(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد زرنوش خان اخرى مرکه01.03.14

01.03.2014, KhyberOrg:موسيقى د هرقوم اؤ نسل لپاره د ژوند يوه لازمى برخه ګرځيدلې ده. پښتو موسيقى خپل يؤ ځانګړے خوږلت لرى اؤ هم دا وجه ده چې نن مشهورې اردو سندرې هم په پښتو موسيقۍ کښې ترتيب کولے شى. د پښتو موسيقۍ يوه ځانګړتيا دا هم ده چې په دې کښې استعماليدونکى انسټرومنټ صرف اؤ صرف د هم دې ژبې په موسيقۍ کښې استعماليږى. رباب، ستار، منګے، سرنده، دمسه اؤ داسې نور هغه الات دى چې مقبوليت ئې په هر دور کښې شته. زمونږ موسيقاران په لارو کوڅو کښې ځوانان شوى وى اؤ د خپل ابتدائى عمر د سمسور سپرلى د راتلو سره سم د فطرى ښکلا رنګينى محسوس کړى نو بيا يا خو شپيلۍ وهى اؤ يا د دوستانو په محفل کښې د کومې خاص الې د وهلو مهارت حاصل کړى. اؤ هم دا خلق بيا زمونږ د فن وارثان شى
زمونږ ډير کم فنکاران باقاعده د موسيقۍ زده کړه کوى. ددې خبرې نه انکار نشته چې د موسيقۍ د خاصو الاتو زده کول يؤ فن دے خو په دې کښې د خداداد صلاحيتونو دخل هم وى. خو په پښتو موسيقۍ کښې داسې نومونه هم شته چې پخپله ئې په موسيقۍ کښې خپلې الې ايجاد کړې دى اؤ د موسيقۍ په تاريخ کښې ئې يؤ نوے باب رقم کړے دے. په دوئ کښې يؤ نوم د استاد زرنوش هم دے. د چا د فن اعتراف چې نن هر څوک کوى
استاد زرنوش د دروزې نه موسيقى ترتيب کړې ده. اؤ دا هغه واحد فنکار دے چې دا اله ئې د خپل عقل نه ايجاد کړه ، پخپله ئې پکښې مهارت حاصل کړو اؤ په پوره دنيا کښې ددې الې استعمال کوونکے هغه صرف پخپله ؤ. استاد زرنوش د پيښور په جهګړا نومې کلى کښې پيدا شوے ؤ، تعلق ئې د يوې درميانه کورنۍ سره ؤ اؤ تيرو ورځو کښې انتهائى د بې وسۍ په حالت کښې وفات شو. هغه د څۀ وخت نه د اعصابى مرضونو ښکار شوے ؤ اؤ يقين ئې ؤ چې حکومت کښې شامل د فن سره تعلق لرونکى خلق به ئې مرسته وکړى خو داسې ونۀ شوه. اخرى وخته پورې هغه د علاج لپاره د مرستې په انتظار ؤ خو چا د فن ددې هيرې خبر قدرې وانۀ خستو. دا لا څۀ چې د مرګ نه پس هم د هغۀ د کورنۍ خبر چا وانۀ خستو. حال دا چې کۀ د فن په حواله ورته وکتل شى نو هغه په خپل ذات کښې يوه اکيډمى وه اؤ چې هغه فوت شو نو اکيډمى هم بنده شوه. هغۀ به هر وخت وئيل چې کاش! دا فن څوک زده کړى خو چا ددې فن د محفوظولو سوچ ونۀ کړو. استاد زرنوش درې بچى اؤ يوه کونډه پريښودل.د وفات نه لږې ورځې وړاندې مونږ د هغوئ سره يوه مرکه کړې وه چې اوس ئې ستاسو د دلچسپۍ لپاره وړاندې کوو.
