(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني خان، فلسفي او ولسي شاعر

16.05.2014 :خان عبدالغنی خان  په کال نولس سوه څوارلس کی د پښتنو دستر مشر خان عبدالغفار خان  په کور کی زېږېدلی دی.  په ډېر وړوکوالی کی د مور له میني څخه محروم سوی او په ډېر ماشومتوب کی یې د خپل پلار د اوږدو مبارزو لاره اخیستې ده.  په نهه کلنۍ کی یې د مولود شریف په ورځ په ښونځي کی  یوه احساساتی وینا وکړه. په هغی وینا کی یې  د برټانوی هند له واکدارانو څخه پوښتنه وکړه چی  د ده پلار پاچاخان په څه گناه بندی دی.  او په دې توگه یې په ډېر وړوکي ځان او کم عمر د وخت له تر ټولو ستر استعماري طاقت سره ډغری پیل کړې.  غنی خان یو ځل په دې لړ کی د خپل پلار په غوښتنه پوهنځي پرېښودله   اود  سقاوی د رژیم څخه د افغانستان د ژغورلو او د امیر امان الله خان سره د مرستی کولو په منظور په هغه ډله کی شامل سو چی د طبي خدماتو د پاره رزول کېدله.  البته مخکی له دې چی ځوان غنی خان په دې لاره کی عملی خدمت وکړی، امیر امان الله خان  د برټانوی هند خاوری ته واوښت  او د سقاو د لښکرو سره یې د زیاتو وینو تویولو د مخنیوی په منظور له جنگ څخه لاس واخیست.

                  غنی خان د خپل نسبتا اوږده عمر په دوران کی د سیاست په میدان کی ځان د خپل پلار د پیروانو په فوج کی برتۍ کړ. او د وخت د حکم  او دستور سره سم یې د واکدارانو په مقابل کی د چیغي پورته کولو په گناه  پر مخ څپېړی وخوړې. خو د غنی خان د  لومړۍ ځوانۍ د شپو څخه  دا معلومه وه چی د هغه  غرور د تسلیمېدلو او سر یې د ټیټېدلو نه دی.
چی خازې شنې می پر قبر وی ولاړی
 که غلام  مړ وم راځۍ تو کړی پرې لاړی
که په خپلو وینو نه وم لمبېدلی
 په ما مه پلیتوۍ د جومات غاړي
که قطرې قطرې می پوځ د دښمن نه کا
موری ما پسی په کوم مخ  به ته ژاړې
 یا به دا بې ننگه ملک باغ عدن کړم
 یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړی
                       غنی خان د خپل ستر پلار او د هغه  د نورو انډیوالانو په څېر  د ډېرو سختو او تورو زندانونو  مزه وڅکله . د پنجرې چغار کتاب یې په دغه دوران کی ترتیب کړی او د ده د ژوند ددغه پړاو ښه او هر اړخیز انځور پکښی لیده کېږی.
 د شپږ زمري تر عنوان لاندی شعر په مقدمه کی، چی  په بندیخانه کی یې د خپلو شپږو انډیوالانو په باب لیکلی دی، وایی  چی په کال نولس سوه نهه څلوېښت کی زه په دریم ځل د هری پور جېل ته را ورسېدم.  دا زما د بندی کېدلو دویم کال و.  په دې دوران کی ماد  پېښور او حیدرآباد په جیلونو کي ډېری بدی ورځی تېری کړی وې.  موږ ټول یاران، دوستان، خپل خپلوان د پاکستان په ټولو صوبو کی  خواره واره بند وو، خو د هری پور جېل ماته د کور په شان ښکارېده.  ځکه چی په دې کی زما بابا ډېر کلونه تېر کړی وو.  د هغه د لاس ډېری ونی دلته کښی شنې ولاړی وې.  
