(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.03.14 انسان او دونیا

24.03.2014: ټوله دنيا کې چې هر څه وينې نو د الله تخليق او پيدايش دى انسان يې هم په دنيا کې ژوند کولو لپاره پيدا کړى دى خو په دې دنيا کې يې د انسان د ژوند د تېرولو لپاره يو اسلامي قانون او احکام هم راليږلي دي چې د دغه احکامو لاندې خپل ژوند وکړي. که يې د دغه احکامو لاندې خپل ژوند تېر کړ نو هم به يې دنيا کې ژوند په امن وي او هم به په اخرت کې د عذاب نه خلاص وي خو د دې قانون او احکامو سره سره مونږ بيا هم سرکشي کوو او په دې هم پوهيږو چې دادنيا فاني ده. الله فرمايي: (کل من عليها فان)) يعنې ټول هغه څه چې په دې ځمکه کې دي فاني کيدونکي دي. که چېرته له خپل عقل نه کار واخلو نو له مونږ نه مخکې خلک څه شول او څه يې له ځان سره ويوړل خو بيا هم مونږ په دې فاني دنيا کې د يو څه لاس ته راوړلو لپاره د هرې لارې چې وي که جايز وي که ناجايز کار اخلو او لاس ته څه راوړو او حال دا چې هره ورځ زمونږ په مخ کې مړي کيږي او ځي مونږ به هم يوه ورځ مرو نو څله بيا د غير مشروع لارې خپله روزي لاس ته راوړو.مونږ ته پکار دي چې د هغه ابدي ژوند لپاره کار وکړو کوم چې په مونږ پسې راروان دى او اوس يې له مونږ سره ښه موقع ده. په دې برخه کې ستاسې محترم حضور ته د يوه استاد او شاگرد قيصه کوم.

شفيق بلخي يو لوى عالم و. د ده سره يو شاگرد و چې حاتم رحيم نوم يې و. دې استاد د شاگرد نه يوه ورځې پوښتنه وکړه، چې رحيم جانه څومره وخت کيږي چې له ما سره شاگرد يې. شاگرد ورته وويل چې استاذه دېرش کاله مې وشو چې زه له تا سره شاگردي کوم. استاذ ورته بيا وويل چې ښه تا په دې دومره ډېر وخت کې څه ياد کړي. شاگرد ورته وويل چې استاذه ما له تا څخه په دې دومره موده کې يوازې اته مسئلې يادې کړې. استاذ يې ډېر خفه شو چې خپل ټول وخت دې ضايع کړى دى خو بيا هم هغه اته مسئلې کوم دي چې زه يې واورم.

١_ ما خلک وليدل چې د هر چا په دې دنيا کې يو محبوب وي خو چې کله دا سړى مړ شي نو دغه محبوب يې تر قبره پورې ملگرتيا کوي. کله چې ښخ شي نو محبوب ترې واپس راځي نو ما فکر وکړ چې د داسې محبوب غوره کول پکار دي چې لما سره قبر ته هم ښکته شي نو ما خپل محبوب نيک عمل وگرځاوه.

٢_ کله چې مې د الله په دې ارشاد فکر وکړ چې  (وامامن خاف مقام ربه ونهى النفس عن الهواى فان الجنة هى الماوى) يعنې هر هغه چاچې د خپل رب نه ويره وکړه او خپل نفس يې د خواهشاتو نه بچ کړ نو جنت يې ځاى شو نو ما دخپل نفس د کنترول کولو کوشش شورع کړ ترڅو يې د الله حکمونو ته تابع او د نفسي خواهشاتو نه بچ کړم چې الله راضي شي.

٣_  دا نيا مې ښه چاڼ کړه په دې دنيا کې چې له چا سره د قدر قيمت کوم شيان وي هغه ترې همدلته پاتې کېږي او خاوند يې ترې ځې نوچې مې کله د الله دې قول ته پام شو  چې (ماعبدکم ينفدو وماعندالله جاق) يعنې هر هغه څه چې له تاسې سره وي پاتې کېدونکي دي او که د الله سره وي نو هغه باقي دي نو پخپل ژوند مې خپل لاس د الله په لاره کې هغه قيمتي شيان خرچه کړه چې لمانه مخکې لاړ شي او الله سره باقي وي.

٤_ ما ډېر خلک وليدل چې د چا توجه نصب ته ده د چاتوجه مال ته ده او د چا توجه دنيا او دولت ته ده بعضي واى چې چې زه به په پښتو ښه ښکاره شم او خلک به مې قدر کوي خو چې د الله دې قول ته مې فکر شو. چې (ان اکرحکم عند الله اتسقکحم) يعنې د الله په نږدې غوره انسان هغه دى چې تقوى داره دى نو پاتې ټول شيان راته عبث ښکاري نو تقوى مې اختيار کړه چې د الله په نزد ښه ښکاره شم.

