(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلامى تهذيب و پښتانۀ

18.04.2014:ليک : محمد نواز طائر

د انسان په تخليق کښې درب العزت منشاء دخپل کائنات په يوه وړه شان سياره ( زمکه ) باندې ديو داسې مخلوق پيدا کول مقصود وو، څوک چې به د قران کريم په الفاظو دهغۀ خليفه يا نائب وى. دخليفه اونائب جوړيدو دپاره کۀ وکتے شى نو په دې دنيا کښې هم دهغې صلاحيتونو ا و صفاتو حاجت وى کوم چې ديو حاکم وخت يا د يو حکومت دسربراه يا امر په معيار پوره وى او کوم چې دهغۀ په نظر کښې پسنديده او قابل لحاظ وى. په داسې غوره صفاتو متصف شخصيت دغه حاکم وخت خپل نائب سفير يا نمائنده مقرروى.
او دهغۀ په ذريعه دحکومت کاروبار چلوى. کۀ فکر وکړو نو دا دنياوى نظام هم په اصل کښې دهغې ايزدى نظام يو عکس دے چې الله تعالى پکښې خپل عبد يا بنده ( انسان) کائنات په دې وړوکى شان سياره کښې دخپل خليفه يا نائب په جوړ راليږلے دے. په قران کريم کښې ځاې په ځاې الله تعالى انسان په هغه صفاتى نومونو ياد کړے دے کوم چې پخپله دهغۀ په اسماء الحسنى کښې شامل دى. او هم دهغۀ د عالى ذات سره ښائى ، لکه جبار، ستار، خالق، غفور، عزيز او داسې نور ، دا هغه صفات دى چې الله تعالى خپل دې نائب او خليفه له په دې زمکه د استوګنې کولو ددې نظام دچلولو اوددې دښائسته کولو دپاره ورکړى دى. ديو منتظم په حيثيت ددۀ ذمه وارى د ابتداء راسې يو معاشرتى ژوند تشکيلول اوددې ذرائع او وسائل پکارول او په هغې ټولو مشکلاتو قابو موندل وو.
کوم چې دلته ددۀ د وړاندې وو په قول د علامه اقبال (رح) تو شب افريدى چراغ افريدم دغه دشپې په تيرو کښې د چراغونو دبلولو عمل ؤ چې دزمکې په مخ د انسانى نوغى دمعاشرتى ژوند دوړاندې بوتللو دپاره دزرګونو کلونو راسې جارى ؤ. څومره څۀ زمانې تيرې شوې، څومره څۀ دورونه بدل شول. بنيادم په کومو کومو مشکلاتو برے وموندو. او دے څۀ رنګې ديوې مذهبى معاشرې په تشکيل او ارتقاء کښې کامياب شو. دا يو ډير اوږد داستان دے چې زياته حصه ئې دتاريخ، د اوراقو حصه شوې ده، کومې چې دوختونو او دورونو په تيرو کښې ورکې شوې دى. ثقافت او تهذيب په قول دښاغلى اے کے بروهى په بنيادى جوړ دمعاشرتى علومو دوه اصطلاح ګانې دى اودثقافت معنى هغه طرز فکر دے چې د انسانى کردار دمختلفو اړخونو تخليق کوى. ددې په عناصرو کښې علم، عقيده، فنون، اخلاق، قانون اوهغه نور صلاحيتونه شامل دى،چې سړے ئې دسوسائيټۍ يا معاشرې ديو فرد په حيث حاصل کړى .
دغه تهذيبى او تمدنى ورثه انسان په ډيرو لوړو ژورو د راتيريدو نه پس موندې ده. او په دې باندې دمختلفو دورونو او زمانو نخښې نښانې ښکاره پرتې دى. ديوې سيارې په حيثيت زمونږ دا زمکه د اب و هوا او ماحول د لحاظ په بې شماره خطر کښې تقسيم ده. چرته د نشيب او ارتفاع له رويه او ځېنې ځاې د وچې اولمدې په حساب، نتيجه ئې داده چې هر يو جغرافيائى ماحول انسان دهغې ماحول د ضرورياتو مطابق دخپل تمدنى ژوند په تشکيلولو مجبور کړے دے. په خپلو دغې ماحولونو کښې دۀ دخپلو علومو عقائدو فنونو، اخلاقياتو ، قوانينو او خپلو نورو صلاحيتونو نه کار اخستے دے. او د هغې په مطابق ئې خپلې هغه تهذيبى ورثې په وده ورکړې ده چې دهغوى نه پس د راتلونکو نسلونو ميراث ګرځيدلے دے. په دغې تهذيبونو د هميشه راسې دمقاميت اثر غالب پاتې شوے دے. او سره ددې چې د انسان تخليق الله پاک دخپل خليفه او نائب په حيثيت کړے ؤ.