 غنی خان د پېرنگی په سختو  بندیخانو کی، چی افسانې یې تر اوسه پوری ژوندۍ دی، په هیڅ وخت کی نه د شعر ویلو څخه لاس واخیست. نه یې د کلام رنگینی کمه سوه او نه یې د خپل  مغرور او سرشار طبیعت سره سم  په شعر لیکلو کی د طنز لمنه پرېښوده. ترانې یې ولیکلې،  نظمونه یې ولیکل غزلی یې ولیکلې او  چی څه یې د زړه  تل ته ورتلل هغه یې د قلم  په ژبه را ایستل.
مینه مینه می  کوله خبر نه وم  
چی د ورځي مازیگر او ماښام هم شته
لکه زرکه د سپرلي وم په چړچقو
خبر نه وم چی ښکاری سره دام هم شته
د نیازبینی ښاپېرۍ په بستر پروت وم
خبر نه وم چی رقیب می په بام هم شته
د ساقی په سخاوت باندی مدهوش وم
   خبر نه وم تشېده یې د جام هم شته
سپینه شمع د محفل په خندا وایی
  د رڼا سره د سولو سمام هم شته
دا ویل لېونی ډک دریاب له لاړه
  آورو بل چېرته یو ښکلی مقام هم شته
ځو ورځو چی د مُلا دروغ معلوم کړو
  دی وئ هلته د مستۍ انتظام هم شته
       هغسي چي د پښتنو پلار خوشال خان څه باندي درې پیړۍ پخوا د پښتنو له بې اتفاقۍ او ناپوهۍ څخه شکایت کاوه، یوازي غني خان په هماغه سپینو الفاظو د خپل قام څخه شکایت کوي او دا الفاظ یوازي د غني خان په څیر یوه خواخوږي له خولې خوند کوي. غني خان د پښتنو بیځایه غرور ربړولی دی او پر اوږو باندي یې د دښمنانو د سوریدلو پیغور ورکوي. که خوشحال خان د پښتنو لپاره توره او قلم یو ځای چلولي دي نو غني خان هم له هغه نه ډیر کم نه دی. د قام لپاره یې جیلونه تیر کړي، خواري یې ګاللي او د عمر تر وروستیو ګړیو پوري یې د هغوی د ويښولو او پوهولو لپاره قلم چلولی دی، خو کله چي ګوري چي چیغي یې هیڅ نتیجه نه ورکوي نو د یوه خواخوږي په توګه د یوې سختي ګیلې حق لري.
ستا زړګی وچوه پښتونه                    زړه مي چاودی دی له تانه
خوی خصلت دي د غلام                   نشه زیاته له پاچا نه
کله سیکه په تا سوریږي                   مغولی دي بابا کیږي
بیا په تا په جوتو کیږي                     بهشتي له کوه دامانه
عقل پڅ زړه دي ناپاکه                     لاس دي ستړی خوله چالاکه
ستا تاریخ دی عبرتناکه                   چیري خلاص نه يې له خزانه
خپل خیرخواه ته لاس په بډه             سر سري ته زر کړې ډډه
مامله دي ګډه وډه                         خیل خانه دي بې نشانه
تا توکړې توکړې خوشال کړ            دربدره دي جمال کړ
خو امان دي په څه حال کړ             بې وطنه سرګردانه
په ډیران ناست یې خوشاله             د ګونګټ سوټو کي جانه
بې هنره بې کماله                      په هنر د ورور پښیمانه
بې ناموسه ستا کارونه                ستا بې کاره ناموسونه

پښتنو دا ترخې خبري یوازي د خان له خولې اوریدلای سوای. دا ترخې خبري یوازي د غني له لیونتوب سره، چي د پښتنو له ناپایه غمونو او نه حلیدونکو ستونزو له لاسه یې تر زړګي ویني څڅیدلې، ښاییدلې. د پښتنو ډیرو لږو شاعرانو به د غني په شان درد لرلی وي، او که یې لرلی وي نو د هغه د بیان لپاره به یې د نه د غني خان زړه ورتوب، نه لیونتوب او نه فلسفي عمق او درک درلودلی وي.
