(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټولټاکنې 21.4.14

21.04.2014:  دپنځم اپرېل وټولټاكنو ته بشپړه افغان ډېر او خوشبينه وو ځكه چي لومړي دوخت دشوروي اتحاددسرو لښكروسره خو نړي جګړي او بيا داسلام آباد څخه راليږل شوي دجوړ حكومت ترمنځ جګړي او بيادطالبانو سره درد ناكه جګړي او بياد دوي دحكومت طرز افغان ترشل كاله هم زياته وځورول چي وروسته په امريكا كښې په نهم سپټمبر۲۰۰۱ء پيښه وشوه او امريكا او ملګرو يې افغانستان په نښه كړي ولي چي دالقائده مشر اسامه بن لادن په افغانستان كښې ميشته وو او دنيويارك دپيښي مسؤل هم اسامه بن لادن او دده القائده وګرځوله ملګروملتوو امريكا ناټواو نورو ملكوته اجازه وركړه چي اسامه بن لادن او القائده وځپي او ددي دڅنګه يې دا ژمنه هم وكړه چي دافغانستان بيارغونه به هم كوي او سوله به هم راوړي افغانانو دباندنيو ځواكو هركلي ځكه وكړي چي داخو هم خرماده او هم ثواب او دويم دوي داسي اټكل كړي وو چي دجرمني او جاپان وارو به غرب افغانستان داسي ورغوي لكه يادشوي دوه ملكونه چي په دويم نړيواله جګړه كښې ډېر زيات وران شوي وو لكه په افغانستان چي دنورو وباندنيو او كورنيو جاه طلبولخوا وران شو خودافغانستان رغونه داسي ونه شوه هوڅه كارونه او څه وداني وشوي خونه جګړه ودريده ته هغه چرموښان او دولس په وينو ككړ زور واكي مهار او جلو شو بلكې دوي دنومول شوي ولسمشر حامدكرزئي په څنګه كښې لوئي لوئي څوكي ونيولي چي نن هم په هغه ناست او دجوړ جاړي په ځائي په درندو وسلو زياته باور كوي او دكابل دحكمران و آمرته هم غاړه نه ايږدي ددي دڅنګه دطالبانو سره دجګړي په نامه دهغه دسولي او دبشر دحقوقو علمبرداران عام افغانانو قتل او وژنه روانه كړي ده او بلي خواته طالبانو هم دافغانانو په وژلو او دهيواد دوراني په  سيالي كښې دنورو څخه هم په مخ كښې دي لنډه داچي افغان دغنم وارو دميچني تر دواړو ډېر ولاندي دي او دهري خوا دسولي او دپرمختيااو دبلي خواڅخه دافغاستان دآزادي په نامه بې دريغه وژل كيږي چي دايو لوئي داستان دي چي هر دعقل خاوندپه پوه دي خو شكاريان په خړو اوبو كښې كعبان نيسۍ. 
               افغانان دپنځم اپرېل وټولټاكنو ته ډېر خوشبين وو چي دوي به په خپله رائي يو داسي ولسمشر وټاكي چي دهغه دټاكلو سره به په هيواد كښې سوله راشې دوي به خپلواك شي ولي چي باندني ځواكونه به ووځي هغه به وسولي ته راوبولي او هغه باندنيان چي دشوروي دجګړي څخه يې افغانستان كښې لاسونه اوږده كړي وو هغه په ورلنډ كړي او ددي دڅنګه به دافغانستان دمځكي تماميت نور ګړندي كړي او بيله دڅه توپيربه هغه چاته خپلي رائي وركړي چي هغه ودي ټولو كارونه جوړوي كه هغه هر څوك وي خو د دوي دناخوالو غم ورسره وي ځكه چي په ډېر لوئي شمېر افغانان درايو وركولو مركزونو ته ووتل ددي سره سره چي دوي ته دمرګونو ګواښونه شوي وو په دهغه ورځ ډېر يخ او باران هم وو خو دوي اوږدي اوږدي ليكي او قطارونه جوړو كړو چي خپل نوي جمهور رئيس وټاكي چي د دوي ژوند او سباؤن ورسره روښانه كيږي آن دا چي د ډېر غمر لرونكي سپين سري او سپين ږيري هم په دي هوس درايو وځائي ته ورورسيدو او په ډېر لوئي شمېر دنارونوو دڅنګه ښځي هم درائي وركولو ځايوته ورسيدل او تر ناوخته په قطارو كښې ولاړ وو نړي والو چي دافغانانو دهغه جوش او جذبه وليدله نوګوته په غاښ ورته پاته شول چ داخود جمهوريت دومره ليواله دي او دومره منظم دي چ دنړۍ والو داګمان هم نه كيدي ځكه چي دغرب ميډيا او رسنې تراوسه د دوي په ستاينه نه مړيږي او هر ورځ خبري اتري او مياحشي باندي كيږي.
