(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په غني فشارونه به افغانستان20.4.14...

په غني فشارونه به افغانستان له ناورین سره مخ کړي

20.04.2014: د وري په ۱۶ نیټه چې په هیواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې او خلکو په کې په پراخ ډول ګډون وکړ او اوس مهال يي د ټاکنیزو کمیسیونو لخوا د رايي شمیرل پیل شوي دي چې څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ۲۶ ولایتونو لس سلنه قسمي رایې هم اعلان شوې چې په دغه رایې شمیرنه کې هم د حکومت او یو شمیر ډلو ټپلو لخوا په کمیسیون فشار راوړل شو څو د ۲۶ ولایتونو لس سلنه قسمي رایې په کم توپیر سره د عبدالله عبدالله په ګټه اعلان کړي چې همداسې هم وشوه ولې اشرف غني احمدزي په یوه خبرې ناسته کې د دغو پایلو له اعلان څخه په وړین تندي ستاینه وکړه او هغه يې د فوټبال لوبې ته ورته کړنه وبلله چې د لوبې په لسو لومړیو دقیقو کې هیڅ هم د لوبې د بریا او یا ناکامې پریکړه نه شې کولای او کیدای شي د لوبې په ۹۰ دقیقه کې هر څه بدلون وکړي او همدارنګه په یو خبرې ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر هم په څو ځلې وویل چې کیدای شي په پایلو کې پراخ بدلون رامنځ ته شي کمیسیون ځکه داخبره کوله چې دا خبره کمیسیون او هم ټولو ته جوته وه چې په ټاکنو کې څوک بریالی دی او کوم نوماند ډیرې رايي اخیستي دي او افغان ولس هم په ټاکنو دا وښوده چې مشر یې باید څوک وي خو ټاکنیزو کمیسیونو د حکومت او ځینو ډلو د فشارونو له امله لومړی د شمالي ولایتونو او په هغو ولایتونو کې چې عبدالله ته خلکو یا رایه ورکړی وی او یا هم په پراخ ډول په کې د رایو صندوقونه په ناقانونه توګه د عبدالله په ګټه ډک کړای شوي وه د کمیسیون لخوا یادې رایي راټولې شوې او د ۲۶ ولایتونو د لس سلنه قسمي رایو ترنامه لاندې اعلان کړی شوی، څو په اشرف غني احمدزي فشار راوړي او ځینو مصلحتونو او جورجاړي ته یې اړباسي خو د تمې خلاف اشرف غني احمدزي په یوه خبري ناسته کې په ډاګه وویل چې په هیڅ ډول به د خلکو او ولسونو په پاکو رایو له چاسره جوړجاړې ونه کړي او وړاندې له دې یې هم یادونه کړی وه چې حکومت یو سهامي شرکت نه دی چې هرچاته د قوم ملیت، ژبې او سیمې په انډول سهم ورکړي. خو د نوموړي د یاد دریځ وروسته حکومت او ځینو ډلو په غني خپلو فشارونو ته نورهم زور ورکړ چې یوه بیلګه یې په دغو شپو او ورځو کې په غني د حکومت او ځینو ډلو شته فشارونه دي چې ښکاره بیلګه یې د ولسمشر د لومړي مرستیال
د وري په ۱۶ نیټه چې په هیواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې او خلکو په کې په پراخ ډول ګډون وکړ او اوس مهال يي د ټاکنیزو کمیسیونو لخوا د رايي شمیرل پیل شوي دي چې څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ۲۶ ولایتونو لس سلنه قسمي رایې هم اعلان شوې چې په دغه رایې شمیرنه کې هم د حکومت او یو شمیر ډلو ټپلو لخوا په کمیسیون فشار راوړل شو څو د ۲۶ ولایتونو لس سلنه قسمي رایې په کم توپیر سره د عبدالله عبدالله په ګټه اعلان کړي چې همداسې هم وشوه ولې اشرف غني احمدزي په یوه خبرې ناسته کې د دغو پایلو له اعلان څخه په وړین تندي ستاینه وکړه او هغه يې د فوټبال لوبې ته ورته کړنه وبلله چې د لوبې په لسو لومړیو دقیقو کې هیڅ هم د لوبې د بریا او یا ناکامې پریکړه نه شې کولای او کیدای شي د لوبې په ۹۰ دقیقه کې هر څه بدلون وکړي او همدارنګه په یو خبرې ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر هم په څو ځلې وویل چې کیدای شي په پایلو کې پراخ بدلون