(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاله مینه ده, مینه تل ژوندۍ وي

28.01.2014, Tues:د جنورۍ په ۲۸مه نیټه په پېښور کې د مدنې ټولنې او د پیښور پوهنتون د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز (ایریا سټډي سنټر) له خوا د سوات ملالې یوسفزۍ د کتاب ؛زه ملاله یم؛ د مخکتنې دستورې تابیا شوې وه. خو دا دستوره ونه شوهخدای خبر چې د خیبر پښتونخوا حکومت دوو وزیرانو ــــ شاه فرمان او عنایت الله په زړه کې څه راغلي ول ــــ چې وړومبۍ يې د وایس چانسلر او رجسټرار له خوا د ایریا سټډي سنټر په مشر ډاکټر سرفراز خان فشار واچولو ــــــ او چې په دغه هم کار ونه شو ـــ نو د کېمپس د پولیسو مشر يې ورپسې واستولو.

د دستورې منتظمین وايي ــــ پولیسو ورته وویل ـــ د مخکتنې د دستورې د امنیت لپاره انتظام نشي کولیعجیبه خبره دا ده چې ـــ صوبايي حکومت د پېښور پر جي ټي روډ د یوه مذهبي ګوند د جلسې امنیت ساتلای شي خو په پوهنتون دننه د یوې علمي غونډې له امنیت ساتلو  انکار کوي

په پښتونخوا کې د پښتنو لیکوالو په کتابونو د بندیز خبره نوې نه ده ــــ یو وخت داسې وو چې دلته د غني خان، رحمت شاه سایل او اجمل خټک په کتابونو بندیزونه وو ـــــ نن د هغوی فکرونه ژوندي دي ــــــــ بلېږي ــــ تیارې روښانه کوي ـــ د منزل نوې لارې ښيي او چې چا بندیزونه لګولي وو ــــ خلک يي په نوم اخیستو هم شرم احساسويد صوبې د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وايي ـــــ د هغه حکومت د ملالې د متنازعه کتاب د مخکتنې د دستورې اجازت نه شي ورکولی. خو که نن ترې چا پوښتنه وکړله چې آیا دا کتاب دې لوستی دی نو غالب امکان دا دی چې ځواب به په نه کې راځي. چې کتاب دې لوستې نه دی نو بیا دا څنګه وايي چې متنازعه دیملاله د سوات ده ـــ د هغې کتاب د دې سیمې په اړه دی ــــ د نړۍ په لویو لویو پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کې ورباندې بحثونه شوي دي ـــــــ ستاینه يې شوې ده ــــــــ  ولې چې هغه په دې وطن کې د علم او شعور خبره کوي، د رڼا خبره کوي ــــ ښکاره يې کوي او بې ویرې يې کوي. ملاله وايي قلم تر تورې طاقتور دی ــــ هغه وايي بدلون به په علم او پوهه راځي. دا ګناه ده؟ په دې کې کومه خبره متنازعه ده؟ بله دا چې ــــ په پوهنتونونو کې په کتابونو بحثونه نه کیږي ــــ کره او کوټه يې نه کتل کیږي نو چرته به کیږي؟ په پیښور کې خو د ترهه ګرو بریدونو له کبله د کتابونو لوی دکانونه لا د وړاندې تړل شوي دي ـــــ پوهان، لیکوالان او خبریالان په ویره کې ژوند تیروي. اوس په علمي بحثونو هم بندیزونه لګول کیږي ــــــــ لکه چې د وطن واکداران له رڼا وېرېږي ــــــــ لکه چې تیارو ویرولي دي ـــــــــــ هر څه چې دي ـــــــــ خو د فطرت قانون دا دی چې رڼا تل تیارو ته ماتې ورکړې ده لیکلي ټکي مقدس وي ــــــــ زمانې بدلې شي ــــــ حکومتونه بدل شي ـــــــ خو ټکي تل ژوندي وي ـــــــــ ملاله خو د مرګ سواګرو په خپل اند وژلې وه ـــــــ خو ژوند او ګټله ــــــــ مرګ ماتې وخوړه ـــــــــ نن هغه هم ژوندۍ ده ــــــــ ټکي يې هم ژوندي دي ـــــــ لکه د مشالونو بلیږي ــــــــــ د نړۍ په هر ګوټ کې ورکو شوو کاروانونو ته د منزل لاره ښيي ــــــــــــ او هغه ورځ لیرې نه ده چې د هندوکش لمنې به هم په خپلو پلوشو روښانه کړي ـــــــ تور مخونه به څرګند کړي ـــــــــــــــ دلته به د امن سندرې ویل کیږي ـــــــ د رڼا خبره به کیږي

