(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا نه بهر پښتانه

هغه پښتانه چي په پښتونخوا او هند کی له پښتونخوا نه وتلي (بهر) اوسيږي په دي ډول دي: لومړي وار پښتانه د محمود غزنوي او شهاب الدين غوري سره په لښکرو کی بر صغير ته ورغلي وو او هلته ميشته شوي دي، بيا وروسته د نورو حکومتونو په وخت کی هم پنجاب او مغربي هند ته نور پښتانه ورغلي دي، خو د لودي و سوري حکومتونو په دور کی ډير پښتانه هند ته ورغلي دي. په تيره د بهلول لودي او شير شاه سوري په وخت کی ډير پښتانه هند ته تلي دي. په دي پښتنو کی ډېر غلجي پښتانه وو او د هند په څو صوبو کی ميشته شوي وو. سوري و لودي، او غلجي، ټول يو خيل متوزي دي، ټولو ور غلو پښتنو ته به په هند کی روهيله ويل کيدل، او دوي به فوځي نوکري خوښولي او د دوي زړور او زحمتکش پيژندل شوي وو. څه وخت چي په 1526ع کال کی بابر په هند حمله کوله د ده په لښکر کی پښتانه وو چي ډير پکی يوسفزي وو. د مغلو په وخت کی ډير پښتانه د پنجاب نه نيولي تر يوپي پوري رسيدلي او اباد شوي وو. د مغلي حکومت په زمانه کی پښتنو په هند کی غټي عهدي هم لرلي او ځيني نوابان هم پکی وو، خو د مغلو د حکومت په وروستي کی چي څه وخت افراتفري راغله او مرکزي حکومت کمزوري شوي ؤ، نو پښتنو نوابانو هم پخپله علاقه کی د خپل اقتدار نغاري وهلي. د اتلسي پيړي په اوايلو کی پښتانه د هماليه د لمنو نه نيولي تر اوده پوري خواره واره اباد شوي وو. په 1774ع کال کی چي څه وخت انګريزان په هند کی له پښتنو سره مخامخ شول، نو پښتنو ېي سخته مقابله وکړه خو په شاه جهانپور کی ېي ماتي وخوړه خو وروسته انګريزانو د دوي پو مشر فيض الله خان د رامپور پنځه زره پښتنو کورونو د اوسيداني اجازه وه او نور اتلس زره کورني د وابه، راجپوتاني او دکن ته په تللو مجبوره کړي شوي. لږ څه وخت وروسته امير خان د ټونګ نواب مقرر شو، هغه هم په دغه پښتنو کی ؤ. د پښتنو هند ته د تللو مهم عوامل د دوي کورني دښمني، خواري او د حکومتونو بي نظمي وي. هند ته راغلو پښتنو هلته څو رياستونه هم جوړ کړي وو، چې دوي په هغه رياستونه اداره کول، لکه: ملير کوټله، ممدوت، پالن پور، جوناګړ، سوانر، بلاس نر، محمدګړه، پاټوډي، رامپور، ټونک، بهوپال، بلاس پور، ګدي، دوجانه، پاوني، کړدي، مناداور، پتهاري، بنټوا، کورداني و نور. د 1940ع کال د احمائي له مخي په برصغير کی په مختلفو ځايونو کی لکه: پنجاب، راجپوتانه، کشمير، بمبئ، بړوده، مدراس، ميسور، يوپي، سې پي، بهار، بنګال، تهائي لينډ، چين و انګلستان کی تقريبا پنځه لس لکه (1500000) پښتانه اباد وو، لاندي د 1927ع کال نه مخکی د يادوني وړ دي ځايونو کی پښتانه ودان وو: په پنجاب کی هغه دري نيم لکه پښتانه وو چي د مختلفو قومونو نه وو، چي ښکاره پکی يوسفزئي، لودي، ترين او کاکړ وو او مهمي وداني ېي په ملتان، لاهور، ميانوالي، سيالکوټ، لوديانه، جالندهر، ګورداس پور، هوشيار پور، او په اټک کی وي، او په نورو ځايونو کی هم څه پښتانه وو لکه: ضلع هزاره او نورو علاقو کی د پنجاب په پښتنو کی خويشکي پښتانه چي د ځمند د زيلي نه دي ښکاره حيثيت لري. خويشکي لومړي د