رامنځ ته شي کمیسیون ځکه داخبره کوله چې دا خبره کمیسیون او هم ټولو ته جوته وه چې په ټاکنو کې څوک بریالی دی او کوم نوماند ډیرې رايي اخیستي دي او افغان ولس هم په ټاکنو دا وښوده چې مشر یې باید څوک وي خو ټاکنیزو کمیسیونو د حکومت او ځینو ډلو د فشارونو له امله لومړی د شمالي ولایتونو او په هغو ولایتونو کې چې عبدالله ته خلکو یا رایه ورکړی وی او یا هم په پراخ ډول په کې د رایو صندوقونه په ناقانونه توګه د عبدالله په ګټه ډک کړای شوي وه د کمیسیون لخوا یادې رایي راټولې شوې او د ۲۶ ولایتونو د لس سلنه قسمي رایو ترنامه لاندې اعلان کړی شوی، څو په اشرف غني احمدزي فشار راوړي او ځینو مصلحتونو او جورجاړي ته یې اړباسي خو د تمې خلاف اشرف غني احمدزي په یوه خبري ناسته کې په ډاګه وویل چې په هیڅ ډول به د خلکو او ولسونو په پاکو رایو له چاسره جوړجاړې ونه کړي او وړاندې له دې یې هم یادونه کړی وه چې حکومت یو سهامي شرکت نه دی چې هرچاته د قوم ملیت، ژبې او سیمې په انډول سهم ورکړي. خو د نوموړي د یاد دریځ وروسته حکومت او ځینو ډلو په غني خپلو فشارونو ته نورهم زور ورکړ چې یوه بیلګه یې په دغو شپو او ورځو کې په غني د حکومت او ځینو ډلو شته فشارونه دي چې ښکاره بیلګه یې د ولسمشر د لومړي مرستیال
محمد یونس قانوني وروستۍ وینا ده چې ویلي دي حکومت به هڅه وکړي څو د ملي مشارکت یو حکومت رامنځ ته کړي چې د نوموړي وینا د افغان ولس د سخت غبرګون سره مخ شوه. او زه هم ورته وایم که حکومت غوښتل چې د ملي مشارکت ترنامه لاندې یو ایتلافي حکومت رامنځ ته کړي نو بیا ټاکنو او دومره لګښتونو ته څه اړتیا وه.
 اوس مهال حکومت او ځینی ډلی  په دې هڅه کې دي څو غني د شته فشارونو له لارې اړباسي څو د نورو نوماندان، شته حکومت او په حکومت کې د شمال ټلوالۍ سره یوځای د ملي مشارکت ترنامه لاندې یو ایتلافي حکومت رامنځ ته کړي چې بیاهم اشرف غني احمدزي د خپل ټیم سره له سلامشورې وروسته دغه خبره تردې مهاله نه ده منلې او په لکه يې رد کړی ده، او داسې ګونګسې هم شته چې ولسمشرحامد کرزي هم نوموړي ته څه شرطونه وړاندي کړي چې زه يي کره والی نه شم منلې خو غني تردې مهاله د هیڅ کس او ډلې شرط نه دی منلې. او هم به يي و نه مني ځکه چې غني د خلکو نوماند دی او خلکو ورته رایه ورکړی د نورو په شان ورته چا صندوقونه نه دي ډک کړي.
خو اوس خبره په بل ځای کې ده هغه دا چې کیدای شي نن یا سبا د ولسمشرۍ ټاکنو نورې پایلې هم اعلان شي چې اوس هم د حکومت، شمال ټلوالۍ او ځینو نور ډلو ټپلو لخوا په اشرف غني هم سخت فشار روان دی څو د ملي مشارکت ترنامه لاندې د یوه ایتلافي حکومت لپاره جورجاړي ته غاړه کیږدي. خو اصلي خبره دلته داده چې ولی حکومت په عبدالله عبدالله او یا بل نوماند فشار نه راوړي، چې د فشارلپاره يي اشرف غني احمدزي ته ملا تړلې. او داسې ګونګسې هم شته چې کیدای شي د فشار په موخه داځل هم په ډیر کم توپیر سره د عبدالله عبدالله د رایو فیصدي لوړه اعلان شي ځکه چې اوس هم  پرکمیسیون د حکومت او شمال ټلوالۍ چې د کرزي په حکومت کې اوس هم پراخ لاس لري سخت فشاردی او ددغې فشارله امله احتمال شته بیاهم د تیر په شان داسې کارترسره شي چې دابه بیا د ټاکنیزو کمیسیونو خپلواکي هم ترپوښتنې لاندې راوړي ځکه چې خلک پوهیږي چې دوې چاته رایه ورکړی او اوس د ټاکنو کمیسیون د کوم نوماند د رایو فیصدي لوړه ښي چې دغه کړنه به هم هیواد له ستر ناورین سره مخ کړي او هم د ختیځ او سویل ختیځ ولایتونو د ګڼ شمیر اوسیدونکو له سخت غبرګون سره به مخ شي چې دابه بیا د هیواد په ګټه کړنه نه وي .