            افغانانو باندي دتواپيراو فرق نه وو چي هر څوك ولسمشر وټاكل شي و دوي ته دمنلو وړدي خو د دوي درائي(VOTE) درناوي وي وشې او هر څوك چي راځي هغه دي دولس په خواپاكو رايو راشي او يو ډول ګډوډي دي نه په كښې كيږي په زياته بيا دټولټاكنو انتخاباتو كميشن دي ناپيله پاته شي حكومتي چارواكي دپارليمان غړي او زور واكه دي دولس ورايوته احترام وكړي دهغه خپلواكه دانتخاباتو كميشن چي نن افغانانو دده خپواكى او خواپاكي وليدله داورته څرګنده شوه چي دهغه كميشن تش په نامه خپلواكه دي بلكې تر ټولو زياته جنايت هم دوي كړي دي چي دوي پخپله ددي ثبوت وركړي دي دافغان ملت دهغه وياړ او احترام ته لويه زر به هغه وخت وركول شوه چي په لومړي ساعتو ساعتو په قطارو كښې ولاړ وو خپله دهغه ملي او قامي مسؤليت يې ترسره نه كړي او نااميده وخپلو كوروته ولاړو داجنايت نه دي نو څه دي هم ددهغه ناخوالي چي دانتخابى كميشن لخوا شوي په لومړي ورځ دخلګودا اټكل شو چي داټولټاكنې دملت سره دهوكه(FRAUD) دي او ددمخه څخه سنجول شوي(ENGINEED) شوي دي او د دوي ورايوته يو ډول احترام نه دي شوي او دوي چي كوم وياړ دنړۍ والو څخه په يوه ورځ ترلاسه كړي وو هغه هم ددهغه نالوهانو او جائي طلب كارانو لخوا دخاورو سره خاوري شو او ددوي خوشالي د دوي څخه واخستل شوه نه يواځي په افغانستان كښې ديوه ښه ولسي او جمهوري لاري څخه يې دخلګو زړونه مات كړل او داسوچ ورته پيدا شو چي دڅو كلو دتيريدو وروسته د دوي سباؤن بيرته هم دزور واكو په لاس كښې دي.
         يو داسي ملك چي ټولي چاري يې دبل په مرستو ولاړي وي او انتخابات هم دبل دمرستو په زور ترسره كيږي او په داسي حال كښې دومره لوئي جنايت وشي ددي ځواب به څوك وركوي؟ دټولټاكنو ناخپلواكه كميشن كه چارواكي ياكه هغه زورواكي چي جاه طلي يې دافغانستان دتاريخ په اوږدو كښې كړي ده دوي هميشن دنورو په سرو نو باندي خپلي ماڼي د رولي دي هم هغه خبره ده چي توري دى لاله وئ ګولي دي په كڼې ټاټاوئي.
