(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

3.6.14دویم پړاو ټولټاکنې

 03.06.2014: په افغانستان كښې به د دويم پړاو ټولټاكنې چې په ۱۵م جون باندي ترسره كيږي خو ددې د مخه چې دهغه انتخابات تر سره شې د هيواد ګاونډيانو د اوسه څخه داخبره په ډېر باور كوي چې په دوئم پړاو په ټولټاكنو به ارومرو ډاكټر عبدالله بريالي كيږي دهغه ګاونډيان ولې په ډېره باوري داخبره كوي دوي په كوم اټكل داخبره كوي په دي خو هر څوك پوه دي چې هم دهغه ګاونډيان دي چې كله هم ځموږ هيوادو كراري ته نه دي ايله كړي بلكې داهڅې يې كړي دي چې څومره افغانان د دوي ترلاس لاندي كيدي شي بايد لاندي شې او د دوي دهغه هڅې د ډېرو وختو څخه كړي دي اوس يې كوي د دوي د هغه ناوړه هڅې د لسيځو لسيځو څخه را رواني دي كه افغانان په را روانو ټولټاكنو كښې د ډېر سوچ او فكر څخه كار واخستې او يو داسې ولسمشر يې وټاكي چې د بشپړه ولس ملاتړ ورسره وي نو هغه به وكولي شې چې افغانستان د دهغه ناخوالو څخه راوباسي چې د لسيځو لسيځو څخه ورسره مخامخ دي خو داسې ولسمشر چې دوي يې وټاكې هغه څوك كيدي شې هغه كومه كچه او پيمانه ده چې هر افغانان يې ور باندي كښيږدي او هغه خپل ولسمشر وټاكي دا يوه خبره د ډاډوړده چې افغانانو ددې كلو كلو د كړاونو څخه ډېر څه زده كړي دې او دوي ډېر شغور پيدا پيدا كړي دي ځكه چې د دهغه ټولو ناخوالو سره افغاني ټولنه مخ په وړاندي روانه ده ياغيان اوس هم افغانان په يوه او بل نامه وژني چاودني كيږي ځان وژونكي و خلګو په منځ كښې ځانونه الوځوي چې د دوي دلاسه ډېر مشران د مخ سړي پوهان او نور ډېر ووژل شول خو افغانانو خپله هيله او حوصله دلاسه نه د وركړي او په ډېر مړانه د دهغه ناخوالو و مخ ولاړدي چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ورته پاته دي خو څنګه وكولي شې چې افغانان خپل لوئي څښتن وركړي وياړونه په كار راوړي او د ژوند په هر چاره كښې نړۍ والو ته ښكاره كړي چې دوي د نورو په مخ كښې نه دي خو تر دوي پاته نه دي...؟
​رښتيا خبره داده چې په را روانو ټولټاكنو كښې وچاته رائي وركول شې ځواب ورته وركول څه آسانه خبره نه ده ځكه دلته د سيالي خبره په مخ كښې ده خو موږ ته به د دواړو نوماندو ولسمشرانو تېر حكومتي او غير حكومتي كارونه د دوي كړني و مخ ته ايښوول وي د دوي علمي پوهنه د دوي د را روان وخت و نظر ته كتل وي او ددې د څنګه به ودي ته هم كتل وي چې د ولسمشر حامد كرزي په حكومت كښې دواړه ډاكټر عبدالله عبدالله او ډاكټر اشرف غني چې د وزيرانو په حيث پاته شوي دي د دوي كاركردګي څنګه وه دوي د افغانانو تر منځ خو د لوړي څوكي په وخت نه وو كړي ځان ته خوي شتمني نه ټولو له په اداري فساد خو ككړنه وو او داسې ډيري كچي او پيماني دي چې هغه موږ په دواړو نيولي شو ودي ته وكتل شې چې د ډاكټر عبدالله عبدالله او ډاكټر اشرف غني ملاتړي څوك دي د دوي شاليد څه دي او ددې د څنګه ودي ته وكتل شې چې هر دواړو را روان پروګرام څه دي..؟ افغانستان چې دا وخت د كومو ناخوالو سره مخامخ دي دوي څه پروګرام ورته لري كله چې د ۲۰۰۱ء وروسته په افغانستان كښې نوي حكومت د باندنيانو په مرسته جوړشو په دهغه حكومت كښې داسې وزيران وو چې دوي دا غوښتو چې هغه جنګ سالاران چې د افغانانو په وېنو يې لاسونه ككړدي هغه راوپورزوي او و عدالت ته مخامخ كړي خو داسې وزيران وو چې دوي د دهغه غوښتنو مخ نوي وكړي ولې چي دوي په خپل ځان ويريدو ځكه چې زياتره وزيرانو ځان د حكومت څخه بېل كړي د هر دواړو د داسې كسانو په اړه څه پروګرام لري چې ولس هم داسې غوښتنه لري د رائي وركولو په وخت په كاردې چې ودي ته وكتل شې چې په هر دواړو كښې خو يو يا بل و سيمه ايزه ژبه  ايزه او نورو لانجو ته خو وده نه وركوي او هر يو كه داسې كوي په كاردې چي هغه بې برخي كړل شى.
