(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګوندي فعالیتونوته دبنسټ له مهال نه تر ...

د لوي او بخونکې څښتن تعالی په نامه

ګوندي فعالیتونو ته د بنسټ له مهال نه  تر  ننه پوري  يو ځغلند نظر 

هره ټولنه  د خپل تکامل  په اوږدو کې  د یو لړ ستونزو لانجو او د زمانی  د ګردان د کږلیچونو  او ګردابونو  د اغیزو ښکاروی  ، خو دا حال د هری ټولنی وی . په ټولنه کې چې کوم خلک ژوند کوی ، ددوی مسولیت  او ذمه واری جوړیږی  چې د پیښو شوو  ستونزو ، لانجو ، کړکیچونو  او بدبختیو  څخه  اولس وه ژغوری .   ددی کار د پاره  لمړی دا ډیره  اړینه او اهمه ده چې ددغی  ټولنی  ملی  شعور د قوم او اولس  د خدمت په تړاو څومره پیاوړی دی ؟

پښتون قوم د خپل  تاریخ په اوږدو کې  په ډیرو ښکلو ، ځلاندو  او د وياړ نه ډکو نومونو  ستایل شوی او یاد شوی دی چې دا ددی قوم حق دی ، ځکه  چې د خپلو سرخندونو د لاری يې دغه ځلانده او د وياړه ډک تاریخ خپلو راتلونکو نسلونو  ته په ميراث کې پريښودی دی . زه په همدي  ځاي کې په ټولو پښتنو  مشرانو او کشرانو  دا غږ کوم چې د زمانی په دغه حساس وخت کې چې پښتون قوم د کومو ستونزو او لانجو سره لاس او ګريوان بريښي په ګډه دغه قوم د زمانی د کږلیچونو او د داخلي او بهرنې دښمنانو د منګولو څخه خلاص کړو او پری نه ايږدو چې د خپلو پلرونو او نیکونو ویاړلی تاریخ مو د زمانی د ګردونو او دښمنانو د غوبلو تر پخو لاندی شی . دا خبره مي دلته ځکه اوږده کړه چې  د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند د ۱۹۸۱ ميلادي د جنوري د میاشتي څخه  راپديخوا  کومی هلي ځلی په جرمنی کې د خپل ملي هویت او تاریخ په نظر کې نیولو سره په لاره کړی، او  د کومې موخې لپاره چې سیاسی ډګر ته راوتی دي پدي هکله د ستاسی سره په ځغلنده ډول د زړه خواله وکړم ، دا کار له دوو اړخونو  له کبله ډیر مهم او اړین دي ، لمړی دا چې د پښتون قوم د زماني په يو ډیر حساس پړاو کې واقع دی  په کار ده چې هريو پدي پوه وي  که چيري دغه حساس وخت مو د لاسه ورکړ او د  قوم غوښتنی او هيلي مو جدي ونه نيولی  نو بیا به ددی قوم تقدیر څه وی !  او دوهمه داچې پدي  پوهاوي په کار دی چېدغه قوم له په تیرو دري يا څلورو لسیزو کې چا څه ورکړه !

ايا پښتون قوم په تيرو دريو لسیزو کې

د ډیورينډ د کرغیړنی کرښی په دواړو اړخونو کې  د پرديو د مفاداتو قربانی ندي ؟

پښتانه چاته په انتظاردی او که پښتون قوم تر اوسه پوري خپل داخلي او بهرنې دښمن ندي په ګوته کړی اويايې نشی په ګوته کولی  که چيري دلته  د ناتواني خبره مطرح وی نو بیا خو په غیر د قامي وحدت  او يووالی څخه بله لاره نشته نو بیا د چا په انتظار یو ؟

