(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لنډکۍ پښتو او پښتونواله

دا د مرحوم مومند يوه وړکې رساله ده چې په ۱۳۷۲ ه‍ کال يې د زما د هغې ګيلې په ځواب کښې ليکلې وه چې ما د کابل په مجله کښې له پښتنو مشرانو څخه د پښتو ژبې د خدمت په لاره کښې کړې وه او دا رساله مې په همغه کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپره کړه، چې اوس يې د ده د افکارو او نظرياتو او ليکنې د نمونې په توګه دلته راوړم . بېنوا زما غښتلی ورور عبدالروف خان! زه ښه روغ نه يم يو ځکه ليک او لوست زيار راپېښوي که ډېر ضرور نه وي، نه يې کوم بې دغه سږ کال خټې مې هم درلودې چې درست کال د ورغومي د مياشتې تر سره پورې په هغو اخته وم، په ژمې کښې خټې درېدلی وې او وزګار تيا وه، نو کله کله به مې د کابل مجلې راواخستلې او څو کرښې، ليا کوم مضمون او کومه مقاله به مې ولوستله. څو ورځې مخکې مې په ( ۲۰۱ ) ګڼې مجلې کښې د غښتلي غروال (( چې نوم او کام يې نه پېژنم)) د ځواب په ترڅ کښې زما او د ځينو نورو پښتنو نه ستا ګيله ولوستله. که څه هم ته حق لرې، خو مونږ معذور يو او زمونږ عذرونه ندي در څرګند. زما خوبې نورو معاذيرو يو عذر د صحت ورانوالی دی، که نه دغه خو رښتيا ده چې پښتو يوازې ستا، ليا د څو کسونه ده. پښتو د پښتنو نيکونو نه راپاتې ميراث دی، چې په دغه کښې درست پښتانه برخه لري او درست پښتانه بشپړه ګټه تنې اخيستلای شي، خو وېشلای يې نه شي. کينې، زه به تا ته کوهی کينم. نه پوهېږم چې څوک به مخکې ورولېږي. که پښتو وه، زه به ستا په شته والي خوښ يم، ته به زما په شته والي خوښ يې.که پښتو نه وه، ته به زما ورکه غواړې، زه به ستا ورکه غواړم. يو له بله به سره ګورو چې خدای څه کوي! که پښتو وه، ټول به پښتانه يو او درست به په يوه خوايو، که پښتو نه وه، د هرچا خپله خوا ده، يو به يوې خوا ته ځي، بل به بلې خوا ته، يو به يې يوې خوا ته کاږي، بل به يې بلې خواته، ملک به غوبل وي، اور به پکې بل وي. که پښتو وه، ته به زما سره نه راخوږوې، زه به ستا سر نه درخوږوم. که پښتو نه وه، ته به زما د سر خوږيې، زه به ستا د سر خوږيم. نور به دې څه سر خوږوم، ټول همدغسې درواخله پښتو له دښمنه سره ګالنه ده، انتقام پښتو ده. د پښتانه سره د پښتو د ليارې سره سم روغه کول هم پښتو ده. د پښتو د ليارې سره سم پښتانه ته ننواتې کول پښتو ده. د پښتو د ليارې سره سم، د پښتانه ننواتې منل پښتو ده، پړه منل او پړه ورکول پښتو ده. پښتو اصيلتوب ډی. پښتو سيال والی دی. پښتو نجات دی. پښتو عاليجنابي ده. پښتو عزت دی. پښتو کښې بې پتي، د ګلتوب (حقارت) نشته ځکه چې پښتانه يې نشي منلی. پښتو ساووتوب او باداري ده. پښتو درندوالی (وقار) دی. پښتو کښې ټيټال او تملق نشته. پښتو