ــــــ او د انصاف په نوم به د انصاف وینې نه تویول کیږي ـــــــــــ

پښتونخوا حکومت پیښور پوهنتون د سیمه ییزې زدکړې مرکز د هغه  دستورې اجازت ورنکړ چې د نهې پر ورځ پکې د ملالې یوسفزۍ د کتاب ؛زه ملاله یم؛ (ای اېم ملالهمخکتنه کېدونکی وه.
د باچا خان ایجوکیشن فاونډیشن ټرسټ مشر او د دغه دستوری یو منتظم خادم حسین مشال ریډیو ته وویل چې د سیمه ییزې زدکړې مرکز او یو این جي او اېس پي او په مرسته دوی د ملالې یو سفزۍ د کتاب مخکتنه په دې غرض جوړه کړې وه، چې په پښتنو کې د علم او پوهې رڼا خورولو په باب د یوې پښتنې جینۍ مبارزه او جزباتو ستاینه وکړل شي، خو سوبايي (ولایتي) حکومت د دغه پروګرام  په عین وخت دوی ته اجازت ورنګړ.
"
خادم حسین زیاتوي (دوی پر موږه دباؤ واچولو، د وايس چانسلر په ذریعه یې پر موږه دباؤ واچولو، خو بهر حال موږه دا دباؤ ونه منلو، بیا د کېمپس د پولیس مشر چې راغلو او هغه وویل چې دا پروګرام تاسو مه کوئ، هغه وویل چې د امنیت خطره ده، او موږ تاسو ته تحفظ نشو درکولی"
پروفیسر خادم حسین زیاته کړه چې د پښتونخوا حکومت دوه وزیرانو عنایت الله او شاه فرمان په وینا د پیښور پوهنتون ( یونیورسټي) انتظامیې او بیا د کېمپس پولیس د دغی دستوری اجازت ورنکړ.
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان مشال راډيو ته وویل:
"
دوی دې له پوهنتونه بهر دا پروګرام وکړي، دا قسمه پروګرامونه اکثره خلک په پرېس کلبونو کې کوي. په تعلیمي ادارو کې د داسي قسمه کتاب اجازت ځکه نشي ورکول کېدائ، چې داسې نو بیا نورلانجمن کتابونه دي، بیا به د هغو مخکتنې ته لاره هواره شي. موږ تعلیم خرابول نه غواړو، ځکه چې زموږ تعلیم له وړاندې خراب دی"
پروفیسر خادم حسین زیاته کړه چې پوهنتون د علمي هلو ځلو او کتابونو د مخکتنو لپاره یو مناسب ځای دی، او د علم او پوهې خبرو لپاره له چا د اجازت اخیستلو ضرورت نه وي.
هغه وویل چې باچاخان ایجوکېشن فاونډیشن او نورې ادارې به د ملالې یوسفزۍ د کتاب مخکتنه هرومرو کوي، ځکه چې پر دې کتاب نه خو په پاکستان کې څه بندیز شته او نه دغه کتاب د مذهب یا د پښتنو د روایاتو خلاف دی.
"
نه خو چرته په دغه کتاب باندی پابندی لګېدلې، نه د مذهب خلاف دی، نه د روایاتو خلاف دی، خو بیا دوی دویمه خبره دا وکړه چې تاسو اجازت له چا نه اخیستی دی، نو دعلمي کتابونو یا داسې نور علمي څیزونو لپاره د اجازت اخیستو ضرورت نه وي"
د یادونې ده چې د ملالې یوسفزۍ کتاب آی اېم ملاله باندې په پاکستان کې څه قسم بندیز نشته، خو بیا د وسله والو طالبانو دهړکې ورکړې دي، هغه دوکاندارانو ته به نقصان رسوي، چې دغه کتاب یې د خرڅولو لپاره اېښودی وي.

Source: Mashaal redio

- بېرته شاته