    په هر سړي داخبره روښانه شوه چي هم باندنيان هم دافغانستان چارواكي او هم دانتخاباتو كميشن يو ځانګړي كس درئيس جمهور په حيث منتخب كړي دي او هغه به په چل ول او دوړو او باران كښې اعلان كړي ولي چي پخپله هم دهغه كميشن څخه بيوقوفي هغه وخت وشوه چي دټولټا كنې ختم شوي او ماښام درسنېو دالاري اعلان پيل شو چي لاس به دهغه بهيرروان وي چي دځونتائجو او پايلو داعلان وروسته دهغه سلسله  قطح شو ولي چي نن كوم دولسمشرنوماند چي په دويم مقام دي هغه ډېر په مخ كښې وو داځكه چي دوي قطع كړي چي داهغه پايلي وي چي داهغه پايلي وي چي دټاكنو وروسته دهر نو ماندومخ ته شميرل شوي وي بيا دوي داعلان وكړي چي په مزار شريف او يوبل ځائي چي جلال به وو په لويه كچه راغلي شوي دي دهغه تش په نامه دانتخاباتو كميشن وويل چي د رايو ضدوفونه مات شوي دي دخپلي خوښي سړي ته رائي په  لويه كچه وركړي دي ددي كميشن په خپله وويل چي د دوي كاركونكو هم دځانګړو كنډيټانو په حق كښې په لويه كچه رائي ګار كړي دي ناظرين نه ايله كول په زوره ضد وقونه ډكول دضدوفونو وړل او په  بيل ځائي كښې ډكول دښځورائي دنارينو ولخوا استعمالول او دانتخاباتو دمخه دځينو لوړ پوړو چارواكو لخواد اګواښ كول چي يو ځانګړي ولسمشر به بريالي كيږي كنې دي به داوكړي او هغه به وكړي لنډه دا چي دهغه دولس دهيلو سره چي كومه لوبه وشوه هغه د دوي سره لويه لوبه وشوه.
              اوس چي دانتخايانو كميشن كومه لوبه دخواپاكو او ناخواكو په نامه دنوي ولسمشر رائي وړاندي كوي او څنګه پيڅلي او ټيكنيكل لاره يې خپله كړي ده دايوه بله هڅه ده چي دوي افغانان تير باسي چي هر يو په پوه دي دهغه سنجول شوي نوبي نه يواځي داپرېل انتخابات سره ګډوډكړي دي بلكې كوم ولس مشر چي دوي رامخ ته كوي دهغه مشر وعيت هم ترشك لاندي راغلي دي چي ددي به ديري بدي پايلي دهغه چاپه غړه وي چي هميشن يې افغانان په لوبو او دنورو باندنيانو دګټي دپاره وژلي دي خو تر ټولو لوئي تور دانتخاباتو په ټولټاكنو راځي چي دوي دافغانستان د داسي ناورين وخواته ټيلوي چي دتوري تياري په ځائي بل څه نه ليدل كيږي آيادوي داتوتن لري چي ددهغه پياوړي ولس دخوښي په مخ كښې ودرسيږي ځكه چي وائي چي لمر په ګوتونه پټيږي وروستي خبره دا چي دانتخاباتو ناآزاد كميشن خپله دا په ډاګه وائي چي په دوي ډېر لوئي فشار دي نو بيا دولس ته رائي او پخپله دټاكنو دكميشن څه ارزښت پاته كيږي ښه لاره دا ده چي دانتخاباتو كميشن ددهغه لوبي څخه لاس په سر شي او څه چي دوي ليدلي يا په دوي ورغلي دي هغه دي ولس ته په ډاګه كړي هم دهغه د دوي دسوګند او حلف غوښتنه ده چي دوي دهيواد داساسي قانون او دخدائي پاك(ج) سره كړي ده....؟ هر چا چي په شوو انتخاباتو كښې دراغلي كړي ده هغه دي په زوره وګمارل شې چي دوي دباندنيانو څخه فقر وكړي او د ټول ملت څخه دي عفه وغواړي او دوي ته دي خواست وكړي چي يو وار بيا دټولټاكنو مرونو ته راشي چي دهغه بهير وپائي ورسيدي نو دوي دي عدالت ته وركښ كړل شي چي دولس په حق باندي هميش ډاكي ددي دپاره اچوي چي نور باندنيان خوشاله كړي.
.....................................................
 

 

- بېرته شاته