هره ټولنه د خپل تاریخ لرونکې وی د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند  هم دهمدغه  ملی هویت يا پیژندګلوی او تاریخی رسالت د مسولیت  په بنسټ  د فبروري په ۲۷ نيټه  کال ۱۹۸۱ ميلادي  کې د کولن په ښار کې ددغه ګوند بنسټ ته لاره هواره کړه  ،   د ګوند موخه او هدف دا وه چې څنګه د پښتون قوم د ملي يووالی  ، او خپلواکۍ هڅي د زمانی  د حالاتو سره سمی  اوږه په اوږه  مخ په وړاندي ولاړی شی ، او څنګه سړی وه کولی شی چې د ملي او نړيوالو  حالاتو په نظر کې نیولو سره د پښتون قوم  د ملی وحدت او تاریخی رسالت  خبری اتری د زمانی  د ګردونو  او دوړو ښکار نشی او اولس ته دا جوته شی چې که راويښ نشی ،  نو ورکیږی بلکه دمشرانو دهمدي خبري يادونه  دلته په حقه او اړینه بولم چې ويلی يې دی « یابه يو کیږو که نه ورکیږو !

همدلته ټولو پوښتنو ته دا پوښتنه راجع کیږی چې که مونږ د يو قوم په حیث  خپلو خلکو او اولس ته  ذمه واري لرو  نو بیا  ددغي ذمه واری حق به مونږه څنګه ادا کوه ؟

په همدي ځاي کې  ددی خبري ذکر اړین بولم چې  د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند  د ۱۹۸۱ میلادي  څخه راپديخوا د خپل قوم  او اولس د پاره  په اروپا ، افغانستان او پښتونخوا کې  څه کړيدی ؟

پدی هکله يو ځغلند نظر :

د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند په کوزه اوبره پښتونخوا کې يواځینۍ ګوند دی چې د پښتنو قومی وحدت يا يوالی  يې د خپل منشور يا بنسټيزی اساسی ټکي دي، پښتون لر او بر ټول یو وجود دی  او پدي پوره باور لری چې تر څو  پوري پښتنو خپل قامي وحدت  او  يا ملي هویت نه وي پیدا کړی  ددي قوم مسلي او ستونزی نشی حل کيدلی او پښتانه په لر او بر کې په بشپړ ډول   د يوه  ملي خپلواکه حیثیت  خاوندان نشي جوړيدلی

د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند د خپلو هڅو په چوکاټ کې په لږه موده کې ټولو هغو پښتنو ته چې  د کال ۱۹۸۱ ميلادی څخه دمخه او يا وروسته  المان ته راغلي وه او کوم ځاي کې به يو دبل سره مخامخ شول او په خپله مورنۍ ژبه پښتو به یې خبري نه کولی  او د يو قسم ډار او ويری ښکار وه  ټولو ته دا جرات او فکري توانایې ور په برخه کړه  چې په ډاګه او په نره  په هر ځاي کې نه چې په پښتو  خبري وکړي بلکه د خپلی ژبی ، دود دستور  او خپل ملي هويت د ودي او لا پرمختيا د پاره هڅي په لاره کړي

پدي هکله  دپښتنو تولنیز او لسولیز ګوند د خپلو پښتنو د پاره په ډیره لږه موده کې داسی کارونه او هڅي په لاره کړي چې دلته يې يو څو بیلګي مناسبی وينم

   =  په پښتو ژبه د ودونو دکارټونو لیکل

=   د پښتنو په ودونو کې د پښتو سندرغاړو  راوستل

ـ  د پښتنو په ودونو کې د ناوی او ناوکې د راوستلو په وخت کې سټيج ته د دري سندري   ( اهسته برو  ) پر ځاي يوه ښکلي پښتو سندره  د ملي اټن سره بدرګه ویل

ـ  د ټولو پښتنو  څخه دا هیله کول چې د پښتنو واده وی نو ټول  واده ته په ملي جامو يا کمیس پرتوګ  کې راتلل

دا کار مونږه ددی د پاره هم اړین بللو چې زمونږ کوچنيان او راتلونکې نسل د خپل دود او دستور سره اشنا او وروسته يې بیا د پالني او ساتني جوګه وی .

