(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.5.14ولاړي اوبه خوسا کیږ ي

10.05.2015 : په هره ټولنه کي سیاسی خوځښتونه او فعالیتونه دهغې ټولني دسیاسي شعورله ودي ځخه سرراپورته کوي ،دټولني دپرمختګ او پياوړتیا لپآره کار او هلي ځلي کوي .دزماني پړانوله تیرویدوسره سم دپیاوړتیا لپآر ه نوښتونه منځ ته رواړي له تجربوځخه کار اخلي ترڅووکولای شی په راتلونکي کي رغند ه ګټور اوپاخه ګامونه پورته کړي. دوی وکولای شول په طبعی تدریجی ډول دسیاسي ټولنیزشعوردودي ټولي مرحلې ترشا کړې .دهغو له تجربواودزمانې له علم پوهي اوغوښتنوسره په هم غږی دروښانه راتلونکي لپاره اړین او ګټورګامونه پورته کړي .خپلې ټولني دپرمختګ او هوساسیني لوړوپوړونوته ورسوي .

داچي افغاني ټولنه له پيړیوځخه وروسته پاته او په تیاروکي ساتل شوی او عمومي ټولنیز شعور دودي علم پوهي لاره ډب شوې وې یوازي حاکمي طبقې  دخپل قدرت دنفوذد ساتلواوپرولس دواکمني  کولو لپآره دځانولپاره دعلم پوهي لاري هواري کړي وې .

دنړیوالوشرایطواوښتون، دعلم ،پوهي او تمدون خواته چټک حرکت پرافغاني ټولنی اغیزوکړ. سیاسی ټولنز شرایط دتکامل خواته روان شول، ټولنیز سیاسی شعور وده وکړه .سیاسي خوځښتونه منځته راغلل دټولني دپرمختګ او دولس دهوسایني نظریات او افکاردوخت  له تیریدوسره دپیاوړتیا،تنظیم او سازماندهي  خواته روان شول .

دټولنیزسیاسی شعور دودی لمړنۍ مرحله پیل شوې وه چی نړیوالوحالاتوچټک بدلون وموند او دکورنیو شرایطوداوښتون غوښتنه منیځ ته راغله .سیاسی فعالیتونه هم ګړندی شول له دي امله چي دوي دسیاسي مبارزو په لمړنیو پړاوونوکي ګامونه پورته کول اودټولنیزو ناخوالودله منځه وړولولپاره جدي ګامونوغوښتنه کوله نړیوالوستروقدرتونو دخپل سیاسی اوفکری اغیز دساتلولپاره ژورو فکر ي لاسوهنوته ملاوتړله څارګرو شبکو دمنظم پلان له مخي په کار پیل وکړ، په ډیر احساساتي ډول سیاسی مبارزې دټولنیرو سیاسیي شرایطو ترغوښتنووړاندی  ډګرته راوړاندي شولې .

دټولني دسیاسی شعورله تکامل اوودي ځخه سیاسی خوځښونه منځ ته راځي دمبارزو دډيرو پړانو له تیرویدو او تجربو له ترلاسه کولو ځخه وروسته موخوته ځانونه رسوي  ددوي اساسي موخي چی دولس خدمت ،دټولنی ودانول اوپرمختګ دی  پرلارو چارو بیل بیل نظرونه او پرو ګرامونه سره یو ځای کیږي پخیږي او منظم سیاسی خوځښت یا ګوند ترینه جوړیږي . چي دمنطقي استدلالونو زغم عیني او ذهني شرایطو له غوښتنی سره سم دهیواد او خلګو په ګټه حرکت کوي ولس ته دخپلو موخو او کړنلاروپه ورپیژندلوسره دهغوي باور ترلاسه کوي او دخلګو له ملاتړ او ملتیا سره قدرت ته ځانونه رسوي .

او په ریښتنی توګه دخپلو ژمنو په پلی کولو کي هلي ځلی کوي .دامهال یو ډول ازاده سیاسي فضا منځ ته راځي چي دخلګو له خوا حکومت درایو او سیاسی ګوندونو په بریالیتوب سره جوړیږي ، خلګ هنداره دحکومت کړنو ته ایږدی او دواکمنانو ټول عملونه او کړني څاری .

