(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.6.14 عبدالله سياسي بحران رامنځ ته کوي

 مشال راډیو 21.06.2014 : د افغانستان په دي حساسو او حیاتي شیبو کي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي کاندید، عبدالله عبدالله د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ترسره شوو انتخاباتو د رای شمېرنې بهیر په ګډوډولو سره په هیواد کي یو سیاسي بحران رامنځ ته کوي.
زیات شمیر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د ولسمشرۍ  د دوهم دور انتخاباتو په اړه مقالې او مضونونه خپاره کړي او دا مسله یي له بیلابیلو اړخونو څیړلې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې: په افغانستان کي له اور سره لوبې– تر سرلیک لاندې یوه مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:
د افغانستان په دي حساسو او حیاتي شیبو کي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي کاندید، عبدالله عبدالله د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ترسره شوو انتخاباتو د رای شمېرنې بهیر په ګډوډولو سره په هیواد کي یو سیاسي بحران رامنځ ته کوي. هغه د چارشنبې په ورځ د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه وغوښتل چې رای شمېرنه ودروي او له دې پروسې یي خپل ناظرین وایستل.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: د عبدالله عبدالله دا عمل  د افغانستان لپاره چې په یوه نازک حالت کي او د طالبانو تر ګواښونو لاندې دی، ممکن یو مصیبت وي.
د ورځپاڼې په باور، که چیرې د انتخاباتو وړونکی اعلان نشي، احتمال لري چې په افغانستان  کي د نژادي او قومي لیکو ترمنځ سیاسي مبارزه زور واخلي او په دي توګه به ناممکنه شي چې قدرت په ډیموکراټیک ډول انتقال شي.
ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کي د ګډوډیو له امله به د حکومت د پریکړې او تصمیم نیونې قوت له منځه لاړشي او د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون چې له مخې به یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴م کال وروسته د امریکایي ځواکونو پاته کېدل ډاډمن شي، مخه ونیوله شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندي لیکي:
په افغانستان کي ډیموکراسي ځوانه ده او د دې هیواد سیاسي تاریخ ته چې په قومي اصولو ولاړدی، او پراخ ادارې فساد ته په کتو، د نړۍوالو کارپوهانو او امریکایي چارواکو په ګډون، زیات شمیر خلک په دې باور دي چې په انتخاباتو کي به یو څه ټګۍ شوې وې.
عبدالله عبدالله ادعا کوې چې په انتخاباتو کي د اشرف غني احمدزي په ګټه صندوقونه ډک شوي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د یوه جګپوړې چارواکي په ګډون یې حکومتي چارواکې په ټګیو تورن کړي دي.
ورځپاڼه لیکي، اصلي ستونزه دا ده  چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر اوسه د رایو رسمې نتیجې نه دې اعلان کړي، او عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د ټګیو برګیو کره شواهد هم نه دي وړاندي کړي، خو بیا هم نوموړي پروسه تحریم کړه. د افغانستان د قوانینو له مخي د انتخاباتو په اړه شکایتونه، درغلۍ او بې نظمۍ باید د انتخاباتې شکایتونو کمیسیون وڅیړې او دا په هغه صورت کي کیږې چې نتیجې اعلان شي.
نیویارک ټایمز د تحلیل په وروستۍ برخه کي لیکي: په افغنستان کي د سیاسي ګډوډیو له امله ممکن متحده ایالات او نړۍوال مرستندویان له افغانستان سره د خپلو مالي او نورو مرستو په ژمنو له سره کتنه وکړي، خو افغانستان د داسې یوه حالت یا نتیجې د زغم توان نلري.
ایکونومیست مجلې هم په همدي اړه یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کي یي لیکي:
په افغانستان کي تاریخ تکرارېږې او په ډېرو مواردو کي له غمیزو او تراژیدیو سره مل وي.
د جون ۱۴مه باندط د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو کي د ۲۰۰۹ م کال حالت تکرار شو. په دې معنا چې هغه مهال ولسمشر حامد کرزی په انتخاباتو کي د ردغلیو له ادعاو سره سره، د ولسمشر په څوکي ټاکل شوی و او دا ځل هم د جون په ۱۸مه عبدالله عبدالله، کرزی او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په انتخاباتو کي په لاسوهنو او درغلیو تورن کړل.
ایکونومیست زیاتوي، عبدالله عبدالله په ۲۰۰۹م کال کي هم، ورته تورونه لګولې ول او د دوهم دور له سیالیو وتلی و.
مجله وړاندې لیکي: په افغانستان کې له انتخاباتو  دا ځل له توقع پرته ستونزه رامنځ ته شوه. مرستندویانو هیله درلوده چې د اګست تر دوهمې پورې به په افغانستان کي نوي ولسمشر ته په آرامۍ او سوله ایز ډول قدرت انتقال شي، خو دا کار ممکن وځنډیږې او په دي توګه به د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون لاسلیکېدل هم وځنډول شي.
بلخوا تیره ورځ وال سټريټ ژورنال لیکلې، دا چې
 پاکستان د افغان طالبانو مشر ملا عمر او نورو هغو وسله والو ډلو ته چې په افغانستان کې جنګيږي، په خپله خاوره کې پناه ورکړې، د افغانستان راتلونکې ولسمشر له پاکستان سره په دغه اړه بايد واضح خبرې وکړي.
د امريکايي ورځپاڼې (وال سټريټ ژورنال) په ليکنه کې راغلي، د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو په دويم پړاو کې شاوخوا ۶۰ سلنه افغانانو خپلې رای وکارولې.
 
