(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.6.2014 دهنددپښتون جرګې مشر

ارواښاد کریم خان لالا
20.06.2014: دکریم خان لالا له نامه سره به ډیر هغه پښتانه آشناوي چې یا په هندوستان کې یې زده کړې کړي دي او یا به هم دسوداګریزو کارونو لپاره هندوستان ته تللي دي ، خو پخپله دهندوستان زیاتره پښتانه ( پټهانان) دکریم خان لالا له نامه سره پوره آشنا دي .
کریم خان لالا چې اصلي نوم یې عبدالکریم شیرخان و په ۱۹۱۱ زیږدیز کال دافغانستان دکونړ په ولایت کې زیږیدلی و. وروسته یې خپل هیواد پریښود او په ۱۹۳۰ زیږدیز کال بمبئي ته چې اوس ورته مو مبای وایی لاړ .هلته یې بیزنیس او سوداګریزکارونه پیل وکړ. نوموړي وکولای شول چې په لږه موده کې ددووستروهو ټلونوچې (الکریم )او( نیو انډیا) نومیدل خاوند شي . وروسته یې د(نیو انډیا )په نامه ټریول ایجنسي پرانیستله .ده دباچاخان په سپارښتنه په بمبئي کې دهند دپښتون جرګې په نامه یوه ټولنه جوړه کړه اوپخپله ددیرشو کلونو لپاره په بمبئي کې دهند پښتون جرګې دټولنې مشر پاتې شو.
ددې ټولنې مقصد او موخه داوه چې پښتانه سره منظم کړي ، ددوی ستونزې اوارې کړي او ددوی سره هرډول مادي او معنوي مرسته وکړي .همداراز هغه پښتانه به چې دبمبئي نه دبیت الله شریف دحج دفریضې لپاره مکې معظمې ته تلل نو کریم خان لالا به ورسره په کارونو او دویزو په اخیستلو کې مرسته کوله .همداراز کریم خان لالا به دهغو پښتنو سره هم مرسته کوله چې بیوزلي به وو او کورونه به یې نه درلودل . ده دهغو پښتنو خبر هم اخیست چې په بمبئي کې به دډول ډول پيښو درامینځ ته کیدو په وجه په جیل کې وو.کله کله به دپښتنو داسې کیسونه هم ده راتلل چې نارینه وو او ښځو به یو له بله طلاق اخیست، خو کریم خان لالا دوی ته نصیحتونه کول او دوی یې بیرته سره پخلا کول .کریم خان لالا دپښتنو نارینه وواو ښځو تر مینځ طلاق نه خوښاوه نو ځکه یې تل ددوی تر مینځ سولې باندې ټینګار کاوه . همداراز ده دپښتنو تر مینځ دهر ډول اختلافاتو دله مینځه وړلو لپاره کو ښښونه او تلاشونه کول او ددوی ستونزې اولانجې به یې اوارولې .
کریم خان لالا دهند دسینما بالیووډ دزیاترو فلمي اداکارانو سره دوستانه اړیکي درلودلې . په دغو فلمي اداکارانو کې دکپور کورنۍ ،همداراز ددلیپ کمار ( یو سف خان ) ،پران ،هیلن ، جکی شروف ، فیروزخان ، قادرخان اودهند مشهور سندرغاړی ارواښاد محمد رفیع نومونه دیادونې وړدي . همنداراز دی دومره مشهور و چې دهند سترو شخصیتونو اوو زیرانو دی پیژانده.
دهندسینمایی لوبغاړی جکی شروف به ویل : زه دکریم خان لالا دنامه او دهغه له هیبته ډاریدلم خو کله یې چې کورته لاړم او دکریم خان لالاسره مې لیدنه کتنه وشوه نو دده میلمه پالنې پرما ډیر اثر وکړ.هره ګړۍ په یې ماته ویل چې پسته او بادام وخوره .کریم خان لا دفاطمې او فوزیې په نامه دوې میرمنې درلودلې خو له یوې میرمنې نه یې هم هیڅ نارینه اولاد نه درلود . ده وروسته بیا دخپلې مشرې لور زوی سلیم خان چې دده لمسی کیده په زویتوب ونیوه چې تر اوسه پورې دده د کورنۍ دبیزنیس چا رې پر مخ بیایی.
کریم خان لالا ډیر کلونه دبمبئي په مشهورې سیمې ډونګرۍ کې اوسیده ، خو په وروستیو کلونو کې دبمبئي په ګرینټ روډ کې دنوولټي سینما تر شا په خپل کور طاهر منزل کې یې استوګنه غوره کړه .
کریم خان لالا یو میلمه پاله پښتون و.په بمبئي کې دده کور او حجره دپښتنو دمه ځای و او ده دپښتنو قدر او درناوی کاوه او پښتنو هم ده ته دخپل یوه مشر په تو ګه کتل او دده خبره په یې منله.
دکریم لالا کورنۍ دبمبئۍ دبدماشانو ( ګینګونو ) سره سترې ستونزې درلودلې له همدې کبله دده ډیر نږدې خپلوان او له هغو نه یې ورور رحیم خان ددغو بدماشانو له خوا ووژل شول.
وروسته کریم خان لالا دحج دفریضي داداکولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ او د۲۰۰۲ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې دنولسمې نیټې په سهار کله چې دسهار لمانځه کې دسجدې به وخت کې و مړشواو په بمبئي کې خاوروته وسپارل شو... اروادې ښاده وي .

 

- بېرته شاته