افغانستان په غور بند دره کی اوسيدل او د بابر په لښکر کی د هند ته راغلل، د پاني پت په جنګ کی 1526ع کال چي بابر په ابراهيم لودي بري و مند، خويشکي د بابر په لښکر کی د سردار سليم خان په کمان کی وو، او قصوري پټان ويل. وروسته ېي بيا مغلو ته خراج هم نه ورکولو، او څو جګړي ېي هم ورسره وشوي، د سيکانو سره ېي هم په 1774ع کال کی جنګ وشو، او خويشکي په مقابله کی ښه مقاومت وکړو، خو چي په 1800ع کال کی سيکانو لاهور ونيولو نو په 1801ع کال ېي په قصور هم حمله وکړو او کامياب شول او سوله وشوه. خو وروسته بد مرغه پښتانه په خپل مخ کی د بي اتفاقي له امله فتح دين خان رنجيت سنګ د حملي د پاره ولمساوه او سيکانو په 1807ع کی قصور لاندي کړو او خويشکي لاړل د ستلج په نمر خاته علاقه کی پريوتل او وروسته ورته بيا د ممدوټ جاګير ورکړي شو، او د 1947ع کال پوري د دغه علاقي خويشکي نوابان په اقتدار کی وو. په رهتک اوسيدونکي پښتانه يوسفزي وو او ګوريانه او ګوهانه چي د غلجو زيلي سره لري هم په رهتک کی اوسيدل. او ځيني کاکړان هم د غلته وو او څو کلي ېي لرل. د پاټوډي حکمرانو کورني هم د پښتنو وه. د سرهند اوسيدونکي پښتانه د پړنګي قبيلي لودي پښتانه وو، چي سلطان بهلول لودي هم له دغي کورني نه ؤ. چي هند کی ېي يو لوي سلطنت جوړ کړو. او ځيني نور پښتانه په لوديانه او پړاو په شمالي اښاله کی هم شته دي. د ملير کوټلي د رياست باني هم د شيراني قبيلي يو پښتون بزرګ صدرالدين خان ؤ چي د دغه رياست بنسټ ېي ايښي ؤ. دي په 1442ع کال کی په سرهند کی په يو ځاې استوګن شو او د هغه ځاېي نوم ېي ملير کيښود. په 1451ع کال ورته سلطان بهلول لودي خپله لور تاج مرصع بيګم په نکاح ورکړه او غټ منصب او جاګير ېي هم ورکړو او د خپلي قبيلي سردار مقرر کړي شو. د اورنګزيب په زمانه کی د ملير سره د کوټلي په ځمکه د بازيد خان په نمو يوه ابادي جوړه شوه چي وروسته د ملير کوټلي په رياست مشهور شو. په جلندهر کی اوسيدونکي پښتانه لوديان، سوريان، او اورمړي دي. او د کرنال اوسيدونکي پښتانه د قندهار نه راغلي خلک دي چې په 1729ع کال کی هلته ورغلي دي. په پاني پت اوارهيانه کی اوسيدونکي پښتانه اکثر شيراني دي. ده محمود غزنوي سره راغلي خلک دي او بيا چي شاه شجاع ماتي وکړه نو په 1844ع کال کی نور ډير پښتانه هم دغه علاقي ته راغلل او په ارهيانه او پاني پت کی ديره شول. د جهانګير په وخت کی ځيني اپريدي د روښاني تحريک په تور فرار شوي، هغوي هم دغي علاقي ته راوستل شوي دي. په ملتان کی اوسيدونکي پښتانه اکثر ابدالي ترين پښتانه دي، چي د اورنګزيب په وخت کی د قندهار نه دغلته راغلي دي چي په دغه وخت ځمند پښتانه د غلته ښه په زور کی وو. په 1794ع کال درانيانو نواب محمد خان سدوزي په ديرو کی ګورنر مقرر کړو، نو د هغه سره نوري پښتني کورني هم ملتان ته ورغلي، دا خلک علي زي، اسمعيل زي، خاکوراني، او خوجکزي وو. په پنجاب کی ډير د کاکي زي، ماموند، ترکاڼي قبيلي خلک دي. چي په جلندهر، ګوجرانواله، بټاله، او سيالکوټ کی اوسيږي، چي په باجوړ کی د کاکي زي قبيلي نه پاتي مسعودخيل، ايسپ خيل، عمر خيل، سليمان خيل او بادين خيل دي.