سر په زمکه باندي کښیږده                  چي په راز پوه د آسمان شې
سترګي ستورو ته کړه پورته              چي په شان پوه د جهان شې
لږ سر کښته په ژړاه کړه                  چي مزه د خندا واخلې
د دنیا نه ځان راغوند کړه                   چي مزه د دنیا واخلې
د چیلې په کوټه ګۍ کښې                  یو پیاله د شراب واخله
خوله دي وچه په روژه کړه              بیا مزه د کباب واخله
لیونی زما په شان شه                      چي په راز د خودی پوي شې
سر او زړه دي د ماشوم کړه           لیونیه چي سړی شې

  غني خان چا صوفي چا فلسفي بللی  دی او هغه ځان لیونی بولي. زما په عقیده هغه د دې دریو واړو داسي یو ترکیب وو چي له ده نه یې غني خان جوړ کړی وو. هغه ځانته یو جلا جهان درلود. په هغه کي یې سلطنت کاوه او همداسي سلطان ورڅخه ولاړ. هغه له مرګه نه ډاریدی خو د مرګ او ژوند د معمی سوال یې د بل هر چا په څیر خپل ابدي کورته ورسره یووړ. هغه د دې سوال د حلولولپاره له خپل ګریوان څخه نیولې، تر ملا، تر خیامه، تر افلاطون او منصور پوري د هر چا دروازې وټکولې. د هغه سوال جواب چي هیچا نه وو پیدا کړی ده به څرنګه اوچیرته میندلی وای. هغه له مرګه نه ډاریدی خو له تش او بې کیفه ژوند او خوشي مرګ نه یې بد راځي او ورته په قار وو. هغه که پخپله د ژوند ژورو سوالونو ته جوابونه پیدا کړي نه دي نو موږ ته یې لږترلږه داسي سوالونه پیدا کړي دي چي د جوابونو پیدا کولو ته مو هڅوي.
                 چي آدم خاورو کښي کښیني
ش
سړیتوب چي لوړ اوچت شي لیونتوب شي
چي خودي د خوده اوځي نو خمار شي
چي فولاد د ویني موړ په مینه مست شي
نو حیران او پریشان تار د سیتار شي
چي ترې عشق او جانان دواړه وخت فنا کړي
هله پوی سړی په شان د ځان او یار شي
چي آدم خاورو کښی کښیني څه زرغون کړي
منجیله چي په دولت شي نو ښامار شي
ماته حوري غلمان مه څنډوه بس دی
په والله که بې له تا مي په چا کار شي
دا چي نن پکښی زه مست او مغرور ګرځم
سبا خدی خبر د چا به دا ګلزار شي
ستا د مرګه نه ییریږمه پښتون یم
خو مي تش ژوندون او خوشي مرګ ته قار شي
زړه کښي ډوب د وسوسو دریاب بهیږي
جوړ به کله د امید رنګین ابشار شي
دا خپل زړه ستا بې پروا نظر ته ګوري
کله کله په ژړا کله شاه تار شي
ساز ژړا ده که مستي ده نه پوهیږم
هر آواز کله شي سوز کله چیغار شي
      ساز به هر څوک اوری. د ساز څخه به هر څوک خوند اخلي. د چا په نشه کی  د رباب د تارونو شرنگی خوښېږی، څوک په رباب  غمونه غلطوی،  څوک یې په مستي او  خوښي کی اوری، او د چا  ساز په هر حالت کی خوښ وی.  خو د ساز څخه هغه تصور چی غنی خان یې لری، د ډیرو لږو کسانو په شعرونو کی به  لیده سوی وي. غنی خان  ساز  بېخی په بېلو غوږونو اوری. لکه څرنگه چی یې  د فکر او عمل نړۍ له ټولی دنیا څخه بېله ده دغسی  یې د ساز اورېدل او خوښېدل هم له نورو سره توپیر لری.
