(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه سوچونه 24.03.14

24.03.2014                                                  دوه سوچونه يادوه MIND SETS                             

پاكستان د څو كلو څخه دوران كاري او ترهګري سره مخامخ دي خو خيبرپښتونخوا بلوچستان او كراچۍ تر ټولو زياته تهرور وژني او وراني ليدلي دي كله چي اې اين پې او پيپلز ګوند په مركز او پښتونخوا ايالت كښې په ګډه حكومت جوړ كړي نو د هغه جفت په سوات باندي ناورين راغلې په لكاو لكاو د سوات او ملاكنډ اوسيدونكې په دي اړ كړل شول چي د مردان پيښور صوابى او نورو خواو ته كډي وكړي د دهغه ناورين وروسته وران كارو د پيښور ښار او نوري سيمي په مخه كړي ځان وژونكي بريدونه چاودني په ښارو او كوڅو كښې د هري ورځي معمولي وګرځيدي چي حجري جنازي جرګي او جمات هم نه وو خوندي هم دهغه ناورين په قبائيلي سيمو كښې هم غبرګيدي راغبرګيدي چي په لوئي شمير قبائيلي سياسي او د پښتنو مخورو خپل ژوند دلاسه وركړي چي په دهغه پيښو باندي كتابونه په كاردي چي وليكل شى.

                        اې.اين.پې چي د پښتونخوا حكومت په لاس كښې وو ددهغه ناورين د مخ نوي په خاطر يې د پاكستان په كچه يوه ټول ګوندي غونډه راوغوښته چي د څو ګوندو په چپه ټولو ګوندو ګډون په كښې وكړي كه زه تيروني نه يم نو تحريك انصاف او جماعت اسلامي بائيكاټ كړي وو نورو په دي خبره غور وكړي چي څنګه بشپړه پاكستان په زياته بيا قبائيلي سيمي د دهغه وران څخه راواستل شې خو دهغه ټول ګوندي غونډي څه پايلي ونه لرلي بيا د جمعيت العلماءاسلام امير يا مشر مولانا فضل رحمان ودي ته ورته ټول ګوندي غونډه راوغوښته خو دي ( A.P.C) هم څه پايلي ونه لرلي هم دهغه تهرور او وژني په خيبرپښتونخوا كراچۍ د پاكستان په نورو ځايو كښې ځائي زياتي او ځائي يوه ونيمه رواني وي چي په قبائيلي سيمو كښې دهغه ناتار دوام لرلي ټول ولس په دوه لاسه د تهره ګري په سوري كښې ژوند كاوي وژني او وراني روان وو چي د تېر مركزي او ايالتي حكومتو پنځه كاله بشپړه شو خو د نوي ټولټاكنو اعلان د وخت سره سم وشو.

                        د مئي مياشت ۲۰۱۳ء د ټولټاكنو ورځ وټاكل شوه اې.اين.پې ته دهغه جنګيالانو ډلو ګواښ كړي وو چي دوي په را روانو ټولټاكنو كښې نه برخه اخستلي شې نه ولسي غونډي كوي شې خو و ايم.كيو.ايم او پيپلز ګوند هم داسې خبرداري وركول شو د پاكستان خلګه په زياته بيا د خيبرپښتونخوا ولس چي د ډېرو وژنو او وژوبلو څخه ستړي شوي وو او سوله او امنيت يې لومړي غوښتنه وه او عمران خان او نواز شريف په هره غونډه كښې دامنيت او سولي د راوستلو ژمنه كوله نو هم دهغه دواړو ګوند د پاكستان او پښتونخوا په كچه ټولټاكنې وګټلې او مسلم ليګ(ن) په مركز او پنجاب كښې تحريك انصاف په خيبرپښتونخوا كښې حكومتونه جوړ كړل.

                        مسلم ليګ(ن) چي په جون ۲۰۱۳ء كښې په مركز كښې حكومت جوړ كړي په دي وتوانيدي چي په ستمبر كښې ټول ګوندي غونډه او غواړي ددي سره سره چي خيبرپښتونخوا كښې چاودني او وژني رواني وي بلوچستان او كراچۍ هم د تشدد سره مخامخ وه ټولو ګوندوو و نواز شريف حكومت ته واك او اختيار وركړي چي د جنګې ډلو د طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل كړي د حكومت او وه مياشتي تېري شوي خو د سولي خبري پيل نه شوي په تېره فروري مياشت كښې حكومت وتوانيدي چي د طالبانو سره د ځيني ديني كسانو په هڅو د طالبانو سره اړيكي ټينګي كړي اوس دوې درې ورځي كيږي چي د حكومت او طالبانو تر مينځ د خبرواترو بهير پيل شې او طالبانو دا وړانديځ كړي دي چي يوه داسې ځائي او سيمه وټاكي چي الته سوله او امنيت وي چي په سوله ايزه چاپيريال كښې داخبري اتري تر سره شې ددې وروسته به خبري اتري شروشى.

                        طالبانو څه غوښتنې دي په دي اړه څه نه دي ويل شوي خو د پاكستان خوارولس چي د كلو كلو دورانېو څخه يې د ژوند ټولي چاري په ټپه ولاړي دي د سولي په تلاش او هيله كښې دي ددي سره سره چي په دهغه تهره ګري د ډېرو كورونه وران شوي او خپلوان يې وژل شوي او ډېر مالي زيانونه وړي دي ددې د څنګه زياتره مذهبي ګوندونه او سياسي ګوندونه د دهغه خبرواترو بشپړه ملاتړ كوي خو ځيني سياسي او مذهبي ګوندونه د دهغه خبرواترو د سره څخه مخالفت كوي او دا وړانديځونه كوي چي په هغه كښې يو دادي چي دهغه تهره ګرو او وران كارو سره څنګه خبري اتري كيدي شې چي هغو په زروزرو پاكستاني وګړي وژلي دي او اوس هم دهغه وژني رواني دي.