په افغاني وروسته پاته ټولنه کي چي دټولني دسیاسی شعور دتکامل څخه وړاندي سیاسی خو ځښتونه منځته راځي سیاسی افکار يې داحساساتو تراغیز لاندي راځي داوږدو سیاسی تجربو دنه شتون له امله دولس دخدمت دهیواد دابادی او سمسورتیالپاره چی کومي کړنلاری دنظر اختلافونه يې دنوروپه لمسون یې اختلافات  ژوریږي دسیاسي زغم اوسیاسي اخلاقو دکمرزوتیا اودخپلو افکارودلوړتیابللو په اساس عقدي انتقام او جګړو ته اوږدیږی چي پایله یي له ستختو ستونرو سره ځانونه او ټولنه مخامخ کړه .ورستیو لسیزو ددوي دسیاسی بی تجربه والی دبهرنیو دلاس وهنو او دځان پالني ښې بیلګي بله لای شو.دتیرو څو لیسزو جګړو وښودله چي پردي ولس په زور واکمني څونه ستونزی له ځان سره لري ،

ددغوجګړو ډیره برخه مسولیت دبهرنیوی ستروقدرتونو په غاړه ده چي دسړې جګړي پر مهال یې دخپلو اهدافو دلاسته راوړلو لپاره دافغانانو په بیه پرمخ وړله او په ترځ کی له پوځی یرغلونو هم ډه ډه ونه کړه ،خوکورني سیاسي کوندونه هم ترې برالزمه نه شي پاته کیدلاي ددوي ځان پالني او سخت دریځو کړو بهرنیانوته دلاس وهني لاري هواري کړلې که چیرته دوی له سیاسی بصیرت او سیاسی هوښیاری کاراخستلای وای دونه ستونزي منځته نه راتللې ،

له دیرش کلنو جګړو وروسته که ټولنه سخته وځپله شوه زیانمنه شوه او هیواد مووران شود ملي یوالی فکراوروحیی  ته هم زیانونه ورسیدل ترخوايی دټولنیز سیاسی شعور، علم ،پوهه هم پرمخ ولاړه او په ذهني ډول ډير تجربی ترلاسه شولې .

ولس دسیاسي ګوندونوله کړنو زده کړل چي سیاسي مبارزی ځرنګه باید پرمخ ولاړي شي او دهیواد درغاوی اودولس دخدمت په لاره کي ځرنګه حرکت وکړي .دوي ولیدل چي  سیاسی ګوندونه او ډلي دکړنلاری پرځای دشخصیت پرستی په ناروغي اخته دي ، دقدرت دترلاسه کولو لپاره له هیځ لاري حتي دپردوپرغلامي هم اسر ه نه کوي .داسی ګوندونه او دوی ته دمنلو وړنه دی ولس په دي هیله دی چي دملي افغانی روحيي لرونکي ملي سیاسی ګوندونه له تیرو تجر بو په ګټه اخستنی سره دټولو ډلو ګوندونو وطن پالونکي او پرهیواد مین شخصیتونه راټول شي په ګډه داسي کړنلاره جوړه کړي چي پرملي افغاني چارو ولاړه او دافغاني روحيي لرونکي وطن پالونکي او مظلوم ملت دستونزوبیانونکي وي دزمانی له کاروان سره دنظریاتو افکارو برابرلو رحیه ولری او هر افغان خپل ځان پکی ووینی او ددودهیلو ارمانونو او غوښتنو هنداره وي پراساس یو پراخ ملي افغاني خوځښت یا ګوند جوړکي ترڅو وکولای شي دغه دسیاسی یون خلا چي اوس افغان ولس ورسره مخامخ دی او نشی کولاي دروښانه راتلونکي  سمت او لوری ومومي ډکه کړي دسیاسي تجربو په اساس غوره لاري تعقیب چي ولس دنیکمرغي اویوالي خواته رهبری کړي. ولس په پوره لیوالتیا او غوښتنه دټولنیر ژوند دپرمختګ ،علم ،پوهی او تخیګ و پراخیتاته سترګي په لاره دی اودداسی یو حرګت په لیدلواو حس کولو سره یې په ټول توان ترشا ودریږی .