سربیره پردي د پښتنو ټولنیزاولسولیز ګوند د ۱۹۸۱ ميلادي څخه را پديخوا په مسلسل ډول په کال کې ديوه يا دوه کرتو څخه زیات د علمی سيمنارونو ، جرګواو مرکو اود  سیمي د سیاسی حالاتو په تړاو  ډرامي ، مشاعري او هر کال په متواتر ډول د پسرلی او اخترونو لمانځل تر سره کړيدی

په همدي ځاي کې د يو څو بیلګو يادونه اهمه او اړينه بولم

په کال ۱۹۹۲ ميلادي کې د پښتنو د مشهورو سندرغاړو استاد خيال محمد ، شاه ولی او ګلزارعالم يو ښکلي اوزړه راښکونکې بیمثاله کلتوری ماښامی چې په اروپا کې  پدي کچه د افغانستان د حکومت په کچه هم داسی يو کلتوري ماښامی چا نه وه کړي ، دلته ددی خبري ياد اړين بولم چې دغه سندرغاړي د پښتنود کلتوري ټولني کولن له اړخه رابلل شوی وه  ، خوڅرنګه چې د پښتنو کلتوري ټولنه کولن  د منشور او بنسټيزي له مخی يواځینۍ ټولنه وه چې د پښتون سوسيال ديمکرات سره ګډ کار يې د منشوره بنسټيزه جوړوله نو د همدی کبله د دواړو ترمینځ ګډ کار د دواړو شریکه موخه او هدف ول ، په همدي ځاي کې مناسب وينم چې وه وایم هر هغه چا چې ددغه کلتوري ماښامي په جوړولو کې زمونږ سره جانی او يا مالی  مرسته کړي وه او زمونږ د پښتنو د کلتوري ټولني او يا د پښتون سوسیال دیمکرات د ګوند  غړي او يا خوشبينان وه او يا هسي پښتانه وه  او زمونږ سره يې مرسته کړي وه په همدي ځاي کې د زړه له کومي مننه وکړم .

په کال ۱۹۹۴ ميلادي کې بیا د پښتنو د کلتوري ټولني له اړخه  د پښتو د مشهورو سندرغاړو استاد شاه ولی او انور خيال دوهم  کلتوري ماښامی چې د ملنګ جان غزلیز ماښامي  يې د يادولو وړ دی .  

په کال  ۱۹۹۶ ميلادي کې بیا د پښتنو کلتوري ټولني له اړخه د  استاد يارمحمد  ښکلي کلتوري ماښامي چې د ډیرو پښتنو او کورنیو د خوشالی او سوکالی سبب شو.

 د کال ۱۹۹۳ ميلادی څخه راپديخوا  تر اوسه پوري په مسلسل ډول د پښتنو د يو والی او  ملی وحدت د ورځی لمانځل ، په دغه کال کې د ډيورند د کرغيړنی کرښي سل کاله پوره شوي ول  ، چې د همدغه وخت څخه راپديخوا مونږه د پښتنو د ټولنيز اولسولیز ګوند په يوه ستره غونډه کې چېد انګلستان د سفیر مرستيال  هم په کې ګډون درلوده ، دغه د ډیورنډ کرغيړنه کرښه لغوه اعلان کړه

د پښتنو ټولنیز اولسولیزګوند په ټولو هغوسترو غونډو ، او جرګو کې  چې په پښتونخوا  او افغانستان  کې د پښتنو د قامي وحدت  يا يوالی د پاره شوي دی  نه چې  ځانله برخه مو اخستی وه ، بلکه د پښتنو  او سیمي د حالاتو  د مسلو د حل د پاره مو وړانديزونه هم  کړيدي

پدي هکله يو څو مهمي بیلګی د ستاسی د معلوماتو د پاره

په کال ۲۰۰۰ ميلادي د نوامبر د میاشتی په څوارلسمه او پنځلسمه نيټه  د افضل خان لالا له اړخه د پښتون / افغان قامی وحدت ستره نماینده جرګه چې د پښتونخوا د پیښور د ښار په شادي هال کې رابلل شوی وه

 په کال               ۲۰۰۵ د پښتونخوا د پیښور په ښار کې د افضل خان لا لا د اړخه د ډیورنډ  د کرغیړنې کرښې په تړاو یو علمی سیمنار چې خدای بښخلی ستوری صاحب په کې ګډون کړي ول .