کښې سپکه نشته، نوځکه سپک پښتون ندی. پښتو کښې پوچه نشته، نو ځکه پوچخولی پښتون ندی. پښتو د پچخولي خوله ځيري. پښتو ښه نيت دی. پښتو د پښتنو او مسلمانانو خير غوښتنه ده. پښتو سپېڅلتوب (تهذيب) دی. پښتو روغه پوهه ده. پښتو تدبير دی. پښتو پاکوالی دی، چټلتوب پښتونه ده، بې پښتوګي ده. پښتو فضليت دی. پښتو مزيت دی. پښتو د پښتنو معنويت دی. پښتو فرحت دی، سينما، تياتر او هر ډول تفرېح ده. پښتو سړيتوب دی او سړيتوب پښتو ده. پښتو انسانيت ته خدمت دی. پښتو کښې لويي نشته، پښتو د لويجن سړي سر په تيږه ټکوي.پښتو کښې ظلم نشته د لږ زورواو بې زورو سره زور پښتو نده. پښتو کښې مظلوميت نشته. پښتو په خبره درېدل، خپله خبره تر سره کول او په عهد وفا ده. پښتو غناده. پښتو استغناده. پښتو کښې سوال نشته او سوال او غوښتنه پښتو نده. پښتو قناعت دی. پښتو په حق درېدل دي. پښتو کښې ناروا نشته او ناروا پښتو نده. پښتو صبر دی. پښتو حوصله ده. پښتو زغم (تحمل) دی. پښتو کار کول دي. پښتو هاند او کوښش دی. پښتو زيار ويستل دي، زيار کښل په پښتو کښې يو صفت دی، چې دوی پرې سر لوړي کوي او پښتانه پرې ستايل کېږي، لټي بېکاري، نازولتوب بې پښتو دی. پښتو دين، وطن، او د پښتانه اولس ته خدمت دی. پښتو ايثار دی. پښتو فداکاري ده. پښتو د اسلام، د پښتو د شته والي لپاره ځان نشت کول دي. پښتو تکړه توب دی. پښتو ښاغلتوب دی. پښتو ښاغلوالی دی. پښتو رښتيا دي. پښتو کښې خيانت نشته. پښتو کښې دروه نشته. پښتو کښې ټګي نشته، تګ پښتون نه دی. پښتو کې غلا نشته. پښتو کښې تالا نشته. پښتو کښې ظلم نشته، ظلم بې پښتو ولي ده. پښتو د مظلوم حمايه ده، په نيمه شپه کښې له غږه سره سم د پېښې ځای ته ځان رسول پښتو ده. غله، جاني او خاين پسې چيغه ويستل او نيول، ليا يې وژل پښتو ده. پښتو صداقت دی. پښتو کښې درواغ نشته او درواغ يې بې پښتو توب دی تو يو پښتون نه شي کولای چې د ځان د ګټې، ليا کومې توزنې هيلې، ليا د خپل موقعيت ساتنې، ليا کوم ضرر او تاوان نه د ځان ژغورنې د پاره درواغ ووايي. پښتون رښتيا وايي، هر چيرې يې وايي، هر چاته يې وايي، او هر کله يې وايي. پښتون رښتيا وايي که څه هم پر سولۍ وخېژي. پښتو پاک زړه دی. پښتو سليم وجدان دی. پښتو ده چې پښتانه له بدو چارو ساتي. پښتو ده چې پښتانه له بدو ليارو څخه را جار باسي. پښتو مخه په پښتو کېږي پښتو دوا ده. پښتو شفا ده. د پښتو رنګ په پښتو ښه کيږي. پښتو د پښتنو د زلمو ښکولا او د پېغلو ښايست دی. پښتو د پښتنو ګاڼه ده. پښتو پسول (زينت) دی. پښتو حيا ده. پښتو د پښتنو جامه ده او حيا يې پرې ساتلې ده. پښتو د پښتنو د نارينه ؤپګړۍ او د ښځو ټيکری او پوړنی دی. پښتو د پښتنو د ښځو ستر دي. پښتو عفت دی. پښتو عصمت دی. پښتو د پښتانه د