(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انګلینډ، بریډفورډ: دپښتنو د یووالي دغونډې راپور

انګلینډ 18.03.2014  : د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوندPashtoon Social Demoratic Party (PSDP ) د انګلستان څانګې  د بریډفورډ په ښار کې په 15.03.2014نېټه د پښتنو د یووالي جرګه  جوړه کړه.

په غونډه کښې  د پښتنو  قامي  مشر او د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلې محمد افضل خان (خان لالا) سربیره دډیورنډ کرښې دواړو غاړوته  انګلیڼد میشتي   پوهانو، سیاسي او ولسي سړیتوبونو(شخصیتونو) ګډون کړی ؤو.

د غونډې په پیل کې د ښاغلي  عباس  الحق له خوا د قران کریم څو مبارک ایاتونه تلاوت شول.  

د PSDP  انګلینډڅانګې په استازيتوب  دښاغلي سلیم  الرحمن خان له خوا د غونډې ګډون والو او په ځانګړي ډول د پښتنو دروند قامي مشر خان لالا ته  د هرکلی ویلووروسته غونډه د ماښام په شپږبجې د قامی ترانی (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما) سره پرانستل  شوه.

ورپسې  دPSDP د انګلینډ د څانګې مشر ښاغلی  ايډوکیټ یوسف علي خان  چې د سټیج چارې ئې پرمخ بیولي، لنډه وینا وکړه او  ددې غونډې  د جوړیدو په  اړتیا  ئې رڼا واچوله  او دغني خان  بابا شعرئې زمزمه کړ.

ورپسې   دPSDP د انګلینډ د څانګې  مرستیال  ښاغلي اکرام الله خان د خپلې  وینا  په ترڅ کې له پښتنو او په ځانګړي ډول د ملتپاله ګوندونو او خوځښتونو څخه غوښتنه وکړه ، چې د خپل وطن د شلیدلي وجود  کیس دې بین المللي  عدالت ته یوسې   

ورپسې ښاغلي شیرمحمد احمدزي خپله مقاله واوروله بیا ښاغلي جاوید اقبال یوسفزي د پښتون قام په تاریخ رڼا واچوله ورپسې ښاغلې ډاکتر عبدالوهاب زهیر   په خپله وینا کې بې سوادي ،غربت   او جګړه دپښتنو دملي یووالي په وړاندي خنډ وباله

دغه راز د احمدشاه ابدالي پوهنتون پخوانې مشر ښاغلي شهسوار سنګروال   دخپلې وینا په یوه برخه کې د پښتون قوم د بې سوادۍ په له منځه وړلو زور واچاوه  او په پښتنو ئې غږ وکړ چې د ټوپک په عوض دې قلم لاس کې واخلي.

ورپسې ښاغلي اسماعیل خان غرني،ډاکتر عبدالطیف خان،ایډوکیټ ذاکر حسین او ښاغلي سید انور عظېمي   د خپلو ویناو په ترڅ کې  وویل چې د پښتنو يووالې  ددې غمیزې  د پائې  ته رسیدوحل  دی.

ورپسې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوندجنرل سکرټرې ښاغلي نصیر ستوري وویل چې  داوخت ډیر مهم دی، د پښتون قام د ژوند او مرګ مسئله ده، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته  یوازې د پښتون / افغان قوم وینه بهیږي او ددغه جنګونو له امله پښتانه د سیمې د نورو قومونو نه  په هر ډګر وروسته پاتې دي  نو ددې غمېزې د پاې ته رسیدو او مخنیوي لپاره  د پښتنو د قامې یووالې د احساس پیاوړتیا  اړینه ده ، نوموړې زیاته کړه چې دپښتنو ددې ټولو مسئلو حل ملي (قومي) وحدت کښې نغښتی او د پښتنو یووالی سوکالي او ابادي د سیمې او د نړۍ د امن دخوندي ساتلو لامل  دی.  نوموړې د هیواد دننه اوبهر دټولو ملتپالو  سیاسې ګوندونو او ټولنو    په یو ځای کیدو  او د نورو سیاسي خوځښتونو سره په ګډو ټکو د شریک کار کول اړین وبلل.