په يو پي کی پښتانه

د 1931ع کال د سر شميرني (مردم شماري) مطابق په يو پي او د هغه متعلقه رياستونو کی پنځه لکه او اتيا زره (580000) پښتانه يوازي په مراد اباد کی وو، چي اکثر پکی يوسفزي، اپريدي، بنګښ، غوريا خيل، کاکړ او لودي وو، او په رامپور کی پنځه زره اورکزي هم وو چي کرلاڼي پښتانه ولل. او په ميرټ ډويژن کی څلويښت زره پښتانه وو چي زيات د سهارنپور په مشرق او د مظفرنګر کی استوګن وو او د سردهنه غازي اباد او هاپوړ د دوي مهم مرکزونه وو. او د اکبر او شاه جهان په وخت کی بيا ځيني شيراني پښتانه په عليګړ او بلند شهر کی استوګن کړي شول. په يولسمه عيسوي پيړي کی دا وده صوبي په څو ضلعو کی پښتانه اوسيدل او په هر دوي کی هم د غوريانو يو کلي شته چي وائي مونږ د علاؤالدين غوري په وخت کی (1300ع) کال کی دلته راغلي يو. په 1650ع کال کی د اپريدو ډيري کورني په لکهنو کی ميشته شوي دي او څه وخت روسته بيا قندهاري هم هلته تللي دي او اباد شوي دي او په اتلسمه پيړي کی ډير پښتانه بهمړايچ او ګونډه ته تللي دي او کلي ېي پکی اباد کړي دي او په زيرين، دوابه کی فرخ اباد چي د بنګښو نوابانو پايتخت ؤ، ډيرو پښتنو قبيلو پکی کورونه جوړ کړي او هلته استوګن وو، چي د بنګښو نه ورتير يوسفزي، غوريا خيل، او اپريدي قبيلي پکی هم وي. بنګښ لومړي د اورنګزيب په وخت کی په 1713ع کال پوري دوي ښه په زور کی وو چي د هغوي مشرته د نواب خطاب هم ورکړي شوي وو. د 1857ع کال د ازادي په جنګ کی يوي له انګريزانو سره سخت جنګ وکړو، خو مات شول او نواب تفضل حسين خان معزول شو او مکې معزمې ته لاړو. په 1931ع کال په فرخ اباد کی پښتنو ابادي شل زره (20000) تنه وو او په همدغه کال 1931ع په اوده کی يو لکه اتيا زره (180000) پښتانه وو. په دغه ورځو کی په يوپي کی تقريبا 27000 لودي پښتانه پراته وو، دوي په پنځلسمه عيسوي پيړي کی دهلي او يو پي ته ورغلي وو او هلته ميشته شوي وو. وروسته ېي بيا ډير طاقت وموندو چي په نتيجه کی ېي لوي حکومتونه تشکيل کړل. د لوديانو او سوريانو په وخت کی نور پښتانه هم هند ته ورغلل او په سرهند، اګره، سيهسرام، بنارس، مرزه پور، غازي پور، بکسر، چنار او نورو ځايونو کی ميشته شول. په يوپي کی کاکړ ډير دي، په بلند شهر کی په 96 ځايونو کی 12 ځايونه دوي نيولي دي. او په خورجه کی ېي اکثريت منلي شوي دي. په فتح پور کی د پني قبيلې څلور طائفي دريا خان، يوسف خان، مظفر خان، او موسۍ خان اباد دي. پني په اصل کی د غورغشت زوي وو.

په بهار او په بنګال کی

په 1940ع کال کی دغلته له دريو لکهو (300,000) نه ډير پښتانه اوسيدل. چي ده هغوئي اهم مرکزونه پټنه او بردوان او ډهاکه وو. او په کلکته کی پنځلس زره (15000) پښتانه استوګن وو. په کلکته کی اکثر پښتانه يوسفزئي، اتمان خيل او پني وو.

په راجپوتانه کی

په 1940ع کال کی په راجپوتانو کی يو نيم لکه پښتانه اوسيدل چي دغلته ېي رياست په ټونګ کی هم وو. چي نواب امير خان ېي باني وو. دا خلک يوسفزئي، سلارزئي او الياس زئي وو. او د جهانګير باچا په امرڅه اپريدي هم دغلته راغلي وو.

مينځني (وسط) هند

دغلته پښتانه هر چيرته اباد وو. خو اکثريت ېي په ګواليار، بهوپال، او مالوه کی وو. د بهوپال نواب حکمران فيروز خيل، دولت زئي او اورکزئي ولل. د دغه سلطنت باني دوست محمد خان ؤ، چي څه وخته اورنګزيب باچا سره هم نوکر وو. په 1930ع کال کی په ګواليار کی اته پنځوس زره (58000) او په بهوپال کی څلور درئيش زره (34000) او په مالوه کی لس زره (10000) پښتانه اوسيدل.

