(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غني خان سلمه کليزه

يا به يو کيږو که نه ورکيږو

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت زموږه پوزه پرې کړه

غلام جيلاني ځواک
27.05.2014: د خان غني خان په شان د ستر شخصيت د سلمې کليزې په مناسب جوړه شوې غونډه، د افضل خان لالا، افراسياب خټک، مشعل خان( د غني خان لمسى) او يو شمير نوروپه شان درنو پښتنو په غونډه کې ګډون او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورته په دومره کمه سترګه کتل، نپوهيږم ښاغلي وزير د تعصب له مخې نه غوښتل يوستر پښتون په هغه دروند والي ونمانځل شي چې مستحق يې دى او که نه، دا وزارت د څه کولو وړتيا نلري.
دغني خا ن سلمه کليزه او يواځې د رازقي نړيوال صاحب ( کوريې ودان) لخوا ليکل شوې يوه وړه رساله؟ که وزارت نشول کولاي نو د علومو اکادمۍ څخه به يې غوښتي واى چې د غني خان د سلمي کليزې په وياړ د هغه دشان سره سم د هغه د شخصيت، فکر او شاعرۍ په اړه څه وليکي، او يا لږ ترلږه يې پخپله دغني خان ځنې اثار يو ځل بيا چاپ کړي واى، او بيا د غني خان د کليزې په غونډې کې د حامد کرزي د راديويي ويناوو ټولګله ويشل دې غونډې سره څه مناسبت درلود؟ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دا هرڅه عمداً وکړل او که سهواً، خو زموږ پوزه يې پرې کړه. 
د غني د شخصيت په اړه زه څه ويل نه غواړم، او نه دا علمي وس او وړتيا لرم چې د غني په فکر او شخصيت څه ووايم خو د غونډې په اړه يو څو ټکي نور هم ويل غواړم:
غونډې ته چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څومره په کمې سترګه کتلي وو، د غونډې د ويناوالو ويناوو هغومره غونډه درنه کړه، د حامد کرزي وينا د هغه د زړه او د احساس نه ډکه وينا وه، تردې د مخه د شهيد عبدالصمد خان په اړه د ملي راديو تلويزيون په تالار کې د حامد کرزي وينا او اوس د غني خان په اړه په همدې تالار کې د ده وينا وښوده چې حامد کرزي په څومره ژورتيا او ميني د پښتنو مبارزينو ژوند اوفکر لوستې اودرک کړى او د دې مبارزينو د داعيې سره څومره د زړه له کومې ليوالتيا لري. ځکه خو افضل خان لالا ته له حامد کرزي دا تمه پيدا شوى چې له رياست جمهورۍ وروسته وکولاى شي د کرښې دواړه خوا افغانان سره يو کړي.
افضل خان لالا چې ټول عمر يې د پښتنو د آزادۍ او يووالي لپاره مبارزه کړې، سختۍ يې ګاللي اوس په سپينه ږيره هم په هماغه همت او عزم ديو لوړ غر په شان د مبارزې په سنګر کې ولاړ دى. 
څو کاله دمخه افضل خان لالا کابل ته راغلى و، هغه وخت زه په ملي راديو تلويزيو کې وم، ورغلم ورسره مرکې ته ورته مې وويل افضل خان لالا خپل کورته، کابل ته ستړې مه شئ!
افضل خان لالا ډير احساساتي شو، په ډيره مينه يې وويل، رښتيا هم کابل مې خپل کور دى، خو افسوس چې خپل کورته هم په پاسپورت راځم. افضل خان لا لا ته د درد خبره دا وه چې خپل کورته په پاسپورت راځي.
د غني خان په اړه غونډه کې هم افضل خان لالا دا خبره په ډيرې زړورتيا او په ډيره څرکنده توګه تکرار کړه، پښتانه بله هيڅ لار نلري پرته لدې چې سره يو شي، پښتانه که سره يو نه شي نو پښتانه خو به وي خو ملت به نه وي او که پښتانه سره يو شي نو ملت به شي. 
د فخر افغان هماغه خبره چې يا به يو کيږو که نه ورکيږو.
د افضل خان لالا خبرې د هغه آيي ايس آيي ځپلو پښتنو او هغه فاشيستي کړيو په خوله چې وايې د کرښې ها خوا افغانان د کرښې دې خوا افغانانو سره يو ځاې کيدل نه غواړې يو غاښ ماتوونکى ګوزار دى.
د کرښې دواړه خوا با شعوره افغانان پرون هم په دې باور وو او نن هم په دې باور دي چې زموږ د ټولو دردونو، کړاوونو او رنځونو ستر لامل د ډيورند ناولې کرښه ده چې يو تن يې دوه نيمه کړى، ترڅو دا منحوسه کرښه وي او ترڅو افغانان ويشلي وي، نه ملت جوړونه ممکنه ده، نه سوله او نه پرمختګ.
که له کرښې ها خوا افغانان د پنجابيزم سره مخ دي د کرښې دې خوا افغانان د پان ايرانيزم او پان ترکيزم د فاشيستي موجونو سره لاس او ګريوان دي. نو يا به منو چې به ورکيږو او که غواړو چې د يو ملت په توګه پاتې شو نو بيا به سره يو کيږو.

- بېرته شاته