ولې ددۀ خودغرضو اوبې راه رويانو بيا بيا دے د خپل دغې عالى منصب نه محرومه کړو. داسې ولې وشول. ښکاره خبره ده چې انسان چې کله دجنت نه رابهر کړے شو نو هلته هم دهغې حکم په پابندۍ کولو کښې پاتې راغلےؤ. کوم چې هغۀ ته اورولے شوے ؤ. اودهغه ځايه نه يوازې دا چې هغه دهغې صفاتو سره دې دنيا ته راغے کوم چې دۀ ته دخليفة الله جوړيدلو دپاره ورکړے شوى وو. بلکې هغه ګمراهۍ او بې راه روۍ هم ددۀ سره ملګرې وې. دکومو له مخه چې دے په ظلوما جهولا ياد شو. بحث ددې ارتقائى عمل نه ځکه شروع شو چې دا واضحه شى چې دانسانى معاشرو په تشکيل کښې دسره ځايه دې دوو عناصرو لاس لرلے دے. او دغه شان کله خو ددۀ دقلب او فکر اراستګۍ او شائستګۍ دے د خپل خالق په نزد د اعلى مقام جوګه کړے دے او کله ئې اسفل السافلين ته ويشتے دے. دا عمل هم دغه رنګ جارى ؤ. تر دې چې يو داسې دور هم راغے چې د الله پاک درحمتونو مجسم ظهور دجزيره نمايۍ عرب په زمکه وشو اود حق دلارې ديوداعى په حيثيت ئې ټول انسانى نوغى ته د تهذيب او شائستګۍ صحيح لاره په ګوته کړه.
درحمة اللعالمين حضرت محمد مصطفى (ص) دې دنيا ته تشريف راوړل يو لوئې تهذيبى انقلاب ؤ. او دهغوى په ذريعه د الله تعالى پيغام د انسانى معاشرې نه دهغو ټولو فرسوده عقائدو او رسوماتو دختمولو دپاره ؤ کوم چې دزمکې په مخ بيلوبيلو تهذيبونو اومعاشرو په خپل خپل انداز کښې دخپلو خپلو صلاحيتونو په حساب رازيږولى وو. او په کومو کښې چې د رڼا او نمر په مقابله کښې دتيرو اوتور تمونو زيات دخل ؤ. په دغه تور تمونو کښې انسان دزمانو راسې تيندکونه خوړل. په دې تيارو کښې دخپلو بنيادى انسانى حقوقو نه هم محرومه وو. او ټول ژوند ئې دبې شماره پستيو او حرمان نصيبو سره مخامخ ؤ. په هره معاشره کښې دشمار يو څو کسانو ته د ژوند نه دفروعى خوندونو حاصلولو حق ؤ. ظلمونه، بې حيائى ،اخلاقى پستى اودبې يقينۍ عمل په مخه جارى ؤ. او انسانى نوغے دزنده سرو چارپايانو په څير زيږيدو، اوسيدو اومړکيدو. دژوند ټول اجتماعى تشکيل بې مزې بې خونده ډګر ؤ. اسلام انسانى نوغى ته دخپلو عالمګيرو تعليماتو په رڼا کښې دهغۀ حقيقى مقام ور وښودلو. اوهغۀ ته ئې د ژوند هغه روش په ګوته کړو. دکوم په ذريعه چې دے په رښتيا په دې زمکه د الله تعالى نائب او خليفه ګرځيدے شو. د انفرادى او اجتماعى ژوند او زيست روزګار د ټولو اړخونو په ادابو ئې خبر کړو ځکه خو په يو څوکاله کښې دنيا دا وليدل چې دحق دا رڼا په ټوله دنيا کښې په هغه تورتمونو په ورخوريدو شوه چرته چې دعمرونو راسې قديمو تهذيبونو خپلې جامې جوړې کړې وې.
