(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تضاد (افسانه)

د ژوند یوه ،یوه لمحه امانت دې او هم له دې وجې زه وایم چې دا په لهو لغب کښې تیراول انسان د ډیرې غټې حسارې سره مخ کوالئ شۍ.دا د استاد روښانی صاحب هغه خیال دې چې زه پرې په نالیدالی مخ مئین وم. هم دغه شان د هغه نورو ملغرو ،ملغلرو خیلونو ،غزلونو،نظمونو،او افسانو د هغه داوچت او سپیځلۍ ذهن عکاسی کوله.
ما سره د هغه لیکلی ټول کتابونه راسره وو او صرف د لیبرارئ زینت له نه بلکې ټول په ټول مې لوستی هم وو. او بیا بیا به مې ې لوستو ته زړه کیدوځکه چې د هغه په لیک کښې ډیر خواږه وو،هغه چې په پښتو او پښتانو کومې لیکنې کړې وې نو پکښې د سوچه پښتو دود دستور سره ې پښتانو ته ،د پښتانو خمیانې هم ډېرې ښې په ګواته کړی وې.او د پښتانو د خواښې موضع ڼنګ او میړانه کښې خو د هغه د قلم ثانی ماته د هغه د دور په لیکوالانو کښې نه ښکاریدو ،د هغه د رومانی غزالونو لوستو سره به د سړی ټول وجود غزل،غزل شول. داسې به کومه موضع وا چې د هغه د شاهین نظر نه به بچ پاتې وه. خو زما د خواښې موضع د هغه په لیکونو کښې هغه صوفیانه شعرو او د پند او نصحت هغه نثر وو چې سړیته پکښې دا دنیا حس او حشاک ښکاره شی. ما به چې کله هم د هغه کوم کتاب لوستو نو په یو بل رنګ کفیت کښې به وم د ډیر څه ذداکړې سره به راته روحانی تسکین هم میلاویدو . دومره ژور ژور خیالونه به ووچې زه به پکښې اکثر دځانه ورک شوم او دهغه په تصورکښې به لاړوم او یو انتهائ نیک صورته ، خوشګفتاره، او د یو مهزب مشر تصویر به مې په ذهن کښې جوړ کړو چې سپینه کورته به ې اچوالی وی او د سنتو مطانق ګیرې سره بیه خائیسته پګړئ د سره تاو ،وی.
ڼن زه خوشاله وم چې زما د مودو نه تږی نظر تنده به ڼن ماته شی او زه به دخپالې خواښې لیکوال په خپالو سترګو وا ګوروم ځکه چې ڼن په ښار یوه لویه مشاعره وا چې په کښې د استاد روښانی صاحب ګډون یقینی وو. او زه په کلی کښې د ریډیو د لارې د دې مشاعرې نه حبر شواې وم . او بغیر د بالنې مې پکښې ګډون کوالو . د یو اوګده سفر نه روسته د مشاعرې هال ته د وردڼنه کیدو سره زما د وجود ټوله ستاړمنی ختمه شوه ما په ړومبی ځل په دومره غټه مشاعره کښي ګډون کولو چې پکښې ډیرو نماوړو شاغرانو برخه اخیستی وا، د پروګرام په شروع کیدو کښې صرف دومره وخت پاتې وو چې د چا په صدارت کښې ڼنئ غونډه کیدا د هغه د راتګ انتظار وو . ما هم د وخت نه فائده واخسته او ما سره نیزدې والاړ سړی نه مې تپس اوکړو چې آشنا روښانئ صاحب راغلئ دې کنه؟ هغه ورته په ګواته ایشاره اوکړه چې هغه دې .خو زما یقین رانغلو او بیا مې ورنه تپوس اوکړو چې نه، زه استاد روښانئ صاحب یادوم .هغه دا ځل لږ په تریخ انداز راته او ویل او هم دغه استاد روښانئ دې . زما بیا هم یقین نه راتلو چې دا په کرسې کښې ناست چې یوه خپه ې په بله اړاولی او د ضرورت نه زیاته ې اوچته کړی د ګواتو په سرونو کښې سګریټ نیوالئ ، د مخ د چمک نه ې پته لږیده چې د تازه شیو سره سره ې کریم هم ښه ډیر مګالی دی ،او دومره کوړی بریتونه چې تقریبََ یوه حصه ې په خوله کښې ڼنوتی وا، دا سړائ روښانئ استاد کیداې شی .
