(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

7.6.14که بدلون غواړئ

خپل ووټ پرځای وکاروۍ

 07.06.2014: د غبرګولي په ۲۴ مه،  دوهم پړاو کې موږ افغانانو ته یوخوا د خپل برخلیک ټاکنې فرصتونه او د نیکمرغه سبا چانسونه مخې ته پراته دي او بلخوا په دې تړاو، په کور دننه او بهر بېلا بېلې ننګونې او ګواښونه هم، مخې ته غبرګ ولاړ دي.
په دې ورځ د تاریخ په هسکې څوکې او د هیواد برخلیک پر سخت پيچومي او ګږلیچي ور خیژو.
د پيچومې پر وهلو او اوښتلو د مزل مقصود ته رسیږو، خو په شاتګ سره د لوی ګړنګ پر لور رغړېدل او لویدل دواړه، زموږ د راتلونکي برخلیک ونډه کېدای شي!
دا موږ افغانان یوو چې په دې ورځ، پخپله رایه خپله نیکمرغه راتلونکي ټاکو او یا په لږه بېغورۍ او بي پروایۍ او د خپلې رايي په بېځایه کارونه، ځان د نیستۍ ګړنګ ته ټېل وهو! 
په ټاکنو کې د ګاونډیانو او نورو لیریو پرتو هیوادو لاسوهنه، که وي هم او شته هم، دوهم ځایګی لري او د افغانانو خپله پریکړه او رایه په هر حال ټاکونکي ګڼل کیږي.
که د غبرګولي په ۲۴ مه، ټاکنو کې ګډون او رایه، نوي او پرمختللي افغانستان ته رایه کېدای شي، خو بېځایه او بېفکره رایه د راتلونکي افغانستان د بربادۍ او تباهۍ لامل هم ګرځېدای شي!
په لومړی ځل، موږ افغانان په ۲۱ مه پيړۍ کې د نړۍ د ویښو ملتونو پشان، خپل راتلونکی برخلیک د خپل ووټ په مټ ټاکو، خو زموږ خپل غلط ووټ، زموږ د سپکاوۍ او تاریخي ورکاوۍ موجب هم کېدای شي!
رحمان بابا څه ښه ویلي: 
دلته دم او قدم دواړه په حساب دی
 پل غلط ، له لیرې مه ږده بې حسابه
 د غبرګولي ۲۴ مه، د افغانانو لپاره د لويې ازموینې ورځ ده!
له دې ورځې روسته، یا افغانستان د روڼ سبا او روښانه راتلونکې لار نیسي او یا به د تېر پیر او ماضي په تیاره او تورتم کې ښکېل او ایسارپاتې کیږي او د بل فرصت او چانس لپاره به افغانان یوه پيړۍ نور انتظار باسي!
د غبرګولي ۲۴ مه د رڼا او تیاري، ډيوې او تورتم ، ورځې او شپې ترمنځ د جلاتوب او بیلتون ورځ ده. دا ورځ د حق او باطل، ریښتیا او درواغو، سولې او جګړې، ترمنځ د مقابلې ورځ ده. په دې ورځ به پرښته شیطان ته ماتې ورکوي!
خو په دې ورځ د افغانانو لږه بیغوري، هیواد د ۹۰ لسیزې غمجن ناورین ته ټېل وهلی شي. که افغانان په دې ورځ بیا په هغه چا پسې اقتدا وتړي چې د ۷۰ زره کابلیانو د ټولوژنې او د افغانستان پلازمېنې، کابل د پوره ړنګتیا او کنډوالې پړه او دروند پيټی پرغاړه وړي، ځانونه د مجرمینو سره په جرم کې شریکوي!
په دې ورځ یوخواته د نوي، یو موټي او پرمختللي افغانستان پلویان د ټاکنو ډګر ته راوځي او بلخوا د لرغوني زماني او د جهالت د پیر نا اشنا موجودات، توره بان دیوان، سړیخواره او متحجر مغزونه چې له پخوا دې ورځې ته په کمین کې ناست دي، د نویو چلوټو لارې او ګودر لټوي. دلته به د جهادي ټیکدارانو، د خلکو دمال او سر مافیا، لوټمارو او کوتکمارو توطيې او بل لور ته د هیواد دسپيڅلي زامنو، ځوانانو، د ساینس، پوهې او کمپیوټر نوی پښت، د ملت او هیواد په ژغورون کې لوڅې پوڅې او غورځې پرځې د روستۍ پایلې په موخه ارزول کیږي.