  که چیرته دزماني له پرمختګ او غوښتنو سره له وخت سره سم سیاسی افکاراونظریات  برابر نه شی اوپه تیرو زړو افکارو او نظریاتو تکیه ولری نه داچي پرختګ نه شی کولای بلکی داسی ښکاری لکه ولاړي اوبه چي څونه پرځای ودیږی او وخت ورباندی تیری شی خوسا کیږي

نوې زمانه نوي فکرونه له تیرو تجربودعلم او پوهي په مرسته رازیږوی زړو افکاروسره مخه ښه کوی ، دزمانی له غوښتنو اوکاروان سره سم یو ن او حرکت  دژوند اړیتاد ه.

په تیرو لسیزوکي ښکیل سیاسی خو ځښتونه چی تراوسه يي ځانونه رارسولي دي یایې ونه شوکولای دزماني له طوفانونوسره مقابله وکړی دشرایطوتراغیز لاندی راغلل ویې نه شوای کولای  خپله سیاسی دخلګو دخدمت تګ لاره پرمخ سي او دځان پالنی او پردوپالو افکاروپه اساس په ټوټو وویشل شول  په کار ده چي له تیرو تجربو ګټه پورته کړي .  دهیواد دریښتنی خدمت لپاره په بیل او جلا جلا ډول مبارزه کوي دخلګو دنیکمرغي اوسوکالي سره یې ارمانونه تړلي یوشان کړنلاری لری (یوازی دکلمو په اوبدلوکي توپیر لیدل کیږي ) تربل هروخت نن سبا ددي اړتیا ورته لیدله کیږي چي واړه نظریات او جذباتي خیالونه او فکر ونه ځان پالنه اوشخصیت پالنه پریږدي چي دلوړو ملی ګټو دساتلو او ترلاسه کولو په لاره کي خنډونه جوړه وي، یوازي دملی خدمت لپاره سره راټول او دیوه پیاوړي، تجربه کاره سیاسي خوځښت په ډول څرګند او دټولني له ورستیو ستونزو دخلاصون لپآره جدي مبارزه وکړي ،کوم تاریخي رسالتونه چي پراوږو یې پراته دي په میړانه سرته ورسوي ،اولس له تیرو کړنو ښه تجربه ترلاسه کړیده دهر خوځښت او سیاسي حرکت په موخو باندي پوهیږی که چیرته ریښتنی وی ملاتړ یې کوي او که دبل لپاره کارکوي لنډمهاله ځاني او ګوندي ګټي ولري ردوي او ترشایې دریدل عار او ننګ بولې.

په لنډو ټکو کي داسي باید وویل شي چي له ډلبازي ګروپ بازي او وړو کړیو ځانونه راوباسي او دیو پراخ ملی سیاسي عملی قوت په څير چي په ټولو سیاسي ګوندي او افغاني اصولو ولاړ وي ځآنونه راڅرګند کړي  دولس دلوړو هیلو لپاره اړوند جدی ریشتنی ګامونه پورته کړي له روانو ستونزافغانی ټولنی دخلاصون لپاره لارپرانیزي.دهیواد اوسنی حالات داغوښتنه کوي چي له وړو فکر ي او ځان پالنو کړیو اودپردو له دایرو راوتل اړین دی دیوه پراخ ملی هدف دترلاسه کولو لپآره ګډ همغږی کارته اړتیا ده ،که چیرته موخي ملی او ارمانونه سپیځلي شتون ولري نو غوره کارده چي دولس دریښتنی خدمت لپاره ګډ سیاسي کاراو هلوځلو ته دملی افغاني اصولواو سیاسی کړنو په اساس چټک ګامونه پورته شي .پای (رحمتی ګیلانوال )

 

- بېرته شاته