​افغانانو په تېرو ټولټاكنو كښې و نړۍ والو ته كومه څرګندونه وكړه هغه هم داوه چې دوي په خپل هيواد كښې زياته جګړي او جنګونه نه غواړي او دوي غواړي چې د نوري نړۍ سره سم ولاړ او پرمختيا وكړي ولې چې د نورو جګړو دوي دومره ځپلې دي افغان ولس په ګډه د خپل نوي ولسمشر او د ولايتي شوراګانو د استاځو د ټاكلو دپاره په ډېر لوئي شمير راووتل خو د بده مرغه ډېرو دا هڅه وكړه چې په درغليو ځان د هيوادو د هغه لوئي څوكي ته ورسوي دوي په دي قناعت او صبرونه كړي چې و ولس ته خپل برخه ليك و سپاري او ولس چې هره پريكړه وكړه هغه ته لبيك ووائي ولې چې د يوه هيواد د دهغه لوئي څوكي برخمن او حقدار هم هغه څوك كيدي شې چي هغه د ولس لخوا ټاكل شوي د داسې چا وجدان او ضمير ډاډمن وي او هغه ودي ته چمتو وي چې د هر ډول پريكړو دي جوګه دي خو د بده مرغه په تېر ټولټاكنو كښې دومره درغلي او ګډوډي شوي دي چې كومي پايلي د ټولټاكنو د خپلواكي اداري لخوا كومي پايلي او نتائج اعلان شوي دي په هغه باندي يو افغان هم باور نه شې كولي چې ددې يوه لويه بيلګه پخپله د ټولټاكنو داداري دكارندوو د خوا شوي درغلي ده چې شمير يې په لساو كښې دي او دهغه كاوندوو او چارواكو دبډو په بدل كښې يا د بلې تمي دپاره دهغه درغلي وكړه چې د افغانانو هغه ستايني چې د ټولي نړۍ لخوا وشوي هغه دهغه بې وجدانو د عمل د كبله په نورونومدبدلي شوي خو په دي كښې د بشپړه افغانانو يوه پړه هم نه شته پړه كه په چا راځي هغه څوك دي چې دوي د درغليو په زورو د هغه لوړي څوك ته ورسيږي.
​په كاردي چې هر دوه نومانده خپلو ملاتړو ته دا په ډاګه كړي چې ځموږ دپاره دي درغلي زور زياتي او ګواښونه څوك نه كوي بلكې دوي دي افغانان په لوئي شمير ودي ته وهڅوي چې دوي د رائي اچولو مركزونو ته راشې او په دا دوو نوماندو كښې چې  د دوي زړه غواړي وهغه ته دي خپلې رائي وركړي او د ټولټاكنو خپلواكي اداري ته هم په كاردي چې بيله د څه ګواښه خپلې چارې په ډېره سپيڅلتيا او ايمانداري باندي تر سره كړي او په تېروار كښې چې كومي تېروتني د دوي څخه شوي وي چې هغه بيا راغبرګي او تكرارنه شې ولي چي اتلس شل ورځي وروسته چې ددوو ولسمشري د نوماندو تر منځ چې كومه سيالي كيږي وهغه ته نه يواځي افغانان بلكې ګاونډيان او نړۍ وال په ډېر ځير او دقيق نظر ګوري كه افغانان په لويه كچه د پريكړي او فيصلې په دي ورځ كښې برخه واخلي د ټولټاكنو اداره د خپله وسه او دسته داهڅي وكړي چې د هر ډول درغلي مخ نوي وكړي او دواړه نوماند د ولس و پريكړي ته غاړه كښيږدي نو به افغانان يوواربيا و نړۍ والو او ګاونډيانو ته دا څرګنده او ثابته كړي چې موږ خپلې چاري څنګه تر سره كوي شو و كه د تېروارو ګډوډي درغلي ګواښونه او د تړيو په منځ كښې دهه ټولټاكني وشې نو يوه خواته به د مشروعيت خبره رامخ ته شې وبلې خواته به د افغانانو وياړونو ته لويه زربه ورسيږي او ګاونډيان به په ډولو راووځي او تر ټولو لوئي زيان به د عام افغان وهيلو او صباون ته  ورسيږي ولې چي افغانانو په تېرو ټولټاكنو او د ۱۵م جون په ټاكنو كښې دوښووله او ور به ښائي چي دوي نوره جګړه نه غواړي او څوك چې په يوه نامه او بل نامه په ګران هيواد كښې د نورو په لمسون وجګړي ته دوام وركوي افغان ولس د دوي ملاتړنه كوي نو ځكه د ۱۵م جون د ولسمشري د ټولټاكنو مسئوليت د ولسمشر حامد كرزئي څخه نيولي د ټولو چارواكو خلګو او ټولو ادارو په غاړه راځي چې دوي داسې ټولټاكنو او انتخاباتو دپاره كار وكړي چې هغه سپيڅلي د درغليو څخه خواپاكي او و هر چاته د منلو وړوګرځي هم د دهغه لارې اوياړ په رڼا كښې د افغانانو ښه سباون ځلانده شې كه څه هم  هر پنځه كاله وروسته به په هيواد كښې ټولټاكني كيږي خو ددې هر څه صباون د ۱۵م جون د ټاكنو څخه يې بنسټ ايښوول كيږي.

- بېرته شاته