دلته به د مردارې ټپوسان، د تورتم خفاشان، د شبنامو او تیاروخپروونکي چې د شومه دم په تیاره کې په چلوټو بوخت دي او بلخوا د برنامو او کارنامو استازي چې په رڼا ورځ د ولس په چوپړ کې لګیا دي، د ولس د ووټ د ګټلو ازموینه ورکوي. 
په دې ورځ هیوادپال، مختګپال او سوله پال یو صندق ته ووټونه اچوي او جګړه مار، شاتګپال او پردیپال به هڅه کوي چې ددوی صندقونه په درواغجنو، باطلو او جعلي رایو ډک شي! 
په دې ورځ د افغانستان د بریا، پرتم او لویا مخکښان او پل پلو د افغانستان د لویدو، پریوتو، پاشلو او خرڅلاو سوداګر یو بل سره مخامخ دي.
دلته به افغانان د سیمې ولسونو او نړیوالو سره د نږدیتوب او سیالتوب لار نیسې او یا به له سیمې او نړۍ څخه د شلېدون، ګوښتوب او پریوتون پر ګړنګونو سیخیږي او هیواد به د سراښو ګاونډیو د شومو موخو او شوونیستي غوښتنو د پلیتوب ډګر ګرځي.
د غبرګولي په ۲۴ مه به د بدلون او دوام ټیم چې د نویتوب، پرمختګ، سولې او د یوموټي افغانستان د بسیا ټیم دی، یوخوا او د اصلاحاتو او همپالنې ټیم به چې د جهادي سوداګرو، مافیا ، جګړه مارو او میرغضبو ټیم دی بلخوا یوله بل سره په ټاکنو کې سیالي کوي.
د بدلون او دوام ټیم مشري ډاکټر اشرف غني احمدزی چې یو لاس يی له فساد پاک او بل لاس يی د افغانانو په وینو ککړ نه دی، پر مخ وړي او د بل ټیم سرخیلې ډبل عبدالله کوي چې دواړه لاسونه، مغز او تن يي په فساد او د زرګونو بیګنا افغانانو په وینو ککړ دي! 
په دې اړه احمد ضیا مسعود داسې قضاوت کوي « ټول هغه کسان چې په فساد ککړ ول او خصوصي بانکونه یې لوټلي دي، په یوه ټیم کې رایوځای شوي چې هغه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دی. تاند» 
په دې ورځ د افغانانو د نجات پرښته د اشرف غني په بڼه او د افغانانو د پریوتون او ورکون لپاره عبدالله د شیطان او قصاب په بڼه پا بسته ولاړ دی! 
په دې ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني د روښانه راتلونکې استازی او د روڼ سبا ستوری دی او عبدالله بیا د تورې ماضي ساتونکی او د تیارو ملګری دی! 
اشرف غني ته رایه یو موټي ، ودان او پرمختللي افغانستان ته رایه ده او عبدالله ته رایه د افغانستان سپکاوۍ، تباهۍ او پاشلو ته رایه ده!
بله هیڅ لیدلی نه شي په دامنځ کې
 یا مغل له ملکه ورک یا افغان خوار
 افغانان چې نور څه فکر کړي ناپوه دي
 بې له ووټه خلاصی نشته په بل کار 
 یادونه: پورته بیتونه د بڼې په لږ تغییر سره د خوشحال بابا له کلام څخه اخیستل شوي دي
 د ۲۰۱۴ کال د جون ۵ مه

- بېرته شاته