                          ساز
زه یو مست شان لېونتوب یم       
د هوا په آس سورېږم
که یو رنگ د یار د سترگو       
شل رنگونه  شم گډېږم
دا زه څه له ولی جوړ شوم         خبر نه يم نه پوهېږم
ولی سوز شم ولی ساز شم         
یو آواز یم چی غږېږم
د زړه پټو تارخانو ته         
یو شغله یم چی کوزېږم
یو سرور یم چی شرنگېږم       
یو  خمار یم چی مستېږم
چی په رگ رگ کی د اور شم       
یو لمبه یم چی رپېږم
دا زه نور یم چی پړقیږم       
که سرور یم چی سوزېږم
 حقیقت می نشته باد یم               مستول کړم هم مستېږم
په خندا کی می ژړا ده              په خفه سترگو خندېږم
وایه وایه لېونیه                     ولی ژاړې چی ژړېږم
او چی پړق د اتڼ واچوم           ستا په وینه کی گډېږم
دا زه تش د خیال دهوکه یم        که یو خېشت یم چی خورېږم
که یو مست د باد نیلی یم         په فکرونو کی ځغلېږم
که له تال او شرنگ نه جوړه      یو دعایم چی قبلېږم
             د غنی خان شعر یوازی  د عالی مضامینو څخه ډک نه دی، او یوازی دغه اړخ یې  شعر ته خاص امتیاز نه دی وربخښلی. یوازی غرور نه دی او دغه غرور یې شعر له ټولی  پښتو شاعرۍ څخه بېل کړی نه دی، بلکه  د هغه خپل جلا ښایست  او د ښایستو   مفاهیمو  دپاره  د ښایستو  او په ضمن کی ساده ترکیبونو انتخاب دی چی د هغه شعر ته یې په پښتو ادب کی ابدیت وربخښلی دی. سړی په یقین سره ویلای سی چی لکه څرنگه چی به د پښتو دکلاسیک ادب سره د خوشال خان نوم تر ابده ژوندی وی، دغه راز به د پښتو ژبی د  شلمی پېړۍ د یاغی ادب سره د غنی خان نوم تل تر تله یادېږی.  په پښتو ژبه کی به لوی شاعران پیدا سی  خو غنی پیدا کېدل د ناممکن تر سرحده پوری گران دی. ټول خلک فکر کوی چی غنی خان بوډا شو او نور یې د ژوند او مستۍ خوند نسته، خو هغه نه یوازی  د نړۍ څخه گوښه  دخپل جانان په څوڼو کی دنرگس گلونه ایږدی، بلکه په  د غم هار کی د رڼا بڅری پېیې او دا  ښایست د هر چا کارنه دی. هغه د زر او زور او  تخت پروا نه لری. او  د خپلو خیالونو په طوفان کی دومره بېغمه لامبو وهی چی د لوږی  او تندی مفهوم یې هېر کړی دی
زه یم ناست ځان له جانان یو تصور کی جوړومه
کله یې سترگی  تورومه، کله یې شونډی ښکولومه
زه یم ناست د غم په هار کی د رڼا بڅري پېیم
خم د رنگ کی لا خمار شته زه ترې لپی ډکومه
د سخي گوتو دي ځار شم  څنگه ښکلی وېش دي وکه
زه یو څاڅکی خو ځیگر کښی دریابونه گرزومه
زر او زور او تخت دی واغیشت، خیشت نظر او خیال دی راکه
د سورو په سور طوفان کښی دی کړه ډوبه لوږه طمعه
دا یو غم د وېشه پاتي چېرته پچ تیاره کی ناست و
 رو رو پټ می  زړه له راغی لکه مار د ښکار په سمه
په دې هرڅه دي رضا یم د لالونو زرو خانه
