(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.04.14ټولټاکنې: نوى ولسمشر به څوک وي او.. ؟

افغان ټولټاکنې ___ نوى ولسمشر (صدر )به څوک اؤ دکومو چيلنجونو سره مخ وي ؟

ډیوه02.04.2014 : په افغانستان کې د نوي جهور رئيس د ټاکلو اؤ ولايتي شوراگانو  دپاره انتخابي کمپائن سرته رسيدونکى دى اؤ ټاکل شوې ده په پينځم اپريل يعنې د راتلونکي خالي په ورځ به  د درې نيمو کروړو څخه زيات افغانان  دخپلې رايې  له لارې د راتلونکو پينځوؤ کالو دپاره خپل نوى اولسمشر اؤ د ولايتي شوراگانو استازي منتخب کوي.
دغه کمپائن د تيرې فرورۍ د مياشتې د دوهمې نيټې څخه پيل شوى ؤ چې پکې د جمهوري رياست اؤ ولايتي شوراگانو کانديدانو په خلاص مټ نۀ يواځې مخ په مخ اولس ته خپلې تگلارې اؤ منشورونه مخې ته کيښودل بلکې د ميډيا د لارې يې په مباحثو کې هم برخه واخسته اؤ افغان اولس ته يې په  ډاگه کړه چې دوئ ته بايد د کومو خصوصياتو له امله ووټ ورکړل شي؟
کانديدان اؤ د هغوئ تگلارې
په انتخاباتو کې د جمهور رئيس  چوکۍ ته د يوولسو د جملې څخه نهه کانديدان په ميدان کې پاتې شوي دي چې په هغې کې ډاکټراشرف غني احمدزئ، عبدالله عبدالله، ډاکټر زلمى رسول، عبدالرب رسول سياف،گل اغا شيرزى، داود سلطان زوئ،هدايت امين ارسلا اؤ قطب الدين هلال  شامل دي.
دافغانستان موجوده صدر حامدکرزى دانتخاباتو ددغه سيالۍ څخه ځکه بهر دى چې هغه دوه ځله دافغانستان پرله پسې جمهور رئيس پاتې شو اؤ په دريم ځل د هيواد اساسي قانون يا ائين انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه نۀ ورکوي البته د هغه ورور قيوم کرزى چې د جمهور رئيس د چوکۍ دپاره يې ځان نومولى ؤ د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ د مقابلې څخه تير شوى دى.
څيړونکي وايي په دغو ټولټاکنو کې به اصل مقابله د دوؤ کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي چي په خټه پښتون دى اؤ ډاکټرعبدالله عبدالله ترمينځ وي چې دافغانستان د شمال سره تعلق لري.
ددې ترڅنگ ډاکټر زلمي رسول هم د انتخاباتو د سيالۍ يو مضبوط اميدوار گڼل کيږي خو څيړونکي د موثرو کانديدانو په فهرست کې د هغۀ نوم په دريم نمبرشميري.
د جمهور رئيس چوکۍ ته کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي پخپلو بيلابيلو جلسو اؤ مباحثو کې د خپل منشور اعلانولو په مهال وئيلي کۀ چرې هغه د افغانستان صدر جوړشي نو په هيواد کې به دامنيت اؤ سولې پځايې کولو دپاره د جرگو مرکو لاره خپلوي، د اداري فساد د مخنيوي دپاره به چټک گامونه اخلي اؤ دافغانستان خلکو دپاره به پخپل هيواد کې د روزگار موقعې پيداکوي.
د هغه په منشور کې داهم شامل دي چې په هيواد کې به زياته توجو د کرنې نظام ته کوي، نوي سړکونه اؤ د اوبو بندونه به جوړوي اؤ بهرنو هيوادونو سره د سوداگرۍ اؤ دوستانه تعلقاتو چارې به پياوړې کوي.
د جمهور رئيس دچوکۍ دپاره بل پياوړى کانديد عبدالله عبدالله هم پخپل منشور کې هيواد کې امنيت اؤ سولې په ټينگښت ټينگار کړى اؤ وايي چې کۀ خلکو رايه ورکړه اؤ جمهور رئيس وټاکل شو نو داسې حکومت به جوړوي چې هغۀ به موثر اداري اصلاحات مخې ته راوړي، د يو منظم پروگرام لاندې به بهرنو هيوادونو کې ميشته افغان کډوال خپل هيواد ته راستنوي، داقتصادي پراختيا دپاره به گامونه اخلي اؤ د ادارو څخه به بډې رشوتونه ختموي ،
د ډاکټر زلمي رسول اؤ نورو کانديدانو انتخابي منشورونه هم ورته دي اؤ داسې کومه نوې نعره پکې نۀ شته چې افغانان ورته د ډاکټر غني اؤ عبدالله عبدالله په منشورونو فوقيت ورکړي.
کډوال به د رائيو نه محروم وي
انتخاباتو کې د خپلې رايې کارولو دپاره   3.7 کروړه افغانانو ته د رايې ورکولو کارډونه جاري شوي دي چې پکې دريمه برخه ښځې هم شاملې دي خو په دې ټولټاکنو کې دپاکستان دننه ميشته خواوشا 16 لکه هاغه افغان کډوال به د ووټ ورکولو د حق څخه محروم وي چې دا مهال دپاکستان په 80ؤ بيلابيلو کيمپونو کې ژوند کوي.
د کډوالو دپاره د ملگرو ملتونو د هايي کمشنر د وينا له مخې "تر دې مهاله پاکستان کې د ميشته ؤ افغان کډوالو دپاره داسې هيڅ بندوبست نۀ دى شوى چې هغوئ د افغانستان راتلونکو ټولټاکنو کې خپله رايې ورکاروي"
په پاکستان اؤ ايران کې ميشته افغان کډوالو ته د کال 2004م په ټولټاکنو کې د رايې ورکولو حق ورکړل شوى ؤ خو د کال 2009م په ټولټاکنو کې هم دغه په لکونو افغان وگړي د خپلې رايې د حق څخه محروم ساتل شوي وؤ.
د طالبانو بريدونه اؤ د امنيت دعوې
په افغانستان کې کۀ دا مهال يو خوا د انتخاباتو ميله توده اؤ خلکو په دغوټولټاکنو پسې زياتې هيلې تړلي دي نو بلخوا افغان طالبانو ددغو ټولټاکنو د پروسې د ويجاړولو گواښ هم کړى  دى اؤ څومره څومره چې انتخاباتو ته ورځې رالنډيږي دومره ورسره په افغانستان کې دبمي چاودنو،ځانمرگي  بريدونو اؤ اړي گړي په پيښوکې اضافه کيږي.
دتيرو څو ورځو په مهال وسله والو طالبانو يوازې په پلازمينه کابل کې گڼ شمير لويې بريدونه کړي دي چې په هغې کې دټولټاکنو دکميسون په ودانۍ، په سرينا هوټل، سرکاري دفترونو اؤ دپوليسو په مرکزونو شوي بريدونه شامل دي .
 
