(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.05.14پردى مزدور سحر وختي پاڅي

پردى مزدور سحر وختي پاڅي  
دشوگيرو مئين اودۀ پاتې شي

لیک: میا فاروق فراق
03.05.2014: يواځې دخاطر اپريدي  دغه پورتنى شعر دمزدور دلالهانده  ژوندعکاسي نۀ کوي بلکې دنړۍ په ټولو ادبياتو کې  دخواري کښې طبقې دژوند په کړاؤنو، تکليفونو  اؤ دردونو  وير يا ساندې تر سترگو کيږي.
په  يکم مئ هرکال  په نړۍ کې  دمزدورانو  عالمي ورځ  نمانځل کيږي  اؤ په دغه ورځ دغريبو اؤ اميرو هيوادونو  دننه يو شان دمزدورانو په حق کې لاريونونه ،غونډې  اؤ سيمينارونه ترسره کيږي.
 
دغه غونډې که چرته په عاليشانو ،هوټلونو اؤ محلونو کې راجوړيږي، نو چرته په سړکونو  دمزدورانو نمائنده تنظيمونه  ددې چغو وهلو سره په نظر راځي  چې دمزدورانو استحصال نۀ منو"
 
خو دمزدورانو په حق کې هرکال دپورته کيدونکو دغو شعارونو باوجود هم نن نۀ يواځې په پاکستان اؤ افغانستان بلکې دنړۍ په گڼو هيوادونو کې  دمزدورانو دستونزو اؤ تکليفونو بار  ورځ په ورځ نور هم درنيږي.
په پاکستان کې حکومت دمزدور لږ ترلږه مياشتنى اجرت لس زره روپۍ ټاکلى ، خو په عملي ژوند کې نن هم ليدل کيږي چې په مختلفو ادارو اؤ کارخانو کې  داسې گڼ شمير مزدوران په کارونو بوخت دي چې دهغوي دمياشتې معاش پنځه زره يا دهغې څخه هم  لاندې دى.
په کال ١٩٨٦ء کې  چې دشکاگو مزدورانو  دمزدورانو دکار دوخت دپاره خپلې کومې وينې توئي کړې وې دهغې يادونه نن هم هرکال برابر کيږي.
 
خو نن هم دپاکستان اؤ يو شمير نورو مخ په ترقۍ هيوادونو کې  دمزدورانو څخه د دولسو نه نيولې تر شپاړسو گينټو محنت اخستل کيږي.
په پاکستان کې دمزدورانو  وضعه دومره دردونکې اؤ بد حالت ته رسيدلې چې تيره مياشت  دپاکستان دسندهـ ايالت په تهر سيمه کې دخواري کښو په سوونو ماشومان يواځې دخوراک  دنۀ موندو له امله  دمرگ بلا له خپلې کومې تير کړي.
خو  ددغو سوونو ماشومانو په مرگ اؤ پاکستان کې دمزدورانو په بدحالت نۀ خو په پاکستان کې کوم وزير يا مشير دخپلې چوکۍ څخه استعفي ورکړه اؤ نه هم  نړيوالې ورورولۍ  په راتلونکي کې ددغسې بوگنونکي صورتحال دمخنيوي دپاره په پاکستان دڅه رقم اقداماتو کولو غږ وکړو.
دا مهال په پاکستان کې  که يوخوا دگيس اؤ بجلۍ دلوډشيډنگ زياتو ټيکسونو اؤ معاشي کمزورۍ له امله  دسوونو صنعتونو تړل کيدو له امله  په  لکونو مزدوران بې روزگاره شوي نو بلخوا دزياتې گرانۍ په وجه په خواري کښه طبقه کې ورځ تر ورځه داخستو توان کمزورى کيږي.
دپيښور دپهندو سيمې سره تعلق لرونکى څلويښت کلن درکشې ډرائيور حضرت خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل  هغه دورځې د٤٠٠ؤ څخه نيولې تر ٦٠٠ؤ  مزدوري کوي خو په دغه لږو پيسو کې ورته دمياشتې دکور پنځه زره روپۍ کرايه،١٥٠٠ روپۍ دبجلۍ، ١٥٠٠ دگيس اؤ څلور پنځه سوه داوبو بلونه ادا کول هم ورپغاړه دي.
نوموړي وويل څلور ماشومان سکول ته ليږي اؤ دهغوي  فيسونه ،کتابونه يا يونيفارم اخستل  دهغه دپاره  ديوې لويې معرکې ترسره کولو نه کم نۀ وي.
کله چې دهغه څخه  دکم امدن اؤ زياتو اخراجاتو په ترڅ کې دژوند کولو طريقه وپوښتل شوه نو وې وئيل دژوند دضرورتونو پوره کولو دپاره مجبوره دى چې هره مياشت دنورو خلکو نه قرضې واخلياؤ دغه شان  دهرې مياشتې په تيريدو هغه دقرضونو دنور بار لاندې گيريږي.
دپيښور په لارو کوڅو کې دلاس په گاډي کباړ راټولونکى ١٩ کلن ځلمى ذيشان وائي دسحر په ٧ بجې دکوره اوځي اؤ ماذيگر شپږو پورې  چې ښه ځان ستړى کړي نو په مشکله ٢٥٠يا٣٠٠ روپۍ گټي.
 
هغه وويل وادۀ يې نۀ دى کړى خو په دغه پيسو يواځې دزړۀ په رنځ داخته مور علاج کوي.
نوموړي وويل دوه روڼه يې نور هم محنت مزدوري کوي اؤ په دريوؤ کې ددوؤ کسانو دمزدورۍ پيسې دهغه دمور دعلاج اؤ ديو رور  اتۀ زره روپۍ يې دکور داخراجاتو دپاره دي.
 
هغه وويل په دغو پيسو يې دکور خرچې نۀ کيږي، خو مجبوره دى ،بله هيڅ لار نۀ لري.
 
کله چې مو  خيبرپښتونخوا کې  دمزدورانو  دخراب وضعيت  اؤدبندو صنعتونو په حقله دصوبې  دصنعتونو دوزير  شوکت يوسفزئي څخه وپوښتل نو هغه وويل  په دې کې شک نشته  چې په دې صوبه کې گڼ شمير صنعتونه دبيلا بيلو وجوهاتو له امله بند شوي اؤ مزدوران بې روزگاره شوي ، چې يو عمده علت يې دصوبې دامن خراب صورتحال هم دى.
 
هغه وويل  خيبرپښتونخوا دسمندر نه لرې صوبه ده ، چې ددې په وجه پکې کاروباري سرگرمۍ کمې دي خو که په حقيقي معنو وکتل شي نو زمونږ صوبه دجغرافيائي اهميت له امله دکاروبار لپاره تر ټولو سودمنه په دې ده چې دافغانستان سره گډه پوله لري  اؤ دمرکزي ايشياء سره  هم له دې لارې  تجارت وده موندلى شي.
شوکت يوسفزئي وويل په تيرو وختونو کې ددې صوبې حکومتونو هيڅ کوشش نۀ دى کړى  چې بهرني سرمايه کاران په خيبرپښتونخوا کې سرمايه کارۍ ته تشويق کړي ، خو دهغوي حکومت کوشش کوي چې دسړکونو جوړولو اؤ په ټيکسونو کې  دنرمۍ راوستو له لارې پنگه والو ته په دې صوبه کې دپنگو اچولو زياتې موقعې ورکړي

- بېرته شاته