پوښتنه: دا فن مو په کوم عمر کښې شروع کړو؟
جواب: زۀ په اصل کښې د زميدار خاندان سره تعلق لرم. د نورو پښتنو پشان زۀ به هم په وړوکوالى کښې د کور د نورو کسانو سره پټو کښې ددوئ د مدد لپاره تلم. زما عمر لس کاله ؤ چې په لوبو لوبو کښې مې يوه دروزه راواخستله اؤ شپيلے مې پرې وهلو چې يؤ ساز ترې جوړ شو
پوښتنه: په اول ځل چې دې دا ساز واوريدو نو څنګه دې خيال راغے چې دا د موسيقۍ برخه جوړيدے شى؟
جواب: په اصل کښې ددې دا اواز بلکل منفرد شانې ؤ ما دې له د يؤ لے اؤ اهنګ شکل ورکړو نو هغه نور هم ډير ښۀ شو. دغسې څۀ وخت پس دا زما شوق جوړ شو اؤ دې شوق زۀ استاد جوړ کړم
پوښتنه: تاسو ته کله دا اندازه وشوه چې ددې فن استاد جوړ شوے ئې؟
جواب: د جنرل ضياء الحق په دور کښې چې کله موسيقۍ دومره وده نۀ وه کړې خو هغه وخت د فن قدر کيدو. ځينو خلقو ته هغه وخت زما ددې فن علم وشو نو ما ته ئې د جاپان د دورې دعوت راکړو. زۀ جاپان ته لاړم اؤ په همغه ورځ ماته دا علم وشو چې واقعى زۀ ددې فن ماسټر جوړ شوے يم
پوښتنه: جاپان کښې ستاسو فن چا وستائيلو؟
جواب: ډيرو خلقو وستائيلو. خلقو دا سيدها ساده طريقه وکتله نو حيران شول. ډيرو خلقو ددې د مشق کولو کوشش وکړو خو د هغوئ په خيال کښې دا ډير ګران ؤ. جاپان کښې چې کوم ځائ کښې ما د فن مظاهره وکړه نو هلته ډير پاکستانيان اؤ جاپانيان موجود وو. ټولو ماته زما په فن داد راکړو. جاپانى موسيقارانو دې الې ته ډير په غور سره وکتل اؤ داسې ډيرې الې ئې جوړې کړې خو ددې نه په ساز ويستلو کښې ناکامۍ سره مخ شول
پوښتنه: پاکستان کښې دې کوم ځائ کښې د خپل فن مظاهره کړې ده؟
جواب: ما په وړومبى ځل د خپل فن مظاهره په پاکستان ټيلى ويژن وکړه. ټى وى ته زۀ په يؤ پروګرام کښې غوښتل شوے ووم. په ريډيو باندې هم ماته دعوت راکړے شو اؤ ما قبول کړو. همدغسې ماه په پرنټ ميډيا کښې ماته ډير کوريج راکړے شو خو د وخت د تيريدو سره ريډيو اؤ ټى والا زۀ نظرانداز کړم. ددې وجه شايد دا وىچې زۀ غريب يم اؤ هغو خلقو ته رسائى نۀ لرم چې غټ غټ پروګرامونه کوى
پوښتنه: دا وخت ستاسو څۀ مصروفيات دى؟
جواب: ماته شهرت خو ملاؤ شو ولې ددې شهرت فائده راته ملاؤ نۀ شوه. داوخت زۀ په اعصابى بيمارۍ کښې مبتلا يم. زما درې بچى دى. ما باندې بيا بيا دورې راځى. د معاش هيڅ ذريعه نۀ لرم اؤ کۀ رښتيا درته ووايم نو زما دا بيمارى هم د مالى پريشانۍ په وجه ده. چا تر اوسه پورې مانه دا تپوس قدرې نۀ دے کړے چې زما حال څنګه تيريږى اؤ زما علاج څنګه کيږى
پوښتنه: د صوبه سرحد خلق ستاسو فن ته په څۀ نظر ګورى؟
جواب: غنى خان وئيلى وو چې زمونږ خلق د فن قدر کوى خو د فنکار نۀ کوى بلکل هم دغه معامله زما سره هم ده. زۀ کۀ د بل کوم ملک فنکار وے نو شايد چې دا حالت مې نۀ وے. ځکه چې زۀ د يؤ داسې فن مالک يم چې ننه پورې دنيا کښې چا سره نشته. چې زما دا حال دے نو ددې سيمې د نورو فنکارانو د حالت اندازه تاسو پخپله لګولے شئ
پوښتنه: تاسو دا خپل فن بل چاته ولې ونۀ رسولو؟
جواب: دا زما تر هر څۀ لوئى خواهش دے چې څوک دا فن زده کړى تر څو چې زما د مرګ نه پس هم پاکستان ته ددې فن اعزاز حاصل وى. خو شايد چې زمونږ ځوانان مشرانو فنکارانو ته په کتلو هم په دې کښې خپل خير ګڼى چې د فنکار جوړيدو پځائ بل څۀ کار وکړى. دا څومره د افسوس خبره ده چې زمانه پس به زما ددې فن د نوم اخستلو والا څوک نۀ وى. ولې زما پوښتنه داده چې زۀ دا فن د چا سره پريږدم؟
استاد زرنوش اوس په دې دنيا کښې نشته. هغه د مرګى مريض ؤ اؤ يوه جټکه د هغۀ د فن اخرى سلګۍ ثابته شوه. مګر د افسوس مقام دادے چې زمونږ حکمرانان د فن قدر نۀ پيژنى ځکه خو د قمروجان، بادشاه زرين جان اؤ ګلاب شير غوندې فنکارانو حالت هم ددۀ نه څۀ مختلف نۀ ؤ. لږې ورځې وړاندې فضل ربى هم داسې د بې وسۍ په حالت کښې وفات شو خو چا هډو دا احساس ونۀ کړو چې يؤ فنکار ځان سره خپل فن يوړو
د استاد زرنوش جنازه کښې هم دا افسوس راغے چې ريډيو سره وابسته يؤ څو کسانو نه علاوه نو پکښې هيڅوک نۀ وو. استاد زرنوش د خودۍ يؤ مثال ؤ ځکه چې په ژوند کښې ئې چاته لاس خور نۀ کړو. استاد زرنوش نن په مونږ کښې نشته خو چې چرته هم د پښتو موسيقۍ د تخليق خبره کيږى نو د هغۀ نوم به پکښې تل ژوندے وى

- بېرته شاته