(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اقتصادي همکارۍ که وژنې او وحشتونه!؟

 غلام جيلاني ځواک

27.05.2014: تقريباً نيمه پيړۍ دمخه امريکا په يو ستر بشري جنايت دنړيوال سياست په ډګر خپل لومړى ګام کيښود. نورماندې کې د امريکايي پوځونو پياده کيدل چې د نازي المان ماته يې حتمي کړه او د جاپان په هيروشيما او ناګاساکي ښارونو د اتوم بم استعمال چې ديوې ثانيې څخه په لږه موده کې يې په زرهاوو انسانان ووژل او په سل هاو زره يې معيوب کړل. 
امريکا په هماغه وخت کې جرمني او جاپان کې ځان ته پوځي اډې جوړې کړې او اوس دا دې د نړې په بيلابيلو برخو کې له سلو څخه زياتې اډې لري، دا ديارلس کاله افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم يې عسکر پراته دي او اوس د نورو لسو کالو لپاره پوځي اډې غواړي، په داسې حال کې ترهګري او جګړه د دولس کالو پخوا په تناسب لا زياته شو ي او لا زياته پراخه شوي، ترهګري د ډيورنډ د دکرښې له ها خوا اوس فارياب، بدخشان، هرات، ترکمنستان او د چين سنکيانګ پورې غزيدلې.
د غربي تمدن بنسټ په وحشت. وژنې، چور اوتالان کيښودل شوى، لومړى د دې تمدن مشري د انګلستان په لاس کې وه او له دويمې جګړې وروسته کله په هيرو شيما اوناګاساکي کې امريکا ثابته کې چې ترټولو زيات د وژلو او وحشت قوت لري، دا مشري د امريکا په غاړه شوه. د انګليسي استعمار کړنلاره وه چې و ويشه او حکومت وکړه(divide and rule) خو بيا د امريکايې استعمار کړنلاره ده، ډار واچوه او حکومت وکړه(terrorized and rule).
د کمونيزم ويره، د اسرائيل ويره، د ايران ويره، د کوريا ويره او اوس دادى ترټولو ستره ويره، دترهګرۍ ويره هغه وسيله ده چې امريکا غواړي د لوبې يوې وسيلې په توګه ترې کار واخلي او خپل حاکميت په نړۍ ټينګ کړي.
خو اوس داسې ښکاري چې د غربي تمدن د ا وژونکې وسله نوره په پڅيدو ده، کله کله يوه وړه پيښه د تاريخ لوري ته بدلون ورکوي، که د سترو قدرتونو د زوال تاريخ ولولو، نو ډير کله د دې قدرتونو يو وړوکى حماقت د دوې د زوال لامل شوى. آيا د برژنف په فکر کې به هم کله ګرځيدلي ؤ چې افغانستان ته عسکر ليږل به د شوروي اتحاد ټوله “امپراطورۍ “د تاريخ کندې ته وغورځوي. څه خبر ، په اوکراين کې دامريکا ماجراجويۍ همداسې يو حماقت وي چې د تاريخ لورې ته بدلون ورکړي‌.
ترهګري اوپه افغانستان کې د امريکا شتون هم چين ته اوهم روسيې ته دوه ستر ګواښونه دي، بلکي په حقيقت کې خو امريکا او ترهګري سره يو شوي دي، يو بل سره لازم اوملزوم دي، چيرته چې امريکا ده هلته ترهګري ده او چيرته چې ترهګري ده هلته امريکا ده. دې کاربايد چين او روسيه سره ډير نژدې کړاى واى خو ډير نور عوامل وو چې چين او روسيې سره دنژدې کيدو لپاره په ډير احتياط ګامونه اخستل، خو د اوکراين پيښې روسيه او چين سره په چټکۍ نژدې کړل، د ګازو د بيې په سر دکلونو لانجه د واره حل شوه او د سيکا کانفرانس په ترڅ کې د روسيې د ګاز پروم شرکت د ٤٠٠ مليارده ډالرو په ارزښت د ديرش کالو لپاره يو تړون د چين سره لاسليک کړ. همدا اوس د چين او روسيې د تجارت حجم ٩٠ مليارد ډالره دى، په٢٠١٥ کې به د دوې تجارت ١٠٠مليارد ډالرو او په کال ٢٠٢٠ کې به ٢٠٠ مليارد ډالرو ته ورسيږي چې دا به ټولې اروپا سره د روسيې د تجارت څخه زيات وي او کيداي شي د اروپا په اقتصاد ډيره ناوړه اغيزه ولري.
د چين او روسيې ترمنځ دومره زيات او په لوړه کچه اقتصادي اشتراک کيداي شي د غرب اقتصادي برلاسي چې په حتمي توګه سياسي او پوځي برلاسي به هم ورسره ملګرې وي، کمزورې کړي. د چين او روسيې نژدې کيدل به د چين روسيې او امريکا ترمنځ سيالۍ نورې هم تودې کړي خو په دې بحث کې مهمه خبره داده چې امريکا او غرب به په دې سيالۍ کې له جګړې، توطيو، ترهګرۍ او استخباراتي لوبو کار اخلي غربي تمدن په دې باور دى چې هرڅه دې زما په واک کې وي، هرڅه دې زما وي خو داسې ښکاري چې چين د وسلې، وژنو او وحشتونو پرځآى د اقتصادي همکاريو په پراختيا بآور لري، ماته هم ګټه راکړه او ته هم ګټه واخله.
نو آيا نړۍ اوس د سياليو د يونوې بنې خپلولو په لور روانه ده؟ د وژنې او جګړو پرځاى د ګټو داشتراک پاليسي!؟که د چين په دې پاليسۍ چې ته هم ګټه واخله او ماته هم ګټه راکړه، روسيه، هند او د منځني اسيا هيوادونه هم سره ملګري شي، دغرب د جګړې، توطئې، ترهګرۍ، وژنو او حشتونو کړنلاره به يې وکولاي شي مخې ته ودريږي؟
نو آيا هيله لرلاي شو چې نړى د يو نوي او مثبت پرمختګ په لور روانه ده!؟

- بېرته شاته