ماته که خپل ضمیر پوره اجازت نه هم راکوالو خو بیا هم زه د هغه حواه ته ورغلوم د سلام نه روسته مې ورسره لاس میلاو کړو او ما له خبرې ته حوله جوړه واله چې موبائل ې د جیبه را اوویستو او یو نمبر ې ډائل کړو زه په زړه زړه داسې کچه غوندې شوم ،او بیرته را واپس شوم په کرسی کینستوم او د اتفاق خبره وا چې زه هم د هغه سړی په حواه کښې کینستوم د چا نه چې مې اول تپوس کړاې وو ،ما د هغه سره د خبرو د شروع د پاره د هغه د نوم د تپوس نه روسته دا هم او پوختل چې تا روښانئ صاحب لوستاې دې ؟ صرف لوستاې نه زما ورسره ډیره ناسته والاړه دې هغه راته په جواب کښې او ویل، ما بیا تپوس اوکړو چې د دې د لیکونو نه خو زه ډیر زیات متا ثر وم خو شحصیت ې څه بدل غو ندې دې ، هغه زما په دې تپوس ډیر په شرارتی اندازکښې موسکئ شول ،او څه جواب ې راکوالو چې د ڼنئ غونډې صدر صاحب هال ته رادڼنه شول،او زمونږ خبره نیمګړی باتې شوه ،خو ماته د هغه په شرارتی مسکا کښې تر ډیره حده د حپل سوال جواب میلاو شول.
باقغده د پروګرام آغاز او شول او هر شاعر ته به د هغه د شعر د معیار مطابق داد میلاویدو او یا شاید د هغه د نوم مطابق ، ما په ژوند کښې اول ځل د دومره لویو، لویو شاعرانو په محفل کښې ګډون کول او شاید چې هم دا وجه وا چې څومره مازیګر را نیزدیکیدو دومره د پروګرام خوند زیا تیدو ،او بیا چې کله روښانی صاحب ته د څه وینا د پاره بلڼنه ورکړاې شوه نو په ټول هال کښې د لاسونو پړاکه شوه ، د څه رسمی کالیماتو نه پس هغه او ویل چې په مشاعره کښې اکثر خلق غزل خواښه وی چې پیش کړی خو ما د حلاتو مطابق یو نظم لیکلئ دې ، د ملګرو په حواهش ې په ترانم کښې وایوم ، د نظم عنوان دې ،مونږ په نورو پسې لاړو، هغه چې څنګه دا ړومبئ مصرعه زمزمه کړه چې 
، مونږ نه د هغه یو غظیمې هستئ پل ورک شواې،
نو دمازیګر اذان شروع شول ،خو زه حیران په دې خبره شوم چې هغه خپل نظم جاری اوستل او د آذان د مقدسو ټکو احترام ورنه او نه شول ، زه د هغه په نظم پو ها نه شوم ځکه چې زما ټوله تواجو د آذان طرف ته وه او زما په خیال د آذان په مښکې د هغه د نظم د یوې ذرې همره حثیت هم نه وو ،او بیا داسې یو پسې بل او په بل پسې بل خپل خپل کالامونه اوراول چې مازیګر په تیریدو وو ،زه د مانځه د پاره پاسیدوم چې د دې غټې مشاعرینه صرف یو څو نور کسان هم راپاسیدو او نور ټول ،د قوم دغه سترګې ، سره د روښانی د دې اهمې فریضې نه پاتې شول او ما ته بیا خپل ضمیر دا اجازت رانکړوچې زه بیرته په دې مشاعره کښې ګډون اوکړوم ځکه هلته د روښانی په شکل کښې یو غټ تضاد زما مخې ته ناست وو

- بېرته شاته