څيړونکي وايي دانتخاباتو څخه دمخه دطالبانو لخوا ترهگريزو بريدونو کې چټکتيا راوستل  په دې معني دي چې خلک وويروي ترڅو د ووټونو په ورځ په انتخاباتو کې د خپلې رايې ورکولو څخه په ډډه پاتې شي.
نړيواله خبري شبکه روئټرز وايي کۀ چرې دغو ترهگريزو بريدونو کې نوره اضافه هم وشوه يا د اړي گړي اؤ ويرې له امله د ووټونو د شميرعمل اؤ د انتخاباتو د نتيجو په حواله غيريقيني صورتحال رامينځته کيږي نو ددې واضحه مطلب به دا وي چې موجوده صدر حامد کرزى به د خپلې واکمنۍ دټاکل شوې مودې څخه زيات د صدارت په کرسۍ پاتې شي.
د رائيو ورکولو خطرناک مرکزونه
دافغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسون وايي چې هڅه کوي د انتخاباتو په مهال د اولس د حفاظت دپاره زړۀ پورې انتظامات وکړي.
دټولټاکنو د کميسون وياند نورمحمد نور مطبوعاتو ته وئيلي هغوئ د بدامنۍ د انديښنو څخه اړونده ادارې خبرکړي دي اؤ په دغه هکله يې د ټولو ادارو د چارواکو سره څوڅو کرته غونډې هم کړي دي.
د وياند له مخې زياتره پولنگ سټيشنونه نهه مياشتې وړاندې خوندي گرځول شوي وؤ.
هغه وئيلي په ټولو پولنگ سيشنو به کلک امنيتي انتظامات شوي وي اؤ ورسره به دپوليسو مرکزونه هم پرانستې پراتۀ وي چې دغه پوليس به په ټيليفوني شکايتونو کوټلي گامونه اخلي.
دافغانستان دکورنو چارو وزارت هم وايي چې د رايې ورکولو په مهال به د ووټرانو تحفظ باوري کولى اؤ دهغې دپاره به هر ممکن گامونه اخستلى شي.
دکورنو چارو د وزارت د وياند صديق صديقي  له مخې دټول هيواد 6500ؤ څخه زياتو پولنگ سټيشنو کې 3435 خوندي گرځول شوي،945 دکمې خطرې ،1047د درميانه خطرې اؤ 1135 د زياتې خطرې وړ پولنگ سټيشنونه دي.
وياند زياته کړې ده د افغانستان دملي پوځ لوړپوړو کمانډرانو د فرورۍ مياشت کې صدر کرزي سره ليدلي اؤ هغه يې دغو ټولو پولنگ سټيشنو ته د تحفظ ورکولو په بابله د گامونو څخه خبرکړى دى.
د راتلونکي حکومت په وړاندې چيلنجونه
دافغانستان د جمهور رئيس اؤ ولايتي شوراگانو دا موجوده ټولټاکنې په دې اساس د زيات ارزښت وړل گڼل کيږي چې په روان کال کې امريکا افغانستان څخه د خپلو پوځونو د واپسۍ اعلان کړى دى اؤ په محدود شمير کې چې به کوم بهرني پوځيان په افغانستان کې پاتې کيږي د هغې د صلاحيت انحصار به هم په هاغه ستراتيژيکي تړون وي چې دافغانستان موجوده صدر حامد کرزي پرې د لاسليک کولو څخه انکار کړى اؤ دريځ يې خپل کړى چې په دغه تړون به لاسليک دافغانستان راتلونکى حکومت کوي .
افغانستان څخه د نړيوالو پوځونو د وتلو په صورت کې  کۀ يو خوا ځينې مبصرين انديښنې  راولاړوي چې ايا دغه جنگ ځپلى هيواد خو به يو ځل بيا د پردو د مداخلت اؤ کورنو جگړو په کاړه  بدل نه شي نو بلخوا دا انديښنې هم د ځينو افغانانو زړونه  غورځوي چې افغانستان به د خپلې پرمختيا موجوده رفتار څنگه په داسې حال کې برقرار وساتي چې د بهرنۍ نړۍ د مرستو مخ ترې وگرځي يا محدود شي؟