 حکومت او ځینې ډلې ټپلې او د څوکۍ او واکدارۍ وږي تږي اوس په دې پوه دي چې د ټاکنو په لومړي او یا دویم پړاو کې اشرف غني احمدزی په هر صورت کې بریالی دی نو اوس مهال حکومت هڅه کوي څو نوموړی ترفشار لاندې ونیسي څو له د دغو کثیفو سیاستوالو سره چې د هیواد او هیوادوالو غم ورسره نه شته او یواځې او یواځې د څوکۍ او واک لپاره سیاسي مبارزه کوي یوځای شي او د ملي مشارکت ترنامه لاندې یو ایتلافي حکومت رامنځ ته کړي چې بیا هم دغه مظلوم او زوریدلې ولس پنځه کاله نورهم د خپل ځان غوښې وخوري او دغه شته غټ څټي، شته واکداران، تش په نامه اپزیسیون چې اوس هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له پوره واکه برخمن دی په واک کې پاتي شي او دا زوریدلې ولس بیاهم پنځه کاله نور انتظار وباسي څو بیا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي او خپل مشر وټاکي لږ له خدایه و ډار شي او په دې مظلوم ولس زړه و خوږوۍ او د خلکو رایو ته چې په سختو امنیتي ګواښونو کې د رایو صندوقونو ته ولاړل او رایه یې ورکړه څو په هیواد کې د سولې او پرمختګ لیدونکي وي او په دغه زوریدلي هیواد کې د تحول او بدلون شاهد وي خو تاسې يي نن په رایو لوبې وکړی خدای به مو هیڅ کله هم ونه بخښي او د محشر په ورځ به دې ولس ته بیا څه ډول ځواب ورکوی لږ له الله ویره وکړئ او په دې مظلوم ولس زړه و دردوې او حق حقدرا ته وسپارۍ. او که بیاهم ددې ټولو وینا سره سره حکومت او شته ډلې ټپلې غوږ ونه ګروي په یاد ولرې چې ددې هیواد اکثریت وګړي یانې پښتون قوم به په راتلونکې حکومت بې برخې پاتې شي او دغه کړنه به هیواد له ناورین سره مخ کړي او هغه وخت به بیا مسولیت د ولسمشرکرزي په غاړه وي او دا په یاد ولرې چې د خلکو به مصر او سوریه له یاده ووځي، او که راتلونکې حکومت د خلکو د رایو خلاف رامنځ ته کیږي او ددې هیواد د اکثریت وګړو یانې پښتون قوم حق ترپښو لاندې کیږي په دې هیواد کې به خلک د پراخ پاڅون لیدونکې اوسي او بیا ددغې پاڅون او ناورین مسوولیت د اوسني حکومت چې مشر ښاغلی کرزی دی او د داړو ټاکنیزوکمیسیونو چې مشران يې نورستانی صیب او سعادت صیب دی په غاړه وي. نو یوځل بیا دواړو ټاکنیزو کمیسیونو ته یادونه کوم چې د حکومت او یو شمیر ډلو له فشارونو ځان خلاص کړی او حق ولس ته وسپارې تاسې هم په دې پوهیږۍ چې ولس چاته رایه ورکړی او ولس په چا راټولې دی شي او دا ستاسې د پوهې او افغانیت پورې اړه لري چې آیا هیواد د ناورین په لوري بیول غواړی او که دغه زوریدلې ولس د خپل صداقت او عدالت په وسیله ژغورې او دغه ستر مسوولیت هغه شان اړین ترسره کوي نور تاسې پوه شه او لوی خدای مو.
ما د خپل زوریدلي ولس غږ په تورو ټکو کې تاسې ته ورساوه نور مسوولیت ستاسې دی.
په درنښت

Pa Ashraf Ghani Fisharona ba Afghanistan la Nawareen sara makh  Karri   By: Sayed Nazim Sayeedi

- بېرته شاته