د حيدر آباد رياست

په 1947ع کال نه مخکی دغلته دوه لکه (200000) پښتانه اباد وو. دکن ته لومړي وار په 1295ع کال کی پښتانه علاؤالدين خلجي سره ورغلي وو خو ميشته شوي نه وو، په 1311ع کال کی څه وخت چي د يوګړهي راجه ووهلي شو او دغه علاقه مسلمانانو ونيوله نو پښتانه هلته ورغلل او اباد شول او چي په 1347ع کال کی د حسن ګنګو په قيادت کی په دکن کی انقلاب راغي او د بهمني پښتنو سلطنت بنياد کيښود شو، نو د فوځ د پاره د پښتنو ضرورت وو، نور پښتانه هم ورغلل. دغه وخت کی په دکن کی عرب، ايرانيان، حبشي او مغل هم وو. خو پښتنو خپل انفراديت پکی ساتلي وو او د خپلو پښتنو نه پرته ېي د بل چاسره رشتي او خپلولي نه کوله. او په دکني فوځ کی د پښتنو خاصي دستي وي او د امن امان ساتل د دوي په غاړه وو، دا پښتانه قبائل مسعود، يوسفزئي، کاکړ او اپريديان وو او نور هم لږو ډير پښتانه پکی ورغلي وو.

په بمبئي او بروډه کی پښتانه

ګجرات او مهاراشتهر ته پښتانه په فوځ کی او په سوداګري ورغلي وو، وروسته ېي بمبېئ، احمد اباد، او په بروډه کی د دوي څو محلي وداني شوي. دغلته د دوي رياستونه جوناګړ، مناداد او جاوره وو. د جوناګړ حکمرانه کورني بابي خيل يوسفزئي وو. په 1931ع کال کی په بمبيئ کی يولکه شپږويشت زره (126000) پښتانه استوګن وو او په بروډه کی شپاړس زره (16000) پښتانه استوګن وو.

په مدراس کي

په مدراس کی په 1931ع کال کی پنځوس زره (50000) پښتانه وو چي د تجارت او د قرضه کاروبار به ېي کولو.

په جيسور په رياست کي

په جيسور کی په 1931ع کال کی يوولس زره (11000) پښتانه وو او د تجارت او کرکيلي کار ېي کولو او په اسام کی اووه زره (7000) پښتانه اوسيدل چي اکثر په سمهلټ کی استوګن وو.

د کشمير په رياست کی

په 1931ع کال کی دغلته د نهه ويشت زره (29000) نه ډير پښتانه استوګن وو. په دي کی هغه اپريدي هم وو چي جهانګير باچا هند ته فرار کړي وو. په ځينو روايتو کی راغلي دي چي بجري، تراړ خيل، پلندري، پونچ، اجره، او نورو کی سدن قوم په اصل کی سدوزي دي چي د احمد شاه بابا په وخت کی دغلته راغلي او اباد شوي دي.

په برما کی

په برما کی پښتانه د کابلي په نوم ياديږي او په 1931ع کال کی دغلته د پښتنو ابادي څلور نيم زره (4500) تنه وو. د پورتني اندازي نه معلوميږي چي د پاکستان له جوړيدو نه مخکی پښتانه له کشمير نه نيولي تر راس کماري پوري خواره شوي وو او د دنيا نورو ځايونو ته هم ورغلي وو. د جنوب شرقي اسيا ځينو ملکونو، اسټريليا او د امريکي کاليفورنيا ته هم پښتانه تللي دي، او هلته ودان شوي دي. په ايټاليه کی او په نورو يورپي ملکونو هم پښتانه استوګن شته دي، چي څوک ورته پټهان، څوک ورته افغان او څوک ورته کابلي وائي. د پاکستان له جوړيدو نه وروسته ډير پښتانه د شرقي پنجاب او يو پي نه پاکستاني پنجاب او سندهانو وطن ته د مهاجرو په توګه راغلي دي او ودان شوي دي، نورو ملکونو ته هم د خواري، مزدوري د پاره د نورو پاکستانيانو په څير پښتانه هم ورغلي دي او هلته اباد شوي هم دي. خليجي ملکونو او منځيني خطيع (مشرق وسط) ته پښتانه د مزدوري د پاره تللي او دا چي هلته د اوسيداني امکان لږ دي نو اباد شوي نه دي. De Pakhtunkhwa na bahar Pakhtana By: Mirajan Syal - بېرته شاته