غم څه مرگ می هم قبول دی په خندا یې قبلومه
تا خو تا اور اورکی یو د سرور ماته بښلی
ځکه زه دې تور محل کښی خپل خوبونه بلومه
خلق وایی لاړ بوډا شو غنی خپلی مستۍ وخوړ
زه یم ناست  د یار وېښتو کی د نرگس گلونه ږدمه
مرگه زه چېرته وروکېږه  زه لا نه یمه وزگار
خم د رنگ کښی لا  خمار شته زه ترې لپی ډکومه
غني خان د بل هر متفکر شاعر په څیر د ژوند او مرګ په باب له یو عالم سوالونو سره مخامخ دی، خو له ځینو شعرونو څخه يې ښکار چي د خپل ژور او عالي فکر په شاعرانه دنیاګۍ کي یوه دا سي حل ته رسیدلی دی چي راز یې له هر چا سره نه سي شریکولای. هغه د دې دنیا او د مرګ او ژوند په جنجالي سوال کي مُلا شمکور ګڼي او فکر کوي چي هغه په سپینو سترګو نور خلک هم له ځان سره ړندوي، ځکه یې له هغه څخه داسي بد راځي چي خپل نفرت پټولای نه سي. د غني خان له زیاترو شعرونو څخه ښکاري چي د ده په عقیده که د ژوند او مرګ سوالونو ته چا جواب بیدا کړی وي نو هغه به یا خیام او یا به منصور وي ځکه خو یې په اشعارو کي د دې دواړو نومونه زیات وینو او چي د هر یوه نوم یادوي نو درناوی یې کوي.
               منصور
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی د جانان
دا نه دی منصور نه دی دا سرور دی د جانان
خیشت په اسمان لټوه زړه کښي یې ګلزار وخوت
څه خو یې لیدلي وو ځکه خو په دار وخوت
ټول بهار بهار وخوت
ما په صحراوونو کوت
مینه زه او مینه ته منځ کي دا پرده د څه؟
راشه خلقه ښکل مي کړی زړه کښي مي دلدار وخوت
ما د میني تخت که جوړ خیشت له د جانان د مخ
غلی ورته ړوند مُلا غلی لکه مار وخوت
مرګ به مي تنها کړي نور مرګ به مي نیژدې کړي نور
مرګ نه عبادت شو جوړ مرګ د میني کار وخوت
نه وو لیونی منصور خود کښي وه خوشحاله وه
څه خو یې لیدلي وو ځکه خو په دار وخوت
د غنی خان شعرونه دونه  له غنی مفاهیمو ډک او دونه له ښکلا مالامال دي چی سړی  باید ټول غنی له سره ترپایه ، یو ځل نه بلکه څو څو ځله،  وگوری. نو بهتره به داوی چی د ده شعر او شخصیت د پېژندگلوۍ  خبری  دلته را لنډي  کو او بېځایه به نه وی  چی خپل هغه  شعر دلته راوړم چی د غني خان د ژوند په وروستیو شپو ورځو کی می  ورته لیکلی دی او یقین نه لرم چی هغه ته به رسېدلی وی کنه ، اوکه ورته رسېدلی وی نو د لوستلو وخت به یې پیدا کړی وي که نه وي؛ ځکه ما چي په لومړي او وروستي ځل د هغه په کور کي په اشنغر کي ورسره ولیدل نو ډیر ناروغه وو او دا یې د فلسفي، شاعرانه، مبارز او لیوني ژوند وروستی شپې ورځي وي. هغه له خپلو هغو پښتنو سره چي بې کچه لیونۍ مینه یې ورسره درلوده وداع کوله. داسي یوه ستر انسان له خپل اولس سره وروستۍ خدای په اماني کوله چي د تشي د ډکولو لپاره یې لږترلږه یو بل قرن لازم دی.
