(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داماراتوپښتوادبي ټولنې دوبۍ هلې ځلې

داماراتوپښتوادبي ټولنه مركزدبئ (متحده عرب اماراتدكال ۱۹۸۰ .ء نه تر كال ۲۰۱۲ .ء پورې

دا د كال ۱۹۸۰ .ء د اكتوبر دويمه نيټه وه چه د متحده عر ب امارات په دبئ رياست كښې د الياس ټلوال په كور كښې په اماراتوكښې ميشتۀ پښتانوشاعرانو اؤ اديبانو يوه غونډه اوشوه چه پكښې الياس ټلوال ، شير بت خان صياد، غلام هادي مِظهر مسعود، صابر احمدصابر، مشتاق احمد مشتاق، دويسه، الطاف حسين الطاف، ايوب سلطان بنديوان ، نواب شير استاد اؤ اعجازخټك ګډون اوكړو اؤ د ټولوملګرو په اتفاق يو ادبي ټولنه جوړه كړلې شوه چه نوم ورله د اماراتوپښتوادبي ټولنه مركزدبئ خوښ كړلې شو. ټول ملګري په متفق شول چه
زمونږ ټولنه به د هر آړخ نه غيرسياسي اؤ خالصتِآ ادبي وې .
هرڅوك د خپلو سياسي نظرياتو دپاره به آزادوي خو دټولنې د چوكاټ د ننه به هغه د ټولنې د غيرسياسي حيثيت پابند وى .
زمونږ لوئې هدف د پښتوادب اؤ ژبې پرمخ تګ وي .
د متحد ه عرب امارات ورونړو سر ه به مونږ د خپلې اسلامې ورورولئ ته د ودې وركولو پوره پوره هڅې كوو .
مونږ به د اماراتو د قوانينو پوره احترام كوو.
هر هغه څوك چه دپښنو شاعر اديب دې ، هغه د ټولنې غړې جوړيدې شي .

دټولو ملګرو په خوښه لانديني كسان د ټولنې عهديداران اوټاكلې شو
1. صدر الياس ټلوال ،
2. نائب صدر صابر احمد صابر
3. عمومې سكرتر اعجازخټك
4. وړوكې سكرتر ايوب سلطان بنديوان
5. پنګه ور شيربت خان صياد
6. داطلا عاتو سكرتر مشتاق احمد مشتاق د ويسه
غړي الطاف حسين الطاف، نواب شير استاد، 
يوسف استاد ، سراج الدين خاورې، سراج الدين ظفر،

په عربستان كښې د پښتووړمبئ مشاعره :
د ټولنې د اهتمام لاندې دكال ۱۹۸۰ . ء د اكتوبر په شلمې نيټې د پښتو وړمبئ مشاعره اوشوه كومه چه د حاجي لا ل بت خان په ديره القيصص كښې شوي وه . په دې مشاعرې كښې په سوونو پښتانو ګډون كړې وو اؤ دا مشاعر ه د ماسخوتن نهه بجې نه د سحر نمانځه بانګ پورې جاري وه . كله چه د دې مشاعرې پوسټرې خلقو ته اورسيدې نو مونږ ورباندې د خوشحال بابا اؤ د رحمن بابا تصويرونه چاپ كړي وو نو خلقو به ووې چه دا دواړه شاعران به راځي اؤ مونږ ته به په دوكړو باجو مجلس كوي . هغوي ته دا پته نه وه چه دا دواړه خو درې سوه كاله مخكښې په حق رسيدلي دي ، خو دوي ګرم ځكه نه وو چه هغوشپوورځو كښې به ځنو كسانو دپيښور نه فلمې سندرغاړي راوستل اؤ دلته به ئې ټنك ټكور پروګرامونه كول نو دوي دا محسوسوله لكه دا به هم هغسې سندر غاړي وي خو چه كله مشاعره شروع شوه نو الياس ټلوال، صابر احمدصابر، مشتاق د ويسه ، يوسف استا د اؤ داسې نور شاعرانو مشاعره داسې ګرمه كړه چه ايله خلقو ته دا پته اولګيده چه مشاعره څه وې اؤ مجلس څۀ وې. د دې مشاعرې صدارت دپاكستان ايسوسي ايشن دبئ عمومي سكرتر عاقل خان بنګش اوكړو اؤ خصوصي ميلمه پكښې د دبئ پوليس لوې افسر نسيم خان وو. ملك خليل الرحمن مونږ ته د لاوډ اسپيكر بندوبست كړې وو. د افغان كارپوريشن مالك حاجى نواب خان آوركزئئ د ډائس انتظام كړې وو. حاجي لال بت خان د كټونو اؤ د چايو بندوبست كړې وو . كله چه دا مشاعره ختمه شوه نو خلقو به دا وئيل چه بله مشاعره به كله وي ، مونږ به ورته وئيل چه ډير زر كه د خدائې خوښه وى . په دې مشاعرې كښې مونږ سره ډيرو درانومشرانو ګډون كړې وو چه پكښې حاجي كريم خان آوركزي، سيد عمر شاه، حاجې نواب شاه آوركزي، حاجي غازي مرجان درويش، سيد عثمان شاه ،سيد قيوم شاه، عصام الدين آورکزئي، حاجي اكبر زمان ، ملك خليل الرحمن بنګش، ملك خيال زمان بنګش اؤ حاجى لابت خان سره د نورو ډيرو ملګرو .
د ويمه مشاعره
دسيرت النبى په مناسبت سره دويمه مشاعره دجنورئ په دويشتمه نيټې د كال ۱۹۸۱ هم د حاحى لابت خان په ديره كښې اوشوه چه دپاسينې ذكرشوو شاعرانو نه علاوه پكښې نورو ډيرو شاعرانو هم ګډون اوكړو . اؤ داسې د شاعرانو شميره پكښې ورځ په ورځ زياتيده لكه د ذكروړ پكښې فريدګل استاد، سلطا ن فريدى وغيره . دا هم ډير ه كاميابه مشاعره وه چه د سحر نمانځه پورې جارى وه ، 
- نور بيا 

 De Emarates Pakhto Adabi Tolani, Dubai Activities: By: Ejaz Khattak

- بېرته شاته