٥_ ما په دې دنيا کې ډېر داسې خلک وليدل چې يو په بل بدګماني کوي پشي شا يو بل پسې خبرې کوي او بد والى کينه او حسد کوي نو چې مې کله د الله دې وينا ته فکر شو چې! (نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) يعنې مونږ په نبوي ژوند کې د دوى په مينځ کې روزي تقسيم کړې ده نو چې د روزي ويش الله کړى دى نو بيا د پولې پټې او  روپو او دنيا دې لاپح په سر حسد او کينه څه ګټه لري نو ددغه ټولو لانجو نه لاس په سر شوم او يواځې د الله په ويش مې قناعت وکړ.

٦_ ما وکتل چې په دې دنيا کې خلک د شخصي ګټول په خاطر لاس او ګريوان دي ورور د ورور سره ګاونډي د ګاونډي سره خو لازمي مي هر سړى د شخصي ګټې لپاره به دشمن نيولى دى خو چې د الله دى قول ته مې فکر شو (ان شيطن لکم عدو فاتحذوه عدو) حال دا چې الله پاک د شيطان سره د دښمنۍ تاکيد کړى دى او مونږ مې خپلو منځو کې کوو نو ما دخپلو ګټو په خاطر د دوشمنې نه د خپلو خلکو سره لاس په سر شوم او يواځې د الله د وينا په اساس مې شيطان په دشمنۍ سره ونيوه.

٧_ ما ټوله دنيا وليده چې د يوې لمړى يا يو قپ ډوډۍ پسى چې لاس ته يې راوړي د ممکنو لارونه که جايز وي او که ناجايز کار اخلي او ځان يې ناقراره کړى وي او دايې يقين وي چې زه به روزي ځانته پخپله پيدا کوم خو چې کله مې د الله دې قول ته خيال شو چې (ومامن دابة فى الارض الا على الله رزقها) يعنې د زمکې د هر حيوان روزى د لوى خداى په ذمه ده نو زه په دې حقيقت ورسيدم چې زه هم دلله د حيواناتو څخه يم د چا روزي چې يې پخپله غاړه اخيستې ده نو درزق په طلب کې مې حرص او بدبښتې پرېښوده.

٨_ ما ټوله دنيا وليده چې په دې دنيا کې هر انسان ضرور به يوڅه تکيه کوونکى دى چې اميد مې ورته وي او زړه مې پرې تړلى وي لکه څوک په تجارت مست وي د چا نه روپو ځان ورک کړى وي. او څوک د بدن په ښيرازي مغروره وي لنډه دا چې ټول مخلق مې د ځان په شان په يوه څه تکيه کوونکې وليده خو چې کله مې د الله دې قول ته فکر شو چې (ومن يتوکل على الله فهو حسبه) يعنې هر چاچې توکل په الله وکړ نو همدا الله يې کافى دى نو ماهم د ژوند په ټولو اموراتو کې يواځې او يواځې له ځان لپاره کافي او توکل کوونکې يواځې  الله وګاڼه او د ټولې دنيا دتکيه کوونکو نه مې رجوع راوګرځوله او يواځې الله ته رجوع وکړه.

نو چې شاګرد کله دغه اته مسئلې بيان کړي نو استاد شقيق بلخي چې واوريدې نو ډېر خوشحاله شو او ورته وې وويل چې اى  اهم ما چې په ټولو اسماني کتابونو نظر واچاوه ددې ټولو اسماني کتابونو اصل او ارام همدا دى هرچا چې دا اته مسئلې يادې کړې او کا مل عمل ئې پرې وکړ نو د څلورو واړو اسماني کتابونو عمل کوونکي شو.

نو مونږ ته هم پکار دي چې پخپل ژوند کې هر څه يواځې د الله د رضا لپاره وکړو او د ټولو کارونو او اموارتو کوونکى يواځې الله وګڼو نو په دنيا کې به زمونږ له هيچا سره حسد، بدبختي ، جنګ او جدال رانشي او په دنيا کې به داسې په امن کې ژوند تېر کړو چې د هيچا د يوې خبرې ځاى به په ځان کې ونه وينو نو راشئ او ددې فاني دنيا لپاره چې ځومره هلې ځلې کوي او بيا درنه په اخره کې پاتې وي دومره هلې ځلې د هغه ژوند لپاره وکړي په کوم ک مونږ دايمې يو او هلته بيا زمونږ نه هيڅ نه کېږي ارمان به کوو چې کشکې په دنيا کې مو يو څه کړي وى چې اوس پرې دلته زمونږ ساعت تير وى خو بيا هيڅ نه کېږي همدا ځاى دى که داخرت لپاره څه وکړئ. وسلام

دا اته مسئلې مې د نيک عمل نوم کتاب نه رااخيستې دي خو په احياء العلوم کې اصلي ذکر شوي دي .  Source: Stori Magazin 11 Issue 

- بېرته شاته