  چی په سترگو  د خیام کی نشې مستي د جنون سي
چی د شپې په لړمانه کی زلزلې د سباوون سي
 چی د حق د لېونتوبه د دار پړی  انالحق سي
چی کوگل د ازل رېږدي گرد را پورته له گردون سي
چی په صف د فرشتو کی د منصور نغمه توده سي
چی مجنون پکښي لیلی سی او لیلی پکښی مجنون سي
په ټولۍ د لېونو کی پانوس پورته پلوشې کړي
په چیغار د پنجرو کي چیرته ږغ د اپلاتون سي
ه ه ه ه ه ه ه ه
زه یې پيژنم غني دی دا زړه ور دا ببر سری
چي اورنګ ته قلندر دی چي اسمان لره پښتون سي
سوال کوي له لویه خدایه ورته ولی ولی وایی
د بېلتون په تورو شپو کی د ازل په لمبه پایی
په هرحسن کی یار گوري په هر رنگ کی جمال ویني
د هر تار له سوره مست دی هر جمال کی جلوه ستایی
٥٥٥٥٥٥٥
لېونی دی جام په سر دی او بیا سر په سجده پروت دی
لا یې غم د وصال نسته یو تش خیال د جانان غواړي
دا بې تخته شاه جهان دی دا ازل ته  یاغی سوی
د یار ټیک لره یو څاڅکی د سپوږمۍ لکه خان غواړي
د جنت له حورو تښتي له کوثره مرور دی
د غمگین ماښام په غېږ کی جام گلونه  یاران غواړي
٥٥٥٥٥٥٥٥
له دې خپله لېونتوبه درنه ورک کفر ایمان دی
غني ستانه په مستي کی هم هستي ورکه  هم ځان دی
کله مست یې له جماله کله اوښکی سې سجده کی
کله پښتو ته د صنم ځې کله خدای درته جانان دی
٥٥٥٥٥
ستا  قبله خپله سینه ده ستا جنون د زولنو دی
ته په وصل کی سوځېږې ستا هجران د لیونو دی
مرگ دی نه  سي ختمولای جام دی نه سي تشېدلای
ستا یقین د لېونو دی ستا گومان د لېونو دی
زما سینه کی ده ځالۍ ده زما د لوړو غرو عقابه
زما د شعر سومناته  ستا غرور می د سجدو دی
چی قطرې قطرې ځان غواړې چی غلام له دنیا نه ځې
 چی په خپلو  وینو لامبې دا دی خوی د پښتنو دی
پانوس، د غنی پلوشې  او د پنجرې چیغار د غنی خان درې شعری مجموعې دی چي په نظم کي ځای په ځای اشارې ورته سوی دي.

خان عبدالغنی خان  په کال نولس سوه څوارلس کی د پښتنو دستر مشر خان عبدالغفار خان  په کور کی زېږېدلی دی.  په ډېر وړوکوالی کی د مور له میني څخه محروم سوی او په ډېر ماشومتوب کی یې د خپل پلار د اوږدو مبارزو لاره اخیستې ده.  په نهه کلنۍ کی یې د مولود شریف په ورځ په ښونځي کی  یوه احساساتی وینا وکړه. په هغی وینا کی یې  د برټانوی هند له واکدارانو څخه پوښتنه وکړه چی  د ده پلار پاچاخان په څه گناه بندی دی.  او په دې توگه یې په ډېر وړوکي ځان او کم عمر د وخت له تر ټولو ستر استعماري طاقت سره ډغری پیل کړې.  غنی خان یو ځل په دې لړ کی د خپل پلار په غوښتنه پوهنځي پرېښودله   اود  سقاوی د رژیم څخه د افغانستان د ژغورلو او د امیر امان الله خان سره د مرستی کولو په منظور په هغه ډله کی شامل سو چی د طبي خدماتو د پاره رزول کېدله.  البته مخکی له دې چی ځوان غنی خان په دې لاره کی عملی خدمت وکړی، امیر امان الله خان  د برټانوی هند خاوری ته واوښت  او د سقاو د لښکرو سره یې د زیاتو وینو تویولو د مخنیوی په منظور له جنگ څخه لاس واخیست.

- بېرته شاته