دقديمو تهذيبونو په دغه ګهوارو کښې يوه د سندهـ وادى هم وه. دسندهـ وادى چې دکشمير دغرونو دسردرو نه شروع کيږى اود بحر عرب دسوعتونو پورې شمالاً جنوباً پرته ده اوکومه چې د موجوده پاکستان په ټولو جغرافيائى خطو خوره ده. دغه وادى دهغې قديمو تهذيبونو مرکز پاتې شوے دے کوم چې دپينځو زرو کالو راسې په دغه ماحول محيط ؤ. په دې تهذيبونو کښې د موهنجودړو،هړپه، ګندهارا، ټيکسلا، اود وروستو دورونو هندوانى تهذيبونه شامل دى. ددغې ټولو تهذيبونو رويې چې د ا نسان سره په کوم جوړ وې ههه هر چاته معلومې دى. الله تعالى شرک ته ظلم وئيلى دى. ولې ددې ټولو تهذيبونو اساس په شرک ؤ. دلته نۀ يوازې دا چې هر هغې څيز ته د ديوتا او ديوى مقام ورکړے شوے ؤ. دکوم نه چې دڅۀ قسمه دويرې يا دخطرې يادڅۀ ګټې تاوان احتمال کيدے شو. دستورو، سپوږمۍ او نمر نه ئې راواخلئ د اور، روانو اوبو، تندرونو ، نمر او سپوږمۍ ، ونو، بوټو، حشراتو، ځناورو، او په تيره تيره پخپله د انسان غرض دا چې د هر نوع په ديوتا جوړولو کښې څۀ باک نۀ ؤ. د ادميت او سړيتوب هيڅ احترام نۀ ؤ.
په دې چې دغه معاشره ټوله د ذات پات په درجه بندو جوړه وه. دغلته مهاراجګان، راجګان، برهمنان او پروهتان هغۀ څۀ وو چې هر چا به ورته سرښکته نيولے ؤ. په دوى کښې هر يو خپله خپله حلقه کښې لکه يو ديوتا ؤ. دا هر څۀ شرک وو. هغه شرک چې الله پاک ورته ظلم عظيم وئيلى دى. دا د بت پرستۍ سبب ؤ. دغه ګندهارا تهذيب ؤ. او هم دا هغه تمدن ؤ. دکوم اثار چې زياتره په هغه زمکه موندے شى کومه چې دپاکستان شمال مغربى سيمه ده. ا ودصوبه سرحد په نوم ياديږى. دپاکستان په دې صوبه کښې اوس زيات پښتانۀ اباد دى. پښتانۀ څوک چې د اول نه تر اخره مسلمانان دى. او دچا فلسفه حيات چې پښتو بللے شى. پښتو په اصل کښې د اسلامى تهذيب او خصائصو بل نوم دے. پښتنو هيڅ کله هم په کومه موقعه خپل ځانونه د ګندهارا تهذيب سره نۀ دى تړلى اونۀ ئې چرې دې ته خپل ميراث وئيلے دے. او حقيقت هم دا دے په دې چې دوى دګندهارا تهذيب دوارثانو د مغلوب کوونکى هندو جاتۍ تهذيب په دې سيمه خاتمه کړې وه. پښتانۀ د اسلام په نوم راپورته شوى وو. هغوى دقبلې دلوريه راغلى وو.
اوپه دې درو او واديانو کښې تر ډيرې زمانې دهغې عناصرو خلاف په جنګ وو چا چې دشرک او ګمراهۍ په تيرو کښې عمرونه تيرول. چې دوى اکثر يا خو دپښتنو په لاس مسلمانان شول يا بيا قتل کړے شول. او څوک چې پاتې شول هغوى داباسين بلې غاړې ته په علاقو کښې اباد شول. دغه شان څه وخت چې په دې واديانو کښې ابادى کمه شوه نو پښتنو قبائيلو ورته هجرت وکړو. اودغلته ميشته شول. اوهغه معاشره ئې تشکيل کړه کومه چې دمسلمانانو معاشره وه. او په کومه کښې چې دهغې تعليماتو عمل اودخل ؤ. چې دوى ته اسلام وربخښلے ؤ. پښتون دتيرو څوارلسو سوو کالو راسې عملاً داسلام مجاهد عسکر او سپاهى پاتې شوے دے. هغه هميش دپاره تش د اسلام په نوم جنګيدلے دے. او په دې غرض ئې نۀ يوازې دا چې په خپلو کوهستانونو کښې ددې حق دين شمعې بلې کړى دى، بلکې په جنوب ايشيا کښې هم ددکن او بنګار پورې دۀ د اسلام ددعوت او پيغام خورولو دپاره د جهاد او تبليغ سلسله جارى ساتلې ده. مونږ چې هر کله د تهذيب او ثقافت خبره کوو نو زمونږ فکر بالعموم هغه ظاهرى نخښو نښانو پلو ورګرځى، په کومو کښې چې فنونو ته زيات دخل حاصل دے. خوپښتون څوک چې په بنيادى جوړله يو سرفروش سپاهى پاتې شوے دے او چا چې دهغه په سيمه ډير ځله بې شماره خزانې او مالونه دولتونه دمال غنيمت په طور موندلى وو. ولې ددۀ کله هم دغه خزانې او مال و دولت په تعميراتو او ماڼو محلونو جوړولو نۀ دى لګولى. اونۀ ئې پرې نور څۀ عيش عشرت کړے دے. دۀ له چې څۀ هم په لاس ورغلى دى اودځان سره ئې راوړى دى هغه ئې ديوغنى په څير په هغه چا تقسيم کړى دى څوک چې په حقه دهغې حقدار وو.