                         دلكه وړاندي چي وويل شول په ملك كښې د طالبان سره په خبرواترو باندي دوه سوچه يا دوه (MIND SETS) دي لومړي سوچ چې د ځينو مذهبي ګوندو دي چي حكومت هم دا غواړي چي د طالبانو سره دي د خبرواترو د لارې ټولي لانجي اواري شې خو ځيني مذهبي ګوندونه لكه سنې اتحاد كونسل ايم كيو ايم او نور ګوندونه نه غواړي چي د طالبانو سره خبري اتري وشي سنې اتحاد چي د څو مذهبي ګوندو تړون دي و حكومت ته په شلو ټكو او غوښتنو يو سوال نامه وړاندي كړي ده چي په سر كښې ويلي دي چي څوك د ملك آئين ماتوي او پنځوس ۵۰ زره څخه زيات ملكې وكړي وژلي وي د هغو سره خبري اتري كيدي شې په كاردي چي د داسې چا څخه قصاص واخستل شې بله دا چي د طالبانو غوښتنې منل كيدي شې..؟ هم دا ډول ايم كيو ايم د طالبانو سره د خبرواترو مخالف دي دوي د نورو وړانديځونو سره سره داخبره كوي كه حكومت د ياغيانو سره د سولي خبري كوي نو په كاردي چي د هغه چا سره هم خبري اتري وشې څوك چې د پاكستان څخه جلا كيدل غواړي په دي ډول نور مذهبي ګوندونه چي د بلې فرقي سره اړه لري هغه هم د طالبانو سره د خبرو مخالف دي.

                        هغه ګوندونه چي منځه لاري دي چي دوي سيكولر ګوندونه ورته وائي د هغه د طالبانو سره د سولي په خبرو كښې څه نخښه او نقش نه شته دستمبر د مياشتي په ټول ګوندي غونډه كښې دړوي د نواز شريف حكومت ته واك او اختيار وركړي وو خو د ډېر وخت د تيريدو سره دهغه سيكولر ګوندونه كله كله نيوي كوي پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند چي دوي په خپل تېر حكومت كښې د طالبانو په كړو وړو ښه خبر دي دوي د نواز شريف حكومت ازمول غواړي خو دا لومړي وار دي چي جمهوري او سيكولر ګوندونه د ليري څخه د دهغه را روانو خبرواترو څارنه كوي داسې هم و دهغه سياسي ګوندو ته په دي اوسېنو خبرواترو كښې څه برخه نه د وركول شوي او داسې ويل كيږي چي دهغه خبري اتري د وسله والو ځواكو تر سوري لاندي كيږي.

                        خو د يوه ناپيله سياست مدار او سياسي چيړونكي څخه كه پوښتنه وشې چي دوي خپل نظريه دهغه  ټول بهير وركړي خو داسې څوك به په رښتيا هم د ډېر مشكل او شش پنځ سره مخامخ كيږي، ولي يوه خواته هغه په زراو كورني دي چي د دوي خپلوان په ډېره ناترسي او په غير بشري او غير اخلاقي ډول ووژل شول يا ژوبل شول او د خوارو خلګو په ډېره لويه كچه زيان ورسيدي او ددي د څنګه يې خوار ولس بې باوره كړي دي چي په ارواحي او نفسياتي ناروغي اخته كړي دي او ددي څنګه يې د ملك ته ډېر لوئي زيان رسولي دي خو ددي د څنګه اړينه ده چي تحريك طالبان پاكستان يا نور چي دهغه تهرور تشدد او وژني كوي اسلام ددي اجازه وركوي كه يې نه وركوي..؟ ولي چي هر خوا د اسلام تر سوري لاندي ځان جواز او پلمه راباسي چي په بل مانا هر يو د اسلام داسې تفسير كوي چي د دوي ډله په سمه روانه ده خو كه په رښتيا ورته وكتل شې طالبان ځان ته يوه كړنلاره او ايجنډا لري چي و دهغه موخه ته د رسيدو دپاره هر خنډ د هري لاري د منځ څخه وړي دوي په پاكستان كښې په بيلو بيلو جامو كښې ملګري لري ځكه چي دوي نه په آئين كښې نه په جمهوريت كښې نه په ولس كښې څه باك وهي خو بيرته دا د اسلامي پوهانو او علماو دنده ده چي دوي و ولس ته د اسلام رښتني وړاندي كړي او هغه لاره خپله كړي چي هغه د اسلام د ولس د ملك او د سيمي په ګټه وى. كه دهغه اړدوړ روان وو او هر يو په خپل دريځ ولاړوو نو به تر دي هم بدي ورځي په دهغه خوار ولس تيريږي په كاردي چي هر لوري په دي غور وكړي چي څنګه سوله ټنګيدي شي خو خبره به الته څرګنديږي چي طالبان خپلې غوښتني وحكومتي لوري ته وړاندي كړي چي هغه به و حكومت ته د منلو وړوي كه نه..؟

- بېرته شاته