ناموس ساتنه پر هر پښتانه لازمه ګرځولې ده، پښتانه د پښتانه د ناموس په ساتنه کښې په سر او مال ولاړ وي. مساوات په پښتو کښې دی. پښتو پښتو کښې هغه ريښتينې ډيموکراسي ده، چې ټګي چل ول، او افراط او تفريظ په کښې نشته. ظلم او استبداد په پښتو ورکېږي. ظالم په پښتو خر بشوی کېږي. د مستبدانو سره د پښتو په تيږه ټکول کېږي. دا ولس او وطن ريښتينی او خادم په پښتو پېژندل کېږي. د دين، وطن، پښتو او پښتنو خاين په پښتو څرګندېږي. د ظالمانو، مستبدانو سټه او ولۍ په پښتو ويستل کېږي. پښتو کښې کشران د مشرانو لپاره او اولس د حکومت لپاره نه دي، بلکښې مشران د کشرانو لپاره او حکومت د اولس لپاره دی، د دوی موقعيت او احترام د پښتنو په د ژوندانه نه ونجېدونکې او نه بدلېدونکې کړنلار د ستور العمل او پروګرام دی. د پښتنو د دواړو نړيو چارې يوازې په پښتو سره سموالی مينده کوي. پښتو پښتنو ته د مړينې ډول او دود ورښيي، مړينه هم خدای ږو په پښتو سره خوند کوي. پښتو د پښتنو لوی ناموس دی. پښتو د پښتنو د ټولنې روح دی. پښتو د پښتنو روحونو او معنوياتو منځۍ (مرکز) ده؛يعنې د پښتنو روحونه او معنويات په يو ځای کښې غونډوي. پښتو د پښتنو لالۍ ده. پښتو د پښتنو هغه حق دی، چې يوځای ورسره زېږېدلی دي. پښتو خونو پښتو ده پښتو ده. پښتوده او پښتو (پښتنواله) ده. د پښتنو سرلوړوالی په پښتو دی. پښتو په پښتنو درېدل او سرو مال ترېنه جارول دي. پښتانه په پښتو نازېږي. پښتانه په پښتو سر لوېنه کوي. په وروستۍ کښې! تللې پښتو هم په پښتو راګرڅي، لنډه يې دغه چې د پښتنو شته والی په پښتو سره دی او پاېنه (بقا) به يې هم په پښتو سره وي. پښانه غورزېږي، پر زېږې، سټه يې خېژي او ورکېږي. پښتو غواړي چې د پښتنو درست زده کړي وښ زلميان، هر يو پوه، حساس پښتون، دتللی پښتو د ستاينې، راګرزوني، راڅرګندونې، ارتوالی، لوړوالی او خپرونې په ليار (تعميم) کښې، خپله ټوله مادي او معنوي قوا په کار واچوي او د خپلې وسې او توانه سر او سم هاند و کړي، درستې بې نظمۍ، ټولنې ناکلارې او ناهو سايی دبې پښتو ګۍ څخه راپېښې دي، بې پښتوګی دغومره بېرته پاتې کړي يو، د بې پښتوګي له لاسه ټوټې ټوټې يو ځان ځانيد بې پښتو ګۍ څخه منځ ته راغلې ده. درستي بښکولی (ټول فلاکتونه او مصيبتونه) د بې پښتوګۍ والې له کبله رارسېږي او نورې لانجې به دهمدغې لارې نه راپېښې شي. حکومت د بې پښتو ګۍ له امله حيران دی او لاره يې ورکه کړې ! او اولس د بې پښتو ګۍ له ګۍ په اور سوي يو، دبې پښتوګۍ په اور سوزو، دبې پښتو ګۍ په اور کړېږو، د بې پښتوګۍ په اور وريتېږو؟ ښايي د بې پښتوګۍ د لاسه وژاړو، دبې پښتوګۍ دلاسه کوکې او سورې وه(دعوت) Landakai Pakhtu au Pokhtunwala By: Mohammad Gul Khan Momand Baba - بېرته شاته