يا دافغانستان د پوځ اؤ پوليسو په شمول به ټولې هاغه ادارې چې افغانستان کې د بهرنو قوتونو د موجوديت په دوران  کې فعاله شوي دي اؤ د فعاليتونو مصارف يې امريکا اؤ نورو نړيوالو  هيوادونو په غاړه اخستي  څنگه به وکړل شي چې د بهرنو امدادونو د کموالي په صورت کې هم پخپلو پښو ولاړې پاتې شي؟
بيا په داسې حال کې چې افغانستان کۀ هرڅو د کال 2001ء راپديخوا د نړيوالو پوځونو په موجودگۍ کې تر ډيره حده د ذاتي مليشو اؤ ټوپک سالارۍ نه نجات موندلى خو بياهم لا ددغه هيواد څخه په بشپړ ډول د عسکريت خوښۍ جرړې نه دي وتلي ، نن هم په دغه هيواد کې ياغي طالبان د يو قوت په توگه موجوديت  لري  چې دافغان حکومت په خلاص مټ  د پراخه د واکمنۍ مخه يې نيولې ده. ايا د غيرملکي پوځونو له وتلو وروستو خو به  افغانستان يوځل بيا د جنگ سالارانو اؤ ذاتي مليشو منگولو ته نۀ پريوځي؟
دا خو يواځې هاغه  ممکنه چيلنجونه دي چې افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې رامينځته کيدلى شي خو ددې ترڅنگ به گڼ نور  داسې نور چيلنجونه د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په نتيجه کې درامينځته کيدونکي حکومت استقبال کوي چې د هغې نه په بريالي ډول وتل به د افغانستان مستقبل خوندي کوي اؤ کۀ چرې دغو چيلنجونو ته مثبت ځواب ونۀ وئيل شي نو خدانخواسته جنگ ځپلى افغانستان يو ځل دخانه جنگۍ کندې ته غورځيدلى شي.
کتل به داوي چې  د طالبانو د بريدونو په سيوري کې دترسره کيدونکو دغو ټولټاکنو په نتيجو به افغان سياسي اړخونه څۀ غبرگون ښکاره کوي اؤ د ټولټاکنو په نتيجه کې چې به د افغانستان  کوم نوى سياسي قيادت مخې ته راځي هغۀ به څنگه نه يواځې په سيمه کې دپاکستان اؤ ايران په څير د مضوبوطو هيوادونو  د مفاداتو په گرداب کې خپل مفادات خوندي وساتي بلکې دهيواد مرور وسله وال طالبان به هم سياسي ليکې ته رادننه اؤ ملې روغه جوړه به رامينځته کړي؟
ددې ترڅنگ افغانستان کې د ادارو څخه دغبن ،بډو رشوتونو مخنيوى،د مخدره موادو دکښت اؤ قاچاقو مخه نيول، دافغانستان د توليداتو دپاره نړيوال مارکيټ پيداکول، په هيواد کې د روزگار موقعې پيداکول،د اقتصادي پراختيا دپاره پلانونه عملي کول اؤ داسې گڼ   شمير نورې  ستونزې  به دنوي افغان حکومت مخې ته پرتې وي .
دا به اوس د افغان اولس په سياسي بصيرت اؤ بصارت اړه لري چې هغوئ د خپلې رايې کارؤلو په مهال  دخپلې خوښې په کانديد کې ددغو ټولو چيلنجونو اؤ ستونزو د حل وړتيا ويني کۀ نه ؟     میا فاروق فراق /ډیوه ریډیو