په دغه جرګه کې ځانله ګډون نه ول بلکه زما له اړخه ( محمد شیرین ګرديوال ) لاندي وړانديزونه جرګی ته د هغه وخت د سیمی او حالاتو مطابق وړاندی شول .

 لمړی .       د پښتنو لیکوالانو ، پوهانو  ، شاعرانو ، هنرمندانو  او نورو ترمینځ  دی د ګډ کار لپاره کړۍ جوړی شی  او د امکاناتو په حدود کې دی دغو کړيو ته وده او پراختیا ورکړی شی .

دوهم .     سیاسی او غیر سیاسی  ټولنی او ګوندونه (پارټۍ ) دی له بیلابیلو  نظريوو سره ، سره  یواخې او یواځې د پښتنو د ملی  هويت او پیژندګلوی  پر بنسټ  يوه شریک مرکز ته راوبلل شی .

دریم.    د مرکزی اسیا ټولودرنو اولسونو  ته دي د تګ راتګ  د پاره  د اسانتياوو د لټون  هلی ځلي په لاره شی .

څلورم .       د سوداګري  او تجارت دپاره دی  د اقتصادی  اړيکو ټینګول  پیل شی ،  او هڅه دی وشی چې په سیمه کې په شریکه  اقتصادی او تجارتی ټولنی او کارونه پیل شی .

پنځم .    قومي او اولسی مشران  ، خانان ،  ملکان ، روحانيون ،  او مذهبی مشران  او دغه راز نور منورین  دی د اولس  د بنیادي  ذمه وارۍ او ګټو  په پام کې ساتلو سره ،  چې دوی ټول هم  د همدغه  اولس خلک دی  او په اولس کې  فعال  رول لوبوی ، دی ته  وهڅول شی چې  د پښتون  د ملي هویت  او تشخص  په مرکز کې نه يوازی  دا چې  ونډه واخلي  ، بلکه  ددغه هويت او تشخص په ټینګيدو او پیاوړي کيدلو کې  دی نه ستومانه کيدونکې  هلي ځلي وکړي .

شپږم.        پښتو ژبی ته دی د يو بنیادي عنصر په توګه پاملرنه وشی . دا خبره دی بیا بیا  روښانه او څرګنده شی چې که د يو اولس څخه  ژبه واخستل شوه  نو د خپل ملی هویت او تشخص داسي  يو څه تري واخستل شوه ، چې له هغي پرته یو اولس  خپل ټول هویت  او تشخص له لاسه ورکوی ، هڅه دی وشی چې  پښتو ژبه يو نړيوال موقف  غوره کړی  ، په دغه کار کې دی  د پوهنتونونواستادان ،  پښتو علمي مرکزونه ،  پښتو ټولني  ، پښتو اکادمي ، او نوري اداري خپله خپله ونډه  جوته او تر سره کړی .

اوم .     د پښتو ژبی ، ادب او کلتور ته دی  په ښوونځيو  ، راډيوګانو ، تلویزونونو ،  اواخبارونو کې  پوره برخه وه غوښتل شی او دغه کار دی د يو ستر ملي حق  په توګه  بیا بیا  او په ټينګار  سره تعقیب شی ، ددي پرته د پښتو ژبی د ودي او پراختیا  امکان  نه ليدل کیږی .

اتم .      په ښوونځیو ( سکولونو ) کې دی په خپله مورنۍ ژبه د لومړنيو او لوړو زدکړود پاره د يو منل شوی نړيوال انسانی حق د حصول او تر لاسه کولو د پاره  پر له پسي هلي ځلي وشی .

نهم .     د پښتو ژبی او ادب د پاره دي په داخل او بهر کې  په نړيواله سویه  د سيمنارونو ،  کنګرو ، او غونډو  بندوبست  وشی  او ددی پایلي او نتیجی دی په ټوله نړۍ  کې خپري شی ، عمل دی پری وشی او بیا دی د يو شریک  مرکز په ارشیف کې سمبال شی .

لسم .    د مرکزی اسیا  په پراخه سیمه کې دی  د پښتو ژبی ، ادب  ، او کلتور د پاره  نوي اړیکی ټینګ شی  او په شریکه دی  ، پښتو ژبه ، ادب او کلتور  هغه ځاي  ته ورسوی چې  د مرکزی اسیا  د اولسونو  په ژبو کې  د پښتو مقام دی .

