(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما پیغام

جرمني 2000/4/26

غزتمند ورو جمشيد نديم نيازى صيب ته گيډى گيډى سلامونه

ستاسې په زړه پورې او د مينې ډک ليک راورسيده، ډېره ډېره مننه.

د قام پالونکو ملګرو ترمينځ اړيکې او ملاتړ د بي وسى کډې باروې چې نه يواځې زما او ستا بې وسې ده بلکې د ټول پښتون قام په پښتنو کې د قامولى احساس را ژوندى شوى دى چې ستاسې ليک يې بيلګه او تائيد دى. زه يې لاپسې زيات ډاډه کړم چې د پښتونوالۍ پسرلى را روان دى او د پښتون د بې وسى جرړې باسي.

ستاسې وړانديز ډېر غوره او ګټور دى زه به يې نورو ملګرو ته ورسوم ما خپله پدې وخت کې پام پوهنې ته را اړولى دى. يو کتاب به چې د (هوښيارتيا تله) نومېږي پدې نژدې وخت کې چاپ شي او دوه نور پوهنيز کتابونه به په همدې راروان عسوي کال کې د ملګرو په خدمت کې وړاندې کړم.

په درناوي کبير ستورى ستاسې ملګرى

ډېر ګران اروښاد ډاکتر کبير ستورى چې په جرمني کې و نو ماورته د ليک ځواب يو خط وليکلو او په خط کې مې ورته وړانديز اوکړو چې ستاسو بايد د پښتو افساني په انګريزۍ ژبه ترجمه کړئ او د انګريزي ژبې افسانو ژباړه په پښتو کې اوکړئ نو ګران مشر د هغه خط جواب راکړو زه د دې خبرې يادګيرنه بيا بيا کله کوم چې اکثر ياران ما د ژوند په دې لارو کې اوليدل چې بدل شو خو زما په دغه مشرانو  دوستانو کې خداى بخښلي ډاکټر کبير ستورى يو ستر مشر ؤ چې د مغرب خاورې بدل نه کړى شو په حقيقي معنو کې پښتون ؤ او پښتون پال ؤ او اصلي پښتو يې د ژوند تر اخيري ساعتونو اوپالله او بل مشر لايق زاده لايق چې دريډيو پاکستان غټو، غټو عهدو بدل نه کړي شو بلکې د ماضي په شان همغه لايق دى په ډېرې بخښنې چې زمونږ بعضي ملګري د ورځپاڼو يا د ميډيا د نورو عهدو سره وتړل شي نو ډېر زيات بدل شي او خپل زاړه ياران دوستان هير کړي داسې کول يقيناً پکار نه دي ستر خوشحال خان خټک په ښه نوم پاى ښاغلي تل ترتله.

په ډېره مينه د خپلو خوږو ليکولانو په نوم دغه پيغام

جمشيد نديم نيازى

Stori Magazine 7th Year  11th Issue

- بېرته شاته