مشال : 02.04.2014 د انتخاباتو قانون وايي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو څوکیو ته ولاړ کسان نشي کولای چې سبازیارت (پنځه نۍ/پنجشنبه)  03.04.2014 او بل سبا جمعه 04.04.2014غونډې جوړې کړي او یا نوې انتخاباتي هلې ځلې وکړي.
د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي، که کوم نوماند له قانونه سرغړونه وکړه نو ورته به سزا ورکوي. د اپرېل پینځمې انتخاباتو لپاره درې میلیونه او اته لکه کسانو نوي کارډونه اخیستي دي. څو میلیونه کسانو له پخوا د رایې ورکونې کارډونه لرل

د افغان ولسمشرۍ کاندیدانو لنډه پېژندګلو

انتخابات د حمل د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه کیږي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل له پینځمې سره برابریږي.

د ولسمشرۍ لپاره اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، زلمی رسول، محمد شفیق (ګل اغا) شیرزی، هدایت امین ارسلا، محمد داود سلطان زوي او قطب الدین هلال کاندیدان دي.

اشرف غني احمدزی: پینځه شپېته کلن دی. پخوا د ماليې وزیر ، د کابل پوهنتون رییس او په ۲۰۰۹م کال کې د ولسمشر حامد کرزي پر وړاندې کاندید وو. اشرف غني احمدزي د بیروت په امریکايي پوهنتون کې تحصیل کړی او د امریکا له کولمبیا پوهنتونه په وګړپوهنه (انتروپولوجي) کې ماسټري لري.
اشرف غني د لوګر دی

عبدالله عبدالله: څلور پينځوس کلن دی. د سترګو ډاکټر دی. د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته په نویو حکومتونو کې د بهرنیو چارو وزیر وو خوپه ۲۰۰۵ (م) کال یې استعفی وکړه
عبدالله عبدالله د حامد کرزي د رژیم پر ضد د سیاسی اپوزیشن غړی او  په ۲۰۰۹ (م) کال کې د هغه پر وړاندې کاندید وو.
عبدالله عبدالله د کندهار دی.

عبدالرب رسول سیاف: اته شپیته کلن دی. کله چې اسامه بن لادن له سوډانه افغانستان وتښتېدلو نو د عبدالرب رسول سیاف میلمه وو
عبدالرب رسول سیاف په فلپین کې  بېلتون غوښتونکو اسلامپالو وسله والو ته خپل نوم ورکړی او د (ابوسیاف) ډله  بلل کیږي
سیاف د مصر په الازهر پوهنتون کې تحصیل کړی، په عربي ژبه روانې خبرې کوي او اسلامي علوم یې ښه زده دي.
سیاف د کابل د پغمان ولسوالۍ دی.

زلمی رسول: دو اویا کلن دی. زلمی رسول طبي ډاکتر او د ولسمشرۍ یوازنی کاندید دی چې یوه ښځینه کانددیدهه یې د ولسمشرۍ دویمه مرستیاله ورسره اخیستې ده.
زلمي رسول واده نه لري، په فرانسوي او ایټالوي ژبو روانې خبرې کوي.
دی  د افغانستان له پخوانۍ شاهي کورنۍ سره د خپلوۍ اړیکي لري او د افغانستان په اړه د بن د کنفرانس له برخه والو دی.
زلمی رسول په کابل کې زیږېدلی دی او  ابتدايي زده کړې یې په استقلال لیسه کې کړي دی.
 محمد شفیق (ګل اغا) شیرزی: نهه پينځوس کلن دی. کله کله شاعري کوي او  سندرې هم وايي
شیرزی په کندهار کې د یوه غریب سړي په کور کې زیږېدلی،  پلار یې  رسټورانټ درلود. د جهاد په کلونو کې یې شهرت پیدا کړ او څه موده یې له امریکا سره هم ښه روابط درلودل. ګل اغا شیرزی د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته په مختلفو دولتي چوکیو کار کړی او په وروستیو کې د ننګرهار والي وو. شیرزی په ۲۰۰۹ (م) کال کې د ولسمشر کرزي پر وړاندې ولاړ  وو خو وروسته تر نوماندۍ تېر شو.