دلته ديوي بلی خبره يادونه اړينه بولم او هغه داچې کله استاد خيال محمد ، شاه ولی او ګلزارعالم واپس پښتونخوا ته لاړه نودوي بیا په جرمني کېد پښتنو په هغو حالاتو باندي چې دوي دلته  د نژدي څخه ليدلی او مشاهده کړي وه يو سندريز کسيټ ډک کړي وه چې مونږ ته یې رالیږلی وه او په هغه کسيټ  کې يې د پښتنو د میلمه پالنی ، کلتور او ادب سره د میني او پالني خورا تعریفونه او صفتونه  کړي ول .

زه به دلته يوه شخصی خاطره هم تاسو ته ووایم او هغه داچې زه د کال ۲۰۰۷ ميلادي د نوامبر ، او ډسمبر په میاشتو کې کابل ته تللی ووم  او د کابل  دنوي ښار يا ( شهرنو ) کې يو دوکان ته د خپل زوی د پاره د يو پښتنی واسکټ  کوم چې (  په مشکڼو ، چرمی او شیشو )  ښکلي شوی وی ، يو دوکان ته د اخیستلو د پاره لاړم  ددوکان په دروازه چې ورننوتم نو د دوکاندار په مونږ شک شو چې پښتانه خو دي ، خو د بهر څخه راغلي پښتانه دي نو زما څخه یې پوښتنه وکړه چې د بهر د کوم هيواد څخه راغلي یاست  نو ما ورته وه ويل د جرمنی څخه ، دوکاندار ډیرخوشاله شو او د جرمنی د پښتنو ستاینه او تعریفونه يې پیل کړه چې دغه پښتانه د خپلي ژبی او کلتور سره بی کچه مينه لري او ددوی د هلو ځلو څخه مونږه دلته خبريږو ، دا بیلګه مي ځکه دلته ياده کړه چې دا ستاسي هلي ځلي دي دا ځانله زما او يا د يو ځانګړی ملګري هلي ځلي ندي  ، دابیلګي ما ځکه وړاندي کړي چې مونږ لا ژوندی يو او د داسي پیښو شاهدان يو  که رښتيا وه وايم  نو ددي  څخه زیات نور د جرمني پښتانه څه غواړي

د ډیرو پښتنو سره چې په تيرو دريو يا څلورو کلونو کې  زه ( محمد شیرین ګردیوال ) برابر شوي يم  نو زيات پښتانه د پښتنو د ټولنیز اولسولیز د ګوند د هلو ځلو څخه خبر  ول او ډيرو دا ارزو او هیله درلوده چې که چيري ددغه ګوند څانګي په افغانستان او پښتونخوا کې هم پرانستلي شي  نودا به يو ډیر ښه کار وی .

په اخره کې هر هغه چا چې د پښتنو د ټولنیز اولسولیز ګوند  او يا د پښتنو د کلتوري ټولني کولن  سره په شخصي  او يا ټولنیز ډول مرسته کړیده  څښتن تعالی دي  ، اباد ، سوکاله او سرلوړی لری. په اخره کې د ټولو پښتنو  څخه هیله کوم  چې راپاڅی او د خپل ملي هويت  او پیژندګلوي د سمبالښت د پاره  خپل تاريخي رسالت  په ځاي  او د خپلو راتلونکو نسلونو د اميدونو  او هيلو جوګه شی .

د يو خپلواک او لوي افغانستان  /  يا  پښتونخوا په هیله .

کولن – جرمنی ـ ډيون والډ   ، محمد شیرین ګرديوال .

د مارچ د میاشتی دریمه نيټه کال ۲۰۱۴ ميلادي .

یادونه: دا مقاله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا  په  ۷مارچ ۲۰۱۴    نېټه د جرمني د هورت په ښار کې  جوړشوي سېمینار کې  چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمد افضل خان (خان لالا) پکې هم  برخه اخیستې وه، وویل شوه

21March 2014 

 

   

- بېرته شاته