(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ائتلاف حكومت

06.05.2014:              افغانان په دي كښې نه دي چې څوك به د دوي را روان ولسمشروي خو دوي په خپله دي غوښتنه ټينګ ولاړدي چې د دوې د رائي دي درناوي او احترام وشې كه د دوي د رائي درناوي ونه شې نو څرګنده خبره ده چې دا ډېري بدي پايلي نه يواځي د افغانستان دپاره ولري بلكې د افغانانو سره به هم دا لويه زياتې او جبروي ځكه افغانان چې په كومو شرائيطو كښې په پنځم اپريل د ټولټاكنو مركزونو ته وتلي وو هغه ددې دپاره نه وو چې آزمويل شوي كسان او هميش په حكومت كښې اوسيدلي لوړ سړي دي ددوي د قسمت يا د پريكړو په ځائي باندي يوواربيا كښينې چاچي پخپله د افغانستان په ګډوډيو كښې لويه ونډه لرلي وي بلكې افغانان په ډېرو بدو حالاتو كښې د رائي اچولو مركزونو ته په لوئي شمير وتلي وو چې دوي په خپل هيواد كښې بدلون غوښتي دوي سوله او امنيت غوښتي او دوي برابري او عدالت غوښتي او دوي غوښتو چې د دوي په هيواد كښې جمهوريت وده وكړي او د جمهوريت كوم نيالګي چې دوي كښينولي دي هغه يوه سايه داره درخته شې چې هر افغان يې يوه خواته ميوه وخوري او بلې خواته يې ترسوري لاندي آرام او استراحت وكړي خو د دوي دهغه هيلي اميدونه د خاورو سره خاوري شول چې دوي په دي خبر شول چې د دوي و رائي ته يو ډول ارزښت نه دي وركول شوي او زورواو ضدوقونه پخپله ډك كړي دي يا ضدوقونه يې مات كړي دي او ددې څنګه نورې داسې بې لارې كړي دي چې نه يې ټولټاكنې يا انتخابات شرمولي دي بلكې په بشپړه افغان ملت سپكاوي كړي دي او په افغانستان كښې د جمهوريت مخ داسې ورتور كړي دي چې تر ډېره به په دهغه هيواد كښې هم په دهغه حالت كښې پاته وي تر ټولو لويه د شرمندګي خبره داده چې پخپله د ټولټاكنو چارواكي پخپله د انتخاباتو چارواكو هم په لويه كچه د پيسو بايد وجدان پلورلي او درغلي يې كړي ده چې د نړۍ په ډېر و لږ و ملكو كښې داسې پيښې كيږي نورو ښكاره او پټو لاسو خپل ضميرونه تر پښو لاندي كړي د هغو ذكر دلته نه كوو ولې چې د موږ سره دومره توان نه شته چې د انتخاباتو په نامه څه وشو...؟
​اوس چې د افغانستان د ټولټاكنو يوه مياشت بشپړه شوي ده خو تراوسه يې دولتي اعلام نه دي شوي دوي دا وائي چې دوي د شوو درغليو يا د شكاياتو سپناوي كوي خو په كوم ميزان...؟ او دوي د شكاياتو د كميشن چارواكي دهغه سپناوي څنګه كوي شې ولي چې په دومره لويه كچه درغلي شوي ده چې د نړۍ يوه پرمخ تللې ټيكنالوجي هم نه شې كولي چې د سمي او چپي رائي توپير وكړي....؟ خو هو يو ميزان شته چې هغه د خوښې او ناخوښې دي كوم څوك چې باندنيان او ځيني زورځواكي چې غواړي چې يو ځانګړي نوماند دوي و دهغه پورته څوكي ته ورسوي نو دهغه په برخه كه خواپاكي يا ناخواپاكي رائي وي دهغه په خوا كښې و شميره او د بل خواپاكه رائي په ناخواپاكو رايو ورګډه كړه او بيا پايلي د انتخاباتو اعلام كوه چې ولس په پوه نه شې اوس هم چې دولتي پايلي نه اعلام كيږي ددې وشاته لوبه نه لوبى رواني دي او داسې هم كيدي شې چې دوي د خپلې خوښي نوماند ولسمشر بريالي وګرځوي ولې چې پريكړه د ملت په رايونه ده ولاړه بلكې خوښه او ناخوښه ولاړه ده چې زور ځواكو ملكو او ګاونډيانو خوښه وه هغه به كيږي يا دهغه كورنيو زور ورو چې ولس يې هميش تر ګواښ لاندي ساتلي دي او ددې لاري ولوړو څوكيو ته ځانونه رسولي دي او كله هم په خپله ژمني نه دي دريدلي اوس هم ګواښونه كوي كه د دوي نوماند ولسمشر اعلام نه شو نو به دوي يو غر د بله غره سره ووهي..؟
​اوس يوه بله هڅه روانه ده چې يو ائتلاف حكومت دي جوړشې چې كيدي شې د ټولو باندنيانو ګاونډيانو او د ځانګړو خوښ كس دوي خپل ولسمشر وټاكي او د خلګو رائي بې ارزښته كړي چې د مخه د ډېرو درغلو څخه بې ارزښته شوي ده هم دهغه هڅو ته موږ مصلحت ويلي شو نو چې مصلحت كيدي نو بيا انتخابات د څه دپاره....؟ هم دهغه مصلحتونه دي چې دهغه وخته څخه يې افغانستان په مخه كړي دي او دي اوسنې حالت سره مخامخ كړي دي...؟ خو ولس چې څومره خواري په پنځم اپريل په ځان يووړو د هغه بدل هم دهغه مصلحت شو...؟ اوس چې شوي انتخابات مشروعيت دلاسه څخه وركړي دي كه انتخابات و دويم پړاو ته ځي نو څوك ددې باور وركوي شې چي بيا به داسې درغلي نه كيږي لكه څنګه چې يوه مياشت د مخه وشول...؟ چې ټولټاكنو او كه په وروستيو او دولتي پايلو كښې ځانګړي كس ولسمشر اعلام شې هغه به يو ډول مشروعيت ونه لري يا به دا د نورو تر فشار يا د ګواښونو په زور داسې كيږي نو مشروعيت يې پخپله دلاسه وركړي نو ددې د مخه چې دهغه لوبي وشې ښه خبره په داوي چې په ټول افغانستان ټول پوښتنه يا(REFERUNDUM) وشې چې دوي هغه سنجول شوي د ولسمشري پايلي او نتائج منلو ته تيار دي كه يا.....؟ ولې خواپاكي ټولټاكنې د افغانستان د صباون سره تړلي دي چې ولس په خپل هيواد كښې بدلون غواړي سوله غواړي..؟ يا كه هغه پخواني حكرانان چې د جګړو د څنګه يې په هيواد كښې اداري فساد ګډوډي او من ماني او د شتمنو د راټولو په ځائي بل څه نه دي كړي او ملت يې د خپلو ګټو دپاره تقسيم كړي دي..

- بېرته شاته