هدایت امین ارسلا: دو اویا کلن دی. په اقتصاد کې لوړې زده کړې لري او یوه موده د افغانستان د مالیې وزیر وو.
ارسلا خپلې ابتدايي زده کړې په کابل کې بشپړې کړې او په کابل کې لوی شوی دی.
هدایت امین ارسلا په اقتصاد کې افتخاري دکتورا لري.
ارسلا هغه څوک دی چې اول وار يې د افغانستان د مرکزي بانک له لارې، د مالي کال اصول رامنځ ته کړل او د دولتي بودجې سیسټم یې معرفي کړ.
دی ښايي لومړی  افغان وو چې د ځوانو کارپوهانو د شبکې له لارې په نړیوال بانک کې مقرر شوی وو.

محمد داود سلطان زوي: دوپنځوس کلن دی. انجینري یې لوستې او یوه موده پیلوټ وو
سلطانزوی  د افغانستان د ښکلا له لومړۍ ملکې سره  واده کړی دی.
کورنۍ يې په امریکا کې اوسي، دوه ماشومان لري او یوه دوره د افغانستان په ولسي جرګه کې وکیل وو.
دی په غزني کې زیږېدلی دی.
قطب الدین هلال:  دوشپیته کلن دی. په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په کلونو کې یې لنډه موده صدرات کړی دی.
هلال د افغانستان له حربي پوهنتونه فارغ شوی، څو کاله یې د افغانستان د هغه وخت په دفاع وزارت کې د انجینر  په توګه کار  هم کړی دی.
هلال ډېر کلونه په پاکستان کې تېر کړی دي او په عربي ژبه روانې خبرې کوي.
قطب الدین هلال په خوست کې زیږېدلی دی.
د افغانستان د اساسي قانون د حکم پر اساس، هر کاندید د خپلې کاندیدۍ د اعلان په ورځ  خپل مرستیالان هم ولس ته ور معرفي کړل.
کاندیدانو حق درلود چې پر خپل انتخاباتي کمپاینونو لس میلیونه افغانۍ ولګوي.
په افغانستان کې څه باندې دولس ملیونه وګړي د رايې ورکولو جوګه دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوشنبې تر ماښانه څه باندې درې اعشاریه اته میلیونه د رایو کارتونه وېشلي ول. پینځه دېرش فیصده نوي کارتونه ښځو اخیستي دي.
د کمیسیون په وینا، له ۲۰۰۸ (م) کال راهیسې په مجموعي ډول اولس اعشاریه اته میلیونه کارتونه ویشل شوې  دي .
په دې کې هغه کارتونه هم شاملېږي چې په تیرو انتخاباتو کې په بهرنیو هیوادو کې د میشتو افغانانو په ګډون، خلکو ته ورکړل شوي او د اعتبار وړ دي .
د قانون پر اساس ، دښځې او نارینه رايه فرق نه لري.
کمیسون په ابتدا کې ویلي ول چې د انتخاباتو په ورځ یې د رایو لپاره د  شپږ زره، اته سوه او پنیځه څلویښت مرکزونو پرانیستلو ته تیاري نیولې ده .
دا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته ، د ولسمشر د ټاکلو لپاره دریم وار انتخابات دي.
د افغانستان په خونړي معاصر تاریخ کې به دا اول وار وي چې قدرت  په سوله ایز ډول او د عمومي انتخاباتو له لارې له یوه حکومته بل ته انتقالیږي.
 د افغانستان د اساسي قانون د دریم فصل د یو شپیتمې مادې پر اساس، د ولسمشر حامد کرزي کاري موده، د حکومت  د پینځم کاري کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
د قانون له مخې، د ولسمشر  د کار تر پای ته رسیدو  مخکې له دېرشو تر شپېتو ورځو دننه باید د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات وشي.
د افغانستان اساسي قانون، د فرانسې د قانون په څير حکم کوي چې که په لومړي پړاو کې یوکاندید تر پينځوس فیصده زیاتې رايې ونه ګټي، د نتایجو تر اعلان وروسته باید په دوو اونیو کې بیا انتخابات وشي.  
د اساسي قانون د دوشپیتمې مادې د دریم بند پر اساس، هېڅوک نشي کولای چې ددرې وارې پرله پسې ځان کاندید کړي.

- بېرته شاته