(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کې دایران نوې جبهه

27.01.2014:لوی افغانستان اونيزه

 د افغانستان په جنوب او جنوب لویدیځ کې جنګېدونکي وسلوال زیاتره د ایراني استخباراتو له خوا رزول شوي هغه افغانان دي چې په ایران کې د مهاجرت شپې تېروي. دغه وسلوال د ایران ساخت پرمختللې هوايي او ځمکنۍ وسلې هم په لاس کې لري. راپورونه وايي ایران په خپل هېواد کې دغو وسلوالو ته د روزنې کمپونه جوړ کړې دي، چې تر روزنې وروسته یې د افغان او بهرني ځواکونو پرضد د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږي. تر پاکستان وروسته د افغانستان په روانه جګړه کې د ایران رول اوس د مدرسو، پوهنتونو او فرهنګي مرکزونو له لارې د مداخلې تر پولو اوړي او دغه هېواد د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد د یوې نوې تروریستي جبهې د جوړولو په هڅه دی.

 په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد د جګړې لپاره ایران په خپلو مهمو ښارونو جهارم، شېراز، تهران، اصفهان او بندرعباس کې د اورپکو د روزنې نوي کمپونه جوړ کړي دي او افغانستان ته یې را لېږي.

لوی افغانستان اونیزې ته د باوري سرچینو له لوري د را رسېدلو راپورونو له مخې په دغو پنځو ښارونو کې ډېری افغان کډوال او بلوڅان مېشت دي. ایران له دغه پنډغالو ځوانان را جلبوي او د بهرنیانو پرخلاف د جګړې روزنه ورکوي.  په یادو کمپونو کې د ځوانانو ترڅنګ نجونې هم روزل کېږي.

لوی افغانستان اونیزې ته د نوم دنه ښودولو په شرط یوه ځوان چې له دغه کمپ نه یې په ډېرمهارت  سره پښې سپکې کړې وې، وویل چې دغه کمپونه تازه د ایران د سپاه پاسداران جاسوسي شبکې په مرسته جوړ شوي دي.

 د احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال هم پټ او ښکاره خلکو، په ځانګړې توګه افغانانو ته تبلیغ کېده چې افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی او افغانان باید د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي، خو ویل کېږي چې اوس د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره دا هرڅه په ډاګیزه توګه روان دي.

 په داسې حال کې چې د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني په اړه ویل کېږي چې منځلاری دی، خو د افغانستان پر وړاندې یې پټه کینه تر احمد نژاد هم خطرناکه برېښي.

 سرچینه وايي چې په دغو چریکي کمپونو کې روزونکي ډېری ایراني اخوندان او د سپاه پاسداران مهم غړي دي او د دوی ترڅنګ خال خال پاکستاني روزونکي هم تر سترګو کېږي.

د دغو په پاکستاني روزونکو په هکله ویل کېږي چې د پاکستان پخواني متقاعد جنرالان دي چې د د ندې موده یې په پاکستان کې  پای ته رسېدلې ده.

په یادو کمپونو کې د ځوانانو د تلقین او ذهنیت بدلولو لپاره هغوی ته ځينې رښتینې او اېډټ شوې د امریکايي ځواکونو هغه ویډیو ګانې ورښودل کېږي، چې په افغانستان او عراق کې د هغوی پوځي ماموریت په کې انځور شوی دی.

 نوموړي وویل: ((په کمپونوکې جلب شويو ځوانانو ته په لومړۍ ورځ ۳ ساعته لیکچر ورکول کيږي چې څنګه په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو پرضد وجنګېږي، ځوانانو ته ویل کېږي چې د کورنۍ له نفقې او سرپرستۍ دې بېغمه اوسي ځکه ایراني استخبارات ورته هېڅ برابروي، خو کوم ځوانان چې د هغوی له چل او دوکې نه خبرېږي او تښتي د ایران استخبارت یې تعقیبوي او د نشه يي توکو په تور یې نیسې، یوڅو ورځې بندي او بیا یې اعدام کړي.))

سرچینې وویل چې اوس هم د افغانانو د اعدام لړۍ روانه ده، اوس هم په مرموز ډول افغان ځوانان د ایراني استخبارتو له لوري وژل کيږي.

د افغانستان د کشفي او امنیتي ارګانونو راپورونه ښيي چې ایران افغانستان ته د جنګیالیو د را استولو ترڅنګ په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې وسلوالو ته د ایران ساخت وسلې او مهمات ورکوي.

ایران په افغانستان کې وسلوالو ته د وسایطو او الوتکې ضد توغندي ورکړي چې عملاً د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد کاروي.

دغه راز ویل کېږي چې ایران په جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو په ځانګړې توګه په نیمروز او هرات ولایتونو کې د برېښنا د سترو بندونو د جوړېدو پر وړاندې امنیتي خنډونه رامنځته کړي دي.

وړم کال د روژې په میاشت کې په نیمرزو ولایت کې د ښار په منځ کې ځانمرګي بریدونه چې له امله یې لسګونه بې ګناه افغانان په شهادت ورسېدل، وروسته په ډاګه شوه چې د ایراني استخباراتو له خوا تنظم شوي وو.

- بېرته شاته