ورپسې دګوند لومړي مرستیال ښاغلې محمد شیرین ګردیوال    وویل چې پښتانه ځوانان  دې ځانونه تنظیم کړی ، چې په بنسټیز ډول دقوم او اولس د خدمت جوګه شو

دا کار دې لمړی  په المان بیا په اروپا ، پښتونخوا ، او افغانستان کې تر سره شي ، د یو بل سره دې اړیکې ټینګې شي د مرستی او ملاتړ هڅی دی په لاره شي . پښتون چې یو مېړنې او باتوره قوم دی ،ددغه قوم ځوانان هم باید د نړۍ پدې حساس وخت کې د ځان او نړۍ څخه بې خبره نه وي ، او پدې فکر او هڅه کې  دې وی، چې د زمانې پدې حساس پړاوکې خپل قوم څنګه د نړۍ د کږلیچونو څخه د سوکالی او ابادی لاری ته برابر کړی.

ورپسې  ددې غونډې مشر میلمه او د پښتون قوم غیرتمند مشر  محمد افضل خان لالا   په خپله ارزښتناکه وینا کې وویل چې  قامي وحدت یوازی د لاندې پښتنو مسئله نه ده بلکه د ډيورند کرښې پوره قام ویشلى دی او دا یوه قامي مسئله ده . په تاریخي حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبی دی نو یقینآ چې دا د پورته افغانانو هم فریضه ده چې د پښتنو قامي وحدت په مسئله خپل سیاسی رول ولوبوی ، نوموړي زیاته کړه چې  تر څوپوری پښتون خپل قامي وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغی د پښتون قام مشکلات او محرومي نه شي ختمیدی . د یو قام دغړي په حیث دوۍ د عزت ژوند نه شي موندلی  . ښاغلي خان لالا وویل چې، پښتون په بنيادي توګه امن دوسته او جمهوري (ولسي) خوښی قام دی په نړۍ کې پښتون واحد قام دی چې باچا ئې جرګې خوښ کړی دی . یانې باچا ئې هم په هاغه وختونو کې په جمهوری طریقه انتخاب شوی دی . چې چا   لا په  اروپا کې د جمهوریت ټکې نه و اوریدلی ،  نوموړي غو ښتنه وکړه  چې   ددې منتشر قام هر غړی  دې چې هر ځای وي،په هر هال کې وي،او د هری پيشی مالک وي ، خپل فکر او قلم د امن او مینې په لار د خپل قام د وحدت او تشخص د حصول طرف ته راوګرځوي، او ددونیا ټولو مهذبو قامونو او انسان دوست تنظیمونو ته  ئې  خواست وکړ  چې د افغان (پښتون) قام سره خپله فعاله سیاسی او اخلاقي مرسته مل کړي چې په پیړو پس دا زپلی قام د غاصب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان خلاص کړي او خپل قامي وحدت تر لاسه کړی. نوموړي وویل چې د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامي وحدت زمونږ مرام دی . چې زمونږ قومي وحدت حاصل شی نو دلته امن راځی ـ

د جرګې وینا والو  د افغانستان او پښتونخوا له واکدارانو غوښتنه وکړه چې

په پښتنو کې له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چې د ډیرو سیاسي او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئې نیولي وه، او په وروستیو کلونو کې د بیلابیلو سیاسي او مذهبي جنګي ډلواوحکومتونو له خوا زیانمن شوي، بیرته فعال او تقویه کړي . په هیواد کې  دې د پښتون وژنې ، ولس وژنې  او ورور وژنې او ددې ناورین ( غمیزې) څخه د خلاصون په خاطرد ډیورنډ کرښې دواړو خواوو پښتنو/افغانانو  یوه واکمنه (باصلاحیته) قومي ریښتیني دودیزه جرګه چې د پښتونولۍ د ارزښتونو پر بنسټ  ولاړه وي  او  په حقیقت کې د پښتون قوم  استازیتوب  (نماینده ګي)   وکړي  راوبللې،  ترڅو  د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبي لارې چارې ولټوي او روان ناورین او جـــګړي ته دپای ټکی کېږدي.
او دغه راز ئې  دپښتنو په لوې  ټاټوبي کې پرته  له پاسپورته ، بې له تپوسه د ټولو پښتنو په ازاد تګ راتګ او ازادې سوداګرۍ (تجارت) غوښتنه وکړه.

دغونډې  دوهمه برخه  ټنګ ټکور د  خوږ غږيو سندرغاړو ښاغلي وحیداحمد بابو،ښاغلي شریف الله،ښاغلي ظاهر شاه او ښاغلې انارګل   په زړه راښکونکي موسیقۍ سره  ښکلې شوې وه چې د شپې تر یوې بجو پورې ئې دوام درلود.

په درناوي

راپور چمتو کوونکی: اکرام الله خان ، هډرسفیلډ/انګلینډ

د غونډې ویډیو او انځورورنه به ورورسته پر لیکه شي

- بېرته شاته