ځینې ملت پال لا تر ننه پورې د شپاړسمې صدئ په چنګیزي خیالونو کې ژوند کوي، تورې تر ملا زغره په ټټر په میدان ولاړ دي.او د ملالې یاقربان که په میوند کې نه کوی نو د کوټې دننه یا د پټي په پوله خو يي کوي، خو افسوس دا دی چې نړئ ډیر مزل کړی دی، موږ د ټوپک د کوره وتي یو او د خبرو اترو کور ته داخل شوي یو، که موږ د افغان وطن تاریخ ته نظر وکړو نو موږ میدان کله بائللی نه دی او خبرې اترې مو کله ګټلي نه دي. بیا پوښتنه راپورته کیږي، چې موږ بیخي د نړیوال دستور څخه ځان پریکړو؟ دیوال ته مخ کړو چې زه خبرې نه کوم ؟ دا ډول طرز عمل به موږ نړئ ته کوم ډول خلک ښکاره کړي. 
بیا د محمودخان دا خبره چې د سولې او امن آشا به د کابل څخه پیل کیږي. بیا د هغه دا خبره چې آئی ایس آئی وغواړي په یوه میاشت کې دننه به په افغانستان کې امن راشی. نو که نن آئی ایس آئی غواړي که نه غواړي د حکومت مشر غواړي چې د کابل رائی ته درناوی ولري. نو موږ هم باید د مهذبې نړئ روایت مات نه کړو او د خبرو اترو تیښته ونه کړو. دا خبرې په حجره جمات کې خلک پښتو ګڼي خو په نړیوال سیاست کې دا بده خبره ده. او دا ښه خبره ده که د پاکستان پوځ او حکومت په خپلو کې سره اختلاف ولري. زموږ په کې څه تاوان دی؟ 
ټرائبیون ورځپانې بیا خپله کیسه جوړه کړی ده نیم دروغ نیم ریښتیا يي سره تړلي دی، غټه خبره يي دا کړی ده چې بیخي دروغ ده چې نواز شریف د محمودخان اڅکزي په خله د افغانستان د حکومت څخه د سوات د تالیبانو پخوانی مشر ملا فضل الله غوښتلې دی. او افغانستان ته يئ خواست کړی دی چې د پاکستان تالیبان د خپلې خاورې څخه وشړي. راپورټ لیکونکی د فضل الله سکه د ماما ځوئ ښکاري او فکرمند دی. د رپورټ ځینې خبرې ریښتیا دي چې د افغانستان حکومت هم د پاکستان څخه غوښتلي دی چې حقاني شبکه ووهي او په خپله خاوره د ترهګرئ اډې د تل لپاره وتړي. 
د محمودخان اڅکزي خوئی کردار، او سړیتوب کچې ته چې ګورو نو هغه به هیڅکله د دی کار لپاره افغانستان ته نه وي تللی چې ګنې افغانستان دی ملا فضل الله ووهي یا دی د خپلې خاورې وباسي. ځکه د محمودخان اڅکزي دا دریځ لکه د لمر روښانه دی چې که پاکستان په خپله خاوره هغه ښاماران ساتلي دي چې د تیرو دیرشو کالو راهیسې افغان ولس او افغانستان ته زهرجن ټکونه ورکوي نو دا بده خبره نه که د پاکستان څخه تښتیدلی خلک په افغان خاوره دیره شی. بلکه په یوه مرکه خو يي د سلیم صافي نه پوښتنه وکړه چې تا پاکستان تنګ کړي ته به هم جلال اباد ته ځی ، که ما تنګ کړي زه به هم کندهار ته ځم. 
بیا د پاکستان کرلي به پاکستان ریبي ، پاکستان په ټوله نړئ کې د ترهګرو توخم خپور کړی دی او د محمودخان اڅکزي په وینا چې په پاکستان کې څوک هم د پاکستان خلاف راپورته شی د پاکستان دښمنان دومره ډیر دی چې دغه راپورته شوي خلکو ته به خامخا کمک ورکړي. 
