(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.6.14 روه ، روهیله او رو هیلکهنډ

ډاکټر لطیف یاد
روه :
23.06.2014:  په منځنیو پیړیو کې روه دافغانستان ټولو هغو سیموته چې پښتانه پکې میشته وو اطلا ق کیده لکه : اوسنی ننګرهار ، کونړ ،لغمان،کاپیسا ،کابل،لوګر ،پکتیا ،خوست ، پکتیکا،میدان،غزني ،زابل،روزګان ،کندهار ،هیلمند ،سهیلی پښتونخوا اواوسنۍ ټوله پښتونخوا چې په مجموع کې ددوی هیواد دروه په نامه یادشوی دی . موږ دروه دکلمې څرک په پښتو ادبیاتو کې هم لیدلای شو ،لکه دستر خوشال بابا زوی اشرف خان هجری چې روهي تخلص یې هم کاوه او دجنوبي هندوستان د ددکن دبیچاپور په جیل کې د هند دمغولي واکمن اورنګزیب له لاسه بندیوا ن و دابیت :
( قاصدان له روهه نه راځي مدت شو – سلام باد رارسوي منت یې تم دی)
یعنې ډیره موده وشوه چې قاصدان دروه دسیمې نه زما پوښتنې ته نه دي راغلي.نو ددې بیت نه هم جوتیږي چې په هغه وخت کې دپښتونخوا او اوسني افغا نستان نوم روه و.
روهیله :
داتلسمې زیږدیزې پیړۍ په لو مړیو کلونو کې دافغانستان او پښتونخوا له سیمو نه ډیر شمیر پښتانه چې په دوی کې یوسفزي ،بړیڅ او مندړ هم شامل وو دهند داتهراپردیش دکټهیر سیمې ته لاړل اوورپسې یو زیات شمیر پښتانه د اورنګزیب په پو ځو نو کې شامل ( بر تهي ) شول، ځکه پښتانه په جنګي تاکتیکونو او چلونو ښه پو هیدل. خینې نورپښتانه هم داتلسمې بیړۍ په نیمایې کې له افغانستان او پښتونخوا نه دکټهیر سیمې ته ولیږدیدل چې په دوی کې خټک ، اپریدي ،دراني ،غلجي ،تنولي ،ترین ،کاکړ او مروت هم وو. ددې لپاره چې دغه پښتانه دروه یا افغانستان یا پښتونخوا له سیمو نه هلته لیږدیدلي وونو هندیانو به دوی ته روهیله ویل.
روهیلکهنډ :
کله چې دروه دغه روهیله پښتانه په کټهیر کې میشته شول نو وروسته ددوی سیمه درو هیلکهنډ په نا مه سره یاده شوه چې دهند داتهر پردیش په رو هیلکهنډ کې ددوی مشهورې سیمې په لاندې ډول وې : مراد آباد ،آنوله ،شاهجهانپور،رامپور ، بریلي ،بدایون او نجیب آباد او ددوی دریاست دارالخلافه یا مرکز بریلي و. ددغو روهیله پښتنود سترو نوابانو نو مو نه دادی : نواب علی محمد خان ،نواب سعدالله خان،نواب فیض الله خان ،نواب محمد علی خان ،نواب غلام محمد خان ، نواب محمد سعید خان ،حافظ الملک حافظ رحمت خان، نواب نجیب الدوله .
دغه روهیله پښتانه وروسته دومره پیاوړي شول چې د(۴۰۰۰۰ ) زرورو هیله پښتنو یو پیاوړی پوځ یې درلود اوکله چې ابدالی احمدشاه بابا په (۱۷۶۱ زیږدیز کال ) دمر هټه وو سره دپاني پت په مشهور ډګر کې جګړه وکړه نو روهیله پښتانه سردارن لکه نواب نجیب الدوله او حافظ الملک حافظ رحمت خان دد ه مرستې ته ور ودانګل.
بایدزیاته کړم چې دغه روهیله پښتانه اوس هم دهند داتهربرادیش د روهیلکهند په سیمه کې شته او دوی هلته درو هیلکهنډ په نامه يو پو هنتون هم لري.همداراز د هند دپلازمیینې ډهلي ته نږدې د اورګاډی یو تمځی( سټيشن ) هم دسرای روهیله په نامه سره یادیږي 
په لاندیني انځور کې تاسو د رو هیله پښتنو درامپور دریاست بیرغ ( جنډه ) لیدلای شئ !

 

- بېرته شاته