دا انتخابات د افغانستان د ماليې د پخواني وزير اشرف غني او د همدې هېواد د خارجه چارو د پخواني وزير عبدالله عبدالله تر مينځ وشول، چې د نتايجو مخ ته راتلل به يې څو اونۍ وخت ونيسي.
 
خو دې حقيقت ته په کتو سره چې دواړه کانديدان لويديځ پلوه او مينځ لاري کسان دي، هغه اندېښنې له مينځه ځي چې ويل کېدل به، افغانان او د دوی مشران په افغانستان کې د يوه ډېموکراټېک حکومت جوړېدو ته تيار نه دي.
 
ليکنه زياتوي، د افغانستان وروستي انتخابات د ۲۰۰۹ کال د هغو په پرتله، چې حامد کرزی پکې د دويم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو، او په کومو کې چې د پراخو درغليو راپورونه ورکړل شول، زيات کامياب انتخابات وګڼل شول.
 
د روانې مياشتې په انتخاباتو کې د زياتو افغانانو ګډون د امريکا د هغو برياو ښکارندوی دی چې طالبان يې له خپلو مرکزونو بهر ته وشړل. دغه راز افغان امنيتي ځواکونه هم وتوانېدل چې د زرګونو انتخاباتي مرکزونو امنيت ټينګ کړي.
 
ليکنه کاږي، د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو پروسې پر وړاندې تر ټولو مهم چيلنج دا دی چې له يادو دوو کانديدانو څخه يو يې ګټونکی اعلان کړي او بايلونکی کانديد د ګټونکي هغه بريا ومني.
 
يو بل مهم چيلنج چې په ليکنه کې يې يادونه شوې، د هېواد امنيت او پرمختګ دی.
 
د ليکنې تر مخه، د امريکا ولسمشر براک اوباما تېره مياشت له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اېستلو مهال وېش اعلان کړ، چې ښايي، طالبان يې هڅولي وي چې د افغان حکومت پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
 
د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ويلي چې د برياليتوب په صورت کې به له امريکا سره امنيتي سند لاس ليک کړي. د ورځپاڼې له ليکنې سره سم، بايد د افغانستان راتلونکی ولسمشر دغسې و هم کړي ، ځکه چې افغان امنيتي ځواکونه لا هم په يو شمېر برخو کې د امريکايي ځواکونو دوامدارې مرستې ته اړتيا لري.
 
ليکنه وړاندې وايي، دا چې پاکستان د افغان طالبانو مشر ملا عمر او نورو هغو وسله والو ډلو ته چې په افغانستان کې جنګيږي، په خپله خاوره کې پناه ورکړې، د افغانستان راتلونکی ولسمشر له پاکستان سره په دغه اړه بايد واضح خبرې وکړي.
 
ليکنه دغه راز زياتوي، د افغانستان د راتلونکي ولسمشر مخ ته پروت بل غټ چيلنج د دغه هېواد د اقتصاد هغه دی، چې په دغه برخه کې پرمختګ به تر ډېره د هېواد له امنيتي وضيعت سره تړلی واوسی.

 

 

- بېرته شاته