زما د خیال اس هم په ترپکو دی او زه غواړم چې افغانستان دی هم دا اوس په اسلام اباد یرغل وکړي د تیرو شپیتو کالو پور دی ترینه واخلي او دا ملک دی ټوتې ټوتې کړي. خو دا خیال چې د هوا څخه راښکته کړی او ځان ته يي کیږي نو ماته به هم دا خپل ځان خر وښکاري. ځکه چې زما وطن افغانستان دیرش کاله ټپونه او زخمونه خوړلي دي، ملي اردو مې وخت غواړي، چې په خپلو پښو ودریږي، ملي ادارې مې وخت غواړي چې د وطن د بیا رغونې پروسې په مخ بوځي، په زرګونو زده کوونکي مې په نورو هیوادونو کې د هیواد د روښانه سباون لپاره په زده کړو بوخت دي، چین او هند راسره اړیکي لا ټینګوي، امریکایان او اروپایان کډې نغاړي، آیا په داسی حالاتو کې خپلې دروازې د ګاونډیانو لپاره تړل د زیرکو خلکو کار دی؟ لږ انتظار ونه کړو چې بریښنا کوټ جوړ او د کابل سیند په کونړ ورپورته کړو او د وطن مور زمکه په باغونو شنه کړو؟ 
بیا به راشو د محمودخان اڅکزي د افغانستان په هکله دریځ ته او د هغه د ګوند هڅو ته چې د افغانستان د استقلال ، خپلواکئ او د خاورې د تمامیت لپاره يي کوي. په نري څادر کې ولاړ محمودخان اڅکزي چې د اسلام اباد په پارلیمان کې د افغانستان کومه دفاع کوي ډیر خلک يي په کابل کې د کومانډو محافظانو په مینځ کې نه شی کولی. د پښتونخوا میپ د غړي جوړیدلو څخه مخکې موږ د لر او بر یو افغان نعرې وهلی خو دا راته محمودخان ووئیل چې ، د ګران افغانستان د ژمي پایه تخت پيښور کې راغونډو شوو د لر او بر افغان میړنو ځلمو. دا خبره مو د محمودخان اڅکزي د خلې واوریدله چې ځوانانو ما خوب لیدلی دی افغانستان به جوړ وي، افغانستان به ودان وي، افغانستان کې به سوله وي او پښتانه به بیا دوبئ او کراچئ ته مزدورئ له نه ځي بلکه په وردګو کې به کوئلې راوباسي. جمعه به يئ په کور وي. د پاکستان په ټول تاریخ کې د یو پښتون نوم دی څوک واخلي چې لکه د محمودخان اڅکزي د کوئټې په صادق شهید فټ بال سټیډیم کې نعره پورته کړي چې ګران افغانستان ــ او ټول ولس په یوه خله ووايي چې زنده باد.
نن لښکر نه لرو، خو د خبرو توان لرو، الله دی لښکر راجوړ کړي بیا به درته ښکاره کړو چې زموږ جنت افغانستان دی. دا محمودخان اڅکزي او د هغه ګوند پښتونخوا میپ وو چې په هر دیوال به يئ لیکل چې ، پیجابي جرنیلانو په افغانستان کې لاس وهنه بنده کړئ. یا دا خبره چې محمودخان يي کوي، چې افغانستان چنګیز ونه نیولو، انګریز په کې خپل هډوکي مات کړل، تیمور ترینه په تیښته ولاړلو نو د سرګودهې پهلوانه تا کوم دال خوړلي دی چې ته به کابل نیسي. 
دلته ضروری ګڼم چې د محمودخان اڅکزي د بی بی سی د هغه مرکې حواله ورکړم چې په غږیزه توګه د بی بی سی په ویب پاڼه موجوده ده.
،،‎ د پاکستان واکداران وایی چې موږ د هغه تالیبانو سره خبرو ته تیار یو چې د پاکستان اساسي قانون مني. نو زه درته د حامد کرزي له خوا ډاډ درکوم چې د افغانستان حکومت هم د هغه تالیبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی کوم افغان تالیبان چې د افغانستان اساسي قانون ومني. د افغانستان اساسي قانون تر پاکستان ډیر اسلامي دی. بیا دوي وايي ښه تالیبان او بد تالیبان، دا خبره غلطه ده چې کوم تالیب د پاکستان سره جنګ کوي هغه بد دی او کوم چې ګران افغانستان سره جنګ کوي هغه ښه دی . ښه او بد تالیب منل د امن په لاره کې لوئی خنډ دی. تالیب ته خواست کوم چې دوي به د آئی ایس آئی لکۍ له ځانه پریکوي. د آئی ایس آئی د بریګيډير ‎هغه منی او د مجددي صیب هغه نه منی؟ د آئی ایس آئی د میجر منی او رباني صیب هغه نه منی؟ چې د آئی ایس آئی په کته سپور وي هغه خائن دی.
زموږ په خپل مشر او خپل ګوند کلک باور دی زموږ ژوند او مرګ د سوکاله، خپلواکه ، سوله ييز او پرمختللی افغانستان په نوم دی.محترم مشر محمودخان اڅکزئ خو لکه د لمر په شان ښکاره دریځ لري. اوس خو یو عام پښتون هم د پنجابي جنت په افغان دوزخ نه ورکوي. یو بل یار مې هم خپله د نفرت غوا په وچ میدان بې د عقلي او مادي دلیله څرولی ده خو مهمه نه ګڼم چې د هغه ذکر وکړم. 
ګران افغانستان زنده باد.

- بېرته شاته