وړومبے ئې خپل بال بچ بيا دخپلو خپلوانو او عزيزانو، چې څوک به حاجتمند وو سره لاس کړے دے. او چې څۀ ورسره پاتې شوى دى. هغه ئې د خيروخيرات او صدقاتو په جوړ په مستحقينو ويشلى دى. يائې پرې حجره ديره او قام قاموالۍ سرته رسولى دى. ددوى دا روش او روزګار دفيرنګى سره دسابقې پيښودو تروختو هم دغسې جارى وو. دوى ته فقر او درويشى دزردارى اودولت پرستۍ نه زيات درانۀ او ښۀ ښکاريدل، ميلمه دوستى او د ميلمنو عذر کول ددوى امتيازى صفت ؤ. دعلم حاصلوونکو کۀ به خپل ټول عمر دعلم په حصول کښې تير وو. نو ددوى کفالت به مقامى خلقو خپل فرض ګڼلو. دلته ديوې واقعى ضمناً ذکر کول به بې ځايه نۀ وى. وائى چې يو ځل خوشحال بابا څۀ رقم په مستحقينو تقسميولو، چونکې سيکې دسپينو زرو وې نو د تقسيم په وخت ئې دهغۀ ګوتې تورې کړې، هغۀ دلاس وينځلو دپاره اوبۀ وغوښتې کله چې زوې ئې ورته اوبۀ اچولې او هغۀ لاس وينځل نو خپل دغه زوې ته ئې دلاسو هغه توروالے ورښکاره کړو او ورته ئې ووئيل چې کوم سړى چې ددنياوى مال دولت سره زړۀ وتړى دهغۀ په زړۀ هم دغه شان زنګ ولګى. نۀ خو بيا په هغۀ کښې څۀ حميت پاتې شى او نۀ دخداې پاک نۀ څۀ ويره ترهه. دا دعوى کول چې پښتو ګنې داسلام دويم نوم دے دا محض تعلى نۀ ده بلکې يو ښکاره حقيقت دے. داسې حقيقت چې انکار ترې نۀ شى کيدے. رښتيا خبره ده چې پښتو د اسلام نه اګاهو هم ديو تهذيبى روش نوم ؤ.
ولې په دې کښې کۀ څۀ کمے ؤ نو هغه دتوحيد او رسالت دتعليم کمے ؤ. دغه سبب ؤ چې هر کله چې د اسلام پيغام دوى ته وړاندې کړے شو نو ددې په قبلولو کښې پښتو دهيڅ قسمه پس وپيش ونۀ کړو. پښتانۀ دانسان ټولو اعلى صفاتو اوښو اخلاقو ته پښتو وائى. اوڅوک هم چې څۀ داسې کار کوى يا وکړى کوم چې په دغې معيار نۀ وى پوره هغۀ ته بې پښتو وائى اوښۀ ورته نۀ ګورى. متل دے چې: "کلے په نامه لرى يو خوئى دنورو ښۀ لرى" دغه په نيکۍ او دخير په عمل کښې يو قدم دنورو نه مخکښې کيدل هغه صفت دے چې اسلام ورته وئيلى دى او دغه رنګ کردار ئې په ان اکرمکم عندالله اتقکم ياديږى. پښتون فطرتاً يو داسې نظام حيات خوښوى کوم چې دمساواتو روادارۍ يو تربله د احترام دمشر کشر دتميز دحق دمرستې او عالى ظرفۍ په بنيادونو ولاړ وى. دغه څۀ دۀ د اسلام په تعليماتو کښې وموندل ځکه ئې دا لاره خپله کړه. دا اسلامى تهذيب ؤ، دې تهذيب ددۀ د جبلت سره سمون خوړو. علامه اقبال هم دپښتون د دې صفاتو متعرف ؤ. هغۀ په خپل کلام کښې ځاې په ځاې خوا کۀ هغه دمحراب ګل افغان په افکارو کښې وى، کۀ دخوشحال خان خټک (رح) په وصيت کښې ، دسيدجمال الدين افغانى (رح) احمدشاه ابدالى( رح) ياد نورو پښتنو مشرانو په خلۀ وى يا کۀ پخپله دمثنوى مسافر ديو کردار مسافر دنقط نظره وى په هر ځاې اوهره موقعه ئې هم دغه حقائق تکرار کړيدى. دهغوى په خيال پښتون يو داسې ملت دے چې دفطرت دمقاصدو نګهبان هم دے او اواره کوه و دمن هم ، ولې سره بيا هم دا اوس دخپلو سپيځلو صفاتو، عاليه خصائصو په بنا ددې قابل دے چې ورته د اسلام دنشاة ثانيه علمبردار ووئيلے شى. اقبال (رح) د مقتدى تاتارو افغانى امام په بليغه مصرع کښې دا حقيقت واضح کړے دے.
ايثار او قربانى خصوصاً د اسلام دخاطره د حق اود ازادۍ دپاره دپښتون وګړى فطرت دے. په تيرو څو صدو کښې چې ددوى په سيمه کوم سياسى يا نيم سياسى تحريکونه راپورته شوى دى په هغې کښې ددين مرسته اوديو اسلامى رياست د قيام تصور هميش دپاره غالب پاتې شويدے کۀ هغه پښتانۀ سلاطين او بادشاهان څوک چې ددهلى په تخت ناست وو يا ئې دجنوبى ايشيا په نورو برخو کښې رياستونه او حکومتونه قائم کړى وو. اوڅوک چې په شخصى جوړله هم ډير د اوچت کردار خاوندان وو، يو خواته کړے شى اوتش د مقامى تحريکونو جاج واخستے شى. نو دا خبره ترې په ښۀ شان سره واضحيږى. چې د دغې ټولو تحريکونو مقصد ا و منشا هم ديوې اسلامى معاشرې تشکيلول اوديو اسلامى نظام برپا کول وو. په دې لړ کښې د ټولو نه وړومبے تحريک چې دمغل بادشاه اکبر په زمانه کښې شروع ؤ. روښانى تحريک ؤ. ددې اصل الاصول ديوداسې شخصيت تعمير کول ؤ څوک چې په هر لحاظ دمتقى او مردمومن دمقام مستحق وى. تردې چې پوره معاشره دې هم دداسې افرادو نه جوړه وى. هم دغه پاکبازه خلق څوک چې په هر لحاظ د اعلى کردار خاوندان وى په حقيقت کښې دټول انسانى نوغى دپاره دخير او برکت ذريعه کيدے شى.
بس دغه ددې تحريک د اکبر د دين الهى دګمراهۍ د لارې په مقابله کښې په اصل کښې د اسلام د احياء او نشاة ثانيه دپاره چلولے شوے ؤ. خو دهغې دور صاحب اقتداره طبقې د ودې کولو او کاميابيدو ته پرې نښوده. دخوشحال خان خټک تحريک هم په بنيادى جوړله ديوې داسې اسلامى معاشرې اوحکومت طرفدار ؤ کوم چې په حق و انصاف او په اسلامى مساواتو قائم وى. هم دغه صورت حال د احمدشاه ابدالى (رح) او مرهټو د جنګونو او وروستو دسيد احمدشهيد بريلوى ( رح) او شاه اسماعيل شهيد(رح) دتحريکونو هم ؤ. د نولسمې صدۍ عيسوى په وروستنۍ نيمه کښې دسيد جمال الدين افغانى (رح) داحيائے عالم اسلام تحريک او ورپسې بيا دلوئې مجاهد او مصلح (ريفارمر) حاجى صيب د ترنګزو (رح) هغه عملى جدوجهد اود پيرنګى خلاف جنګونه محض ددې دپاره وو چې هغۀ دا غوښتل چې دلته دې يوه مکمله او جامعه اسلامى معاشره او اسلامى نظام حکومت برپا کړے شى. ددې ټولو تحريکونو خلاصه دا ده چې پښتون دصدو راسې خپل ځان د اسلامى تهذيب اوتمدن نمائنده ګڼلے دے. او دخپل کردار او خپلو اطوارو دمخه هم دے ددغه شان پاتې کيدو ارزومند دے. دحضرت علامه اقبال (رح) په قول د اسلامى ثقافت مفهوم يو داسې ژوند خپلول دى، کوم چې سړے معروف او ممدوح ګرځولے شى. او په دې کښې هيڅ شک نشته چې اسلام پښتنو ته هم دغه څۀ وربخښلى دى
ګوره څۀ بلندمقام دے د اخلاص
چې جهان واړه غلام دے د اخلاص
بې اخلاصه حلاوت د اسلام نشته
کۀ اسلام دے خو اسلام دے داخلاصئ

- بېرته شاته